ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 892

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو یو کلنه جګړه او جنایتونه!

غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې د جګړې یو کال پوره شو.

اسرائیلي رژیم د ۲۰۲۳ زېږدیز کال اکتوبر میاشتې پر ۷مه پر غزه برید وکړ.

په تېر یوه کال کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۱ زره او ۹۰۹ فلسطینیان شهیدان شوي، چې په دې سیمه کې له هرو ۵۵ اوسېدونکو کسانو څخه د یوه له منځه تلو سره مساوي دي.

لږ تر لږه ۱۶ زره او ۷۵۶ ماشومان شهیدان شوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د یوې کلنې جګړې تر ټولو ستره ثبت شوې شمېره ده. دغه‌راز له ۱۷ زره زیاتو ماشومانو یو او یا دواړه والدین(مور او پلار) له لاسه ورکړي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د نړیوالو له غندنې او د جهاني سازمانونو او بشر حقونو د ادارو له غوښتنو سره-سره غزه کې خپلو وحشتونو ته، چې د غزې په اوسېدونکو کې یې وېره او وحشت خپور کړی او د څو نسلونو کورنۍ یې له منځه وړې دي، دوام ورکړی.

دې تړانګه کې لږ تر لږه ۹۷ زره او ۳۰۳ فلسطینیان ټپیان شوي، چې په هرو ۲۳ کسانو کې له یوه هغه سره مساوي کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا؛ د ټپيانو نږدې څلورمه برخه چې د اټکل له مخې ۲۲ زره او ۵۰۰ کېږي، داسې ټپیان دي چې د بدن بڼه یې بدله او د بیا جوړېدو امکان یې سخت دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انراوا) په وینا؛ هره ورځ ۱۰ ماشومان یوه یا دواړه پښې د عملیاتو او قطع کولو له امله په داسې ډول بایللي، چې د اسرائیلو د اوږدې محاصرې له امله د بېهوښي(انستیزي) مواد پوره یا هېڅ نه دي ور رسېدلي.

پر شهیدانو او ټپیانو سربېره له ۱۰ زره زیات فلسطینیان تر کنډوالو او ویجاړیو لاندې دي، چې رضاکاران او د ملکي دفاع کارکوونکي یې د را ایستلو لپاره وسایل هم نه لري او یوازې پخپلو خالي لاسونو تکیه کوي.

د اټکل له مخې غزه کې ۷۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي.

کارپوهان وړاندوینه کوي، چې د دې چاودېدونکو توکو څخه د رامنځته شويو له ۴۲ میلیونه ټنه ډېرو کثافاتو پاکول به، چې ناوچاده توکي به هم پکې شامل وي، کلونه وخت ونیسي.

Created with GIMP

اسرائیلي یرغلګرو نږدو د غزې په ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونه بریدونه کړي دي.

په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۱۱۴ روغتونونه او کلینکونه غیرې فعال شوي او ډېری ناروغان اړینو روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

د غزې د رسنیو د دفتر په وینا؛ ۳۴ روغتونونه او ۸۰ روغتیايي مرکزونه غیرې فعال او له کاره لوېدلي، ۱۶۲ روغتیايي بنسټونه د اسرائیلي عسکرو له لوري په نښه شوي او لږ تر لږه ۱۳۱ امبولانسونه په نښه او زیانمن شوي دي.

کارپوهان استدلال کوي، چې په روغتونونو بریدونه نړیوالو قوانینو ته په کتو جنګي جنایت دی.

غزه کې په روغتونونو د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو او بمباریو له امله ۹۸۶ روغتیايي کارکوونکو ژوند بایللی، چې ۱۶۵ ډاکټران، ۲۶۰ نرسان، ۱۸۴ روغتیايي همکاران، ۷۶ درمل جوړوونکي او ۳۰۰ نور اداري کارکوونکي او ملاتړ کوونکي پکې شامل دي.

د لومړۍ کرښې په کارکوونکو کې لږ تر لږه ۸۵ د ملکي دفاع کارمندانو هم ژوند بایللی دی.

له ۷ ډله‌ییزو قبرونو څخه ۵۲۰ جسدونه ترلاسه شوي

صهیونیستي عسکرو غزه کې څو روغتونونه محاصره او سلګونه کسان یې بندیان کړي وو.

