ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 893

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د اسلامي امارت ټول مسولین ځانونه د ولس خادمان بولي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ له ولسوال مولوي زمان منصوري سره لیدنه کړې.

په د دې لیدنې کې مولوي زمان منصوري د چاه اب ولسوالۍ محلي ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې کړي او د تخار ولایت د ټولنیزې، اقتصادي او امنیتي اوضاع په اړه یې هم د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

مولوي زمان منصوري ویلي، په دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین خلکو ته د خدماتو رسولو، د امنیت او هوساینې د ټینګښت کوښښ کوي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال خلکو ته د خدماتو رسولو، د امنیت او هوساینې د ټینګښت په برخه کې د چاه اب ولسوالۍ د مسولینو او مجاهدینو د کړنو او زحمتونو ستاینه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت مسولین چې په هره کچه وي، د خلکو خادمان دي او خلکو ته د خدماتو رسولو کې باید بې غوري ونه کړي.

اهل تشیع مخور او علما: د اسلامي امارت په پرتله بل هېڅ نظام مو غږ نه دی اورېدلی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مخورو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د کور او ښارجوړولو وزارت مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني هم شتون درلود.

یادو علماوو او مخورو په خپلو خبرو کې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له همکاریو په مننې ویلي، د اسلامي امارت په پرتله بل هېڅ نظام د هزاره او شعیه وګړو غږ نه دی اورېدلی.

دوی زیاته کړې، اسلامي امارت له اړتیا سره سم دوی ته د نظر او مشورو شریکولو موقع برابره کړې ده.

د یاد مخورو په وینا، په ټول هېواد کې د اسلامي امارت مسولین له ولسونو سره ښه او مناسب چلند لري او پر لا ډېرو همکاریو یې ټېنګار کړی.

د اهل تشیع مخورو او علماوو ویلي؛ په هېواد کې د اشغال د اغېزو ختمولو په برخه کې د حکومت ترڅنګ علما او ملت هم مسول دی، چې باید په ګډه سره کار وکړي.

دوی په هېواد کې د ملي یووالي د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، له اسلامي امارت سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

دغه‌راز دغو علماوو او مخورو د خپلو یو لړ ستونزو د حل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره د هغوی د هڅو او همکاریو ستاینه کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د اهل تشیع علماوو له همکارۍ ډاډمن دی او حکومت هم هڅه کوي، چې پر وخت د هغوی نظر او مشورې واورې او ستونزو ته یې حل لارې ولټوي.

نوموړي زیاته کړې، امارتي ادارې به د هغوی د ستونزو د حل لپاره لاس پکار شي او غوښتنو ته به یې رسېدنه وکړي.

هېواد کې د صنعتي پارکونو ستونزو حل لپاره د همکاریو راجلبونې او پراختیا هڅې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د باریکاب صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

د باریکاب صنعتي پارک څخه د لیدنې سفر کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازي، د UNDP استازي، د چین هېواد سفیر، صنعت کارانو، پانګوالو  او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود، چې د صنعتي پارک برېښنا او کانالیزاسیون ستونزې ورسره شریکې شوې.

د باریکاب صنعتي پارک برېښنا او کانالیزاسیون اړوند ستونزو حل برخه کې د UNDP استازي د همکارۍ ژمنه وکړه او د چین سفیر هم د دغه هېواد له لورې د تخنیکي اسانتیاوو رامنځته کولو یادونه وکړه.

د باریکاب صنعتي پارک له لیدنې وروسته د موچي غلام او نوي کابل اړوند ساحې کې د نوي جوړیدونکي صنعتي پارک چې د ښځینه وو لپاره به جوړیږي هم لیدنه وشوه.

د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د کورنیو تولیداتو پراختیا، د پانګوالو ملاتړ او پانګونې پراختیا لپاره د برېښنا پر خدماتو منظم کار کوي، تر څو د اقتصادي پر ځان بسیاینې ته مزل را لنډ شي.

مولوي عبدالسلام حنفي: علما دې د خلکو د پوهاوي کچې په لوړولو کې هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر اهل تشیع علماوو سره لیدنه کړې.

