ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 875

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ټولو همکارو بنسټونو د فعالیتونو ملاتړ کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هیواد کې د شيلټر ناو انټرنېشنل موسسې له مسول او څو بهرنیو کارکوونکو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یادې موسسې مسول ویلي، چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې له افغانانو سره د روغتیا، معارف او اوبو رسولو په برخو کې مرستې کوي، اوس یې د بېړنیو مرستو لړۍ هم پیل کړې او په هرات، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې د اړمنو لاسنیوی کړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوي چې د دې موسسې د نیمګړو پروژو بشپړولو لپاره مالي سرچینې ومومي او افغانستان کې د مرستو لړۍ ته دوام ورکړي.

د شيلټر ناو انټرنېشنل موسسې مسول د حل په موخه خپلې یو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او ویلي یې دي، چې په بهر کې ګڼ خیره بنسټونه او کسان له افغانانو سره د مرستې هوډ لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یادې موسسې مسول او کارکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یاد بنسټ د فعالیت او هڅو ستاینه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ټولو همکارو بنسټونو د فعالیتونو ملاتړ کوي او د امکان تر حده ورته اسانتیاوې چمتو کوي.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې یادونه کړې، چې د اسلامي امارت اړوندې ادارې به د یاد بنسټ د ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: افغان ملت له کلونو وروسته ارامۍ او هوساينې ته رسېدلی

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۹ الفتح قول اردو د هوايي لوا له قومندان قاري نورالهدا احمدي او د سرپل ولايت له يو شمېر مجاهدينو سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په پيل کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د هوايي لوا قومندان قاري نورالهدا احمدي خبرې کړې او په دې قول اردو کې يې د مجاهدينو د وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي، چې ټول مجاهدین او د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسولين د ځمکنۍ بشپړتيا، د هېوادوالو د امنيت تامين او ارامۍ لپاره هڅې کوي او د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښوونو تطبيق ته چمتو دي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مجاهدينو او مسولينو کړنې او فعاليتونه ستایلي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ افغان ملت له کلونو وروسته ارامۍ او هوساينې ته رسېدلی، چې دا يو لوی نعمت دی او دفاعي او امنيتي مسولين به د ارامۍ او ثبات د ساتنې لپاره هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۷/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۱) تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۹۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۵۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۸۵) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۹۲) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۰۵۸) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۶) کورنیو سره مجموعًا (۴۸۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۷۷) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۶۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰) تنه و، پکتیا ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۷) کورنۍ او (۵۸۹) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۳) کورنۍ او (۷۱) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۴۵) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۴۲) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

ترکي پانګوالو افغانستان کې د برېښنا په سکټور پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکیې هېواد د خصوصي کمپنۍ له مسول خلیل ابراهیم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې افغانستان کې د برېښنا انرژۍ ‏د منابعو او په هغه کې د پانګونې په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د برېښنا انرژۍ تولید په برخو کې د شته فرصتونو په اړه پر معلوماتو سربېره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

‏د ترکیې هېواد څخه راغلو پانګوالو د برېښنا شرکت له عمومي اجرایوي رییس د مننې تر څنګ د پانګوالو د هڅونې او ملاتړ هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې موږ افغانستان کې د انرژۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره پوره لېوالتیا لرو؛ خو که برېښنا ریاست راته خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي موږ به خپل ‏پلان ورسره شریک کړو.

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس انجنیر صفي الله احمدزي او د برېښنا شرکت د پانګونې ریيس انجینیر فریدالله شرفمل راغلو پانګوالو ته د یو شمېر پروژو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د پروژو په تخنیکي برخه کې به د معلوماتو په شریکولو کې پوره همکاري وکړي.

په یاده ناسته کې د برېښنا شرکت د سیسټمونو پر عصري کولو هم خبرې شوې دي.

مولوي عتیق‌الله عزیزي: نړیواله ټولنه دې د افغانستان د تاریخي ابداتو په بیارغونه کې ونډه واخلي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې، یونسف او یونسکو چارواکو هم ګډون درلود.

د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي افغانستان کې د عامه کتابتونونو او هنرستان ریاست پر فعالیتونو خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د عامه کتابتون او هنرستان ریاستونو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې. عامه کتابتون چې په ټول هېواد کې تر ۹۰ ډیر څانګې لري او هره ورځ سلګونه کسانو ته خدمات وړاندې کوي، خو دا بسنه نه کوي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې په ډيرو ولایتونو او ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو ودانۍ یا نشته او یا هم له بد وضعیت سره مخ دي.

نوموړي د یونما له مشرې غوښتنه کړې، چې د عامه کتابتونونو د ودانۍ، دیجیټل سیسټم او سیارو کتاب خونو په برخه کې د یاد وزارت سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، چې افغانستان کې د سواد زده‌کړه یوه مهمه او حیاتي موضوع ده او زموږ د معلوماتو له مخې تر ۵ میلیونه ډير ماشومان اوس هم زده کړې ته لاسرسې نه لري.