د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د خان یونس په ناصر میډیکل کمپلکس کې د ځوانانو، ماشومانو او ښځو ۳۰۰ جسدونه وموندل شول.

همدا میاشت د بيت لاهيا په یوه ښوونځي کې یو بل ډله‌ییز قبر وموندل شو.

په مې میاشت کې د غزې د رسنیو دفتر اعلان وکړ، چې الشفا روغتون کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی، چې جسدونه یې ټوټې-ټوټې شوي.

د غزې د بېړنیو عملیاتو مسولینو ویلي وو، چې د جسدونو لاسونه او پښې تړل شوي او ښکاري، چې ژوندي خښ او یا هم اعدام شوي دي.

۱.۴ میلیونه کسان په ساري ناروغیو اخته شوي

تېر کال د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس ۳/۴ برخه (۷۵ سلنه) وګړي، د فاضله موادو، روغتیايي خدماتو نشتوالي او حفظ الصحې ته د نه لاسرسي له امله په ساري ناروغیو اخته شوي دي.

اسرائیلو غزې ته د روغتیايي توکو مخنیوي له امله لږ تر لږه د ۳۵۰ زره سختو ناروغانو ژوند، چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري، له ګواښ سره مخ کړی.

لږ تر لږه ۱۰ زره سرطاني ناروغان اړین درمل نشي ترلاسه کولای، حال دا چې لږ تر لږه ۱۵ زره سخت ټپيان او ناروغان له غزې څخه بهر درملنې ته اړ دي.

۹۶ سلنه د خوړو له کمښت سره مخ دي

د جرمونو د نړیوالې محکمې د قانون له مخې، په نړیوالو شخړو او جګړو کې په جبري ډول د یوه ملت یا ټولنې وږي ساتل جنګي جرم دی.

د الجزیرې د موندنو له مخې، اسرائیلي یرغلګرو په سیستیماتیک ډول د غزې وږو خلکو ته د اوبو او مرستو مخنیوی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکو له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي؛ دا امریکا او مرستندویه ادارو ته روښانه او مستنده ده، چې اسرائیل غزې ته مرستې نه پرېږدي.

لږ تر لږه ۲.۱۵ میلیونه یا د غزې ۹۶ سلنه وګړي د لوږې له سخت بحران سره مخ دي.

د اوبو ۷۰۰ څاه‌ګانې ویجاړې شوې

د ‘انرا’ په نوم د غیرې انتفاعي سازمان په وینا؛ د ۲۰۲۴ په مارچ میاشت کې د غزې ۹۵ سلنه وګړو څو میاشتې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.

په ټوله غزه کې په ورځني ډول هر وګړي ته یوازې ۱.۵ نه تر ۱.۸ لیټره پورې اوبه رسېږي، حال دا چې د روغتیا نړیوال سازمان هر وګړي ته په ورځني ډول د ۱۰۰ لیټره پاکو اوبو وړاندیز کوي.

له بده‌مرغه د غزې اوسېدونکي د ناپاکه او مالګینو اوبو څښلو او په سیند کې د خپلو کالیو مینځلو ته اړ شوي دي.

له ۱۳۰ ډېرو خبریالانو ژوند بایللی

د راپورونو له مخې د اکتوبر له ۷مې راهیسې له ۱۳۰ ډېرو خبریالانو، چې نږدې ټول یې فلسطینیان دي، ژوند بایللی.

د غزې د رسنیو دفتر بیا د خبریالانو مړینه ۱۷۵ ګڼي، چې د اکتوبر له ۷مې راهیسې په اوسط ډول هره اونۍ څلورو خبریالانو ژوند بایللی.

زرګونه فلسطینیان د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي

له ۱۰ زره زیات فلسطینیان د اسرائیلي په زندانو کې بندیان او له سخت حالت سره مخ دي، چې لږ تر لږه ۲۵۰ ماشومان او ۸۰ ښځې هم پکې شاملې دي.

د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې

د اټکل له مخې غزه کې ۷۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي.

کارپوهان وړاندوینه کوي، چې د دې چاودېدونکو توکو څخه د رامنځته شويو له ۴۲ میلیونه ټنه ډېرو کثافاتو پاکول به، چې ناوچاده توکي به هم پکې شامل وي، کلونه وخت ونیسي.