یاده لیدنې کې، د اهل تشیع علماوو د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د سراسري امنیت په ټینګښت او کاري پرمختګونو خوښي ښودلې.

یادو اهل تشیع علماوو ویلي، د تېرو کلونو د جنګونو پر مهال هېواد سخت ویجاړ شو او افغان ملت زیات زیانونه ولیدل اوس د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په هېواد کې د نظام د تثبیت او تحکیم، خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو او د هېواد د ابادۍ پړاو رارسېدلی او اړینه ده، چې ټول یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل یووالی وساتو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې لیدنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د عامه اذهانو د روښانولو او د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق په ټینګولو کې د علماوو او مشرانو د هڅو قدرداني کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی، په ابادي او پرمختګ کې یې باید یوځای کوښښ وکړو.

نوموړي د هېواد له علماوو غوښتي، چې د حقایقو د رسولو او د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو په خاطر هڅې وکړي.

د امریکايي اشغال د پيل ۲۳ مې کليزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې امریکا په خورا ظلم او وحشت سره پر افغانستان تجاوز وکړ.

امریکايي اشغال شل کاله دوام وکړ او په افغانستان کې یې خورا ډیر ظلمونه وکړل، زرګونه بې ګناه مظلوم مسلمانان یې شهیدان، زخمیان، مهاجر او بې کوره کړل. زموږ اقتصاد ته یې سخت زیان واړاوه او خپل لاسپوڅي غلامان یې پر افغانانو مسلط وساتل.

خو په وړاندې یې افغان مسلمان او مجاهدو خلکو سخت غبرګون وښود، د اسلامي امارت په رهبرۍ کې خورا ستر جهاد ترسره شو او له شل کاله مجاهدې، مبارزې، قربانیو، صبر او استقامت څخه وروسته د الله جل جلاله په نصرت سره امریکايي اشغالګر مات او مجاهدین بریالي شول.الحمدلله والمنة

داچې نن الحمدلله امریکايي اشغال د الله جل جلاله په نصرت پای ته رسیدلی دی، اسلامي نظام حاکم شوی د خورا لوی شکر او خوښۍ ځای دی.

موږ په داسې حال کې چې د جهاد په سپیڅلې او مقدسه لاره کې ټولو شهیدانو، زخمیانو او ځوریدلو ته دعا کوو، خپلو مسلمانانو وروڼو ته وریادوو چې باید په راتلونکي کې هم د خپل دین او عقیدې څخه دفاع ته کلک چمتو واوسي او په دې لاره کې د خپلو سلفو لاره تعقیب کړي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۴/۴/۱۴۴۶هـ ق

۱۶/۷/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/10/7 م

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان یو کلن وحشت!

اسرائیلي یرغلګرو کال وړاندې د اکټوبر پر ۷مه پر غزه تړانګه برید وکړ.

د دې یو کلنو بریدونو په پایله کې غزه، چې د شاوخوا ۲.۳ میلیونه وګړو د اوسېدو سیمه وه، له ګڼو بحرانونو سره مخ شوه، بڼه یې بدله شوه او هېڅ هم د یوه کال مخکې په څېر پاتې نه شول.

د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله غزه تړانګه په ویجاړیو او خاورو بدله شوې، د پېړیو پخواني جوماتونه او مذهبي ځایونه له منځه یوړل شول او کرنیزې ځمکې په بشپړ ډول تخریب شوې.

په دې کوچنۍ ۳۶۵ کیلو متره مربع (۱۴۱ میله مربع) سیمه کې دومره پراخه ویجاړۍ رامنځته شوې، چې د سیمې بڼه یې بدله ښکاري او ډېری اوسېدونکی خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدای، ښايي په نږدې راتلونکي هم په بیا ورتګ ونه توانېږي.

غزه کې د بې‌ځایه شویو پر کمپونو بریدونه:

جبالیا کمپ د غزې په شمال کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو تر ټولو لوی پنډغالی دی.

