ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 899

د کانونو او پټرولیم وزیر د ننګرهار ولایت له کان‌کیندونکو سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د تالک کانونو له یو شمېر قراردادیانو او کان کیندونکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ننګرهار ولایت د کانونو د ښه مدیریت په اړه بحث او خبرې کړي.

همداراز یادو کان‌کیندونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم له وزیر سره شریکې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د کان‌کیندونکو وړاندیزونه او ستونزې له اوریدو وروسته ویلي؛ موږ هڅه کوو چې د تالک کانونو د معیاري او مسلکي ایستنې په موخه د کانونو ټولې سیمې سروې او بلاک بندي کړو او د هېواد دننه یې نهايي پروسس په موخه په قرارداد ورکړو.

د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون فرعي کمېټو لومړنۍ ناسته کړې

له نشه يي توکیو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون فرعي کمېټو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن په سپيدار ماڼۍ کې خپله لومړنۍ ناسته کړې.

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون فرعي کمېټې په ځانګړو برخو کې فعالیت لري.

په دې کمېټو کې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اطلاعاتو او کلتور او د عامې روغتیا وزارتونه ګډون لري.

په دې ناسته کې چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر، د عامې روغتیا وزیر، د بهرنیو چارو، اطلاعاتو او کلتور او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو او استازو ګډون کړی وو، فرعي کمېټو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه یې خپل نظریات او مشورې سره تبادله کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دوی له معلوماتو مننه وکړه او د کمېټو فعالیتونه یې مثبت ارزولي دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، له نشه يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون د طرزالعمل مسوده چمتو شوې او له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په برخه کې په همغږي او هدفمند ډول فعالیت کېږي.

نوموړي ټولو ادارو ته لارښوونه کړې ، چې راتلونکو غونډو ته د خپلو فعالیتونو د راپور ورکولو لپاره چمتووالی ولري او په جدي ډول خپلې چارې تعقیب کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او امارتي شرکتونو پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول.

د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو يو شمېر نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

مولوي مطیع الحق خالص: موسسات دې د اړونده ادارو اړتیاوو ته په کتو پروژې عملي کړي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ۱۴۰۳کال د لړم په ۱۰مه نېټه د اړیکو دفتر (TLO) موسسې له رییس مسعود کړوخیل او مل پلاوي سره لیدنه وکړه او په مختلفو چاپېریالي موضوعاتو یې بحث او خبرې وکړې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله خبرې وکړې او ویې ویل؛ هر څوک چې په دې هېواد کې کار کوي د قدر وړ دی، دا دردیدلی هېواد ډیر کار ته اړتیا لري او موږ دې ته ژمن یو چې د ممکنه لارو چارو به د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار کوو.

مولوي مطیع الحق خالص څرګنده کړه، چې د رسمیاتو ستونزو سربېره کوښښ کوو چې مثبت قدمونه واخلو او بندې دروازې خلاصې کړو، په همدې خاطر مو له سفیرانو، د یوناما له مسوولینو او نړیوالو ارګانونو له استازو سره بېلابیلې ناستې او خبرې اترې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، په دې هڅه کې یو چې د COP29 نړیوال کنفرانس کې د دې ادارې د استازو د ګډون زمینه برابره شي.

نړیوال باید د افغانانو حقوق تلف نه کړي او چاپېریالي موضوعات له سیاست سره ونه تړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د TLO موسسې له رییس او نورو اړونده موسساتو څخه غوښتنه وکړه، چې پروژې دې د امارتي ادارو اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو تطبیق کړي، تر څو په دې سره د بنسټیزو او اساسي کارونو ترسره کیدو ته لومړیتوب ورکول شي.

د (TLO) موسسې رییس د خپلو فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړه او په خپلو خبرو کې یې وویل چې د ځنګلونو د بیا احیاء په برخه کې پکتیا، خوست، بغلان او سمنګانو ولایتونو کې له څو کلونو راهیسي کار کوو او په راتلونکي کال کې پلان لرو چې بغلان او سمنګانو کې ۲۱۸زره د پستې نیالګي وکرو؛ همدا راز په پلان لرو چې کابل کې هم د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره کړو.

د یادې موسسې مسولینو ژمنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې به د دې ادارې سره په ګډه همکارۍ او همغږۍ کار کوي.

