ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 896

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس په کابل کې د قلعه حیدر د اورلګېدنې له سیمې څخه لیدنه وکړه

نن سهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر کې د اورلګېدنې له سیمې څخه لیدنه وکړه او د اورلګېدنې له امله د زیانمنو شویو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د دې لیدنې پرمهال ملا نورالدین ترابي وویل، په سیمه کې ګډ ټیمونه شتون لري او د اورلګېدنې د پېښې رامنځته کېدو د څرنګوالي څېړلو او له سروې وروسته به له زیانمنو سره د مرستو اړین تصمیمونه ونیول وشي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د اطفائیې ټیمونه په لومړیو ساعتونو کې د پېښې ځای ته رسېدلي او د اور د خپرېدو مخه یې نیولې.

همدارنګه د دې پېښې زیانمنو د اطفائیې ګډو ټیمونو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له مشرتابه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ د اړینو همکاریو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د دې اورلګېدنې له امله انساني تلفات او مالي زیانونه رامنځته شوي، چې دقیق راپور به یې له بشپړې ارزونې وروسته شریک شي.

همدارنګه د ګاز ټانکر ټوټې د اورلګېدنې ځای څخه دوه کیلومتره شاوخوا ته غورځېدلې او ځایي خلکو ته یې مالي زیان رسولی دی.

اسرائیلي یرغلګرو یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په جبالیا کمپ کې تر ۵۰ زیات ماشومان شهیدان کړي

د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق(یونیسف) اجرایوي مشرې کاترین رسل په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله یوازې د غزې په شمال جبالیا کمپ کې تر ۵۰ زیات ماشومان شهیدان شوي.

نوموړې زیاته کړې، چې د اسرائیلو یوې مشکوکې بې‌پیلوټه الوتکې جبالیا کې د ګوزڼ واکسینو پر کار کوونکو هم برید کړی دی.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې، غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۴۳ زره او ۳۱۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۲ زره او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.

بدخشان کې څه‌باندې ۴۵ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

 د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ‍‍۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۱ زره کسانو ته برېښنایي او تر ۲۴ زره زیاتو نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي.

د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ حبیب‌الرحمن عثماني وايي؛ چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې درې زره او ۹۰۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، درې زره او ۷۵۰ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تائید، شپږ زره او ۴۴۲ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (شپږ زره او ۳۰۰ زېږون کارتونه او ۱۴۲ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

 د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته د نویو تذکرو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی تذکرې وېش، د زېږونونو، ودونو، طلاق او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) هم وړاندې کوي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۱۲ کسانو ته یاد خدمتونه وړاندې شوي دي.

امریکا منځني ختیځ ته بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکې استولې

یو شمېر رسنیو د امریکا د مرکزي قومنداني یا سنټکام له قوله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد بي-۵۲ الوتکې منځني ختیځ کې د امریکا تر کنټرول لاندې سیمې ته رسېدلې دي.

پنټاګون تېره جمعه اعلان وکړ، چې د امریکا دفاع وزارت په منځني ختیځ کې د نظامي هډو پیاوړي کولو په موخه سیمې ته د دې بم غورځوونکو الوتکو د استولو امر کړی دی.

د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر ویلي، چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین په منځني ختیځ کې د امریکايي وګړو او ځواکونو د دفاع، د اسرائیلو د دفاع او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره سیمې ته د پوځي مهماتو د استولو امر کړی دی.

امریکا د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په منځني ختیځ کې دوې الوتکې وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړې دي.

بدخشان کې له کلتورپالو، لیکوالانو، شاعرانو او د محلي ژبو له استازو سره ناسته شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي؛ د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د بدخشان ولایت له کلتورپالو، لیکوالانو، شاعرانو او د محلي ژبو له استازو سره په یوه ناسته کې ګډون کړی.

په دې ناسته کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي ویلي؛ له دې راټولېدنې یې موخه د محلي ژبو د استازو، لیکوالانو او شاعرانو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ګډونوالو ته په وينا کې ویلي؛ بدخشان ولايت د يوه بڼ په ډول دی، چې پکې مېشت قومونه د بېلابېلو ګلونو په حيث راټول شوي دي او له هر ډول ژبني، مذهبي او سمتي توپیرونو پرته ژوند کوي او مونږ يې د مسولينو په حیث ترمنځ د نږدېوالي رامنځته کولو هڅې کوو.

ورته مهال د بدخشان ولایت کلتورپالو، لیکوالانو، شاعرانو او د محلي ژبو استازو خپلې ستونزې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال سره شریکې کړي، چې نوموړي ورته د حل ډاډ ورکړی.

 دغه‌راز په دې مراسمو کې شاعرانو د یو بل منلو، دین، ازادۍ او وطن دوستۍ په اړه شعرونه اورولي او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري سږ کال ۱۶ بېلابېلې پروژې پرانیستل شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د انرژۍ، زېربنا، ترانسپورټ او د اوبو مدیریت په سکټورونو کې ۱۶ بېلابېلې پروژې پرانیستل شوې دي.

یاد معاونیت زیاتوي؛ د دې پروژو له جملې څخه د انرژۍ په سکټور کې ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزه برېښنا، د طوطي میدان سیمې ګازو ایستنه، د کابل ارغندۍ سب سټېشن پراختیا پروژې شاملې دي.

د اوبو مدیریت په برخه کې د پاشدان بند، پلتوني بند او د اغاجان بند پروژې شاملې دي.

د زېربنا په برخه کې د نیله باغ هستوګنیزه پروژه، په کابل نړیوال هوايي ډګر کې معیاري انتظار خونه او په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکترونیکي سکنرونو نصب پروژې ځای لري.

همداراز د ترانسپورټ سکټور په برخه کې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه، د خیرخانې کوتل سړک دویم لاټ، د کابل-غزني دویم لین سړک، د کابل ښار هوايي ډګر له څلور لارې تر ګمرک پورې سړک، د کابل ښار له شهید څلور لاري څخه تر قصبې پورې سړک او د کابل-جلال اباد دویم لین سړک شامل دي.

هېره دې نه وي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په ټول توان هڅه کوي، چې د خپل ولس اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد اقتصاد د بهرنیو مرستو پر ځای یوازې پر خپلو پرېمانه داخلي سرچینو متکي کړي.

سږ کال معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته څه‌باندې څلور زره برېښنایي پېژندپانې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې له لارې د روان کال له پیل تر اوسه څلور زره او ۱۱۰ معلولو او د شهیدانو وراثینو ته برېښنایي پېژندپانې وېشل شوې دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګې د انسجام مدیر ذبیح الله عظیمي وايي، یادې څانګې ته په ورځني ډول شاوخوا ۷۰ کسان د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

ښاغلی عظیمي زیاتوي، چې دا وېش څانګه معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د اسانتیاوو په موخه د دې وزارت دننه فعاله ده او د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه د برېښنایي پېژندپانې د فورم ډکولو شعبه هم اړوند هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۳۰ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۱۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې نهه کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنی ته درې زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره ټولې۹۴ زره افغانۍ کیږي، مرسته ترسره شوه.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۸ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۳۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، کندهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې۱۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۸۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۷۳۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۲۹ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري دوه عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې۱۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۶۴ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۴۴ کورنۍ او ۲۲۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۶ کورنۍ او ۲۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۴۶ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۲۱۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۱۶ عدده