ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 884

افغان ابدالیانو په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ‌کانګ ته ستره ماته ورکړه

د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډلې (افغان ابدالیان) تېره ورځ (یکشنبه، د تلې ۲۲مه) د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې د هانګ‌کانګ پر وړاندې ډګر ته ښکته شوې وه، چې افغان ابدالیانو د لوبې پچې په ګټلو سره د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

هانګ‌کانګ الف لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوزېدو سره ټولې ۱۱۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۱۱۲ منډې هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې افغانستان په ګټه کریم جنت د ۱۷ منډو په بدل کې ۳ ویکټې او فریدون داودزي بیا د ۳۰ منډو په ورکړې ۲ ویکټې واخیستې.

پر وړاندې یې افغان لوبډلې د ۱۳.۵ اورونو په لوبولو سره د زبید اکبري ۳۷ او د کریم جنت ۴۷ منډو پر مټ ټاکل شوی هدف پوره کړ او د لوبلړۍ لومړۍ لوبه یې په خپل نوم کړه.

کریم جنت په ۳ ویکټو او ۴۷ منډو د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان به په خپله دویمه لوبه کې نن دوشنبه ( د تلې ۲۳مه )  له کوربه عمان سره مخامخ شي.

د صنعتي ساحو قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو

عدلیې وزارت وایي، چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه‌الله له لوري د صنعتي ساحو قانون توشیح او په رسمې جریده کې چاپ شو.

د یاد وزارت د مسولینو په وینا؛ دغه قانون د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا، خصوصي سکټور ته د پانګونې جذب او د صنعتي ساحو د مدیریت او ساتنې په موخه جوړ شوی دی.

د یاد قانون له مخې د خصوصي صنعتي ساحو لپاره د ځمکو ترلاسه کوونکي مکلف ګڼل شوي، چې د چاپېریال ساتنې او کار اړوند حکمونه او نور تقنیني سندونه رعایت کړي.

حقوقي کارپوهان وایي؛ هر څومره چې نظام او ادارې د یوه ځانګړي قانون تابع شي په هماغه اندازه ټولنه منظمېږي.

د دوی په خبره، د صنعتي ساحو د قانون له نافذېدو سره به سوداګر په دې برخه کې خپلې چارې لا ښې تنظیم کړي.

ورته مهال صنعتکاران هم د صنعتي ساحو قانون د توشیح هرکلی کوي او وایي، چې د ځمکې د نشتون ستونزه به یې هواره او کاري فرصتونه به لا زیات شي.

دغه قانون یوه سریزه، ۶ بابه، ۱۱ څپرکي او ۶۷ مادې لري، چې د افغانستان د اقتصادی ودې د پراختیا او ښه‌والي لپاره جوړ شوی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت به یې پلی کړي.

د مولوي امیرخان متقي او روزا اتونبایوا لیدنه؛ افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو خبرې شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې اغلې روزا اتونبايوا د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې روزا اتونبايوا د بهرنيو چارو وزير ته د يوناما نوې سياسي مرستياله جورجيت ګانيون معرفي کړه او د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې يې د مېرمن جورجيت کاري سابقې په اړه معلومات وړاندې کړل.

د بهرنيو چارو وزير هيله ښودلې چې د جورجيت په راتګ را سره په سياسي ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې شي او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت له خوا د هر ډول اړينې همکارۍ ډاډ ور کړی.

په دې ليدنه کې همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعاليت پر بېلابېلو اړخونو بحث شوی او دواړو لوریو د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د بېلابېلو غونډو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

دوو بهرني شرکتونو د انرژي د تولید په پروژو هېواد کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور له قرغیزستان هېواد څخه د صدف شرکت له مسول ابوبکر او له اوزبیکستان هېواد څخه د ام، جي، سي، سي شرکت له مسول مراد سره لیدنه کړې او د انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله کړې دي.

په دغه لیدنه کې د یادو شرکتونو مسولینو ویلي؛ لېواله دي، چې په افغانستان کې د انرژي په پروژو کې له نوي ټکنالوژي څخه په ګټې اخیستنې سره، چې دغه ټکنالوژي د سولر یا نورو سرچینو لکه باد، د ډبرو سکرو یا اوبو باندې تړلې نه وي، پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر د هغوی د لېوالتیا هر کلی کړی، د پانګونې لپاره یې د زمینې چمتو کولو په موخه هغوی ته ډاډ ورکړی او د اړینو همغږیو د رامنځته کولو او د عملي چارو د پیل پر چټکتیا یې ټینګار کړی.

غزه کې پر روغتون د اسرائیلي یرغلګرو برید؛ ۴ فلسطینیان شهیدان او ۷۰ نور ټپیان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د الاقصی د شهیدانو په روغتون کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر خیمو برید کړی، چې لږ تر لږه ۴ فلسطینیان پکې شهیدان او ۷۰ نور ټپیان شوي.

د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

یاد روغتون د مرکزي غزې په دیرالبلاح سیمه کې پروت دی.