د غزې د رسنیو دفتر وايي، چې په دې تړانګه د اسرائيلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۳۳ میلیارده ډالر زیان اټکل شوی دی.

۱۵۰ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي

د اوچا د راپور له مخې، په جنوري میاشت کې د غزې ۶۰ سلنه استوګنیز کورونه او ۸۰ سلنه سوداګیز تاسیسات زیانمن او یا ویجاړ شوي دي.

د غزې د رسنیو دفتر د اټکل له مخې، ۱۵۰ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او له ۳ زره کیلو متره ډېر برېښنايي شبکې له منځه وړل شوي دي.

۱۲۳ ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړ ډول له منځه وړل شوي

غزه کې د ګڼو کورونو له ویجاړولو وروسته، سلګونه ښوونځي د فلسطینیانو په پناه ځایونو بدل شوي او لږ تر لږه د غزې ۶۲۵ زره ماشومان له زده‌کړو محروم دي.

په تېر یوه کال کې اسرائیلو ۱۲۳ ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړ ډول ویجاړ او لږ تر لږه ۳۳۵ نور یې زیانمن کړي دي.

پر دې سربېره لږ تر لږه ۱۱ زره او ۵۰۰ زده‌کوونکي او ۷۵۰ ښوونکي او ښوونیز کارکوونکي شهیدان شوي دي.

په جوماتونو او فرهنګي ځایونو بریدونه

تېر کال د غزې لږ تر لږه ۲۰۶ لرغوني او فرهنګي ځایونه هم تخریب شوي دي.

دغه‌راز د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۱۱ جوماتونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۲۱۴ نور تخریب شوي دي.

د ډسمبر پر ۸مه د غزې لوی عمري جومات د اسرائیلي یرغلګرو په هوايي برید کې سخت زیانمن شو. د دې جومات ۷۴۷ کلن زوړ کتابتون، چې یو وخت د قرانکریم د پخوانیو نسخو په ګډون نادرې او کمیابه نسخې پکې ساتل کېدې، په کنډوالو بدل شو.

۴۱۰ ورزشکارانو، سپورتي چارواکو یا روزونکو ژوند بایللی

اسرائیلي یرغلګرو لږ تر لږه ۳۴ سپورتي تاسیسات، لوبغالي او جیمونه ویجاړ کړي دي.

د فلسطین د فوټبال اتحادیې د راپور له مخې، تر اګسټ میاشتې د اسرائیلي په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱۰ ورزشکارانو، سپورتي چارواکو یا روزونکو ژوند بایللی.

په دوی کې ۲۹۷ فوټبالران و، چې ۸۴ ماشومان هم پکې شامل و او د فلسطین لپاره یې د لوبېدو خوبونه لېدل.

سرچینه: الجزیره

د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۷۵ تنه ځوان منسوبین د جګړه ایزو تامیناتو او جګړه ایز ملاتړ ښوونځیو له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمیر نورو مسولینو او منسوبینو ګډون کړې وو.

مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ د اِعداد، اطاعت او تقوا په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او ويي ویل؛ په لنډ مهالو زده کړو بسنه مه کوئ، هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه هم زده کړئ او له وظیفوي غفلت څخه ځان وساتي.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس: معیاري واردات زموږ د هېواد غوښتنه ده

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او اوزبیکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه.

پدې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ملا فیض الله تمیم، د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د اوزبیکستان سټنډرډ ادارې رییس جمعانزاروف اکمل او د دواړو ادارو د اړوندو برخو مسولینو ګډون کړی وو.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس وویل، په معیار برابر واردات د ملي سټنډرډونو سره سم زموږ او زموږ د هېواد غوښتنه ده او پدې برخه کې ستاسو جدي پاملرنه غواړو.

نوموړي دغه راز زیاته کړه؛ موږ باید پوره همغږي او همکاري ولرو، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات د سټنډرډونو په بنسټ ترسره او سالمه سوداګرۍ وکړو.

دا غونډه د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او د اوزبیکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د اړیکو د ښوالي، د سټنډرډ جوړونې، د مطابقت ارزونې، کیفي تصدیق پاڼو او مترولوژي په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره جوړه شوې وه.

همدارنګه د دواړو سټنډرډ ادارو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک وروستی شو، چې د دپلوماتيکو چینلونو له لارې به لاسلیک شي.

