ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 887

نقیب الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر نقیب الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزير مشاور داتو احمد اعظم سره په خپل کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه لیدنه کړې.

 په یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې پر مثبتو پرمختګونو خبرې شوي.

دغه راز مالیزیا ته د معارف وزارت د مسولینو پر سفر، ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون او دولتي مسولینو سره د لیدنو په موخه بحث شوی دی.

 د لیدنې په پای کې دواړه لوریو راتلونکي کې د ګډو ګټو پر بنسټ پیاوړو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې.

۲۵ افغان بندیان د عراق له بندخونو ازاد شول

۲۵ افغان بندیان د عراق هېواد له بندخونو ازاد او د تلې په ۲۰ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

د نیمروز ولایت د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله شپږ میاشتې د عراق هېواد بېلابېلو ولایتونو بندخونو کې بندیان وو، چې له ازادېدو سره سم په عراق کې د افغانستان سفارت د ایران له لارې هېواد ته راستولي دي.

دغه کسان د نیمروز په سرحدي امریت کې له ثبت وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزیر بامیان ولایت ته سفر کړی

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د پوهنتون له مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې لیدنه کړې.

د لوړو زده کړو وزیر په یاده غونډه کې د بامیان پوهنتون محصلین خپلو درسونو ته متوجه کړي او سپارښتنه یې کړې، په خپلو اړوندو برخو کې له ځانونو تکړه متخصصین جوړ کړي.

دغه راز نوموړي استادانو ته ویلي؛ د محصلینو په سالمه روزنه کې هڅه وکړي او همداراز یې غوښتنه کړې، چې د خپل نظام فرامین عملي او ملاتړ یې وکړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون په علمي شورا کې ګډون کړی، د استادانو ستونزې، غوښتنې او نظرونه یې اورېدلي او ډاډ یې ورکړی، چې ستونزو او غوښتنو ته به یې رسېدنه کوي.

وروسته ښاغلي ندیم د بامیان پوهنتون مشرتابه په ملتیا د دغه پوهنتون د داخلي پیاده رونو د جوړېدو او نورو ترمیماتي پروژو د کار له جریان څخه لیدنه او څارنه کړې.
د یادونې وړ ده، چې د بامیان پوهنتون رییس مفتي حضرت محمد برهاني د لوړو زده کړو وزیر ورتګ ته هرکلی ویلی او مننه یې ترې کړې، چې د دغه پوهنتون هر وړاندیز او غوښتنې ته یې مثبت ځواب ویلی دی.

ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د درېیو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه سالنګونو لویې لارې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یادې لویې لارې د درېیو برخو شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي خنجان سړک له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه کړې.

 نوموړي د سالنګونو لویې لارې د قراردادي شرکتونو مسولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته دنده سپارلې، چې د یادې لويې لارې پلان شوې برخې د ژمې د سړې هوا له رارسېدو وړاندې ورغوي او د قراردادي شرکتونو مسولینو او پلي کوونکو ټیمونو ته هم ډاډ ورکړی، چې پلان شوې برخې به د ژمې له رارسېدو وړاندې ورغوي.

 د ټولګټو وزير د يادې ليدنې پرمهال د سالنګونو لويې لارې د ساتنې او څارنې له رياست څخه هم ليدنه کړې، هغه د ياد رياست له فعاليتونو څخه خوښي ښودلې او د مننې ترڅنګ يې د ياد رياست مسولينو د همکارۍ ډاډ ورکړی.

 د یادې لویې لارې اړوند له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د CTB او کانکریټ اچونې کار بشپړ شوی او ۱۰ ګالرۍ (پینځه په شمالي سالنګ او پینځه په جنوبي سالنګ) کې تر کار لاندې دي، چې په یادو ګالریو کې د بېلابېلو طبقاتو کار جریان لري، په ځینو ګالریو کې د CTB طبقو کار بشپړ شوی دی، چې کانکریټ اچونې ته چمتو دي او په ځینو نورو ګالریانو کې د سبیس او فلتري طبقو کار بشپړ شوی دی، چې د CTB طبقو لپاره چمتو شوي دي.

 همدارنګه، په شمالي سالنګ کې د خنجان – دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار له خنجان څخه دوشي لوري ته مخ په وړاندې جریان لري.

دغه راز، د درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو د هوسا تګ راتګ لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ له لوري د شمالي او جنوبي سالنګونو د سړک د هموار کارۍ کار بشپړ شوی دی او د ځینو برخو د ترمیماتو کار یې جریان لري.

له ملي موزیم څخه د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو ليدنه زیاته شوې

د ملي موزیم مسولین د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، چې هره ورځ د هېوادوالو سربېره ځيني بهرني سېلانیان هم د دې موزیم لیدنې ته ورځي.

یو شمېر روسیې سېلانیان چې د ملي موزیم لیدنې څخه یې لیدنه کړې وايي؛ موږ د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلي يوو، له ملي موزیم مو لیدنه وکړه.

یادو سېلانیانو زیاته کړې؛ ملي موزیم ډېر په زړه پورې او زیات هنري اثار لري، موږ غواړو، چې دلته تاریخي سکې او نور تاریخي اثار چې ډېر کمساري دي، وګورو.

ځيني کورني سېلانیان له مسولینو غواړي، ټول هغه اثار چې په پخوانیو دورو کې له هېواده انتقال شوي وو، بېرته هېواد ته راوړي.

