ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 881

د کابل په شمول د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې اونۍ ونمانځل شوه

د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې اونۍ، له اړمنو سره د مرستو راټولولو او لاسنیوي په موخه، ونمانځل شوه.

دا ځانګړې اونۍ پرون سې‌شنبه د افغانستان اسلامي امارت د مسولینو له لوري کابل کې پرانیستل شوه.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند د دې اونۍ په مناسبت پیغام کې له ملي سوداګرو او افغان ښاریانو غوښتي، تر څو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اونۍ په مناسبت له دې بنسټ سره مرسته وکړي.

دغه‌راز د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستلو ته په اشارې په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د تطبیق برخه کې د نړۍ د هېوادونو د همکارۍ غوښټنه کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، چې دې ادارې تل هڅه کړې تر څو له طبیعي او غیرې طبیعي پېښو څخه زیانمن شویو کورنیو او له بې ځایه شویو سره مرستې وکړي.

له بل لوري د نړیوال سره صلیب استازي له افغانستان سره د دې بنسټ د همکارېو پر دوام ټینګار کړی.

نوموړي ویلي: “موږ غواړو له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د زړه سوري په ناروغیو د اخته ماشومانو درملنې او له بې‌وزلو او مستحقو کورنیو سره د لاسنیوي په برخو کې مرسته وکړو.”

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولین وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې له نږدې درې میلیونه هېوادوالو سره مرسته کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي: د افغانستان د خلکو ملي پانګه دې د ملت په واک کې ورکړل شي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د نمانځې په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

 د ریاست الوزرا ادراي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي؛ افغانستان د تېرو څلورو لسېزو تحمیلي جګړو پر مهال له هر اړخه زیانمن شوی، زېربناوې یې ویجاړې شوي او زموږ ملت په بېلابېلو برخو له هغې جملې د ښوونې او روزنې، روغتیا او اقتصاد په برخه کې ګڼ زیانونه ګاللي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ بل پلو د اقلیمي تغییراتو له امله د سېلابونو راوتو د هېواد کرنه زیانمنه کړه، ترڅنګ یې د ګاونډیو او نورو هیوادونو له لورې د افغان کډوالو اجباري ایستنه زموږ وطنوالو ته سخت زیان اړولی چې شدیدې مرستې ته اړتیا لیدل کېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې؛ په اکثره ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې روغتیایي کلینیکونو ته ډېر ضرورت دی، همدا لامل دی چې زموږ زیات شمېر ناروغان مري یا هم له بې شمېره ستونزو سره مخ کېږي.

 د ریاست الوزرا ادراي مرستیال زیاته کړې؛ د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ هغه موقع ده، چې د بی وزله او اړمنو لاسنیوی پکې کېږي، لازمه ده زموږ هغه هېوادوال چې په هېواد کې دننه یا بهر اوسي د خپل توان اړوند دې له دغو اړمنو او بې وزله خلکو سره مرستې او همکارۍ ته پاملرنه وکړي.

دغه راز به د سرې میاشتې کارکوونکي مستحقو خلکو ته د هغو په وېش او رسولو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.

د ریاست الوزرا ادراي مرستیال ویلي؛ له یوې خوا ژمې را راوان دی او له بلې خوا هغه کډوال چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه په اجباري توګه را ایستل کېږي، په بېلابېلو برخو کې مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

دا زموږ اسلامي او انساني وظیفه ده، چې د خپل توان په اندازه د خپلو یتیمو، فقیرو او بې وزله هېوادوالو سره همکاري او مرسته وکړو.