په پای کې د اوزبیکستان سټنډرډ ملي ادارې ژمنه وکړه، چې د کیفي تصدیق پاڼو په برخه کې به د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکو ته د اوزبیکستان هېواد په ترمذ ښار کې روزنه ورکړل شي.

د ټولګټو وزير او د ایراني شرکتونو استازو لیدنه؛ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

د ټولګټو وزير ملا محمد عیسی ثاني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د لومړي مرستیال محمد یونس مهمند او د دغې خونې د پلاوي غړي سلطان محمد صافي په شتون کې د “هپکو” شرکت له استازي مهدي اسماعیلي او “جلاپردازان الوند” انجنيرۍ شرکت له استازي بابک فلاج سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د يادو شويو شرکتونو استازو افغانستان ته په راتګ خوښي ښودلې او د خپلو شرکتونو د فعاليتونو او توليداتو په اړه يې هر اړخيز معلومات وړاندې کړي دي.

دوی ویلي؛ د هپکو شرکت د سړک جوړونې، معدن ایستنې، ګاز او نفتو ماشین الات او د “جلاپردازان الوند” شرکت ریلي قطعات او د درانه وزن لرونکي ماشین الاتو قطعات تولیدوي.

د ایراني شرکتونو مسولینو لېوالتیا ښودلې، چې د افغانستان د زېربنایي پروژو (سړک او اوسپنیزې کرښې) په رغونه کې برخه واخلي او حاضر دي چې په یاده برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستيال د امام ابوحنيفه (رح) د نندارتون د جوړېدو په اړه خبرې کړي او د ايراني شرکتونو او سوداګرو د مسولينو د ګډون يادونه يې کړې.

په دې ناسته کې د ټولګټو وزير ایراني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د ایران او افغانستان اوږدمهاله او تاریخي اړیکو ته یې اشاره کړې.

نوموړي د دواړو هېوادونو په سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو ټینګار کړی او د هېوادونو په اقتصادي وده کې یې د خصوصي سکټور رول مهم بللی دی.

د ټولګټو وزير زیاته کړې؛ اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی، د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او موږ د هغو کسانو هرکلی کوو، چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي او غواړي چې پانګونه وکړي.

په ياده لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوامداره همکاریو، د دوه اړخيزو غونډو پر دوام، د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

د کابل په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې پیل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۷مه نېټه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه.

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو، په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر، د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.

ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره وویل؛ دا د خوښۍ ځای دی چې نن په افغانستان کې د پاکې انرژۍ یوه داسې پروژه پيلېږي، چې هغه نه یوازې د چاپېریال ساتنې په برخه کې زموږ د هېواد مقاومت زیات او د دغه انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوي؛ بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.

د نوموړي په وینا، د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی شي چې په تدريجي توګه پر وارداتي برېښنا زموږ اتکا راکمه او په کور دننه له موجودو سرچینو څخه خپله اړتیا پوره کړو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ د لمريزې برېښنا د تولید دا ډول پروژې په هېواد کې د پانګونې مقدار، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړه کړي او همدا راز به له هېواد څخه د اسعارو د وتلو مخه ونيسي چې دا به په لويه کې د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وکړي.

ښاغلي برادر اخوند په ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ پر ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري وکړي او دلته ځنډېدلې پروژې له سره پیل کړي.

د نوموړي په خبره؛ افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر زیانمن شوی، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون په تخریب کې یې هېڅ ډول فعالیت نه دی ترسره کړی.

اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د نړیوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثنا د ټولو هېوادونو ګډ مسولیت دی او پرته له استثنا ټول هېوادونه ترې متاثره دي.

بنا دغه ګډ مسولیت ګډې همکارۍ ته اړتيا لري.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه او ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړې توګه د برېښنا په تولید کې د دوی هر ډول پانګونې او هڅو ته هرکلی وايي او د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې ورسره لازمه مرسته کوي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژه د ۷۷ ترکي او زولرستان داخلي شرکت له لوري شاوخوا ۱۸میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې چارې به یې د یو کال په جریان کې بشپړې او تر یوې اندازې به د کابل صنعتي پارکونو او همدا راز عامو هېوادوالو د برېښنا ستونزې حل کړي.

د اکتوبر ۷مه؛ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ!