دا کمپ په ۱۹۴۸ کال د صهیونیستي عسکرو له لوري له خپلو کورونو څخه د ۷۵۰ زره فلسطینيانو د جبري بې‌ځایه کولو وروسته په ۱.۴ کیلو متره مربع (۰.۴ میله مربع) ځمکه جوړ شوی او غزه تړانګه کې تر ټولو ګڼ نفوسه کمپ دی.

اسرائیلي یرغلګرو پرله‌پسې په یاد کمپ، چې ۱۱۶ زره کډوال پکې ثبت شوي، په امریکايي ۲۰۰۰ پونډه جوړو شویو بمونو بریدونه کړي او سلګونه کسان یې پکې شهیدان کړي دي.

دا بمونه ډېر لوی او خورا ویجاړوونکي دي، چې ۱۲ متره یا ۴۰ فوټه کندې جوړولای شي.

په مسجدونه بریدونه:

د جبالیا کمپ سویل ته په شاوخوا درې کیلو متره (۱.۹ میله) فاصله کې د غزې زوړ ښار پروت دی، چې د منځني ختیځ د ځینې فرهنګي میراثونو سیمه ده او لرغونتوب يې پینځمې پېړۍ ته رسېږي.

په غوره تاریخي ځایونو کې یې د پام وړ عبادت‌ځایونه هم شامل دي، له جملې یې د لوی عمري جومات یادولای شو، چې د غزې په لوی جومات پېژندل کېږي.

د ډسمبر پر ۸مه د غزې لوی عمري جومات د اسرائیلي یرغلګرو په هوايي برید کې سخت زیانمن شو. د دې جومات ۷۴۷ کلن کتابتون، چې یو وخت د قرانکریم د پخوانیو نسخو په ګډون نادرې او کمیابه نسخې پکې ساتل کېدې، په کنډوالو بدل شو.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې په تېر یوه کال کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۱۱ جوماتونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۱۴ نور تخریب شوي دي.

په ښوونځیو او پوهنتونونو بریدونه:

د غزې اسلامي پوهنتون زاړه ښار ته نږدې د غزې په زړه کې پروت دی.

اسلامي او الازهر دواړه پوهنتونونه د غزې له غوره پوهنتونونو څخه دي، چې هر کال لسګونه زره زده‌کړیالانو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابروي.

دا دواړه پوهنتونونه په تېرو جګړو کې په نښه شوي، خو په وروستي جنګ کې یې شاوخوا په بشپړ ډول تخریب شوې ده.

په ژنیو کې د بشري حقونو څارونکې خپلواکې ادارې ویلي، چې اسرائیلو د غزې ټول پوهنتونونه په سیستماتیک ډول په بېلابېلو پړاونو کې ویجاړ او له منځه وړي دي.

د غزې له ۱۲ پوهنتونونو څخه یو هم جوړ نه دی پاتې.

د غزې تړانګې ښوونځي بیا، چې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه پکې اخیستې، هره ورځ په نښه کېږي.

په روغتونونو بریدونه:

الشفا د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون دی. په یاد روغتون تر ټولو مخکې اسرائیلي یرغلګرو برید کړی.

د نومبر په ۱۵مه اسرائیلي یرغلګرو الشفا روغتون، چې زرګونه فلسطینیانو پناه پکې اخیستې وه، محاصره کړ. پینځه میاشتې وروسته په اپریل کې یو ځل بیا د دوو اونیو لپاره محاصره او پوځي عملیات پکې پيل شول، چې روغتون ویجاړ او سلګونه کسان پکې شهیدان شول.

کارپوهان استدلال کوي، چې په روغتونونو بریدونه نړیوالو قوانینو ته په کتو جنګي جنایت دی.

په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۱۱۴ روغتونونه او کلینکونه غیرې فعال شوي او ډېری ناروغان اړینو روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

د کرنیزو ځمکو له منځه وړل:

د غزې مرکزي دیرالبلاح سیمه د دې تړانګې له اصلي کرنیزو مرکزونو څخه ده، چې د نارنج، زیتون او په ځانګړي ډول د خرما په کښت کې ښه شهرت لري.

