ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 891

په باروړونکو موټرو کې ځیرک قلفونه لګول کیږي

د امارتي شرکتونو لوی ریاست او د مالیې او ترانسپورټ وزارتونو مسولینو، د چهارشنبې په ورځ (۱۸ تله ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال په باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس لاکر لګولو تړون لاسلیک کړ.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو په یاده ناسته کې وویل؛ د دغه تړون له مخې د خوندي او ډاډمن ترانزيټ او د پانګوالو د جذب او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه، په باروړونکو موټرو کې ځیرک قلفونه (جي پي اېس لاکر) لګول کېږي.

مسولینو زیاته کړه؛ افغان پُست امارتي شرکت د ټرانسپورټ او هوایي چلند او مالیې وزارتونو په همکارۍ، د دغې ملي او بنسټیزې پروژې پلي کېدو ته لار پرانیسته او په نېږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ ځیرک قلفونه هغه الکترونیکي قلفونه دي چې د نړیوال موقعیت پیدا کولو سیستم (جي  پي اېس) څخه په استفادې، په باروړونکو لاریو کې لګول کېږي او د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ترانزیټ د ودې لامل ګرځي.

د مسولینو په وینا، ځیرک قلفونه سوداګرو سره مرسته کوي چې د خپلو سوداګریزو توکو د دقیق موقعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

همدارنګه له ټاکل شوي مسیر څخه د نقلیه وسیلې د انحراف په صورت کې دغه سیستم د نقلیه وسیلې نوی موقعیت په ډاګه کوي او د سوداګریزو توکو له سرقت څخه مخنیوی کوي.

همدارنګه مسولینو په دې ناسته کې د پُستي کود او پتې د پراختیا ملي پروګرام پرانیسته وکړه او د هېواد په کچه د پُستي خدمتونو لپاره، د نوي شپږ رقمي پُستي کود د پلي کېدو په اړه یې معلومات ورکړل.

مسولینو وویل؛ افغانستان تر دې مهاله له څلور رقمي پُستي کود څخه ګټه پورته کوله، چې له نننۍ ټکنالوژۍ سره سم د معیاري خدمتونو وړاندې کولو جوګه نه وو او پرېکړه وشوه څو داسې کود چمتو شي چې اوسنۍ ټکنالوژۍ سره سم د معیاري خدمتونو وړاندې کولو جوګه وي.

مسولینو زیاته کړه؛ افغان پُست امارتي شرکت د هېواد په کچه نوی شپږ رقمي کود جوړ کړ او د نړیوالې پُستي اتحادیې لخوا تایید شو، چې له دې وروسته به په ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې ګټه ور څخه پورته شي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې د هېواد په کچه ۱۴۰۵ پُستي کودونه په پام کې نیول شوي، چې د هېواد ټولې سیمې تر پوښښ لاندې نیسي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۵ هـ ق نېټه ۱۴۰۳/۷/۱۷ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۶۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۵ زره او ۳۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې۲۰۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۲۱ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په تورخم کې ۱۴۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور تنه و، پکتیکا ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶ کورنیو سره ټولې۳۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۵ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۵۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۴۳ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۵۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۷۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۳ کورنیو سره ټولې۷۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۹۸ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۵ کورنیو سره ټولې۹۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۶۹ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه و، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۰۵ کورنۍ او یو زر او ۳۲۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۲ کورنۍ او ۱۸۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۸۸ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۳۰۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۵۲ عدده

عامې روغتیا وزارت د هغه پروګرامونو ملاتړ کوي چې د روغتیايي وضعیت په ښه والي کې ګټور تمامیږي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د یونیسف ادارې او خوړو نړیوال سازمان له استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ماشومانو له کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش پروګرام پر څرنګوالي خبرې شوې.

مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هغه پروګرامونو د پلي کېدو ملاتړ وکړي، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د روغتیايي وضیعت په ښه والي کې مرسته کوي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د دغه پروګرام د پلي کېدو چارې دې د روغتیا وزارت او پلي کوونکو بنسټونو ترمنځ د دوه اړخیزه همغږۍ او هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته پیل شي.

 بل لور د یونیسف او خوړو نړیوال سازمان استازو په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د همکارۍ څخه د مننې سربېره ټینګار کړی، چې د یاد پروګرام د پلي کېدو چارې به د روغتیا وزارت سره د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د یو ځانګړي میکانیزم له مخې په ړون ډول د پلي کوونکو بنسټونو سره په همغږۍ ترسره شي.

د ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

له پېښو سره د مبارزې تیاري ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د کډوالۍ نړیوالې موسسې مرستیال احمد ضیا مایار ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

له پېښو سره د مبارزې تیاري ملي ادارې رییس ویلي، ټولې موسسې او امارتي ادارې دې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو خطرونو کمولو په برخه کې ګډه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، ټولې ادارې دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه را ټیټه شي.

