ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 898

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۳۰هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۸/۱۱ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۴۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۳ تنه و، کابل، کنړ او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۰ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې ۲۷۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۶۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۴۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې ۱۳۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۵۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او  کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۴۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۲ کورنیو سره ټولې ۵۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۳ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۰۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۲ کورنیو سره ټولې ۷۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۶ تنه و، کندز، بغلان، بلخ، تخار، بدخشان او سرپل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۳ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۲۲ کورنۍ او ۹۳۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵۷ کورنۍ او ۲۴۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۲۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۳۴ عدده

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هېوادوالو ته د ژوند غوره شرايط برابروي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د مختلفو ولايتونو يو شمېر علماوو، محلي مسولینو او سپين ږيرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې علماوو او محلي مسولینو د خپلو اړوندو ولايتونو د عمومي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته معلومات ورکړي او د اسلامي امارت مسولينو څخه يې مدرسو، ښوونځيو، روغتيا، مواصلاتي لارو او پراختیايي چارو ته د پاملرنې غوښتنه کړې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال علماوو، محلي مسولينو او سپين ږيرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت د امنيت ټینګښت، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د ژوند غوره شرايطو برابرولو ته ژمن دی.‌

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت به ستاسو غوښتنو او وړانديزونو ته د رسېدنې لپاره لازمه هڅه وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۹ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۳۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۹ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره ټولې ۲۳۴ زره افغانۍ کیږي، مرسته شوې ده

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۲۰ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۲۱۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۷۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ کورنیو سره ټولې ۲۳۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۶۶ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۰۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۸۷۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۷ کورنیو سره ټولې ۳۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۶۲ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۵۴ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۱ کورنیو سره ټولې ۶۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۵۸ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، کندوز، خوست او میدان وردګ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۰۴ کورنۍ او ۸۸۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۷ کورنۍ او ۱۲۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۹۳ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۲۰۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۱۴ عدده

تېره ورځ غزې او لبنان کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۱۴۰ تنه شهیدان شوي

د الجزیري خبري شبکې د راپور له مخې تېره ورځ (پنجشنبه، د لړم ۱۰مه) د غزې په بېلابېلو برخو د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له کبله ۹۵ تنه شهیدان شوي.

له دې ډلې ۱۶ تنه یې النصیرات پنډغالي کې پر دوو استوګنیزو کورنو په ترسره شویو هوایي بریدونو کې شهیدان شوي.

 د غزې سربېره لبنان کې هم تېره ورځ د صهیونیستي رژیم د بریدونو په پاېله کې ۴۵ تنه شهیدان شوي، چې شپږ تنه پکې روغتیا پالان دي.

 د یادونې وړ ده، چې پر غزې او لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو په ځواب کې د حزب‌الله غورځنګ له لوري توغولو شویو راکټونو د اسرائیلو شمال کې اته تنه وژلي دي.

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تعليمي مرکز له ټوليزو زده کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له تعليمي مرکز د ښوونې او روزنې مدیریت د دویمې دورې له دوه نيم میاشتنۍ ټولیزو زده کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دي مراسمو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا امير خان حقاني ترڅنګ ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

ملا امير خان حقاني په خپلو خبرو کې ځوان منسوبینو ته وويل؛ خپلو زده کړو ته دوام ورکړی، مسولیتونه وپېژني او ولس سره همکارۍ او ښه سلوک غوره کړئ.

نوموړي همداراز زیاته کړه؛ تاسې له دغو زده کړو څخه په تېرېدو په هر لحاظ پیاوړي شوي یاست، تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ.

ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړ، چې له اسلامي نظام او هېواد څخه به ساتنه کوئ.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په چین کې د بې‌وزلۍ کمولو او کرنې پرمختګ نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چین په بیجینګ ښار کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړیوال کنفرانس ته وینا وکړه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې مسولینو ګډون درلود.

مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې د هغو هېوادونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ، چې د اوبو کمښت، جګړو او نورو ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي وویل، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د پرمختګ او ودې لپاره ډېر برابر دی.