اسرائیلو غزه کې د نسل‌وژنې تر څنګ کرنیزې ځمکې تخریب او له منځه وړې او اوسېدونکي یې په لوږه کې ساتلي دي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د دیرالبلاح په مرکز کې پراخه کرنیزې ځمکې، سړکونه او کورونه له منځه وړل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې له لوري څېړل شوي د سپوږمکۍ عکسونه ښيي، چې د غزې له نیمايي ډېره (۶۰ سلنه) کرنیزه ځمکه د اسرائیلو په بریدونه کې زیانمنه او یا تخریب شوې ده.

یاده ځمکه د غزې د وګړو د تغذیې لپاره، چې ۹۶ سلنه یې د خوړو خوندیتوب نه لري، حیاتي ارزښت لري.

د فلسطیني وګړو بې‌ځایه کېدنه:

دوه میلیونه وګړي یې په جبري ډول د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د اکټوبر په ۱۳مه، له اټکل شوي ځمکني برید څخه مخکې، اسرائیلي عسکرو د غزې ښار او د دې تړانګې په شمال کې د ټولو ملکي وګړو د ایستلو امر وکړ.

دا مهال د غزې د بشپړې محاصرې اوومه ورځ وه، چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت وویل: “نه برېښنا، نه خواړه، نه اوبه، نه ګاز- هر څه بند دي.”

د غزې تړانګې له ۸۰ سلنه ډېرې سیمې د فلسطینیانو لپاره ناامنه ګڼل کېږي، ځکه چې یا د اسرائیلي عسکرو له لوري د ‘ممنوعه سیمو’ په توګه ټاکل شوې او یا هم د تخلیې د امرونو له وجې ډېری فلسطینیانو په خوندي اعلان شویو سیمو کې پناه اخیسته. حال دا چې دا خوندي اعلان شوې سیمې هم ورځ تر بلې محدودې او کمېږې.

سلګونه زره فلسطینیانو یوازې د کډوالو په المواسي کمپ کې پناه اخیستې ده.

سره له دې چې اسرائیلو غزه کې ځینې سیمې “د خوندي زون” په توګه ټاکلې، خو بیا یې هم په دې سیمو کې لسګونه بریدونه کړي، سلګونه فلسطینیان یې پکې شهیدان او ګڼ نور یې پکې ټپیان کړي دي. له دې ښکاري چې په غزه کې هېڅ ځای خوندي او امن نه دی.

۴۱ زره او ۹۰۹ فلسطینیان شهیدان شوي

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو په یو کلنو بریدونو کې ۴۱ زره او ۹۰۹ فلسطینیان شهیدان شوي. دغه‌رزا ۹۷ زره او ۳۰۳ نور ټپیان شوي دي.

د اټکل له مخې غزه کې ۷۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي.

کارپوهان وړاندوینه کوي؛ د دې چاودېدونکو توکو څخه د رامنځته شويو ۴۲ میلیونه ټنه کثافاتو پاکول به، چې ناوچاده توکي به هم پکې شامل وي، کلونه وخت ونیسي.

سرچینه: الجزیره نړیواله خبري شبکه

د سیاسي کمېسیون ناسته؛ د افغانستان او سیمې په سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون ماښام د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپيدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.

 په دې ناسته کې چې د سیاسي کمېسیون غړو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر هم شتون درلود، د افغانستان او سیمې په سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

 په دې ناسته کې د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو، د سترو سیمه ییزو پروژو په عملي کولو، د سرحدي سیمو د امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښه والي او له یو شمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو په پیاوړتیا بحث شوی.

د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې ټینګار شوی، چې افغانستان د خپلو سرحدونو او بندرونو د امنیت د ټینګښت لپاره چمتو دی او هیچا ته له افغانستان څخه نورو ته د ضرر متوجه کېدو اجازه نه ورکوي.

 په ناسته کې د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې او د فلسطین او اسلامي نړۍ د برحقه داعیې ملاتړ شوی دی.