د ډنمارک د کډوالۍ نړیوالې موسسې مرستیال احمد ضیا مایار ویلي؛ دغه سازمان شاوخوا ۲۵ کاله کېږي، چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې له کډوالو سره کار کوي او په طبیعي او غیری طبیعي پېښو، په جګړه ځپلو سیمو، ماین پاکي او په بېړنیو شرایطو کې افغانانو ته مرستې رسوي.

نوموړي همدا راز له پېښو سره د مبارزې تیاري ملي ادارې له کړنو خوښۍ څرګنده کړې او ویلي يي دي، یادې ادارې په وخت سره زموږ کارونه ترسره کړي او زموږ یې ملاتړ کړی.

په پای کې دواړو خواوو د ماینونو او ناچاده توکو ککړو سیمو پاکولو، نغدي مرستو، د رواني درملنې خدماتو وړاندې کولو، د ماینونو او ناچاوده توکو له امله قربان شوو ملاتړ او د ماین پاکي موسسو د تخنیکي برخې کارکونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ۴۷۱ زره او ۸۸ امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاده پروژه به د کابل ولایت په شپږمه ناحیه، مسلم کلي او سروبي ولسوالۍ کې پلي شي.

مولوي عبدالکبیر: د مس عینک د عملي چارو پیل ته دې هڅې ډېرې شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ له ریيس سونګ ون بینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې سونګ ون بینګ ویلي، د مس عینک عملي چارو د ژر پیل په موخه یې هڅې چټکې کړې دي او د اسلامي امارت په راتګ سره د کان کېندنې د ډېرو ستونزو د حل ترڅنګ لاهم د افغانستان د حکومت همکاریو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، د مس عینک په لومړۍ برخه کې به له پینځه میلیارده ډالرو ډېره پانګونه وکړي او همدارنګه به دغې سیمې ته د غزیدلي سړک له جوړېدو وروسته د کان کېدنې لومړنۍ چارې پیل او په راتلونکي زېږدېز کال به د اړتیا وړ ماشینري هم افغانستان ته راوارد کړي.

سونګ ون بینګ ویلي؛ په دغه پروژه کې به په مستقیم ډول درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او پلان لري، چې یوه ډله افغانان له ګمارنې وروسته د مسلکي روزنې په موخه چین ته ولیږي.

دغه‌راز نوموړي تاریخي سیمي او د کان کېدنې پلان بدلون د دغې پروژې د ځنډ سببونه یاد کړي دي.

وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې ګټورې بللي او ویلي یې دي، اسلامي امارت د مس عینک له قراردادي کمپنۍ سره د عملي کار پيل لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

مولوي عبدالکبیر زياته کړې، د مس عینک د عملي چارو پیل ته دې هڅې ډېرې او د وخت له ضایع کېدو باید مخنیوی وشي.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې مولوي عبدالکبیر د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ ته ډاډ ورکړی، چې اړونده ادارې به د هغوی د ستونزو د حل په موخه لاس په کار شي.

د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ له یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې یادو علماوو په هېواد کې د امنیت او سرتاسري ثبات پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې.

دوی ویلي، سیمه ییز مجاهدین او مسولین هېوادوالو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې تل هڅې کوي.

نوموړو دې ته په اشارې چې وروستیو سېلابونو په دې ولسوالۍ کې زیات ویجاړۍ رامنځته کړې او د سیمې خلکو ته یې ګڼ شمېر زیانونه اړولي، د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې له زیانمنو سره د مرستو ترڅنګ دې په یاده ولسوالۍ کې د پراختیایي پروژو عملي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

وروسته د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ د امنیت ټینګښت، ولسونو ته د ټولنیزې هوساینې برابرول او د دوی د ستونزو حلول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له خپلو ټولو شته امکاناتو استفاده کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د پراختیایې پروژو په اړه خبرې کړي او د دوی وړاندیزونو ته په اشارې یې ویلي، اسلامي امارت به د خپل توان په محدوده کې ورته رسېدنه وکړي.

اسلامي امارت ودانیزو چارو ترسره کولو او پانګونې ته غوره زمینه برابره کړې

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د کانونو په برخه کې د یو شمېر ترکي خصوصي شرکتونو له مسولینو او د استانبول جراح پاشا پوهنتون استادانو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې یادو مسولینو او استادانو له خصوصي سکتور سره د اسلامي امارت همکاري ستایلې.

دوی افغانستان او ترکیه د اوږدو اړیکو لرونکي هېوادونه بللي او ویلي يي دي؛ هغه ترکي خصوصي شرکتونه چې د کانونو په برخه کې فعالیت لري، لېواله دي د اسلامي امارت اړوندو ادارو په همکارۍ د افغانستان د کانونو د تحقیق، پلټنې او ایستنې په برخو کې پانګونه وکړي.