ښاغلي کړوخیل په خپلو خبرو کې څرګنده کړه د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس (COP29) کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوې او هڅه به وکړي چې د افغانانو غږ او ستونزې تر نړیوالو ورسوي.

د روان لمریز کال په جریان کې د ترانسپورټ په سکټور کې د لسګونو میلیاردو افغانیو په ارزښت لویې پروژې پیل شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت ترانسپورټي سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی دی او د خوندي او معیاري ترانسپورټي خدمتونو وړاندې کول، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د ترانسپورټ په سکټور کې پانګونې ته زمینه برابرول، د ترانسپورټي زیربناوو پراختیا، د اداري جوړښت اصلاح کول او په دې سکټور کې بنسټیزو اصلاحاتو ته زمینه برابرول یې د کارونو په سر کې ځای لري.

د روان لمریز کار په جریان کې د ترانسپورټ په سکتور کې لویي اقتصادي پروژې پیل شوي، چې مهمې یې هرات – غور سړک، د کابل – غزني دویم لین سړک، کابل – جلال اباد دویم لین سړک، په کابل کې د شهید څلور لارې تر قصبې پورې غزیدلې سړک لومړۍ برخه، د کابل له هوايي ډګر له څلور لارې تر ګمرک پورې د غزیدلی سړک، د کابل خیرخانې کوتل سړک دویم لاټ او د ځینو نورو ولایتونو سړکونه او د ولایتونو له مرکزونو څخه پرتو لرو ولسوالیو ته د سړکونو غځول او د ریل پټلۍ له لارې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د هېواد نښلولو چارې هم په چټکۍ سره دوام لري.

له دې پروژو څخه یوه هم د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه ده، چې په پلي کېدو سره به یې د سیمې هېوادونو سره سوداګري پراختیا ومومي.

د دغو پرو په پیل سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې د ټرانسپورټ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

ایراني پانګوال هېواد کې د سرب او جستو کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې

یوه ایراني پانګوال د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یاد پانګوال د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې د مناسب چاپېریال د برابرولو له امله خوښي څرګنده کړې او د سرب او جستو کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا ښودلې.

دغه‌راز نوموړي د یوې معیاري پروسس کارخونې د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزیر په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هر کلی کړی او ژمنه یې کړې، چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به ور سره همکاري وکړي.

مولوي عتیق‌الله عزيزي: کلتورپالان دې د افغانستان د ښېرازۍ لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د خلکو او کلتور ریاست او کندوز اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د «آمو څپې فرهنګي مشاعرې» په نوم په کندز کې شپنۍ فرهنګي مشاعره ترسره شوه.

 په دې فرهنګي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزيزي، د ولایت مقام مرستیال مولوي حبیب‌ الرحمن صهیب، د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ګل‌محمد الیاس، د امارتي ادارو یو شمېر مسوولینو، د کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو شاعرانو، ليکوالانو، ادب پوهانو، ترانه ویونکو، ګڼ شمېر ځوانانو او خبریالانو برخه اخستې وه.

 دغه‌راز په دې فرهنګي پرتمینه مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزيزي کندوز ولايت یو له هغو ولایتونو څخه یاد کړی او ویلي يي دي؛ ولسونو یې د جهاد په دوره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي، همدا شان د دغه ولايت مېړني ولس د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې هم ډېره کلکه مبارزه وکړه او له کندوز او شمالي ولایتونو څخه آمريکايان او د هغوی متحدين په ډېرې بې‌ شرمۍ بهر کړل.

 ښاغلي عزیزي زیاته کړې، وخت رارسېدلی ترڅو ټول افغانان یو موټی شي او پر‌ داسې فرهنګي غونډو یووالي او ورورګلوۍ ته لا پیاوړتیا ورکړو.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال همداراز ویلي؛ دښمن اوس هم ارام نه دی او هره لحظه هڅه کوي، ترڅو د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.

نوموړي له شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګيانو او د رسنیو له مسولینو څخه غوښتي، چې د افغانستان د ښېرازۍ او ابادۍ لپاره د اسلامي امارت له مسولینو سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي.

 د يادې فرهنګي مشاعرې په پای کې شاعرانو او ترانه ویونکو په پښتو، دري، اوزبیکي او ترکمني ژبو خپل ترتیب کړي شعرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.