ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 886

د اطلاعات او کلتور وزير او د کندهار والي لیدنه؛ پر یو شمېر فرهنګي او تاریخي موضوعاتو خبرې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي ملا محمد شیرین اخوند سره لیدنه کړې.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي؛ په دې لیدنه کې ملا خیرالله خیرخواه د بهرنیو سیلانیانو پر راتګ، د یو شمېر تاریخي ابدو پر ترمیم او یو شمېر نورو فرهنګي او تاریخي موضوعاتو په اړه د کندهار والي سره معلومات شریک کړي دي.

ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې د بېلا بیلو هېوادونو سېلانیان د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار ته سفرونه کړي او د تاریخي او سیاحتي سیمو څخه یې لیدنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، د خپلي ادارې په مټ یې سېلانیانو ته هرډول اسانتیاوي برابري کړي او هڅه کوي لا اسانتیاوي ډېرې کړي.

وروسته د کندهار والي حاجي ملا صاحب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارونو د ستایني ترڅنګ د تاریخي ابداتو د ښه ترمیم او ساتني برخي ته د لا پاملرني غوښتنه کړې ده او د ولایتي ادارې په استازیتوب یې د بشپړي همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

ترکي شرکتونو افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د استانبول جرام پاشا پوهنتون له دوو پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له استازو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د یاد پوهنتون پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د ډلو استازو په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي، لېواله دي ترڅو د انجنیرانو او د افغان زده کوونکو د تخنیکي وړتیا په لوړولو کې همکاري وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کېدو او د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا لپاره د کافي شته سرچینو په هکله هغوی ته ډاډ ورکړی، او ټینګار یې کړی، چې دغه وزارت به د خپل پینځه کلن پلان سره سم په دواړو سکتورونو کې له هغوی سره مشخصي پروژې شریکې کړي، ترڅو د لېوالتیا په صورت کې ورباندې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر: له اسلامي امارت سره د قومونو نږدېوالی د روښانه راتلونکي ښکارندويي کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ له قومي مخورو ترڅنګ د هېواد په شمالي ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم له یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د دره نور ولسوالۍ مخورو او مشرانو په خپلو سیمو کې د ډاډمن امنیت ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې د خپلو ستونزو د حل یادونه کړې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت په راتګ سره یې ګڼې دښمنۍ د حکومتي او قومي مشرانو په منځګړیتوب له منځه تللي او دا مهال په یاده ولسوالۍ کې د ولسونو او اسلامي امارت ترمنځ ښه همکاري او همغږي شتون لري.

د دره نور ولسوالۍ قومي مشرانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته په خپلو سیمو کې د برېښنا شبکې د پراختیا، د سړک رغولو، د منظور شوي روغتون د کار د ژر پیل او اوبو مهارولو په موخه د بند جوړولو په برخو کې خپل وړاندېزونه په لیکلي بڼه شریک کړي دي.

همدارنګه په بله لیدنه کې په بدخشان، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم یو شمېر قومي مخورو او مجاهدینو افغانستان کې پر ټولنیز عدالت خوښي څرګنده او زیاته کړې یې ده، حکومت دې په لېرې پرتو سیمو کې پراختیايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ګوجر قوم یادو مخورو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د بې وزلو د لاسنیوي ترڅنګ په یو شمېر نورو برخو کې هم د خپلو ستونزو د حل وړاندېزونه کړي.

وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دره نور ولسوالۍ او ګوجرو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، د اسلامي امارت او قومونو ترمنځ د واټن نشتون د روښانه راتلونکي ښکارندويي کوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت د حکومت او ولسونو ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځته کړې او قومي جوړښتونه کولی شي له مسولینو سره د ښې همغږۍ له لارې د خلکو ستونزو ته مناسبې حل لارې ومومي.

لیدنې په پای کې سیاسي مرستیال، د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ولسونو او د هېواد په شمال ولایتونو کې د ګوجر قوم د ستونزو حل مهم بللی او ویلي یې دي، پر شویو وړاندېزونو به یې د غور ترڅنګ اړوندو ادارو ته اړینې سپارښتنې وکړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې په واک کې لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون په پای غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د یو شمېر مسولینو سربېره ګڼ شمېر پانګوالو، صنعتکارانو، بهرنیو ډيپلوماتانو او ګڼو هېوادوالو ګډون کړی وو.

مولوي عبدالکبیر د امام ابو حنیفه ملي او نړیوالو نندارتون له جوړونکو او مسولو ادارو په مننې ویلي، دا ډول غونډې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د تجربو شریکولو او د پانګونې په برخه کې د شته زمینو پیژندلو لپاره ګټورې دي.

