ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 901

د یتیم تاق سیمنټو فابریکې اقتصادي ارزښت ته ځغلنده کتنه!

د یتیم تاق سیمنټو فابریکې اقتصادي ارزښت ته ځغلنده کتنه/ ليکوال: فضل ولي «شيراني»

سریزه

د هېوادونو د زېربنايي ودانیو د ودانیزو توکو یوه مهمه ماده سیمنټ دي چې په ساده ټکنالوژۍ سره په صنعتي ډول له خامو معدني موادو څخه تولیدېږي.

سیمنټ د پلونو، پلچکونو، صنعتي، خدماتي، ملکي او نظامي ودانیو، د اوبو او برېښنا د بندونو او د اوبو رسولو شبکو کې کارول کېږي.

په يوه هېواد کې په مناسبه بیه د سیمنټو موجودیت  د دغو ساختمانونو د جوړولو په بیه او په ټوله کې د هېواد پر اقتصادي ودې ژوره اغېزه لري.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې څه د پاسه څلور میلیارده ټنه سیمنټ تولید شوي و چې له جملې یې ۲.۳۵ میلیارده ټنه یوازې چین،۲۹۰ میلیونه ټنه هندوستان،۸۵.۹ میلیونه ټنه امریکا،۷۷ میلیونه ټنه ترکیې او پاتې یې نورو هېوادونو تولید کړي وو.

په همدغه کال کې زموږ ګاونډيو هېوادونو ایران ۵۳ میلیونه ټنه او پاکستان ۳۲ میلیونه ټنه سمنټ تولید کړي و.

دغه دواړه هېوادونه د سمنټو له پلوه نه يوازې پرځان بسیا دي، بلکې د پلورلو له پاره هم سمنټ لري چې د مهمو مارکیټونو څخه یې یو هم افغانستان دی.

افغانستان د سمڼتو کلنۍ اړتیا له ۵- ۷ میلیون ټنو پورې ده، که چېرې دغه اندازه سیمنټ له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد کړو، نو په کال کې په سلګونو میلیونونو ډالر ګاونډیو هېوادونو ته د داسې جنس په بدل کې ورکوو چې په هېواد کې یې د تولید له پاره اړین معدني مواد موجود دي.

د سیمنټو ارزښت او په افغانستان کې د دې مهمې مادې د تولید له پاره د معدني موادو شتون ته په کتو اسلامي امارت هڅه کوي چې په دې برخه کې هېواد پر ځان بسیا کړي. په همدې موخه یې په هېواد کې د سیمنټو فابریکو بیارغونې او د نویو فابریکو جوړولو ته مخه کړې ده. دا چې اسلامي امارت په دې برخه کې څه کړي دي، لاندې یې لولو.

اسلامي امارت او د سیمنټو د تولیدي فابریکو د فعالېدو په برخه کې هڅې

د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره، له هر څه وړاندې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې دي او په دې برخه کې له ټولو هغو لارو چارو ګټه پورته کوي چې د افغانستان اقتصاد ورسره پیاوړی کېدای شي.

یوه په‌کې د هېواد د زیربناوو د بیارغونې او جوړونې له پاره د اړتیا وړ سیمنټ برابرول دي. اوسمهال په هېواد کې په کمه اندازه د اړتیا وړ سیمنټ تولیدېږي او پاتې نور له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.

له دې درکه افغانستان هر کال میلیونونه ډالر ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي. اسلامي امارت غواړي په هېواد کې د ننه د سمنټو د تولید کچه لوړه او د خپلې اړتیا وړ سیمنټ په کور دننه تولید او په ودانیزو چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

په همدې موخه یې تر دې مهاله د هېواد د بغلان د غوري او پروان د جبل السراج د سیمنټو دوې سترې تولیدي فابریکې فعالې کړې دي.

د کندهار د شوراندام او د هرات د سیمنټو فابریکو جوړولو چارې روانې دي.

د غوري سیمنټو فابریکې تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰ ټنو ته رسېږي.

د دې فابریکې مسوولینو ویلي، هڅه کوي دغه کچه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ ټنو ته لوړه کړي. دې کچې ته په رسېدو به د سیمنټو له پلوه د هېواد ۱۴ سلنه اړتیا پوره شي.

د دې ترڅنګ د پروان ولایت د جبل السراج د سیمنټو تولیدي فابریکه له ۲۰ کلن ځنډ وروسته بېرته فعاله شوه. دغه کارخونه چې د جګړو پرمهال ورانه شوې وه، د ۷۰ مېلیونو افغانیو په لګښت بېرته ورغول شوه او پر فعالیت یې پیل وکړ.

