ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 895

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون د موقتي مېشتېدنې کمېټې له غړو سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسيدنې عالي کمېسيون د موقتي مېشتېدنې کمېټې له غړو سره لیدنه کړې.

د دې ليدنې په پيل کې د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د موقتي مېشتېدنې کمېټې د نورو غړو په استازیتوب د دې کمېټې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.

مولوي عبدالرحمن راشد ویلي، چې که څه هم له ګاونډیو هېوادونو څخه د هېوادوالو اجباري ستنېدل زيات شوي، خو د يادې کمېټې مسولين د کمېسيون د رهبري په لارښوونه او د نورو کمېټو په مرسته توانېدلي د راستنو شويو هېوادوالو د مېشتېدنې موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسيدنې عالي کمېسيون موقتي مېشتېدنې کمېټې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ستنېدونکو کډوالو د مېشتېدنې مسلې ته د رسېدنې لپاره د هغوی دوامداره هڅې ستايلې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې، چې د ژمي موسم ته په پام دې د کمېټو په ځانګړي ډول د موقتي مېشتېدنې مسولين هڅه وکړي، ترڅو له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستنېدونکي هېوادوال له ستونزو سره مخ نشي.

مولوي مطیع الحق خالص د سره صلیب نړیوال فدراسیون له یوې مسولې سره لیدنه کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د بهرنیو مرستندویه ارګانونو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) د ستراتیژیکو اړیکو او بشردوستانه ډیپلوماسۍ د برخې له مسولې هما نادر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د اقلیمي بدلون د زیانونو او ناوړه اغېزو؛ نړیوالو مالي میکانیزمونو او د څه‌باندې ۸۰۰میلیونو ډالرو په ارزښت د دې ادارې د ۳۲ ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل په تړاو بحث او خبرې شوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او د دې ادارې د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې افغانستان د تېرو ۴۵ کلنو جګړو سربېره د اقلیمي بدلون له امله هم ډیر زیات زیانونه لیدلي دي؛ په شمالي ولایتونو او کونړ کې د شدیدو سېلابونو راتلل او همدا راز په ننګرهار کې د شدیدو طوفانونو راتلل د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو ښکاره بېلګې دي.

مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې؛ سره له دې چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره دا مهال د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري او ټولو تعهداتو ته یې ژمنه ده، خو له بده مرغه په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکول کيږي.

نوموړي له نړیوالو ارګانونو غوښتنه کړې، چې په نړیواله کچه چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې د مسولینو د ګډون لپاره هڅې وکړي، ترڅو د افغانانو غږ او ستونزې نړیوالو ته ورسیږي.

د یادې ادارې لوی رییس پخپلو خبرو کې ویلي، چې د ځنګلونو د بیا احیاء، وحشي ژوو، مرغانو او ساتل شوو سیمو د ساتنې او ښکار د مخنیوي لپاره دې ادارې جدي اقدامات ترسره کړي او همدا راز په ښارونو کې د فاضلابو د مدیریت او هوا ککړتیا راکمولو لپاره هم عملي اقدامات پیل شوي دي.

ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې (IFRC) باید په نړوالو غونډو او د بهرنیو سفارتونو له مسولینو سره په لیدنو کې د چاپېریالي موضوعاتو او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د نړیوالو کنوانسیونونو او مالي میکانیزمونو د کار بیا پیلولو لپاره هڅې وکړي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) د ستراتیژیکو اړیکو او بشردوستانه ډیپلوماسۍ د برخې مسولې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د ګډ کارکولو ژمنه کړې.

نوموړې ویلي، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د مرستو راجلبولو په تړاو به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او د افغانانو ستونزې به تر نړیوالو ورسوي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواوو په ګډ کار او همکارۍ ژمنه کړې او د فعالیتونو د ترسره کولو لپاره تخنیکي ټیم ته دنده سپارل شوې، چې پخپلو کې ګډ کار کوي.

ملي سوداګر: د اسلامي نظام له حاکمیت وروسته سوداګرو او پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د ټایرونو، بیټریو او مبلایلو واردوونکو اتحادیې له رییس او غړو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو ملي سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې اسلامي نظام د ټولو هېوادوالو مشورې او وړاندیزونه اوري او حل یې خپل مسولیت بولي.