 مولوي عبدالسلام حنفي له هغو کسانو په مننې چې په دې برخه کې له اړمنو سره همکارۍ کې ونډه اخلي ویلي؛ اسلامي هېوادونه هم مسولیت لري، چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

نوموړې د دې په بیانولو سره که وغواړو په افغانستان کې تلپاتې ثبات او امنیت رامنځته شي هېوادوال او نور ملکونه د نشه توکو له شره خلاص شي، لازمه ده په نشه د روږدو کسانو د درملنې، د کرنې پراختیا، د نشه یي توکو بدیل کښت او اقتصادي کډوالۍ د مخنیوي په برخو کې د افغانستان له ملت سره همکاري ترسره او په افغانستان کې د سترو پراختیایي پروژو د عملي کولو د نه مانع کېدو ترڅنګ دې د افغانستان د خلکو ملي پانګه د دې ملت په واک کې ورکول شي.

د جوړو شویو سړو خونو د فعالولو او نویو د جوړولو په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ ناسته شوې

د اسلامي امارت کابینې د اقتصادي کمېسیون د فوق العاده ناستې د پریکړې په بنسټ د پخوانیو سړو خونو د فعالولو او نویو د جوړولو لپاره د اسلامي امارت د کابینې د اقتصادي کمېسیون د پریکړې په اساس، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ او د اقتصاد وزیر قاری دین‌محمد حنیف، د کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امارتي شرکتونو د عمومي رییس مولوي احمدجان بلال، د افغانستان برېشنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر او د چارو د ادارې د پانګونې د عمومي رییس په ګډون، ناسته شوې.

 په دې ناسته کې سړو خونو ته د ولس د اړتیا او پدې اړه د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د فوق العاده ناستې د پریکړې په پام کې لرلو سره، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نویو او معیاري سړو خونو د جوړولو او زړو خونو د فعالولو په اړه خبرې شوې دي.

 د ناستې په پای کې د اړونده موضوع په اړه ځینې پریکړې شوي او پریکړه شوې، چې د دې ناستې وروستی راپور به د اسلامي امارت د کابینې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د اسلامي هېوادونو له علماوو او پانګوالو سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (۲۴/۰۷/۱۴۰۳) نېټې د ترکیې، یمن او اندونیزیا له علماوو او پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزیر مېلمنو ته ښه راغلاست ویلی او د اسلامي امارت د نظام په اړه یې خبرې کړې دي.

د يادو هېوادونو علماوو د کانونو او پټرولیم له وزير سره په لیدنه کې د هېواد د اوسني حالت په اړه خوښي څرګنده کړې او په تېرو درېیو کلونو کې يې د اسلامي امارت لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت  لاسته راوړنې ستایلي دي.

دوی همدارنګه د هېواد د مرمر او زمردو په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه کړې.

 د کانونو او پټرولیم وزیر د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي يي دي؛ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جذب په برخه کې موږ چمتو یوو، چې قانوني همکاري وکړو او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو.

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند په مشرۍ د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې سوداګرو په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او سرتاسري امنیت د ټینګښت قدرداني کړي او د ژمي موسم په را رسېدو سره یې هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د بیو د کنترول، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو او پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو راکمولو ترڅنګ د نورو لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس دوی ته د ښه راغلاست پر مهال، له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول لیدنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د واټن لمنځه وړل بللي.

ډاکتر ملا عبدالواسع یادو سوداګرو ته په خطاب کې ویلي؛ د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د اسلامي امارت له لورې ځانګړی کمېسیون په دې برخه کې فعالیت لري، موږ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په خاطر هر سوداګر او پانګوال ته لبیک وایو، ستاسو له برکته هېوادوالو ته په داخل کې د کار زمینه برابرېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د خپل وس او توان اړوند به د هېواد د ابادۍ او هوساینې لپاره هڅې کوو او په ګډه به د امنیت د ټینګښت او اقتصادي ښېرازۍ په خاطر د ګران هېواد د ځان بسیاینې په موخه خپل کوښښونه جاري ساتو.

په پای کې ډاکتر ملا عبدالواسع سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل په موخه به یې وړاندیزونه او غوښتنې تر اړوندو مسولینو ورسوي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د ولسونو د ستونزو حل او پرمختګ د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسولینو سره لیدنه کړې.