د سیمنټو دا تولیدي فابریکه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ ټنه سیمنټ تولیدوي. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۲۲۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره د قطر او افغاني شرکت سره د جبل السراج د سمنټو فابریکې قرارداد  لاسلیک شو.

د دې قرارداد له مخې به د جبل السراج د سمنټو فابریکه په کلني ډول د یو نیم میلیونه ټنه سمنټو د تولید ظرفیت پیدا کړي. اسلامي امارت پر دې بسنه نه ده کړې او د ۱۴۰۳ کال د عقرب په اتمه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په پانګونې سره د جوزجان ولایت د یتیم تاق د سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شو.

اسلامي امارت غواړي د یادو فابریکو پر مټ هېواد د سیمنټو په برخه کې خودکفایۍ ته ورسوي. سیمنټ چې څومره د ودانیزو چارو له پاره اړین دي، که چېرې په کافي اندازه تولید شي، نو د هېواد په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.

د یتیم تاق سیمنټو پروژې اقتصادي ارزښت

اوس د علم او ټکنالوژۍ عصر دی. هر څوک کولای شې د پیسو په بدل کې د نړۍ د تر ټولې معتبرې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.

د نړۍ دوهم لوی اقتصادي هېواد چین په فزیکي لحاظ  زمونږ په ګاونډ کې دی.

دغه هېواد په یوازې سر د ټولې نړۍ نږدې نیمایي سمنټ تولیدوي، په بېلا بیلو ظرفیتونو سره د سمنټو د تولیدي فابریکو د ایجاد ترټولو لويې کارخانې  لري. کولای شو د دوی له تکنالوژۍ څخه په نسبتآ ارزانه بیه ګټه واخلو.

اسلامي امارت په کور د ننه د سیمنټو د تولید امکاناتو ته په کتو په دې برخه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

د غوري او د جبل السراج سیمنټو فابریکو تر فعالیتو وروسته یې د هېواد په کچه په کندهار او هرات ولایتونو کې د سیمنټو د تولیدي فابریکو د جوړولو چارې پیل کړې دي. اوس یې دادی د یتیم تاق د سیمنټو فابریکې د جوړولو قرارداد له ترکي شرکت سره وکړ.

د یتیم تاق سیمنټو فابریکه چې د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په پانګونې سره په جوزجان ولایت کې جوړېږي، ورځنی تولید به یې ۳۰۰۰ ټنه وي.

له دې سره به په هېواد کې د سیمنټو اړتیا تر ډېره بریده پوره شي.

دا په خپله د سیمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې په لور یو ستر ګام دی. د دې ترڅنګ به د هېواد په اقتصادي وده کې هم مثبت رول ترسره کړي.

د سیمنټو د یادو فابریکو څخه چې دوې یې فعالې او سیمنټ تولیدوي، د پاتې هغو په بشپړېدو سره به هغه میلیونونه ډالر چې اوسمهال  د سیمنټو له درکه ګاونډیو هېوادونو ته ځي، سپما شي.

دغه راز به په کور د ننه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې له پاره زمینه برابره او زرګونه کسان به په کار بوخت شي.

پایله

په افغانستان کې  د سمنټو تولید په نشت حساب دی، نه یوازې داچې د تولیدونکو  په نړیوال لېست کې نه راځي، بلکې د خپلو لګښتونو کمه سلنه تولیدولی شي.

په داسې حال کې چې افغانستان په کلني ډول له ۵ تر ۷ میلیونو ټنو سیمنټو ته اړتیا لري.

پر دې ارقامو سربیره که اسلامي امارت په راتلونکي کې نورې زېربناوې جوړوي، نو بیا به دغه اړتیا له دې څخه نوره هم لوړه شي. که چېرې بیا هم موږ له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو څخه سیمنټ واردوو، نو د اوس په پرتله به مو دوه برابره پیسې بهر ته وځي.

اسلامي امارت د سیمنټو اړتیا او د هغو اقتصادي ارزښت ته په کتو هڅه پیل کړې چې هېواد په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوي.

تر دې مهاله اسلامي امارت د سېمنټو په برخه کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شاوخوا ۴۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي چې وروستی هغه یې د جوزجان د یتیم تاق سیمنټو فابریکې د جوړولو قرار داد دی.

له دې سره به له یوه لوري پانګونې ته زمینه برابره شي او له بل لوري به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او اقتصاد به مو پرمختګ وکړي.

