ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 890

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د افغانستان پېژندنې ماسټرۍ پروګرام له مسولینو او محصلینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس پوهنمل حسین احمدزي د یاد پوهنځي په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ په دې پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې د ماسټرۍ پروګرام تازه پیل شوې، چې لومړنۍ دوره فارغ کادرونه یې ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، د دې پروګرام مسولین او محصلین هڅه کوي د خپلو علمي څېړنو او کنفرانسونو پرمټ نړۍ ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.

پوهنمل حسین احمدزي، په یاده برخه کې دې اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د دوی لاسنیوی او ملاتړ یې وکړي.

ورپسې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند ویلي، د خوښۍ ځای دی چې نن د پوهنتون استادان او محصلین کولی شي له خپلو مسولو مسولینو سره خپلې علمي لاسته راوړنې او ستونزې شریکې کړي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې ځوانو کادرونو ته دې د افغانستان په سیاسي لیدلوري او مسلکي برخه کې د جذب زمینه برابره شي.

دغه‌راز محصلینو د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت سیاسي فعالیتونه او پرمختګونه ستایلي او ویلي يې دي، اسلامي امارت په کمه موده کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

دوی له اسلامي امارت د تاریخ او کلتور ملي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کړې، څو د افغانستان کلتور او تاریخ ژوندی وساتي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له مسولینو او محصلینو څخه د مننې تر څنګ د افغانستان پېژندنې د پروګرام په پیل خوښي ښودلې او په یاده برخه کې یې د استادانو او مسولینو هڅې ستایلي.

 مولوي عبدالکبیر ویلي، محصلین دې بهرمیشتي افغان کادرونه افغانستان ته را دعوت کړي.

دغه‌راز نوموړي له محصلینو سره د اسلامي امارت، سیمې او نړۍ په اړه معلومات شریک کړي او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي دي.

د دې ترڅنګ مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې محصلینو ته د افغانستان د وضعیت، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي.

 نوموړي ویلي؛ په تېر ۲۰ کلن جهاد او قربانیو کې ولسونو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او علماوو برخه اخیستې او اسلامي امارت دوی په جهاد او اسلامي نظام کې شریک بولي او د اسلامي نظام ساتنه او تقویت د ټولو ګډه دنده ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت د اسلامي نظام د ټېنګښت او تقویت ترڅنګ په سیاسي او اقتصادي میدان کې د افغانستان ځلولو هڅه کړې، چې دا مهال اسلامي امارت په بېلا بېلو هېوادونو کې ۴۰ رسمي استازولۍ لري او له نړۍ سره تعامل مثبت لور ته روان دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي، خو د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر ندی او نه به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چاته زموږ په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د کندهار ارغستان په ولسي غونډه کې ګډون کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخواه کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولایت د ارغستان ولسوالۍ مرکز په يوه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

په دې ولسي غونډه کې د کندهار د هوايي ځواک قومندان ملا محمد عيسی ياسين، د کندهار ولایت د علماوو شورا غړي مولوي عبدالنافع، د ارغستان ولسوال مولوي سعد، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مشرانو او مخورو شتون درلود.

ملا خيرالله خيرخواه ویلي، د ارغستان ولسوالۍ ولسونو هر وخت د اسلامي نظام د غښتلي کولو هڅې کړې دي او ياده سیمه د جهاد مهم مرکز پاتی شوی دی.

نوموړي زياته کړې؛ د علماوو، د امارت مسولینو او قومي مشرانو دنده ده، چې بايد د اسلامي نظام مزاياوې او ګټې تر خلکو ورسوي.

ښاغلي خیرخواه همداراز د يادې سېمې پر مسولینو او مشرانو غږ کړی، چې لاسونه سره ورکړي، یووالی رامنځته کړي او د اسلامي امارت په هره پریکړه باندې قناعت وکړي.

په غونډه کې د کندهار ولایت د هوایي ځواک قومندان، د علماوو شورا غړي، د سیمې یو شمېر مشرانو او شخصیتونو هم ویناوې کړې دي.

دوی هیله څرګنده کړې، چې د دې ډول غونډو په ترسره کولو سره به د ولسونو ترمنځ ملي یووالي او پرمختګ ته لا ډېره وده ورکړل شي.

د شیخ حمدالله نعماني او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال لیدنه؛ د نیمه کاره پروژو د پیل په اړه خبرې شوي

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال حافظ محمد حامد حسیب سره د یاد وزارت اړوند نیمه کاره پروژو د برخلیک معلومولو په تړاو خبرې وکړې.

په ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال حافظ محمد حامد حسیب وویل، وزارت یې په ځینې ولایتونو کې د پوهنتونونو لپاره ودانۍ نه لري او په خبره یې اړتیا ده چې نیمه کاره پروژې یې بشپړې شي.

شیخ حمدالله نعماني وویل؛ د ټولو نیمه کاره پروژو د چارو د ځنډ لامل د پراختیایي بودیجې کمښت دی، چې په خبره یې که خپله د لوړو زده کړو وزارت هم بودیجه ترلاسه کړي، نو د کور او ښار جوړولو وزارت په هماغه ورځ چمتو دی چې پاتې چارې پیل او بشپړې یې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر زیاته کړه، ټول هغه وزارتونه چې د کور او ښار جوړولو له وزارت سره یې پروژې په نیمه حالت کې پاتې دي، بودیجه دې ترلاسه کړي چې دغه وزارت یې د پروژو اړوند پاتې چارې پیل او بشپړې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې ورسپارل شوي مسولیتونه په سمه توګه ادا او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۴۲ زره واوښت

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو یو کلن وحشت لا هم دوام لري او هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې قرباني کېږي.