نوموړې زیاته کړې، چې موږ په افغانستان کې پر بشري مرستو سربېره باید په ګډه د سواد زده‌کړې ته هم کار وکړو او د سواد زده‌کړې او د کتاب لوستنې لپاره یو ملي کمپاین پيل کړو.

د یوناما مشرې ژمنه کړې، چې د خپلو مرستو په لړ کې به عامه کتابتونونو او هنرستان ریاست سره همکاري وکړي.

پر دې سربېره د هنر او کلتور مرستیال د یونما له مشرې سره د هېواد د تاریخي ابدو، لرغونو او فرهنګي سیمو د ساتنې او استحکام په برخې هم خبرې کړې.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره سم د تاریخي اثارو قاچاق،غصب او ناقانونه کېندنو مخنیوی شوی.

ښاغلی عزیزي د نړیوالو ټولونو نه غوښتنه کړې، چې د افغانستان د تاریخي ابداتو په بیارغونه، ساتنه او د کارمندانو په روزنه کې رغنده ونډه واخلي.

کرېکټ اېمرجېنګ اسیا کپ؛ افغان ابدالیانو له سختې سیالۍ وروسته بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

افغان ابدالیانو (افغانستان الف) کرېکټ لوبډلې د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په لړ کې له یوې سختې سیالۍ وروسته بنګله‌دېش لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

په دې سره افغان ابدالیانو په روانو سیالیو کې دویمه پرله‌پسې بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې صدیق‌الله اتل ښه رول ولوباوه، خوار په زړه پورې لوبه یې وکړه او د پینځو شپږیزو او ۹ څلوریزو پر مټ یې ۹۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او دا په روانو لوبو کې دویم ځل دی، چې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي.

افغان ابدالیانو له دې وړاندې سریلانکا ته هم ماتې ورکړې وه او اوس د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.

افغان لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله‌دېش الف لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه سمیع بلال، کریم جنت، قیس احمد او شرف الدین اشرف یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې له یوې سختې سیالۍ وروسته یاد هدف په وروستي اور کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره پوره او سیالې لوبډلې ته یې په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

افغان ابدالیان به خپله درېیمه او په وروستي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه سبا سې‌شنبه د هانګ‌کانګ پر وړاندې ترسره کړي.

والیبال؛ افغان ملي لوبډلې مالدیف ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۴ کال مرکزي اسیا والیبال سیالیو په لړ کې افغان ملي لوبډلې پرون یکشنبه مالدیف لوبډلې ته ۳-۰ ماتې ورکړه.

دا په روانو سیالیو کې د افغان لوبډلې لومړۍ بریا وه.

یادې سیالۍ د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې جریان لري، چې افغانستان پر ترکمنستان او اوزبیکستان دوې سیالۍ پکې بایللې او درېیمه یې وګټله.

د افغانستان والیبال ملي لوبډله به نن دوشنبه له تاجکستان او سبا سې‌شنبه په وروستۍ لوبه کې له قرغیزستان سره مخ شي.

یادې سیالۍ د روان کال د میزان میاشتې په ۲۷مه د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې پيل شوې، چې د عقرب تر درېیمې به دوام وکړي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: له بلوچستانه رهبري کېدونکې د فتنه‌ګرو ډله په غور کې له منځه یووړل شوه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي؛ د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري د فتنه‌ګرو هغه ډله له منځه‌ یووړل شوه، چې غور ولایت کې یې پر اهل‌تشیع هېوادوالو د برید سربېره په کابل او بامیان ولایتونو کې په ترسره شویو یو لړ بریدونو کې لاس درلود.

د ښاغلي مجاهد په وینا؛ پرون ( یکشنبه، د تلې ۲۹مه) د غور مرکز اړوند مارکو سیمه کې د دوی پر یو پټنځای عمليات شوي، چې په پاېله کې یې د دوی مشر او يو بل مهم کس وژل شوي دي.

دغه‌راز له دوی څخه يوه اندازه وسله، مهمات، لاسي بمونه او منفجره مواد هم نیول شوي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ چې دغه ډله په بلوچستان کې د داعش ډلې له مرکزونه رهبري کېده او له هغه ځای څخه یې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه بریدونه کول.

د يادونې وړ ده، چې د دوی يو شمير نور ملګري هم بلوچستان ته د تيښتې په حال کې په لاره نيول شوي دي.

یادې ډلې د تېرې ربیع‌الاول میاشتې په نهمه (د سنبلې په ۲۳مه) د غور په مرکز کې په ملکي اهل‌تشیع هېوادوالو برید کړی و او تر شلو پورې هېوادوالو ته یې تلفات اړولي وو.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي: “له تيرې اونۍ راهیسې د دوی پر ضد د اسلامي امارت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو عمليات پيل شوي، د لوی الله په نصرت د عملیاتو په پايله کې د فتنه‌ګرو د دې وحشي ګروپ يو شمير کسان نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.”