ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 883

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، غزه کې د نن سې‌شنبې له سهار راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې د غزې په سویل کې یو کور هم په نښه شوی، چې درې فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

دغه‌راز د خان یونس په ختیځ کې د برید له امله ۶ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.

غزه کې لا هم اسرائیلي وحشتونه دوام لري، چې له امله یې په ورځني ډول لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کېږي.

د غزې شمالي سیمې لا هم د صهیونیستي عسکرو تر محاصرې لاندې دي او پر بېلابېلو برخو یې بریدونه جاري ساتلي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د شمالي غزې په سیمو کې د اسرائیلو بریدونو له امله د لوی شمېر ملکي تلفاتو غندنه کړې ده.

د غزې په دوو شمالي ښارګوټو کې د اسرائیلي عسکرو د محاصرې او بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د دې عملیاتو له امله ۴۰۰ زره فلسطینیان کلابند او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د مس‌عینک پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونو پایلې رسنیزې شوې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کول حشمت غونډو په تالار کې د مس عینک پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونې چې د (دایره سبز) په نوم د چاپېریالي چارو خدماتي شرکت له لوري د اوو میاشتو په لړ کې ترسره شوې وې، د یوې غونډې په ترڅ کې یې پایلې له رسنیو سره شریکې شوې.

د غونډې په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د مس عینک پروژې د اهمیت په تړاو خبرې کړې او ویلي يي دي؛ د ډیر ځنډ وروسته د اسلامي امارت مشران پر دې وتوانېدل چې د مس عینک پروژه پیل کړي، دا یوه لویه اقتصادي پروژه ده چې د افغانانو هېلې او امیدونه ورسره تړلي دي.

نوموړي زیاته کړې، د دې غونډې موخه د پروژې معلومات له متخصصینو او عامو خلکو سره شریکول دي او دا د ټولو مکلفیت دی چې په ښه دقت یې وګوري او خپل نظرونه او وړاندیزونه له ادارې شریک کړي.

ښاغلي عابد ویلي؛ په تېره اداره کې په پراختیايي پروژو کې چاپېریالي اصول په نظر کې نه نیول کېدل او له فتحې وروسته اسلامي امارت په دې وتوانید، چې د دې پروژې په پلي کېدو کې چاپېریالي اصول تطبیق کړي.

ډاکټر زین العابدین عابد د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ټولو متخصصینو ته سپارښتنه کړې، چې د مس عینک پروژې چاپېریالي او ټولنیزې ارزونې دې په ډیر دقت مطالعه کړي او خپل نظرونه او وړاندیزونه دې وړاندې کړي.

د (MJAM) شرکت د تخنیکي او انجنیري چارو مرستیال شیونګ د یادې پروژې په هکله معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د دې پروژې سند په ۲۰۰۸ کال کې لاسلیک شوی، هغه مهال د جګړو، نا امنۍ او نظامونو د بدلون له امله یې کارونه پلي نه شول او بالاخره اوس یې کار وغوړیده.

نوموړي ویلي؛ (MCC) یوه نړیواله کمپنۍ ده چې د مسو، طلا او نکل د ایستنې په برخه کې کافي تجربه لري او خپل ټول فعالیتونه به د چاپېریالي اصولو اړوند ترسره کوي.

شیونګ زیاته کړې؛ د مس عینک پروژه د اسیا په کچه د چین او افغانستان د دوستۍ لویه پروژه ده، چې په پلي کېدو سره به یې افغانانو ته ډیری کاري زمینې برابرې شي.

نوموړي ژمنه کړې، چې خپلې چارې به د نافذه قوانینو اړوند ترسره کوي او له افغانانو سره ګډ کار کولو ته ژمن دي.

د غونډې په لړ کې د مس عینک پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونې د معلوماتي پرزنټېشن له لارې ګډونوالو ته وړاندې شوي او ګډونوالو خپلې پوښتنې، نظرونه او واړندیزونه له مسولینو سره شریک کړي دي.

په پای کې د کانونو او پترولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس سپارښتنه کړې، چې د مس عینک پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو راپور باید د اصلاح په موخه له اړوندو ادارو سره شریک او اړوندې ادارې باید ژر تر ژره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي، ترڅو د دې ملي پروژې کار پیل شي.

نوموړي ویلي، د مس عینک پروژې اکتشافي کارونه مخ پر ختمیدو دي او عملي کارونه یې باید د ټولو معیارونو په نظر کې سره پیل او ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د مس عینک پروژې د ایستنې چارې د دوو چینايي کمپنیو (MCC-JCL) له لوري ترسره کیږي، چې د قرارداد موده یې ۳۸ کاله، د کان پراخوالی ۱۳۴ کیلو متره مربع او په کال کې به څه باندې ۱۰ میلیون ټنه کاني توکي وه ایستل شي، چې ټوټل پانګونه یې درې نیم میلیارده ډالرو ته رسیږي.

افغان ابدالیانو د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومونده

د افغانستان، عمان او هانګ‌کانګ ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې افغان الف کرېکټ ملي لوبډله د عمان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوه.

د دې لوبې بچه عمان لوبډلې وګټله او افغان ابدالیانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان ابدالیان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې دروېش رسولي د سلیزې او کریم جنت د نیمه سلیزې پرمټ د خپلو ۳ لوبغاړو په زیان ۲۱۱ منډې جوړې کړې او سیالې عمان لوبډلې ته یې د ۲۱۲ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه دروېش رسولي ۱۰۹*، کریم جنت ۶۰* او شاهدالله کمال ۲۲ منډې جوړې کړې.

