ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 9

کشمير کې پر ګرځندویانو د شوي برید وروسته د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ پراخه شوی

د کشمیر په پهلګام سیمه کې د وسلوالو له لوري پر ګرځندویانو د مرګوني حملې وروسته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه کړې، چې ټولو هغو کسانو او ملاتړو ته به یې سخت سزا ورکړي، څوک چې دې برید کې لاس لري.

د هند لومړي وزیر پر خپله ایکس پاڼه لیکي:” موږ به دوی د ځمکې تر تله تعقیب کړو. “

هند له دې برید یوه ورځ وروسته اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمه سرحدي لاره (واګه بندر) تړي، د سند د اوبو برخه کې شوې هوکړه ځنډوي او یو شمېر پاکستاني ډیپلوماتان له خپلې خاورې باسي.

ورته مهال اسلام اباد د پاکستان پر وړاندې د هند دغه اقدامات غیرې مسوولانه بللي او په ځوابي اقدام کې یې له هند سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې، د هندي وګړو لپاره یې د ویزو صادرول درولي او صادر شوې ویزې یې هم لغوه کړې دي.

د دې سربېره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له الجزیرې خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي:” زه د هند د حکومت له لوري ترسره کړې ادعاوې ردوم او پاکستان په کشمیر کې له هیڅ فعالې وسلوالې ډلې سره اړیکه نه لري“.

د یادونې وړ ده، چې وسلوالو د تېرې چهارشنبې په ورځ د جمو کشمیر ایالت په پهلګام سیمه کې پر ګرځندویانو برید وکړ، چې له کبله یې ۲۶ سېلانیان و وژل شول او ۳۶ نور یې ټپيان کړل.

امریکا چمتو ده چې سعودي عربستان ته د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو بست ورکړي

رويټرز خبري اژانس د باوري سرچینو له قوله خبر ورکړی، امریکا چمتو ده، چې سعودي عربستان ته د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو یوه بسته ورکړي.

راپور زیاتوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ به په مې میاشت کې ریاض ته د خپل سفر پرمهال سعودي عربستان ته دغه وړاندیز وکړي.

یادو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې ریاض ته به د بېلابېلو وسلو یوه پراخه مجموعه، چې پکې د C-130 ترانسپورټي الوتکې، توغندي او د رادار سیستمونه شامل دي، وسپارل شي.

ټاکل شوې د امریکا د وسلو د سترو شرکتونو یو شمېر استازي هم له ټرامپ سره په راتلونکې سفر کې سعودي عربستان ته لاړ شي.

ننګرهار کې د اسان خدمت مرکز پرانېستل شو

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ هېوادوالو ته د اسانتیا او په چټکۍ د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په ننګرهار ولایت کې اسان خدمت مرکز تېره ورځ پنجشنبه د (غويي ۴مه/ د شوال المکرم ۲۶مه) د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس عبدالقاهر ادریس، د ولایت مرستیال مولوي عزیز الله مصطفي، د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس قاري عارف‌الله حنیف حمزه، ګڼو نورو ولایتي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او د اسان خدمت مرکز کارکوونکو ګډون کړی و.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس د ننګرهار ولسونو ته په دې ولایت کې د اسان خدمت مرکز د پرانېستې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، ټوله هڅه یې دا ده، ترڅو هېوادوالو ته د عامه خدمتونو وړاندې‌کولو پروسې اسانې او چټکې شي، چې د همدې موخې له‌پاره په بېلابېلو ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو رامنځته‌کول یې ښکاره بېلګې دي.

عبدالقاهر ادریس زیاته کړه؛ د خوښۍ ځای دی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د اسان ‌خدمت مرکزونو د جوړېدو پروسه له کابل څخه پیل شوې او یو شمېر نورو ولایتونو ته یې هم خدمتونه پراخ شوي، چې دا دی نن یې موږ او تاسو په ننګرهار ولایت کې د یوه مرکز د پرانېستو شاهدان یوو.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل، په نږدې راتلونکي کې به په بلخ کې هم د اسان خدمت مرکز پرانېزي او ترڅنګ یې په فراه کې هم د اسان خدمت مرکز له‌پاره د ودانۍ د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د ننګرهار د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې د اسان خدمت مرکز پرانېست.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې اسلامي امارت په ټولو برخو کې هڅه کوي چې هېوادوالو ته چټک، پر وخت او له ټولو اسانتیاوو سره هر اړخیز خدمتونه وړاندې کړي.