د استانبول جراح پاشا پوهنتون استادانو ویلي؛ غواړي د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره د تفاهم لیک په چوکاټ کې د کانونو، کرنې او له طبي وسایلو څخه د استفادې په برخو کې افغان محصلینو ته د رورنې د لنډمهالو او اوږد مهالو بورسونو زمینه برابره کړي.

د استانبول پوهنتون استادانو زیاته کړې؛ موږ چمتو یو په ترکیه کې افغان انجنیرانو ته د سربو، جستو او سرو زرو په څېر معدني موادو د تحقیق، ایستنې او پروسس په اړه د لنډمهاله روزنې زمینه برابره کړو، چې وکولی شي د متخصصینو په توګه د خپل هېواد په پرمختګ او هوساینه کې ګټور تمام شي.

وروسته د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د ترکیې هېواد د مرستو قدرداني کړې او ویلي يي دي، ترکیه د افغانستان پخوانی دوست دی چې تل د افغانانو ترڅنګ دریدلی.

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس په تېرو ۲۰ کالو کې په افغانستان کې شویو ویجاړیو ته په اشارې ویلي؛ دغه ویجاړي او زیانونه بیارغاونې او ودانولو ته اړتیا لري، چې خوشبختانه د اسلامي امارت په بریا سره په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او په بېلابېلو برخو کې د ودانیزو چارو ترسره کولو او پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.

ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړې؛ اسلامي امارت افغانانو ته د خدمت په برخه کې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي، په افغانستان کې په ټولو برخو په ځانګړي ډول د کانونو د ایستنې په برخه کې پرمختګونه دوام لري چې له داخلي بودجې تمویلېږي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې له پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو دی.

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس له بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې په پوره لېوالتیا په افغانستان کې پانګونه وکړي، ځکه اړوند ادارې به د همکارۍ ترڅنګ ورته لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان او سیمې هېوادونو اړیکي پراخې کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغان او یو شمېر بهرنیو سوداګرو او پانګوالو د سوداګریز پیوستون په کنفرانس کې ګډون او وینا کړې.

په دې کنفرانس کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین ګڼو سوداګرو، پانګوالو، د صنعتي او سوداګریزو خونو مسولینو، د ایران څو تنو سیمه ییزو چارواکو او افغان سوداګرو ګډون کړی وو.

په یاد کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند ویلي؛ د افغان او سیمې د یو شمېر سوداګرو ترمنځ ښې اړیکې پیدا شوي او دوی کوښښ کوي، چې له دې لارې د ګډو همکاریو لپاره زمینې وپیژني.

دغه‌راز نوموړي د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې ختمې او سهولتونه رامنځته کړي.

په دې کنفرانس کې د ایران د سیستان بلوچستان د والي مرستیال علیرضا مرحمتي ویلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکتور  ملاتړ د پام وړ دی او تر اوسه په هېڅ هېواد کې له سوداګرو څخه دومره ملاتړ شتون نه لري.

وروسته د چابهار بندر د مدیره هیت مشرې حمیرا ریګي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د چابهار بندر فعالولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

 نوموړې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټينګار کړی.

همدارنګه د سوداګرو او پانګوالو د سوداګریز پیوستون په کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي ویلي، اسلامي امارت د سوداګرو هر اړخیز ملاتړ کوي او د چابهار بندر د فعالولو لپاره یې له ایراني لوري سره ګټور بحثونه کړي دي.

وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو د مننې ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان او سیمې د هېوادونو اړیکي په اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ودروي او پراخې یې کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په افغانستان کې په بېلا بېلو سکتورونو کې د پانګونې زمینې شته او له نړیوالو کمپنیو او پانګوالو غواړو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه او ستونزې له منځه یوسي، ځکه افغان پانګوالو ته د ستونزو رامنځته کول، د لارو بندول او په ناقانونه ډول د مالیاتو لوړول به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ او اړیکې زیانمنې کړي.

سیاسي مرستیال څرګنده کړې، اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې په بدیلو لارو هم فکر کوي او غواړي، چې افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادي راکړه ورکړه ولري.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت غواړي سیمه ییزه سوداګري ‌او ټرانزیټ پياوړی او پراخ شي، افغانستان پدې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی او اړتیا ده، چې د سیمې هېوادونه هم خپل مسولیت رفع او چمتووالی په عمل کې وښيي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ښو اړیکو او تعامل پيغام لري او له هیچا سره جګړه او ستونزه رامنځته کول نه غواړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د مننې ترڅنګ غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره سم دې د افغان کډوالو اجباري ایستل ودرول شي.