د ملي موزیم د مسولینو په وینا، اوس مهال زرګونه قلمه اثار چې د بېلابېلو دورو پورې تړاو لري دې موزیم کې ساتل کېږی. 

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۷/۲۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۵۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ‍‍۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه و، کابل او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ کورنیو سره ټولې۲۳۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۳۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۱۵۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱ تنه و، کندهار، هرات زابل او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې۱۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۷۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۴۱ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۴۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۹ کورنیو سره ټولې۴۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۶۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۵ کورنیو سره ټولې۷۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کندوز او بلخ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته لس زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۱۰ کورنۍ او ۸۸۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۹ کورنۍ او ۱۵۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۱۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۹۲ عدده

کابل کې د تېکوانډو یوولسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د هېواد په کچه د تېکوانډو ۱۱م پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د المپیک کمېټې ، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست اړوند د تېکوانډو ملي فدراسيون له لوري د همدې فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې تېره ورځ د تلې په ۲۰مه نېټه پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس مولوي احمد الله وثیق، د فدراسیونونو رییس محمد اعظم کوهي، د تېکوانډو ملي فدراسيون رییس ډاکټر نجیب الله سکندر او مینوالو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې مولوي احمد الله وثیق ویلي؛ ټول فدراسیونونه مکلف دی، چې خپلې ټاکنيزې سیالۍ ترسره کړي او موږ کوښښ کوو، چې هر ډول ملاتړ یې وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ د تېکوانډو په څانګه کې موږ له نړیوالو ډګرونو ډېر مډالونه لرو او هڅه کوو، چې لوبغاړو ته د بهرنیو سفرونو زمینه  برابره کړو.

 همدارنګه ښاغلي وثیق ویلي، خوښ یم چې د لوبغاړو عصریه منظور شوه او له قطر هېواد سره هم د سپورټ په برخه کې د مرستو هوکړې ته رسېدلي یوو.

په دغو سياليو کې به تېکوانډو کاران د لویانو په عمري کټګوري او له ۵۴ کیلو ګرام څخه تر ١٠٠+ کیلو ګرامه وزني کټګورۍ پورې له یو بل سره سیالۍ وکړي.

د یادونې وړ ده، یادې سیالۍ چې تېکوانډو ملي لوبډلې ته د ۳۲ لوبغاړو د ټاکلو په موخه تر سره کيږي، درې ورځې به دوام کوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر له مس‌عینک کان څخه لېدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له مس عینک کان څخه لیدنه کړې.

په دغه سفر کې ښاغلي بدري د مس عینک کان روانې چارې په ځانګړي ډول د اکتشاف او یاد کان ته ۸.۹ کیلومټره په اوږدوالي د غځېدونکي سړک چارې له نژدې وارزولې

همدا راز ملا هدایت الله بدري د مس عینک کان د قراردادي کمپنۍ له مسولینو سره په ليدنه کې یاد کان د هېواد ستره شتمني بللې او ټینګار يې کړی، چې کمپنۍ باید د اکتشاف او سړک جوړونې چارې ژر بشپړې او د ایستنې لپاره دې د اړتيا وړ وسایط او مشینري را انتقال او د ۱۰۰ سلنه پروسس لپاره دې زېربناوې او تاسیسات جوړ کړي.

په دغه سفر کې ښاغلي بدري د مس عینک له دويم کان څخه هم ليدنه کړې، نوموړي د یاد کان چارې مثبتې ارزولي او د چارو لا ښه سمون په موخه يې د کمپنۍ مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت بلوچستان کې د سکرو کانونو په کاریګرو وسله‌وال بریدونه غندلي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بلوچستان ایالت دوکۍ سېمه کې د سکرو کانونو په کاریګرو د ناپېژانده وسلوالو بریدونه چې له امله یې د څلورو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر شهیدان شوي، په کلکو ټکو غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د څښتن تعالی له دربار څخه یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې.

یاد وزارت همدا راز د پاکستان په حکومت غږ کړی، چې د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار لازم اقدامات ترسره کړي.

 د بهرنیو چارو وزارت په کوېټه کې د افغانستان اسلامي امارت لویې قونسلګرۍ ته دنده سپارلې ده، چې افغانستان ته د افغانانو د جنازو د انتقال په اړه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر: تردې دمه نږدې ۵۸ زره سوالګر راټول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال او د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر ملا عبدالحق اخوند همکار وايي؛ تر دې مهاله یې نږدې ۵۸ زره سوالګر راټول کړي، چې له ډلې يي شا وخوا ۲۷ زره مستحق پیژندل شوي او ۱۴ زره اړمنې کورنې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپیژندل شوي او پاتې نور یې حرفوي سوالګر دي چې د ثبت او بایومیتریک وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

نوموړی زیاتوي هغه حرفوي سوالګر چې د ثبت او بایو میتریک وروسته بیا هم سوال کولو ته مخه کړي تر نیولو وروسته به په حبس محکوم شي.

ورته مهال هېوادوال د اسلامي امارت د غه اقدام ستایي او وايي، چې پدې سره په ټولنه کې اصلي بې وزله له حرفوي او مسلکي سوالګرو بېل او د حکومت لخوا به یې لاسنیوی وشي.        

د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لورې توشیح او د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شوی دی، دغه قانون یوه مقدمه درې فصلونه او ۲۷ مادې لري چې له مخې به یې د اړمنو لاسنیوی او حرفوي سوالګر به په حبس محکو م شي.