ښاغلي عثماني زیاته کړه؛ که نړۍ غواړي فقر کم کړي، ښه ده چې له افغانستان څخه پیل وکړي، ځکه چې اوس افغانستان د نړۍ لپاره یو امن ځای دی، او کرنه، کانونه، صنعت او سوداګري پکې وده کوي؛ نو راشئ په افغانستان کې پانګونه وکړئ، تر څو نه یوازې افغانستان سره، بلکې د نړۍ هغه یو میلیارد خلکو سره چې اوس مهال په فقر کې ژوند کوي، مرسته وشي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال همدارنګه په افغانستان کې د کوکنارو د کر کیلې منع کولو په اړه خبرې وکړې او ويي ویل؛ شاوخوا ۲۰ کاله مخکې افغانستان د نړۍ په کچه د کوکنارو د تولید لوی هېواد و، خو اسلامي امارت د ځانګړي فرمان په صادرولو سره د کوکنارو کر ته د پای ټکی کېښود او اوس بزګرانو حلالو محصولاتو ته مخه کړې ده.

که غواړئ کرنه وده وکړي، راشئ د افغانستان په کرنه کې پانګونه وکړئ او د بدیلي معیشت پروګرامونو له لارې د افغانستان بزګرانو سره مرسته وکړئ، ځکه چې کوکنار نه یوازې افغانستان ته بلکې ټولې نړۍ ته تاوان اړوي.

نوموړي همدارنګه له نړیوالو مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د شته امنیت په پام کې نیولو سره افغان بزګرانو ته اړینې مرستې برابرې کړي.

په دې کنفرانس کې د اکسفورډ پوهنتون یوه استاد د افغانستان په وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو یې وغوښتل چې له افغانستان سره همکاري وکړي.

یاد نړیوال کنفرانس د چین په کوربه‌توب ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې متخصصینو او مسولینو ګډون کړی و.

عامې روغتیا وزیر له اړوندو مسولینو سره د ولسوالیو د کچې روغتیايي مرکزونو د جوړېدو په اړه انلاین لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره د ولسوالیو د کچې روغتیايي مرکزونو جوړېدو لپاره د طرحې اړوند انلاین لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد هم شتون درلود، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ولایتي مسولینو ته د هغه ولسوالیو، چې د ولسوالۍ کچې روغتیايي مرکزونه نه لري، په دغه ولسوالیو کې د سیمو د تثبیت او لومړنیو چارو ترسره کولو اړوند لازمې لارښوونې ترسره کړې؛ ترڅو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته او په سمه توګه د ولسوالیو د کچې روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پر مخ لاړې شي.

ولایتي رییسانو د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته د ولسوالۍ کچې روغتیايي مرکزونو د جوړېدو لپاره د سیمو د تثبیت او په دې برخه کې په غوره توګه د لومړنیو چارو پر مخ وړلو ډاډ ورکړی او هم یې په دې برخه کې شته پوښتنې شریکې کړې، چې د تخنیکي ټیم له لوري ورته معلومات ورکړل شوي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره په ټول توان هڅه کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له شيخ مفتي عبداللطيف معتصم تالقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې شيخ مفتي عبداللطيف معتصم تالقاني په هېواد د امنيت پر تامین او د اسلامي نظام پر ټينګښت خوښي ښودلې او ویلي يي دي، د افغانستان اسلامي امارت تر حاکميت لاندې په مختلفو برخو کې ډېر کارونه شوي دي او د ملت د خوښۍ باعث ګرځېدلي او د هېواد د ابادۍ او هوساينې په برخه کې نېک اقدام دی.

نوموړي د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د ښوونې او روزنې سيستم پياوړتيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت د يو حکومت په توګه ځان خپل هېواد او ملت ته مسول بولي او هېوادوالو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره په ټول توان هڅه کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د عامه افکارو د روښانولو او د هېواد د بچيانو د روزنې په برخه کې د علماوو پر هڅو د ټينګار ترڅنګ د وړانديزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به ورته رسېدنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د ټولنيزې هوساينې برابرول د اسلامي امارت مسولیت دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادريس سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی د بلخ مرستيال والي نورالهادي ابو ادريس د عمومي وضعيت، حکومتولۍ او د بلخ د محلي ادارې د کړنو په اړه راپور ورکړ.

نوموړي ویلي؛ په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی، مجاهدين او محلي مسولین خلکو ته د خدمت رسونې لپاره هڅې کوي او د اسلامي امارت د مقاماتو او مشرانو د فرامينو او لارښوونو د پلي کېدو لپاره تيار دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د بلخ ولايت د مسولینو فعاليتونه او کړنې ستایلي دي او ویلي يي دي؛ د ثبات او ارامۍ ټینګښت، د ټولنيزې هوساينې برابرول او د خلکو غوښتنو ته رسېدنه د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، مجاهدين او مسولین بايد په نيک چلند خپلې اړوندې چارې ترسره کړي او خلکو ته د خدمت لپاره بايد لا زياتې هڅې وکړي.