دا مهال د اسان خدمت په مرکزونو کې په چټکه بڼه د الکترونیکي تذکرو، زېږون کارتونو او د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کېږي او په راتلونکي کې به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ځینې نور عامه خدمتونه لکه، پاسپورټ، جواز سیر، لایسنس، کورنیو او بهرنیو اتباعو ته د کار جواز وېش، د عدم مسوولیت فورم، د ټي آی ان یا تشخصیه نمبر فورم، د افغان اعلاناتو خدمتونه او د سترې محکمې د وثایقو خدمتونه ‎هم په چټکه توګه تر یوه چتر لاندې هېوادوالو ته وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په کابل کې د اسان خدمت څلور مرکزونه، په کندهار، خوست، هرات او هلمند کې یو یو مرکز فعال دی او په نږدې راتلونکي کې به بلخ ولایت کې هم د اسان خدمت مرکز پرانېستل شي.

همدارنګه په بهر کې مېشتو هېوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو په موخه په متحده عربي اماراتو کې هم د اسان ‌خدمت یو مرکز فعال او هره ورځ هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د حیرتان-مزارشریف لارې د ګټې اخیستنې، څارنې او ساتنې تړون د دوو نورو کلونو لپاره وغځول شو

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي اوزبيکستان هېواد ته د سفر پرمهال د حيرتان بندر د ګټې اخیستنې، څارنې او ساتنې تړون او د ياد بندر د ريلي ترميماتو تړون د غځولو په تړاو هوکړه وکړه.

د دغه سفر په جريان کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال او د اوزبيکستان هېواد د سوګديانا ټرانس کمپنۍ د ریيس جمشيد اقا ترمنځ د حيرتان بندر اړوند د ګټې اخیستنې، څارنې او ساتنې چارو د غځولو تړون د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال لپاره وغځول شو.

په ياد سفر کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د مرستيال او اوزبيکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ د ریيس ترمنځ د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجۍ د (Feasibility Study)  د پیل او د مزارشريف-هرات اوسپنې پټلۍ د سروې او ډيزاين چارو پر مخ وړلو هوکړه وشوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه سفر کې د افغانستان، اوزبيکستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ د افغان-ټرانس پروژې د عملي چارو د پيل کېدو په تړاو هم خبرې اترې کړي دي، چې اوزبيکستان هېواد د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجۍ (Feasibility Study)  چارو مالي تمويل په غاړه اخيستی او په نږدې راتلونکې کې به يې چارې پيل شي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د مزارشريف-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير د سروې او ډيزاين چارې هم د اوزبيکستان هېواد لخوا عملا جريان لري.

سرپل کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ښار او کور جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د سرپل مرستیال والي مولوي خال محمد حقانی او د یاد ولایت نورو علماوو، مشایخو، متنفذینو او سیمه ییزو مسولینو په شتون کې د سرپل ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې راستنېدونکو کډوالو ته چې په اجباري توګه را اېستل شوي، یو زر ۲۴۷ جریبه مساحت لرونکی ښارګوټی پرانیست.

په دې ښارګوټي کې ټول ښاري امکانات په پام کې نیول شوي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې ښارګوټی د پرانیستې په مراسمو کې ویلي؛ د اسلامي امارت مشران او مسولین له ځنډ پرته کوښښ کوي، چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د هوساینې او ارامي زمینه برابره او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره بېلابېلو کمېټو ته دنده سپارلې چې د اړتیا وړ خدمات لکه د څښاک اوبه، خواړه، په مېشت غالو کې موقت مسکن، اصلي ځایونو ته د کډوالو لېږد په ښه توګه ترسره کړي.

ډاکټر عبدالباري عمر: نړیوال باید د برېښنا نیمګړې پروژې بشپړې کړي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر خپل کاري دفتر کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د برېښنا اړوند لویو پراختیايي پروژو په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي؛ ټولنیز، اقتصادي، پوهنیز، روغتیايي، کرنې او صنعتي برخو کې برېښنا یوه مهمه بشري اړتیا ده او نړیوال باید دې برخو کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د برېښنا اړوند برخو کې خپلې نېمګړې پروژې د کړو ژمنو له مخې بشپړې کړي.

