ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 879

د اداري کمېسیون غونډه د کورنیو چارو وزارت اړوند موضوعات ارزول شوي

د اداري کمېسيون غونډه نن رياست‌الوزرا اداري مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.

او وروسته يې د کورنيو چارو وزارت اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

په پای کې، د يو شمېر موضوعاتو د لا زياتې ارزونې او تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

د غزې په شمال کې لوږه او د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو او کلابندۍ دوام!

د فلسطین روغتیايي چارواکو د غزې په شمال کې د درېیو روغتونونو لپاره د بشرپاله دهلیز غوښتنه کړې، ځکه چې دا روغتونونه په تېرو دوو اونیو کې د اسرائیلي یرغلګرو د ځمکنیو بریدونو او د سیمې له کلابندۍ وروسته له سقوط سره مخ دي.

اسرائیلي عسکرو ۱۳ ورځې وړاندې د غزې په شمال جبالیا کمپ کې د کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي روغتونونو پرسونل ته د تخلیې امر کړی و، خو د یادو روغتونونو ډاکټران لا هم د خپلو ناروغانو پرېښودو ته چمتو نه دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د کمال عدوان روغتون مشر حسام ابو صفیه پرون چهارشنبه ویلي: “موږ په نړیواله ټولنه، سور صلیب او د روغتیا پر نړیوال سازمان غږ کوو، چې زموږ د روغتیايي سیسټم پر لور د دهلیز په پرانیستلو سره خپل بشرپاله رول ولوبوي او تېلو، روغتیايي او خوراکي توکو او طبي پرسونل ته د راتګ اجازه ورکړي.”

نوموړي زیاته کړې: “موږ په کمال عدوان روغتون کې له ۳۰۰ زیات پرسونل لرو، چې یوازې یو وخت خواړه هم نه شو ورته چمتو کولای، تر څو په ښه ډول روغتیايي خدمات وړاندې کړي.”

اسرائیلو پر جبالیا سربېره پر بیت حانون او بیت لاهیه سیمو هم بریدونه کړي دي.

دا سیمه د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په پرله‌پسې ډول د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې راغلې ده.

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، چې شمالي غزه له وروستي برید وروسته په بشپړ ډول کلابنده ده.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان د غزې په شمال کې کلابند دي او د اسرائیلي بمباریو، نښه‌ویشتونکو، ځمکنیو عسکرو او کلابندۍ له امله نه‌شي وتلای.

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې په وینا؛ له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې یادې سیمې ته هېڅ خواړه نه دي لېږل شوي.

د یاد ادارې ویاند محمود بسال وايي: “دوی یوازې کلابند نه دي، بلکې خواړه، اوبه او درمل هم نه لري.”

نوموړي زیاته کړې، چې روغتیايي توکي هم په کمېدو دي.

د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې جبالیا کمپ او شاوخوا سیمو کې د اسرائیلي یرغلګرو د روانې کلابندۍ او بریدونو له امله شاوخوا ۳۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

دغه‌راز د لسګونه فلسطینیانو جسدونه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي.

د اقتصادي معاونیت غونډه؛ په پراختیايي برخو کې د اوږد مهاله مرستو پر زیاتوالي او د موسساتو د ستونزو پر حل خبرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر لوی رییس مفتي عبدالله عزام په مشري جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت اړوند د عامه اړیکو ریاست او د کورنیو موسساتو د استازو ترمنځ په پراختیايي برخو کې د اوږدمهالو مرستو پر زیاتوالي او د موسساتو د ستونزو پر حل خبرې شوې.

ښاغلي عزام یادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې کورنیو موسساتو په سختو حالاتو په ځانګړي ډول په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو پر مهال هېوادوالو ته بشري مرستې رسولې او د هغوی لاسنیوی یې کړی، چې اسلامي امارت یې قدردانی کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې د ابادۍ او د ولس د ستونزو د اساسي حل فرصت برابر شوی او غوره ده، چې کورني موسسات له اسلامي امارت سره په همغږۍ د امکان تر حده خپلې مرستې پراختیايي برخو ته واړوي او دا به په اوږد مهال کې د هېوادوالو اقتصادي ستونزې حل کړي.

ورپسې د کورنیو موسساتو استازو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له مسولینو مننه کړې، چې د کورنیو موسساتو د ستونزو د حل او په پراختیايي برخو کې یې د اوږد مهاله مرستو د جلب او تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه را بللې ده.

دوی خپلې ستونزې او د اوږدمهاله مرستو د جلب او تطبیق په برخه کې وړاندیزونه د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له مسولینو سره شریک کړي.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د اسلامي امارت او کورنیو موسساتو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو او په دې برخه کې د ګډ کار کولو پر دوام ټینګار کړی.

د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د افغانانو د شهادت ګنګوسې؛ د موضوع تر روښانتیا وروسته به اړین تصمیم ونیول شي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او ټپي کېدو په اړه د خپرېدونکو ګنګوسو په تړاو د اسلامي امارت بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماټیکې استازولۍ پلټنې او تحقیقات کوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ دا چې د پېښې سیمه له هېواده بهر ښودل کېږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي، د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کې اړین تصميم ونيول شي.

