ملا عبداللطیف منصور: د انرژي د پراختیايي پروژو پلي کول د هېواد اړتیا ده
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ملګروملتونو (UNDP) سازمان د پراختیا او پرمختګ پروګرام له مسول استیفین او د دغه بنسټ له یو شمېر نورو مسولینو سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د همغږي او پراختیا د همکاریو په اړه خبرې کړي.
په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر په هېواد کې د اوبو او انرژي د پروژو حیاتي ارزښت ته په اشارې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیايي پروژو پلي کول د افغانستان د خلکو تر ټولو اړینه اړتیا ده.
ملا عبداللطیف منصور ټینګار کړی؛ په افغانستان کې د ټولو نړیوالو او بشري حقونو بنسټونو څخه تمه ده، چې نه یوازې په ژمنه بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د انرژي د پراختیا او د اوبو رسولو د پروژو په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي د کابل- پنجشیر د اوبو لېږد پروژې ته په اشارې سره د یاد پروګرام مسولینو ته وړاندیز کړی، چې د دغې پروژې د تمویل په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاري وکړي، چې دغه پروژه د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره حیاتي ده او د پلي کولو زمینه یې هم له هره پلوه چمتو ده.
ښاغلي منصور یادونه کړې؛ د نوې کېدو وړ انرژي د پروژو د پلي کولو په برخه کې ټاکل شوې ده، چې له ټولو اړوندو بنسټونو څخه یوه ګډه کمېټه رامنځته شي چې په رامنځته کولو کې به یې په دې برخه کې اړینې اسانتیاوې چمتو شي.
همدغه راز، د یاد پروګرام مسول هم په افغانستان کې د اوبو او انرژي په برخه کې د ټولګټو پروژو په برخه کې د خپلو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړي او د اوبو او انرژي له وزارت سره یې د خپلو همکاریو د پراختیا په برخه کې ژمنه کړې.
نوموړي همدارنګه د نوې کېدو وړ انرژي د کمېټې لپاره د تخنیکي او مالي همکاریو په ترسره کولو کې هم ډاډ ورکړی.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او رازي پراختیایي او ټولنیزې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه
نن سېشنبه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي او د رازي موسسې RSDO د همغږۍ مسول عبدالناصر پویا ترمنځ لیدنه وشوه او د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.
د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال ملا نورالدین ترابي ووېل؛ موږ د هر هغه موسسې ملاتړ کوو، چې د هېواد د پرمختګ په برخه کې کار کوي.
د رازی موسسې RSDO د همغږۍ مسول عبدالناصر پویا ویلي، چې رازی موسسه له ۱۳۷۸ کال راهیسې په کندهار، هرات، بادغیس او غور ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ۳۸۳،۴۴۹ امریکایي ډالرو په ارزښت د هوکړهلیک پر بنسټ به په زندهجان، کشککهنه، گلران، کوهسان ولسوالیو او د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۸۳،۰۰۰ نفرو ته د خوراکي او نغدو پیسو مرستې ووېشو.
د ښاغلي پویا په وینا؛ سروې به د رازي موسسې لخوا ترسره کېږي، او څارنه به یی د هرات ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره او د یادې موسسې له لوري ترسره کېږي. د دې مرستو پلي کوونکی د خوړو نړیوال سازمان دی.
دا مرستې په څلورو ولسوالیو کې چې هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۵ کیلو دال نخود، ۴.۵ لیتره غوړي، نیم کیلو مالګه او د ماشومانو او میندو لپاره تغذیوي مواد ورکول کېږي.
همدارنګه په هرات ښار کې د ۱۳،۰۹۶ کورنیو لپاره به هرې کورنۍ ته د شپږو میاشتو لپاره ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شي.
په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخېزه همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۲ زره او ۴۰۹ ته ورسېد
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې، کله چې اسرائیلي یرغلګرو پر غزه بریدونه پيل کړي، ۴۲ زره او ۴۰۹ فلسطینیان شیهدان او ۹۹ زره او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هم د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله ۶۵ فلسطینیان شهیدان شوي.
غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله د قربانیانو شمېر ښایي ډېر لوړ وي، ځکه چې شاوخوا ۱۰ زره فلسطینیان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي.
دې تړانګه کې د صهیونیستي یرغلګرو وحشتونه لا هم دوام لري او هره ورځ لسګونه بېګناه فلسطینیان پکې قرباني کېږي.
د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي عسکرو نن سهار وختي د غزې په ښار کې یو کور په نښه کړی، چې پینځه فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي.