۲۳ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه د امریکا په مشرۍ لوېدیځ ایتلاف پر افغانستان یرغل وکړ.

امریکا افغانستان کې اسلامي نظام ړنګ کړ او په یرغل یې هېواد کې د غربي ښکلېلاک د جبر، زور او وحشت توره دوره پیل شوه.

امریکايي اشغال شل کاله افغانستان کې ډول ډول ظلمونه وکړل، ړندې بمبارۍ یې وکړې، افغانان یې شهیدان او بندیان کړل او افغانستان یې د لمبو خوراک او ګڼې ویجاړۍ یې رامنځته کړې.

امریکا د افغانستان په شل کلنه جګړه کې دومره وحشتونه او ظلمونه وکړل، چې د تل لپاره به د انسانیت پر لمن تور داغ وي.

د امریکا شل کلنه تحمیلي جګړه د افغان په خاوره د نویو وحشتونو او ناخوالو پیل و.

په دې خونړۍ جګړه کې هر ډول جنایتونه تر سره شول. کروندګر په کروندو کې، ماشومان په ښوونځيو او روغتونونو کې، ښځې او سپين‌ږیري په کورونو کې تر ړندو بریدونو لاندې شهیدان شول او وروسته بیا هغه محاکم او بنسټونه هم تحریم کړل شول، چې دا جنایتونه یې څېړل.

موږ د یوه داسې خونړي جنګ ښکار وو چي ودونه او ناوې مو هم د ړندو بمباریو ښکار وې. د نشه‌یي توکو کښت په کراتو زیات او قاچاق يې خورا پياوړی و. دولت جوړونه په دولت وېشنه، بیارغونه په ویجاړۍ، اقتصادي وده په بې‌کارۍ او له هېواده د کادرونو تېښتې او اداري فساد افغانستان د نړۍ لومړی مفسد هېواد کړی و.

د دې تر څنګ یې ملي يووالی په قومي جوړښتونو بدل او د ملت جوړونې پر ځای يې ملیت پالنه رامنځته کړه.

امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وکړه.

د براون پوهنتون د جګړې د زیانونو پروژې د څېړنو له مخې، په دې ۲۰ کلنه جګړه کې ۴۷ زره او ۲۴۰ ولسي افغانان شهیدان شول.

د امریکا د دفاع وزارت له قوله، ۲۴۴۲ امریکايي سرتېري او ۳۸۰۰ خصوصي امنیتي قراردادیان پکې ووژل شول او پر دې سربېره د ناټو دغړو هېوادونو ۱۱۴۰ عسکر هم پکې وژل شول.

امریکا افغانستان ته د خپلو ستراتیژیکو او اوږدمهالو سیمه‌ییزو ګټو ترلاسه کولو لپاره راغلې وه او د سپټمبر ۱۱ مې پېښه د افغانستان د اشغال لپاره یوه پلمه او تر ډېره له همدې موخو سره تړلې وه، خو د اسلامي امارت د سرسپارلو مجاهدینو نه هېرېدونکو قربانیو په پایله کې اړ شول، چې ماتې ومني او په شرمېدلي ډول له افغانستان څخه ووځي.

بالاخره د امریکا په مشرۍ ناټو مجبوره شوه، چې افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشتې پر اتمه له افغانستان څخه وروستۍ امریکايي عسکر ووت او په دې خاوره د امریکا شل کلن حضور پای ته ورسېد او افغانستان یو ځل بیا خپلواک شو.

امریکا افغانستان په داسې میدان پرېښود چې یوه طبقه پکې میلیونران وو او ۷۵ سلنه عام خلک تر غربته پکې رسېدلي وو. په لکونه کورنۍ تباه شوې وې،‌ ۲۰ میلیونه افغانانو سم خوراک ته لاسرسی نه درلود، په میلیونونه خلکو کار نه درلود او په میلیونونو ماشومان د خوراک له کمښت سره مخ و.‌

د افغانستان اسلامي امارت د امریکايي اشغال د پيل ۲۳ مې کليزې په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا ورځ د هېواد په تاریخ کې توره ورځ یاده کړې او ویلي یې دي: “امریکايي اشغال شل کاله دوام وکړ او په افغانستان کې یې خورا ډیر ظلمونه وکړل، زرګونه بې ګناه مظلوم مسلمانان یې شهیدان، زخمیان، مهاجر او بې کوره کړل. زموږ اقتصاد ته یې سخت زیان واړاوه او خپل لاسپوڅي غلامان یې پر افغانانو مسلط وساتل.”