تازه د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۲ زره او ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ۹۷ زره او ۷۲۰ نور ټپيان شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو په دوام یوازې تېره شپه او نن سهار وختي په استوګنیزو ودانیو او عامه خدمتونو د بریدونو له امله ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې سویلي غزه کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه‌ځای په نښه شوی، چې د یوې کورنۍ ۹ غړي پکې شهیدان شوي.

د دې تر څنګ د مرکزي غزې په نصیرات کمپ کې پر یوه کور هوايي برید شوی، چې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان پکې شهیدان دي.

نصیرات کمپ کې د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو خیمې هم په نښه شوې، چې څلور کسان پکې شهیدان شوي.

دغه‌راز البریج کمپ ته نږدې په یوه کور د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ ۳ غړي شهیدان شوي دي.

له دې وړاندې د فلسطین روغتیا وزارت ویلي و، چې اسرائیلي یرغلګرو په شمالي غزه کې درېیو -کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي- روغتونونو ته امر کړی، تر څو ناروغان او روغتیايي کارکوونکي وباسي.

د یاد وزارت په وینا؛ صهیونیستي یرغلګرو کمال عدوان روغتون محاصره کړی او په زور یې د تخلیې ګواښ کړی.

دغه‌راز اسرائیلي عسکرو پرون سې‌شنبه د یاد روغتون پر شاوخوا بریدونه کړي او له هر لوري یې تګ راتګ ورته بند کړی دی.

د کمال عدوان روغتون مسولینو ویلي، چې د تخلیې لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی.

تازه الجزیرې شبکې خبر ورکړی، چې د شمالي غزې کمال عدوان روغتون تر ډېره حده خالي شوی او یوازې کم‌شمېر هغه ناروغان او نرسان پکې پاتې دي، چې د تګ لپاره بل ځای نه لري.

کمال عدوان روغتون په شمالي غزه کې یوازینی بشپړ روغتیايي مرکز ګڼل کېږي.

د افغانستان د روغتیا په برخه کې یوه نړیوال شرکت پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د مرصوص نړیوالې پانګونې شرکت له مرستیال واصفي اکډنیز او مل پلاوي سره د افغانستان په روغتیايي برخه کې د پانګونې په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د مرصوص نړیوالې پانګونې شرکت پلاوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو او د روغتیا په برخه کې د هغو برخو  مشخص کولو غوښتنه کړې، چې د افغانستان اوسېدونکي ورته زیاته اړتیا لري، څو وروسته یاد شرکت وکولی شي د مشخصو شویو برخو له مخې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالولي حقاني د مرصوص نړیوال پانګونې شرکت څخه په افغانستان کې د پانګونې په موخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته ژمنه ده.

ډاکټر عبدالباري عمر د نغلو برېښنا تولید کارخونې څخه لیدنه وکړه

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال د نغلو برېښنا تولید کارخونې څخه لېدنه وکړه او ګڼې برخې یې وارزولې.

ډاکټر عبدالباري عمر د نغلو برېښنا تولید کارخونه کې په کاربوختو تخنیکي کارکوونکو کارکړنې وستایلې او د هر ډول همکارۍ بشپړ ډاډ یې ورکړ.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس تخنیکي کارکوونکو ته د برېښنا تاسیساتو خوندیتوب ته د بشپړې پاملرنې او تجهیزاتو پر وخت رغونې په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.

د نوموړي په وینا، د کورنیو تولیدي کارخونو او په ټوله کې د برېښنا تاسیساتو خوندیتوب ته پاملرنه د افغانستان برېښنا شرکت لپاره مهم لومړیتوب دی.

د نغلو برېښنا تولید کارخونه د اوبو زیرمې اعظمي کچې پر مهال ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چې هېواد کې د برېښنا تولید له لویو بندونو څخه ګڼل کیږي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ درېیو روغتونونو ته د تخلیې امر شوی

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو په شمالي غزه کې درېیو -کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي- روغتونونو ته امر کړی، تر څو ناروغان او روغتیايي کارکوونکي وباسي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې صهیونیستي یرغلګرو کمال عدوان روغتون محاصره کړی او په زور یې د تخلیې ګواښ کړی.

دغه‌راز اسرائیلي عسکرو پرون سې‌شنبه د یاد روغتون پر شاوخوا بریدونه کړي او له هر لوري یې تګ راتګ ورته بند کړی دی.

د کمال عدوان روغتون مسولینو ویلي، چې د تخلیې لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی.

د یاد روغتون مشر حسام ابو صفیه ویلي، چې یو شمېر ناروغان یې نورو روغتونونو ته لېږدولي او د پاتې د لېږد لپاره لا هم هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې روغتون به یې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکوي، ځکه چې لا هم ګڼ خلک اړتیا ورته لري.

د ښاغلي حسام په وینا؛ کمال عدوان روغتون په شمالي غزه کې یوازینی بشپړ روغتیايي مرکز دی، حال دا چې العوده او اندونیزیايي روغتونونه په کم ظرفیت فعال وو.

د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده قوماندانۍ څخه ۱۳۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د بېلا بېلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۳۵ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند د عسکرو ښوونځي له درې میاشتنیو بنسټيزو پوځي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت د ښوونې او روزنې ریاست رییس شیخ داد محمد محمدي د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني ګڼ شمیر مسولینو اومنسوبینو ګډون کړې وو.

شیخ داد محمد محمدي یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په موخه مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ.

ورته مهال یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنې په موخه بشپړ چمتووالی ښودلی.