یادو سوداګرو د اسلامي نظام تر حاکمیت وروسته سوداګرو او پانګوالو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د ځان بسیاینې لپاره په هېواد کې د بیټریو د تولید پروسې ملاتړ کوي، خو د کمپنیو له لوري د بیټریو د تولید ترڅنګ لا هم د بیټریو واردولو ته اړتیا شته او باید د تعرفې د لوړوالي ستونزه یې حل شي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس یادو ملي سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هېواد د اقتصاد ښه کولو او د سوداګرو د ملاتړ لپاره په ډېرو برخو کې مالیات معاف کړي دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع دې ته په اشارې چې ملت باید د حکومت د اقداماتو ملاتړ او پرې اعتماد وکړي، د یادې اتحادیې رییس او غړو ته ډاډ ورکړی، چې وړاندیزونه او ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې له لبنان څخه نږدې ۵۰۰ زره کسان سوریې ته کډوال شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) وايي، چې د سپټمبر له ۲۳مې راهیسې لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له زیاتوالي وروسته له دې هېواد څخه شاوخوا ۴۷۲ زره کسان سوریې ته کډوال شوي دي.

په دې کډوالو کې ۳۰ سلنه لبنانیان دي او پاتې ۷۰ سلنه نور د سوریې اوسېدونکي دي، چې هېواد کې یې د کورنۍ جګړې له امله په لبنان کې پناه اخیستې وه.

سوریې ته رسېدلي اکثریت کډوال د لبنان له سویل څخه وتلي. د لبنان سویل په ورځني ډول د اسرائیلي یرغلګرو تر سختو بریدونو لاندې دی.

صهیونیستي یرغلګرو لبنان کې بریدونه جاري ساتلي، چې له امله یې هره ورځ لسګونه کسان ژوند بایلي او یا ټپیان کېږي.

تازه د لبنان روغتیا وزارت وايي؛ اسرائیلي یرغلګرو د تبنین په سویل او د بعلبک په ختیځ کې دوه دولتي روغتونونه په نښه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ کسان ټپیان او زیاته ویجاړي رامنځته شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وړاندې ویلي وو، چې د سپټمبر میاشتې له ۱۷مې نه د اکتوبر تر ۳۱مې لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۵ روغتیايي کارکوونکو ژوند بایللی او ۵۱ نور ټپيان شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا؛ په دې هېواد کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۲ زره او ۸۹۷ کسانو ژوند بایللی او ۱۳ زره او ۴۰۲ نور ټپيان شوي دي.

لغمان کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په لغمان ولايت کې يوه لويه ولسي غونډه داسي مهال ترسره شوه، چې پکې د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ رییس شيخ نيک محمد افغاني، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني، د لغمان والي شيخ شيراحمد حقاني او اړوندو پرتو ولسواليو مشرانو، ځوانانو او ولسي خلکو ګډون درلود.

غونډې ته قومي سپين ږيرو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ترڅنګ د دې نظام د حاکميت لپاره خپلې قربانۍ يادې کړې او ويي ویل، لغمان تل د اشغالګرو پر وړاندي د جهاد سنګر پاتی شوی او د حاکم نظام په بريا کې يې ډيرې لويې قربانۍ ورکړي دي.

قومي مشرانو زياته کړه؛ اوس د دې وخت دي چې مسولین زموږ ولس ته مينه ورکړی، خدمت يې وکړي، ژوند يې هوسا کړي او ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي تر څو له کډوالۍ څخه لاس په سر شي او د خپلې خاورې په خدمت کې خپله انرژي او پوهه وکاروي.

ورپسي د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال د شته نظام په حاکميت کې د ولسونو ميړانه او قربانۍ وستايلې او دا يې د هغه شهيدانو برکت ياد کړ، چې په وينا يې ځانونه يې سرو سکروټو ته اچولي وو او هېواد يې ازاد کړ.

مولوي محمد علي جان احمد وویل؛ له افغان خاورې د ډيموکراسۍ او غيري اسلامي فعاليتونو ټغر ټول شوی دی، سپيڅلي نظام پرې خپل وزرونه غوړولې او ټول رعيت يې ترحاکميت لاندي د آرامي ساه اخيستي ده.

نوموړي زياته کړه، اوس زمونږ او تاسو دا وجيبه ده چې له دې نظام څخه  ساتنه خپل ګډ مسولیت وبلو او د بقا لپاره يې شريک کار وکړو.

د غه راز د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ رییس شيخ نيک محمد افغاني او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني په خپلو خبرو کې وويل؛ کفارو موږ سره په مخامخ جنګ کې شرمونکي ماته وخوړه چې فکری جنګ يې لا هم دوام لري اوغواړي خپل غچ له دې لارې واخلي خو پدې دې پوى شي، چې اسلامي امارت يو وګړی ندی بلکې ولسونه د دې جګړې لپاره هم اماده دي.

دوی زياته کړه؛ د حاکم نظام ساتنې، يووالي او اتفاق ته اړتياده له ولسونو موغوښتنه ده، چې د نظام او هېواد په ساتنه کې د اسلامي امارت کلک ملاتړې واوسي او د هيڅ چا په تبليغانو ونه غوليږي.