د ډاکټر عبدالباري عمر په وینا، دا چې برېښنا د ټولنیز اقتصاد ودې او فقر مخنېوي کې لویه ونډه لري، نو نړیوال تمویلوونکي سازمانونه باید د خپلو نېمګړو پروژو بشپړونې سربېره نوې پروژې هم خپلو پلانونو کې شاملې کړي او د تخنیکي اړتیاوو بشپړونې په ګډون د کارکوونکو ظرفیتونو لوړولو کې همکاري وکړي.

ناسته کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ څخه مننه کړې او د برېښنا اړوند پروژو بشپړولو لپاره یې د نړیوالو تمویلوونکو سازمانونو هڅونې په ګډون ګڼو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

پکتیکا کې د ۶۹ بېلابېلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیکا ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۹ بېلابېلو پراختیايې پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.

د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد، د یادې ولسوالۍ ولسوال، د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي احمد، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسولینو، د یادې ولسوالۍ علمای کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي، هڅه کوو د هېواد په ټولو وروسته پاتې ولسوالیو کې د خپل توان سره سم کارونه ترسره کړو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په دغو پروژو کې د یو کوچني بند په شمول د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د دې پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یاد ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شې.

مولوي عبدالولي حقاني د روغتیایي خدماتو د ښه والي په موخه د سپین بولدک له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم سپین بولدک ته د سفر په ترڅ کې له روغتیایي مراکزو او خدماتو څخه لیدنه کړې.

دغه لیدنه چې موخه یې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کول او د هغوی روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وه، مولوي عبدالولي حقاني اړوندو مسولینو ته د روغتیایي خدماتو د لا ښه والي او پراخوالي په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.

همداراز نوموړي د اغېزمنو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو لپاره پر ښې همغږۍ ټینګار کړی او په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د بېرته راستنېدونکو کډوالو مېشت غالي له روغتیایي مسولینو څخه غوښتنه کړې، چې خپلې هڅې لا زیاتې کړي، تر څو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

جوزجان کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار  کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانیست.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د ښار او کور جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د جوزجان مرستیال والي مولوي نورالدین عمیر او د اسلامي امارت نورو سیمه ییزو مسولینو په شتون کې یاد ښارګوټی پرانیست.

 د دې ښارګوټی د پرانیستې په مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اسلامي امارت مشران او مسولین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د هوساینې او ارامي زمینه برابره او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

نوموړي له ملي سوداګرو، ټولو هغو هېوادوالو چې مالي توانایي لري او د اسلامي هېوادونو له خیریه بنسټونو او موسسو څخه غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را اېستل کېږي تر خپله وسه مرسته وکړي.

هېره دې نه وي، چې  دا ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت لري او ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي دي، کوم چې به مستحقو کډوالو ته د یوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شي.

د پنجشير، تخار او بغلان ولایتونو ۳۵۰ تنه ځوانان له پوځي زده کړو څخه فارغ شول

د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې د تخار، بغلان او پنجشیر ولایتونو څخه ملي اسلامي اردو ته فوق العاده جذب شوي ۳۵۰ تنه ځوانان له درې میاشتنیو فکري، مسلکي او پوځي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي، د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله مدني او د ملي دفاع وزارت یو شمېر رییسانو، مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال فارغانو ته لازمې توصیې کړي او ویلي یې دي؛ کله چې تاسو د الله ج په دین غیرت وکړئ نو الله ج به ستاسو نصرت وکړي، موږ او تاسو باید د اعلاء کلمة الله لپاره هر ډول تکلیف وزغمو او پخپلو کړنو کې صادق و اوسو او هېڅکله د شیطان پیروي ونکړو.

همدا راز مسولینو زیاته کړې؛ موږ او تاسو ته قومیت، ملت او سمت مطرح نه دی بلکې موږ یو واحد امت یو او د یو امیر اطاعت کوو، د اسلامي نظام د دوام لپاره باید موږ او تاسو یو موټی شو او له هر ډول کرکې څخه لاس واخلو خپل اصلي موخې ته متوجې شو او په یوې رهبرۍ کې به د دغه اسلامي نظام څخه دفاع کوو.

په پای کې یادو فارغانو د تحلیف مراسم ترسره کړل.