د ایران او پاکستان تر منځ ګلګان سرحدي سیمه کې د ایراني ځواکونو له لوري د لسګونه افغانانو د شهادت او ټپي کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي.

ویل کېږي، چې یاد افغانان ایران ته د اوښتلو پر مهال د دې هېواد د پوله‌ساتو عسکرو تر برید لاندې راغلي.

پر ټولنیزو رسنیو کې پر بېلابېلو ویډیوګانو کې ګڼ شمېر ټپیان هم لیدل کېږي.

د راپورونو له مخې، د ایراني عسکرو له لوري شاوخوا ۲۵۰ افغانان شهیدان او یا هم ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۲۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۷) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰) تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱) کورنیو سره مجموعًا (۸۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۸۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (0) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (0) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴) تنه و، کابل او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۹۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۰) کورنیو سره مجموعًا (۳۹۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۳۳) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۳۰۸) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۸۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۳۳) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۰) کورنیو سره مجموعًا (۶۰۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۸۲) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۶) کورنیو سره مجموعًا (۸۸۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲) تنه و، پکتیا او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۲۸) کورنۍ او (۸۹۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۹) کورنۍ او (۱۰۶) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۶۷) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۹۴) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له هرې ممکنه لارې د سوداګرو، پانګوالو او صنعت‌کارانو ملاتړ کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۱م نندارتون د پرانستې په مراسموکې ګډون او وینا وکړه.

په دغه نندارتون کې د ریاست الوزرا پراقتصادي اواداري مرستیالانو (ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي) سربېره، د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، ګڼ شمېر پانګوالو، صنعتکاراتو، بهرنیو ډیپلوماتانو او عامو هېوادوالو هم ګډون کړی و.

مولوي عبدالکبیر د وینا پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت له رهبري او د دې نندارتون له جوړوونکو مننه کړې او دا یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو د معرفۍ لپاره غوره لاره بللې ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د نړیوالو او سیمه‌ییزو لپاره د خوښې وړ با کیفیته کرنیز محصولات لري، خو له بده مرغه چې اکثره وخت دغه محصولات نړیوالو بازارونو ته نه رسېږي.

هیله ده سږ کال د افغانستان تازه او وچې مېوې د تېر کال په پرتله په لوړ کمیت او کیفیت بهر ته صادرې شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د افغانستان مېوې او نور تولیدات په ځانګړنې توګه قالینې به له دې وروسته د افغانستان په نامه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او افغانستان به په نړیوال اقتصادي میدان کې خپل ځای او نوم نیسي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت له هرې ممکنه لارې د خپلو سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کوي او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د توکو رسول زموږ د ټولو دنده ده.

دغه‌راز د افغانستان د کرنې او مالداري سکټور ښه ظرفیتونه لري او په کورنیو او بهرنیو شرکتونو او کمپنیو یې غږ کړی، چې د افغانستان د کرنې او مالداري په سکټور کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت هوډ لري، چې د کرنې په مکانیزه کولو او د اوبو رسولو سیستم په عصري کولو سره د کرنې او مالداري د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او په دې برخه کې د نړیوالو ادارو او خصوصي پانګوالو ونډه مهمه ده.

نوموړي د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت له مسولینو غوښتي، تر څو هېواد کې د لبنیاتو، اصلاح شویو تخمونو او د کرنې مکانیزه کولو ته اساسي پاملرنه وکړي او مسولې ادارې دې پر هغو پروژو تمرکز ډېر کړي، چې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا، ځوانانو ته د کار په موندلو او بزګرانو ته د ډېر عاید په برابرولو کې مهمې ثابتېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت غواړي افغانستان د غلو دانو له اړخه پر ځان بسیا کړي. د همدې لپاره د قوشتېپې کانال، د لغمان شاهي کانال او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د اوبو د مهارولو د بندنو او کانالونو جوړل پیل کړې دي.

نوموړي په ګاونډیو او د سیمې هېوادونو غږ کړی، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي، لارې بندې نه کړي او اجازه ورکړي، چې د افغانستان کرنیز محصولات او تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت په خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمي او نړۍ په ګټه بولي، له همدې امله له ټولو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د زېربناوو په جوړولو او اقتصادي پیاوړتیا کې پانګونه وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس: نړیوال دې افغانان د نړیوالې ټولنې برخه وګڼي او له تبعیضي چلند دې لاس واخلي

افغانستان کې د اقلیمي بدلون ننګونو او بحران ته د حللارو لټولو او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو د زیانونو معلومولو په تړاو پرون چهارشنبه د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۲۵ن ېټه د کابل په سرینا هوټل کې (په ټولنه کې د اقلیمي بدلون اغېزو) ترعنوان لاندې یو ورځنی ملي کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص، د مالي او اداري چارو معین ملا سعدالدین سعید، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده، افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن رزا اوتونبایوا، افغانستان کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې مېرمن ویرانیکا، د امارتي ادارو استازو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصینو، د ملي او نړیوالو موسسو استازو، د مختلفو ولایتي ادارو مسولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

یاد کنفرانس د قران عظیم الشان مبارکو ایتونو په تلاوت پیل او ورپسې د اړیکو دفتر (TLO) موسسې مرستیال انجنیر عبدالرحیم خرم د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په تړو خبرې کړې او ویلي یې دي؛ د دې کنفرانس د جوړیدو موخه دا ده، چې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمن کېدو ارقام راټول او تر نړیوالو ورسول شي.