اسپانیا کې د سېلابونو له امله ۹۵ کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې، د اسپانیا په سويل ختیځ ویلېنسیا سیمه کې د راوتلو سېلابونو له امله لږ ترلږه ۹۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور بې‌درکه دي.

ویل کېږي، چې د وژل شویو دا شمېر وروستی نه دی او ښايي نور هم لوړ شي.

د ځایي چارواکو په وینا؛ د سختو بارانونو له کبله راوتلو سېلابونو یو شمېر سړکونه او ښارګوټي لاندې کړي، پلونه یې نړولي او موټرونه یې لاندې کړي دي. دغه‌راز ټولې لارې او سړکونه تړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ویلېنسیا ته نږدې په چیوا ښارګوټي کې په اتو ساعتونو کې د یوه کال په اندازه باران ورېدلی.

ځايي چارواکو ویلي، چې د ژغورنې عملیاتو کې د مرستې په موخه له ۱۰۰۰ ډېر سرتېري ګومارل شوي دي.

د اسپانیا چارواکو د سېلابونو په راوتلو سخته خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د اوبو او انرژي وزارت رهبري د ۷۷ ترکي شرکت له ریيس سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور او د اوبو مرستیال انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د ۷۷ ترکي شرکت له ریيس سلیمان جیلیو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کجکي بند د چارو پرمختګ د وضعیت او د هرات د بادي برېښنا تولید پروژې په هکله بحث او خبرې شوې دي.

د یاد شرکت ریيس د کجکي بند دویم فاز د پرمختګ وضعیت په هکله راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې اوس‌مهال د کېندنې او دروازه بندۍ چارې په ښه توګه روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په پام کې لري، ترڅو د وزارت د رهبري مقام په هوکړه سره په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا په پروژه کې خپله پانګونه پيل کړي.

د اوبو او انرژي وزارت رهبري د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دې شرکت د کړنو په ستایلو سره د کجکي بند د دویم فاز د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی.

ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ هڅه کېږي چې د هرات د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا په پروژه کې د پانګونې په موخه کې د زمینې چمتو کولو لپاره اړینې ارزونې ترسره شي او په راتلونکي کې ډېر ژر د پروژې قرارداد د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.

پکتیکا کې د ۱۴۷ زره ډالرو په ارزښت پینځه روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پکتيکا ولايت په پینځو لیرو پرتو ولسواليو کې د څه باندې ۱۴۷ زره امريکايي ډالرو په لګښت د پینځو روغتيايي مراکزو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

ياد روغتيايي مرکزونه د دې ولايت په نکه، سروبي، وازېخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو کې (AYSO) موسسې د (UNFPA) موسسې په مالي ملاتړ جوړې او د عامې روغتیا وزارت د مرستيال شيخ عبدالولي حقاني له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په دې اړه جوړیو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مرستيال شيخ عبدالولي حقاني ویلي، چې پکتيکا ته به په روغتيايي برخه کې لا زياته پاملرنه کوي او دې سکټور کې ستونزو ته به وخت پر وخت رسېدنه کوي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم د دغه ولايت په برمل او ګيان ولسواليو کې د ۶۶ ميليونو افغانيو په ارزښت دوه روغتيايي مرکزونه ګټې اخيستنې ته سپارل شوي وو.

د اوبو او انرژي وزارت او یوه شرکت ترمنځ د انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د همکاري هوکړه لاسلیک شوه

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبدللطیف منصور د یوه شرکت له ریيس سید محمد هاشم حسینی سره د انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د همکاري هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

له دې هوکړه‌لیک سره سم د دې شرکت په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې د انتقالي مزو، د سب سټیشنونو جوړولو او پياوړتیا په برخه کې پانګونه پيلوي او د اوبو او انرژي وزارت له یاد شرکت سره د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې همکاري کوي.

د اوبو او انرژي وزیر د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک کولو پر مهال په هېواد کې د انرژي د پراختیا ارزښت ته په اشارې سره د پانګونې د چارو د پرمخ وړلو پر چټکتیا او د عملي اقداماتو پر پیل باندې ټینګار کړی.

د دې شرکت مسولینو هم ژمنه کړې، چې خپل فعالیتونه به د دغې پانګونې په برخه کې ګړندي کوي او په نږدې راتلونکې کې به خپلې عملي چارې پيل کړي.