د دې تر څنګ د غزې په شمال کې د جبالیا کمپ د سختې پوځي محاصرې ۱۲مه ورځ ده.
د غزې شمال ته بشري مرستې په بشپړ ډول بندې او اوسېدونکي یې د اسرائیلي یرغلګرو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې کلابند دي. صهیونیستي عسکرو د جبالیا په مرکزي ښاري سیمو کې جګړه جاري ساتلې ده.
دغهراز په دې سیمه کې د روغتیايي مرکزونو وضعیت بحراني حالت ته رسېدلی.
د کمال عدوان روغتون مسول حسام ابو صفیه الجزیرې ته ویلي، چې د غزې په شمال کې روغتیايي مرکزونه له سخت حالت سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې، چې روغتايي حالت د ناورین تر کچې رسېدلی دی.
اسرائیلي یرغلګرو ۱۲ ورځې وړاندې د غزې په شمال کې بریدونه پيل کړي او سیمه یې سخته محاصره کړې ده.
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۵مه نېټه په بادام باغ څېړنیز او روزنیز فارم کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو.
په دغه نندراتون کې د رییس الوزرا سیاسي او اداري مرستیالانو، د کابینې غړو، د خصوصي سکټور استازو او همداراز یو شمېر بزګرانو، مالدارانو او عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د هېواد کرنیز اقلیم ته په اشارې سره وویل؛ افغانستان د حاصل خېزو کرنیزو ځمکو، پاکو اوبو او متنوع اقلیمي شرایطو په لرلو سره د کرنې بالقوه ښه ظرفیتونه او مختلف محصولات لري.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د اسلامي امارت په بیاځلې حاکمیت سره د کرنې سکټور ته پاملرنه زیاته شوې چې له مخې یې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ او د بدیل معیشت مختلفې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
نوموړي وویل؛ اسلامي امارت د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې مسلسلې هڅې کوي، څو د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او د وارداتو د تعویض مناسب سیاستونه پلي، کرنه میکانیزه، اوبه مدیریت او په دې برخه کې مهم پروګرامونه پلي کړي چې پر بنسټ به یې زموږ محصولات په کور دننه او بهر کې د سیالۍ جوګه شي.
ښاغلي برادر اخوند د ننني نندارتون ارزښت ته په اشارې سره وویل؛ موږ اړتیا لرو چې سیمهییزو او نړیوالو بازارونو ته خپل محصولات ورسوو، خو دا چاره هغه وخت لا ښه پلي کېدی شي، چې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو کیفیت، بستهبندۍ، پروسس او ځنځیري ارزښتونو پیاوړتیا ته توجه لا زیاته کړو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا، پروسس او بستهبندۍ په برخه کې هر ډول پانګونې ته هرکلی وایي او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند دغه نندارتون د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې مهم وباله او له ټولو بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د محصولاتو معیاري توب ته پاملرنه زیاته کړي.
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په ۳۱ نندارتون کې په ۲۶۳ غرفو کې بېلابېل کرنیز او د مالدارۍ محصولات نندارې ته اېښودل شوي چې څلور ورځې به دوام ولري.
د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اقینې بندر او ملي سوداګرو سره لیدنه کړې
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده اآقینې بندر ته د خپل کاري سفر پر مهال د دغه بندر څخه د ليدنې او ارزونې ترڅنګ له ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.
په دغه سفر کې د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال له اقینې بندر څخه د انتقالاتو د چټکتيا او د ياد بندر د جغل اچونې له چارو څخه هم لیدنه کړې.
نوموړي اړوند مسولينو ته د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال وړاندې له حيرتان بندر څخه لیدنه کړې وه او د حيرتان بندر د ريلي او غير ريلي برخو د ترميماتو، د انتقالاتو د سرعت او د ياد بندر د ترميم شويو برخو ګټې اخيستنې ته د سپارلو په تړاو خبرې اترې شوې وې.
ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو، سړکونو او اوسپنيزې کرښې په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.
روان کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله بیا تر دې مهاله د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۳۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې دي.
یاد معاونیت زیاتوي، دغه پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر کار لاندې دي.
دې پروژو کې لویې لارې، ښاري سړکونه، بندونه او کانالونه، د برېښنا تولیدي شبکو پراختیا، روغتيایي مرکزونه، هوایي ډګرونه او رېل پټلۍ پروژې شاملې دي.