د کنفرانس په لړ کې د ګروپي کارونو پایلې له ګډونوالو سره شریکې شوې، چې پکې ټولو ګډونوالو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه، تر څو چاپېریالي او بشري موضوعات دې نه سیاسي کوي او ژر تر ژره دې د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې چاپېریالي پروژې پیل کړي.

د کنفرانس ګډونوالو پر نړیوالو غږ کړی، چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې دې موجوده فرصتونه خلاص کړي، ځکه اقلیمي بدلون پرمختللو هېوادونه رامنځته کړی او دا د دوی مسوولیت دی، چې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

دغه‌راز که اقلیمي ګواښونو ته جدي پاملرنه ونه شي، افغانستان به د یوه لوی ناورین سره مخ شي او نړیوال به هم ترې په امان نه وي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې هیڅ ونډه نه لري او دا د نړیوالو مسوولیت دی، چې افغانستان ته د اقلیمي بدلون د زیانونو تاوان ورکړي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د متجاوزینو له لوري ډول ډول ناقانونه او ممنوعه اسلحې وکاورل شوې او افغانانو ته یې ډیر مشکلات جوړ کړل.

د ښاغلي خالص په وینا؛ د جګړو او اقتصادي پابندیو سربېره اقلیمي بدلون هم هغه بحران دی، چې افغانان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د اقلیمي بدلون له امله ١٠٤ زره هکتاره کرنیزه ځمکه، ۴۵زره هکتاره باغونه، څه باندې یو لک کورونه او ۱۴ سلنه طبیعي یخچالونه ویجاړ او له منځه تللي دي. همدا راز ۲۱ میلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

له بلې خوا د نړیوالو تبعیضي چلند دی، چې د مظلومو افغانانو سره یې کوي او که نړیوال له افغانستان څخه همداسې مخ واړوي دا ولس به له ډیرو ستونزو او ناخوالو سره مخ او بیا به نړۍ هم ترې په امان کې نه وي؛ مهاجرتونه به زیات شي او په نړیواله کچه به ناورین رامنځته شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی، چې افغانستان دې د نړیوالې ټولنې غړی وګڼل شي، چاپېریالي او بشري موضوعات دې نه سیاسي کوي، پر افغانستان دې لګول شوي بندیزونه لیرې کړي، د څه باندې ۸۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت دې د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې چاپېریالي پروژې پیل کړي او پر نړیوالو چاپېریالي غونډو کې دې د افغانستان اسلامي امارت استازو ته د ګډون بلنه ورکړي.

ښاغلي خالص له ملګرو ملتونو او نړیوالو ارګانونو غوښتي، چې په اذربایجان هېواد کې دې د اقلیمي بدلون نړیوالو کنفرانس (COP29) کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو د ګډون زمینه مساعده کړي، ترڅو د افغانانو ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن رزا اوتونبایوا هم د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په هکله خبرې کړې او ویلي یې دي، چې موږ په ټولو نړیوالو غونډو کې د افغانستان ستونزې تر نړیوالو رسولې او رسوو یې او دا زموږ مسولیت دی.

نوموړې زیاته کړې، چې موږ به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو او دا زموږ ټولو ګډ مسوولیت دی، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې ګډې هڅې وکړو.

د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې اغلې ویرانیکا هم پخپلو خبرو کې ویلي، چې اقلیمي بدلون یوه جدي مسله ده او موږ دې ته ژمن یو، چې په دې برخه کې کار وکړو.

نوموړې زیاته کړې، چې اقلیمي بدلون زموږ د اجنډا د سر موضوع ده او په دې برخه کې مو د ۹۰ میلیونه یورو په ارزښت بودیجه ځانګړې کړې ده.

د غونډې په لړ کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده او د یاد وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم هم د اقلیمي بدلون په تړاو هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د کرنې، مالداري او نورو سکتورونو سربېره د افغانستان د اوبو سکټور هم د اقلیمي بدلون له امله ډیر زیات اغېزمن شوی.

دوی له نړیوالو غوښتي، چې له امارتي ادارو سره باید په ګډه همکارۍ او همغږۍ کار وکړي او چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کوي.

د يادونې وړ ده، چې ياد کنفرانس د اړیکو دفتر (TLO) موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی و.