پر وړاندې یې عمان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې کې د ۷ لوبغاړو په سوزېدو ټولټال ۱۶۷ منډې جوړې کړې او د هدف په پوره کولو کې پاتې راغی.

په دې پاڼۍ کې افغان لوبډلې په ګټه فریدون داودزي او کریم جنت ۲ ـ ۲ ویکټې واخیستې.

د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې عمان لوبډلې ته د ۴۴ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې د پرلپسې دویمې بریا په خپلولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.

درویش رسولي په ۱۰۹ منډو د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغان لوبډلې له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ‌کانګ ته د ۷ ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

افغانستان به د دې سیالیو پایلوبه کې نن سه‌شنبه ماسپښین د هانګ‌کانګ پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي؛ د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین د توپچي، مخابرې، نښه ويشتلو او سرحدي کورسونو له ځانګړو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد حمیدي د وینا پر مهال دفاعي ځواک د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتونکي ياد کړي او ویلي یې دي؛ هغه پوځ چې په فکري او مسلکي زده کړو سمبال وي، کولی شي په هر ډول شرایطو کې د جګړې د ډګر ګټونکی شي.

نوموړي فارغ شویو ځوان منسوبیو ته په خطاب کې زیاته کړې؛ تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په موخه مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه ساتنه کوي.

د کابينې اتمه غونډه؛ هېواد ته د بې‌کيفيته تېلو د وارداتو مخنيوي په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتمه غونډه د رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند په مشري پرون دوشنبه ترسره او د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې پکې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي په مشري پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوي اړوند دې د اقتصادي معاونیت د طرحې په پام کې نيولو سره هر اړخیزه څېړنه وکړي او وروستی راپور دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کورنیو چارو وزارت په مشري یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد ته د رکشو واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه او پایله دې یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.

تېره میاشت سلګونو سیلانیانو د هرات له موزیم څخه لیدنه کړې

د هرات د ملي موزیم او ارشیف مسولین وايي، په میاشتني ډول تر یو زر او ۵۰۰ ډېر کورني سېلانیان د دغه ولایت له موزیم څخه لیدنه کوي.

د هرات د موزیم او ارشیف مدير عبدالجبار نورزی وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال په پرتله د سېلانیانو شمېر ډېر شوی دی.

هرات موزيم ته د علمي ليدنې په موخه د يوه ښوونځي زده کوونکي تللي او په اړه یې وايي؛ تاريخ په کتابونو کې د تيوري په بڼه لوستل کېږي، خو له نږدې او مخامخ د تاريخي اثارو او ځايونو ليدنه د دې سبب کيږي، چې په ښه شکل سره په ذهن کې پاتې شي او تر څنګ يې د اسلافو د تاريخ او کلتور په پېژندنه کې له زده کوونکو سره ډيره مرسته کيږي.

دوی زیاتوي، علمي سفرونه د زده کوونکو ذهنونه فعالوي او تخلیقي او څیړونکي اشخاص ترې جوړوي.

 د يادونې وړ ده، چې د هرات ملي موزيم له کابل موزيم وروسته په هېواد کې تر ټولو ستر موزيم دى، چې درې زره کلن تاريخي او لرغوني اثار پکې ساتل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې هېواد د کان کیندنې شرکتونو له استازي سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ ۱۴۰۳/۰۷/۲۲ نېټې د ډي سډکس، اوبي، بلوت د کان کیندنې شرکتونو له استازي، د ترکېي د جراج پاشاه پوهنتون استاد پروفیسور دوکتور نور الشاهان ایلچي او د یاد پوهنتون له نورو استادانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ایلچي د یاد شویو شرکتونو د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ دغه شرکتونه د انجینرانو او متخصصینو په درلودلو سره ۲۵ کلنه کاري تجربه لري، دغه راز یې د سرب او جستو، سرو زرو او مسو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه یې خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

نوموړي ژمنه کړې، چې دوی د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرانو د روزنې او د پوهاوي د کچې لوړولو په برخه کې پلان لري.

د کانونو او پټرولیم وزیر د هېواد په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې ورسره یې د همکاریو ژمنه کړې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۷/۲۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۱۲۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۷۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې۲۸۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۸۰ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۷۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۸ کورنیو سره ټولې۵۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۷۰ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې۲۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور تنه و، بغلان ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۶۴ کورنۍ او ۶۷۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۸ کورنۍ او ۱۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۵۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۲۱ عدد

راتلونکو څو ورځو کې به د افغان-قزاق ګډ نندارتون پرانیستل شي

صنعت او سوداګري وزارت وایي، چې ټاکل شوې د افغان-قزاق ګډ نندارتون د روانې اکټوبر میاشتې (له ۱۹مې-۲۲مې نېټې) د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شي.

د یاد وزارت په وینا؛ دې نندارتون کې به د افغانستان تولیدات او محصولات په ۶۷ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

د افغان ګډونوالو غرفې د صنعت او سوداګري وزارت کې د سکټوري خونو او د هېواد د غالیو تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې د استازو په حضور کې د رڼې پچې اچونې له لارې مشخصې شوې دي.

دغه وزارت زیاتوي، په دې نندارتون کې د سوداګریز تواصل کنفرانس، د افغانستان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارې ته اېښودل او د دواړو هېوادونو د مسولینو ترمنځ دوه اړخیزې ناستې شاملې دي.