دغه راز دغو پروژو کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات، د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، کرنیزو ځمکو پراختیا او د تحصیلي بنسټونو پراختیا نورې هغه پروژې دي، چې روان کال منظورې شوې دي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، دا ټولې پروژې د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې تمولېږي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېواد ګوټ ګوټ کې د بیارغونې او پراختیا پروژې په ګړندي او اغېزمن ډول پلي کېږي، چې د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۲۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۰ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۸۸ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۱۸۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴ تنه و، کابل او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته نهه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۰ کورنیو سره ټولې۳۹۸ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۲۳۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۰۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۳۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۰ کورنیو سره ټولې۶۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۸۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۶ کورنیو سره ټولې۸۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، پکتیا او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۷۸ کورنۍ یو زره او ۱۵۰ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۹ کورنۍ او ۱۰۶ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۶۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۹۴ عدده
اسلامي نظام کې د پانګوالو مال او ځان خوندي دی
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د عوفي بهرام شرکت له مسولینو او د هغه له بهرنیو شریکانو د یمن، ترکیې او ندونیزیا هېوادونو له اوسېدونکو سره لیدنه کړې او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله یې خبرې کړي دي.
د اوبو او انرژي وزیر ویلي، له نیکه مرغه په افغانستان کې له کلونو جګړو او ستونزو وروسته اوسمهال د هېواد په ټولو برخو کې یو اسلامي شرعي نظام حاکم شوی، د افغانستان د ابادي او پراختیا په موخه د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې ده.
دغهراز ملا عبداللطیف منصور یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې په اوسنیو شرایطو کې د پانګوالو مال او ځان خوندي دی او په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره اړینې وړتیاوې شتون لري.
په ورته مهال د یادو شرکت مسولینو هم په افغانستان کې د بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید او د اوبو رسولو د پروژو په برخه کې پانګونې ته د لېوالتیا په څرګندولو سره ژمنه کړې، چې د افغاني انجنیرانو د تخنیکي زده کړو په برخه کې به هم له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
پکتيکا کې د اسلامي نظام ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام غونډه شوې
اسلامي نظام ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام ناستو په ترڅ کې پکتيکا ولايت کې غونډه کړې.
په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ګډ پلاوي په ملتيا د ياد وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس مولوي نيک محمد افغاني، مل پلاوي، د پکتيکا والي ملا عبدالخالق عابد، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس حقاني د پيل په وينا کې د اسلامي امارت د خدمتونو يادونه کړې او ویلي يي دي، د اسلامي امارت له راتګ سره سم د پکتيکا مرکز ښرنې په شمول ۱۴ ولسواليو کې ۱۵ ښوونځي جوړ شوي.
نوموړي زیاته کړې، نن بيا هم هڅه کوو چې د دغې غونډې له لارې د ولس لومړنۍ ستونزې واورو او د حل په موخه يې هلې ځلې وکړو.
ورپسي د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې د پکتيکا ولايت ولسونه قهرمان خلک ياد کړي، د هغوی ميړانې يې ستایلي او ویلي يي دي؛ د دې ولايت خلکو ته د تېرو حکومتونو له لوري هيڅ ډول خدمت نه دی شوى، بلکې د دښمن په سترګه ورته کتل شوي.
نوموړي زياته کړې؛ موږ ډاډ درکوو چې د اسلامي نظام مسولینو ته اوس ستاسو ټولې ستونزې ور معلومي دي، هغوى دې ته ژمن دي چې د مجاهد ولس د خدمت لپار هره شونې لار ولټوي.
ښاغلي احمد له ولسونو غوښتي، چې د دښمن په تبليغاتو و نه غوليږي، حقايق درک کړي، یو شي او د خپل نظام او خاوري په ساتلو کې ونډه واخلي.
د غه راز د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس مولوي نيک محمد افغاني ویلي؛ د اسلامي امارت مسولين هڅه کوي ترڅو د ولسونو ستونزې حل کړي او د دې کار لپاره يې مختلفو ادارو ته کارونه سپارلي، ښه مثال يې د سرحدونو، قومونواوقبايلو چارو وزارت دی، چې، د قومونو ترمنځ د اتحاد او يووالي ترڅنګ د شخړو حل ته جدې پاملرنه کوي او تاسو يې شاهدان ياست چې په تېرو کلونو کې یې زرګونه منازعې حل کړې دي.
قومي مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ترڅنګ ویلي؛ د نظام او خلکو ترمنځ د داسي ولسي غونډو برابرول په دې دلالت کوي، چې د حکومت او ولس ترمنځ فاصلې نشته، عدل دی، امنيت دی او په پوره صداقت سره د ولسونو خدمت کيږي.
دوی زياته کړې؛ موږ د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ يو ملاتړ يې کوو، په یووالي يې دفاع کوو او پرې به نږدو چې دښمن پري برلاسى شي.