کندوز کې د شمال ختيځ زون د دولتي ادارو له وياندویانو او نشراتي مسولینو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په کندوز ولايت کې د شمال ختيځ زون د دولتي ادارو له ويانديانو او نشراتي مسولینو سره د همږغۍ غونډه وشوه.

 یاده غونډه کې د باختر اطلاعاتي آژانس رییس او د خپرونو چارو معين مولوي ضياءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس مولوي رحمت الله نړيوال، د شمال ختيځ زون د اطلاعاتو او کلتور رياستونو رییسانو، د دولتي ادارو وياندويانو او نشراتي مسولینو ګډون درلود.

 د غونډې په پيل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس د اسلامي امارت له ادرس څخه د هر کس د نشراتو نه کولو په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان تشریح کړ.ه

مولوي رحمت الله نړیوال وویل؛ د رسنیو او خبريالانو سره ښه چلند کوئ، په کاري چاپيريال کې مو د صميميت فضا رامنځته کړئ، د صمیمیت فضا جوړول مو چارې ګړندۍ کوي او لاسته راوړنې به په ښه ډول تر خلکو رسیږي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اژانس رییس او د خپرونو چارو معین وویل؛ رسنيز معلومات باید په ښه او باکیفیته ډول تر رسنيو ورسول شي، تر لاس لاندې کسان مو په مسلکي ډول وروزئ، تر څو رسنیز ډګر لا پیاوړی شي، د اسلامي نظا م تر چتر لاندې رسنۍ باید په نړیواله کچه بې مثاله وي.

مولوي ضیاء الحق حقمل زياته کړه؛ ویاند د ټولې ادارې ویاند او رسمي ادرس دی، بغیر له توپیره دې له همکارانو سره یو ډول چلند کوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو معیاري رسنیو د ستونزو حل ته ژمن دی.

 د غونډې په ترڅ کې د دولتي ادارو ویاندويانو او نشراتي مسولینو ځينې پوښتنې، ستونزې او نظرونه له مسولینو سره شريک کړل، چې د مسولینو له لوري د پوښتنو ځوابونه ورکړل شول او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د یوه بهرني شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د داینیک شرکت له مشر عبدالله شورش یازیجي او د دغه شرکت له بل همکار مراد سوزکیسن سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې کابل ښار کې پر اصلاح او بهسازۍ، مسکن او نورو برخو خبرې شوې دي.

عبدالله شورش یازیجي د خپل شرکت تجربو او تیرو کارونو په تړاو د کور او ښار جوړولو وزیر ته معلومات ورکړي او یادونه یې کړې، چې له دوی سره یو شمېر نور شرکتونه هم شته چې غواړي په کابل کې پانګونه وکړي.

یادو ترکي پانکوالو زیاته کړې؛ که کابل کې ورته زمینه برابره شي، د اسلامی امارت سره په ګډه به په هغو غیرې پلاني سیمو کې په نړیوال معیار برابر ښارګوټي جوړ کړي، چې ډیرې قیمتي سیمې یې نیولي دي او د کابل د ښار ښکلا یې زیانمنه کړې ده.

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني ترکي پانکوالو ته ویلي؛ نور ترکي شرکتونه دې هم کابل ته راشي، ساحې دې له نږدې وګوري او د کور او ښار جوړولو وزارت به ورته زمینه برابره کړي.

تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به یو شمېر نور بهرني شرکتونه کابل ته راشي او د پانګونې لپاره به پر شرایطو او اصولو خبرې وشي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د UNDP موسسې له رییس سره لیدنه کړې

د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس او د پالېسي او مسلکي چارو مرستیال قاري عبدالله همدرد نن (یکشنبه) په داسې حال کې، چې د ادارې د بشري سرچینو رییس مولوي ضیاءالرحمن سعید، د ښوونې او بیا روزنې رییس مولوي نظرمحمد ناصري او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رییس عبیدالله اخلاص هم شتون درلود، په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې (UNDP) له رییس سټېفن راډریقویس او همکارانو سره لیدنه کړې او پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د (یو این ډي پي) موسسې رییس سټېفن راډریقویس د زندانونو چارو د سمون له اداې سره د همکاریو د زیاتولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د یادې ادارې او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه به پروګرامونه چمتو او د ادارې د صحې، ټکنالوژۍ، خدماتو او د ښوونې او بیا روزنې د ریاستونو لپاره به د اړتیا وړ توکي برابر کړي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس او د پالېسي او مسلکي چارو مرستیال قاري عبدالله همدرد د دې لیدنې په ترڅ کې د یو این ډي پي له همکاریو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې (UNDP) پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه یې د دوامدارو همغږیو په موخه خوښي څرګنده کړه.