نوموړي زیاته کړې، له مرکزي اسیا سره د اسلامي امارت سوداګریزې اړیکې په مناسب حالت کې دي او د لا پراختیا لوري ته روانې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ځينو هېوادونو لخوا پر افغان صادراتي توکو د مالیې لوړول ناسم بللي او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې په واک کې لري.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت افغانستان کې بهرنیو او افغان سوداګرو او پانګوالو ته د کار غوره زمینې رامنځته کړي او د افغان حکومت بهرنی سیاست پر اقتصادي همکاریو راڅرخي.

نوموړي له سوداګرو د اسلامي امارت پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، دا مهال په هېواد کې د مالیاتو کچه را کمه شوې او لاهم دې برخې ته هڅې روانې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو پر دوام یادونه کړې، چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو عمل کړی.

په پای کې مولوي عبدالکبیر همدارنګه پر لبنان او فلسطین د اسرائیلو اشغالي حکومت بريدونه هم غندلي دي.

کندوز کې د پینځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او رزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د پینځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د کندوز، بغلان، تخار، بدخشان او بامیان ولایتونو لوبډلو ګډون کړی دی، چې لومړۍ لوبه کې یې بغلان لوبډلې د درې پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې بامیان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د هېواد د شمال ختیځ زون لپاره د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې پینځه ورځې به دوام وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت حقوقي سلاکار: شاعران دې په ترانو کې د هېواد د پرمختګ تصویر وړاندې کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معینیت د ترانو او ترنم ریاست له لوري نن د خوست ولایت د قبایلو چارو د ریاست په تالار کې د ترنم، شعر او ادب ښوونیز سیمینار د یاد وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد، د وزارت مقام حقوقي سلاکار قاري سعید خوستي، د ترنم او ترانو رییس امان الله مستغفر، د رضاکاره ځوانانو رییس مولوي امدادالله منصور، د جنوب ختیځ زون (خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني) ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رییسانو او د لسګونو ترانه ویونکو او عامو خلکو په شتون کې ترسره شو.

 سیمینار د پیل په وینا کې د خوست اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شبیر احمد عثماني له وزارت او ولایتونو څخه کډون کوونکو مېلمنو ته ښه راغلاست ویلی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت حقوقي سلاکار قـاري سعید خوستي د شعر او ترانو د ارزښت په اړه وویل؛ د ۲۰ کلنې مبارزې پر وخت ډېر خلک زموږ صفونو ته د ملي، حماسي او جـهادي اشعارو او ترانو له امله راغلي دي او په یاده مبارزه کې د ترانه ویونکو ونډه مهمه وه.

 ښاغلي خوستي زیاته کړه؛ اوس د پخوا په پرتله ډېر خلک په جشنونو، د خوښیو مراسمو، موټرو او عامه ځایونو کې د سندرو پر ځای ترانې او نعتونه اوري، نو شاعرانو ته پکار ده، چې په ترانو کې خلکو ته د ازادۍ او خپلواکۍ د اهمیت تر څنګ د هېواد د پرمختګ تصویر وړاندې کړي.

 د ترانو او ترنم عمومي رییس امان الله مستغفر وویل؛ ترنم او ترانه ویونکي دې داسې څه په خپلو اشعارو کې نه بیانوي، چې له ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو، او پښتني دود او دستور سره په ټکر کې وي.

نوموړي زیاته کړه؛ شاعران باید په خپلو اشعارو کې ښه مفاهیم راواخلي، له درباري شاعرۍ څخه دې ډډه وکړي او په شعر کې دې قومي او ژبنیو تعصباتو ته لمن نه وهي.

 ښاغلي مستغفر له خبریالانو سره په جلا خبرو کې د شاعرانو لپاره د دا ډول سیمینارونو دایرول، د دوی د شعر د لا ښه والي په موخه ګټور یاد کړل او زیاته یې کړه؛ چې غواړو ورته سیمینارونه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره کړو.

 د ځوانانو چارو مرستیال قـاري محمد یونس راشد د اسلام مبارک دین په پیل کې د جـهاد په برخه کې د شاعرانو او ترانه ویونکو مقام لوړ یاد کړ او ویې ویل؛ رسول الله ص هم هغه شاعران ستایلي چې د کفارو پر وړاندې یې د شعر په ژبه جـهاد کاوه.

 د جنوب ختیځ زون د ترانو او ترنم ویونکو له ډلې ځینو یې وویل، دوی لپاره دا ډول علمي سمینارونو دایرول خورا اړین دي او په راتلونکو کې یې د نورو ورته علمي سمینارونو د چمتو کولو هیله وکړه.