د پېښې اړوند انځورونه او ویډیوګانې ښيي، چې په خیمو کې سخته اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

ویل کېږي، چې له ۲۰ نه تر ۳۰ پورې خیمې په بشپړ ډول سوځېدلې او له منځه تللې دي.

پر دې سربېره اسرائیلي یرغلګرو د مرکزي غزې په نصیرات کمپ کې پر یوه ښوونځي برید کړی، چې ۲۲ فلسطینیان پکې شهیدان او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

یاد ښوونځي کې هم فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې له ۷مې راهیسې، کله چې اسرائیلي یرغلګرو په دې تړانګه بریدونه پیل کړل، ۴۲ زره او ۲۲۷ فلسطینیان شهیدان او ۹۸ زره او ۴۶۴ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت له حاکمیت سره هېواد کې صنعت او پانګونه پراخه شوې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس محمدیونس مومند او یو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې ملي سوداګرو ویلي؛ د افغانستان اوسني شرایط له هغه څه سره ډېر توپیر لري، چې مغرضې کړۍ یې په اړه منفي تبلیغات کوي.

دوی زیاته کړې، د اسلامي امارت له حاکميت سره د افغانستان خصوصي سکتور ښه وده کړې او په هېواد کې صنعت او پانګونه پراخه شوې ده.

دغو سوداګرو ویلي، پانګه وال له اسلامي امارت سره همکار دي او د دې نظام د تقویت لپاره کار کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له يادو ملي سوداګرو سره پر دې لیدنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له دوی او ټولو سوداګرو مننه کړې، چې په هېواد کې پانګونه کوي او په سختو شرایطو کې یې افغانان یوازې نه دي پريښې.

دغه‌راز مولوي عبدالکبیر دوی ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت يې ترڅنګ ولاړ دی او ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال: ټول افغان ولسونه د اسلامي امارت په اډانه کې ځای لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بامیان ولایت له يو شمېر مخورو او د پوهنتون له استادانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مخورو او استادانو د هېواد د ابادۍ او سراسري امنیت د ټییګښت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړی.

دوی په یاد ولایت کې د ولسونو یو لړ ستونزو د حل غوښتنې ترڅنګ وړاندیز کړی، چې د دغه ولایت ځوانان غواړي، د اسلامي اردو په لیکو کې یې د جذب کچه لوړه او د خدمت جوګه وګرځي.

یادو مخورو همدارنګه د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اډانه کې د شیعه علماوو د ګومارنې وړاندیز هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر مخورو او استادانو سره په دې ليدنې خوښي ښودلې او ویلي يې دي؛ د هېواد په کچه ټول سیمه يیز مسولین مسولیت لري، چې د ځايي مخورو، علماوو او ولسونو مشورو ته په پام خپلې چارې مخکې یوسي او پر وخت د خلکو ستونزې هوارې کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د اسلامي امارت لمن پراخه ده او د بامیان ولایت د ولسونو پر وړاندیزونو به غور وشي او اړوندې ادارې به په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د اسرائیلو پر یوه نظامي اډه د حزب‌الله هوايي برید؛ ۴ اسرائیلي عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د راپورونو له مخې، حزب‌الله د اسرائیلو شمال کې پر یوه نظامي اډه د بې‌پېلوټه الوتکو پر مټ هوایي برید کړی، چې ۴ اسرائیلي عسکر پکې وژل شوي او له ۶۷ ډېر نور ټپیان دي.

د یو شمېر ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.

حزب‌الله د دې برید مسولیت منلی او ویلي یې دي، چې د اسرائیلو شمال او د تل‌ابیب او حیفا ترمنځ پروت د ‘بنیامینا’ په نوم د اسرائیلي ځانګړو عسکرو یو روزنیز کمپ یې په نښه کړی دی.

دوی زیاته کړې؛ چې دغه برید یې د لبنان پر سویل او پلازمېنې بېروت باندې د صهیونیستي رژیم د پنجشنبې ورځې د بریدونو په غبرګون کې کړی دی.

د حزب‌الله په وینا؛ پر څو سیمو یې راکټي بریدونه کړي، تر څو هوايي دفاع بوخته وساتي؛ هم‌مهاله یې بیا ډرون کارولي دي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د سوداګرو هر ډول ملاتړ ته ژمن دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ولایت د وچې مېوې د بسته بندۍ او صادراتو ټولنې د نوي ټاکل شوي رییس او مرستیالانو معرفت غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د مسولینو ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو، سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وچې مېوې د ټولنې فعالیت د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره ارزښتناک بللی او ویلي یې دي، دا ډول هڅې د باکیفیته صادراتو او مېوې د تولید لپاره اړتیا ده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت د سوداګرو هر ډول ملاتړ کوي او د ستونزو د حل لپاره یې په هره کچه چې اړتیا وي، هڅې نه دریغوي.

نوموړي د کابل د وچې مېوې د نویو مسولینو ټاکلو ته په اشارې سره ویلي، اړونده مسولې ادارې به ورسره همکارې وي او د چارو د لا ښه والي لپاره به یې هر ډول لاس نیوی وکړي.