په یاده لیده کې مسولینو د جوزجان ولايت د اجتماعي، امنیتي او اداري وضعيت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي؛ سیمه ییز مسولین په دې ولایت کې خپله ټوله هڅه کوي، چې په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې او ترڅنګ يې ولسونه په ډاډمن امنيت او هوساينه کې خپلو ورځنيو چارو ته رسېدنه وکړي.

د‌ جوزجان سيمه ييزو مسولینو همداراز په یاد ولايت کې د ښوونې او روزنې او پراختیایي چارو په څېر موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې پورته ذکر شويو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت سيمه ييزو مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي؛ د اسلامي امارت د مسولینو دروازې بايد د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانيستې وي، د دوی نظريات او وړانديزونه دې واوري او امکاناتو ته په پام دې ورته رسېدنه وکړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د فساد او ظلم پر وړاندې رامنځته شوی

د رياست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ (سه شنبه، د تلې ۲۴مه) د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او د ملي پوځ د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په ملتیا  کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په لویه ولسي ناسته کې ګډون کړی.

په دې ناسته کې د کاپیسا پر سیمه ییزو چارواکو او مسولینو سربېره ګڼ شمېر علماوو، قومي مخورو او ځایي خلکو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له هغه مننه کړې، چې د کاپیسا د ستونزو د حل په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي ویلي، چې له وړاندې هم اسلامي امارت د کاپیسا د خلکو ستونزې اورېدلې او د حل په موخه یې اقدام شوی.

په ناسته کې قومي مخورو او علماوو د اسلامي امارت د عمومي عفوې ستاینه کړې او هغه یې د دښمن د تبلیغاتو د شنډولو سبب یاد کړ.

د کاپیسا اوسیدونکو په دغه ولایت کې د نساجي دولتي کارخونې د بیا فعالیدو، د باغ درې بند او د ۱۳۰ کلیومتره منظور شوو سړکونو د چارو د پیل غوښتنه کړې.

دوی ډاډ څرګند کړی، چې په کاپیسا کې د اسلامي امارت پر وړاندې وسله والو فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي.

د اسلامي پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د خبرو پر مهال د هېواد پر ټوله جغرافیا د اسلامي امارت د حاکمیت په یادولو سره ویلي، د اسلامي امارت پوځ له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې؛ بهر کې یو شمېر کسان هڅه کوي د افغانانو تر منځ ژبنیو او قومي ستونزو ته لمن ووهي، خو د اسلامي نظام د حاکمیت په صورت کې خپلو دغو موخو ته نه شي رسیدلی.

همدارنګه د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي د کاپیسا ولایت پر چارواکو او مسولینو غږ کړی، چې ولس ته له خدمت دریغ ونه کړي او له خلکو یې غوښتي، چې د شرعي احکامو د پلي کېدو په برخه کې له حکومت سره همکار اوسي.

د زیاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د پخواني شوروي اتحاد او غرب پر وړاندې د جهاد موخې سره ورته وې او له نیکه مرغه اسلامي امارت توانیدلی چې یادې موخې په بشپړ ډول ترلاسه کړي.

د سیاسي مرستیال په وینا؛ د اسلامي امارت رامنځته کېدل د فساد او ظلم پر وړاندې و او امارت په خپله مخینه کې د تېر پر خلاف له جهادي ارزښتونو سره خیانت نه دي کړی او پر خپلو ټولو پریکړو ویاړي.

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د بریالی سیاست پرمټ توانیدلی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وړاندې پریکړه ونه کړي.

نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت د افغانانو ګډ ټغر دی او څرنګه چې د نورو سیمو په شان د کاپیسا ولسونو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې مبارزه کړې همدارنګه په نظام کې هم شریک دي.

سیاسي مرستیال د خبرو پر دوام ویلي، پخواني چارواکي او مسولین کولی شي هېواد ته راستانه شي او د هغوي د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته.

د ناستې په پای کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کاپیسا ولایت مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د ولسونو وړاندېزونه دې چمتو کړي څو اړونده ادارې یې د پیل لپاره لاس په کار او راتلونکې بودیجه کې ځای ورکړي.