په یاده اعلامیه کې زیاته شوې: “خو په وړاندې یې افغان مسلمان او مجاهدو خلکو سخت غبرګون وښود، د اسلامي امارت په رهبرۍ کې خورا ستر جهاد ترسره شو او له شل کاله مجاهدې، مبارزې، قربانیو، صبر او استقامت څخه وروسته د الله جل جلاله په نصرت سره امریکايي اشغالګر مات او مجاهدین بریالي شول.الحمدلله والمنة”

له شل کلن جهاد وروسته اسلامي امارت بیا ځلي په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې امریکا او د هغوي متحدین مات کړل او هېواد یې د هغوی له نیواک څخه وژغوره.

د پوهنې وزیر د ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه غور ته سفر کړی

پوهنې وزارت وایي، مولوي حبیب الله اغا په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د غور ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې یې د منبع العلوم دیني مدرسې څخه لیدنه کړي.

مولوي حبیب الله اغا په یاد دارالعلوم کې یوې سترې غونډې ته چې پکې د یاد ولایت ّوهني پوهنې رییس، استادانو، علماوو او د سيمه ييزو ادارو استازو ګډون درلود د خپلو خبرو پر مهال، د ټولنې په پرمختګ او اصلاح کې د پوهنې پر ګټو خبرې کړي.

مولوي حبیب الله اغا په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو چوپړونو پر وړاندې کولو، په ځانګړي ډول هغو محرومو سیمو ته چې ستونزمنې او غرنۍ لارې لري، ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ زموږ د هېواد روښانه راتلونکی د باکيفيته زده کړو له لارې د ځوان نسل په پياوړتيا پورې تړلی دی.

 دغه‌راز نوموړي ژمنه کړې، چې پوهنې وزارت به پخپلو جدي هلو ځلو او د لازياتو ښوونیزو او روزنیزو اسانتياوو برابرولو سره په يادو سيمو کې د پوهنيزو بنسټونو پراختيا او پياوړتیا ته لا دوام ورکړي.

نورو ويناوالو د پوهنې وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، مدارس او ښوونځي يو له مهمو علمي او فرهنګي بنسټونو څخه دي او په هېواد کې یې د ښوونې او روزنې د بنسټونو پراختیا ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې ستاینه کړې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۴ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې۱۰۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۱ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، کندهار، هلمند او پکتیکا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۱۰۴ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۳۰ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۲۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۲۷ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۴ کورنیو سره ټولې۸۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۱۴ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۱۱۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۰۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۴۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۴۷ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له انګور اډې څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵ تنه و، شینکۍ ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۴۶ کورنۍ او یو زر او ۴۱۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۲ کورنۍ او ۵۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۳۳ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۲۰۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۳۶ عدده

د کانونو او پټرولیم وزیر او د ټاپي پروژې اجراییوي رییس لیدنه؛ د عملي کار پر چټکتیا خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس مراد امانوف، د ترکمن ګاز او ټاپي کمپنیو له تخنیکي ټیمونو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د عملي کار پر چټکتیا، د کمپونو جوړولو، سیمه ییزو خلکو ته د کاري زمینو په رامنځته کېدو، هېوادوالو ته د تحصیلي بورسونو برابرولو، د ګازو د وېش او قېمت، د ځمکو د استملاک د پاتې چارو په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې اجراییوي رییس ته ډاډ ور کړی او ویلي يي دي، موږ چمتو یو چې د یادې پروژې د چارو د چټکتیا په موخه همکاري وکړو.

ملا هدایت الله بدري: د ملي پروژو په پلي کېدو کې د کانونو او پټرولیم وزارت هر ډول لازمو همکاریو ته چمتو دی

د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د بلخاب ډبرو سکرو کان د لا ښه مدیریت او کیندنې، د کاري زمینو په رامنځته کېدو، لا زیاتې همغږۍ او نورو اړوند موضوعاتو په اړه يې خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ملي پراختیا شرکت رییس ته ډاډ ورکړی، چې د ملي پروژو د پلي کېدو په برخه کې دغه وزارت هر ډول لازمو همکاریو ته چمتو دی.