د حج او اوقافو وزیر د هېواد له یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب نن په جلا جلا کتنو کې د کاپیسا ولایت د جهادی مدرسې استادانو، د ولایتې شورا علماء کرامو او د بامیانو ولایت څخه د استاد محمد اکبري تر مشرۍ لاندې راغلو د اهل تشیع او تسنن له علماء کرامو سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په پېل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي، چې علماء کرام د ټولنې د پوهې او اصلاح سمبولونه دي او دوی د ټولنې په یووالي او اتحاد کې خورا مهم رول لري.

دغه‌راز دوی د دیني اصولو او احکامو په رڼا کې خلکو ته لارښوونې کوي او د دیني مسایلو په اړه یې زده‌کړو ته هڅوي.

نوموړي زیاته کړې، چې علماء کرام په ټولنه کې د نیکو ارزښتونو د پیاوړتیا او د ناسمو باورونو له منځه وړلو لپاره کار کوي او خلک د ورورولۍ، صداقت او درناوي اصولو ته را بولي.

د ښاغلي ثاقب په وینا؛ د حج او اوقافو وزارت دجوماتونو، حُسَینیو او خانقاوو د ترمیم او ودانولو په برخه کې جدي اقدامات کوي.

پر دې سربېره موږ په دې لټه کې یو، چې هغه جوماتونه او عبادت ځایونه چې لا رسمي نه دي رسمي کړو او دخطیبانو، امامانو، مؤذنینو او خادمېنو په بستونو کې زیاتوالي راولو، ترڅو دوی په ښه او مؤثره توګه د دیني او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

ورپسې د کاپیسا او بامیانو ولایتونو علماء کرامو د حج او اوقافو وزارت د بېلابېلو برخو د کارونو ستاینه کړې.

دوی ویلي، چې د جوماتونو او عبادت ځایونو جوړول، ترمیمول او همدارنکه دعلماوو لپاره د بستونو زیاتول د دیني خدماتو په ترسره کولو کې ارزښتناک ګامونه بلل کیږي.

د لیدنو په پای کې د حج او اوقافو وزیر راغلو علماء کرامو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او وعده یې کړې، چې اسلامي امارت به د دیني او علمي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د علماوو هر اړخیزه مرسته او ملاتړ کوي.

د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو ساتل او لېږد رالېږد بند دي

د افغانستان اسلامي امارت ټولو مسولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي، چې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.

د همدې حکم له مخې د ټول هېواد په کچه واحد جواز د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې د مبارزې لوی ریاست اړوند د ډایاک لوی مدیریت لخوا ویشل کیږي، چې نور ټول پخواني ویشل شوي جوازونه، خطونه، استعلامونه او مکتوبونه اعتبار نه لري.

همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۲۵۹) ګڼه حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو وسایطو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظوره شوې، چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ارګانونو مسولین، مجاهدین، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي، چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې د مبارزې لوی ریاست اړوند د ډایاک مدیریت له اجازه لیک پرته د نظامي او ملکي لېږدوونکو وسایطو په ښېښو د پردو له لګولو څخه په کلکه ډډه وکړي او د یادو وسایطو په ښېښو د تورو پردو د لګولو لپاره قانوني جوازونه د کورنیو چارو وزارت له ډایاک مدیریت څخه ترلاسه کړي.

یادونه: د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست برحاله منسوبین، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پورته یاد شویو ګڼو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي، د خپلو ادارو له لورې ورته جوازونه چاپ او ویشل کيږي او نورو ټولو ملکي ادارو، ملي سوداګرو، صرافانو او عامو هېوادوالو ته د کورنیو چارو وزارت له لوري جواز لیکونه چاپ او ویشل کيږي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ یوازې پرون ۱۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د غزې روغتیایي سرچینو له قوله ویلي؛ یوازې پرون(سې‌شنبه، د اکتوبر ۲۹) د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله په غزه تړانګه کې ۱۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۳۲ یې یوازې د دې تړانګې په شمال کې دي.

په دې بریدونو کې تر ټولو خونړۍ د غزې په شمال بیت‌لاهیا ښار کې یو کور په نښه شوی، چې ۹۳ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

اسرائیلي یرغلګرو بیت‌لاهیا کې له دې برید وروسته یو ځل بیا هماغه ودانۍ، چې ژغورنکو ډلو د مخکیني برید له امله د ټپيانو د ژغورلو او د نادرکه کسانو د پلټنې چارې پر مخ وړې، په نښه کړې چې لږ تر لږه ۱۹ نور فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

صهیونیستي یرغلګرو وړاندې پر یوه پینځه پوړیزه ودانۍ برید کړی و، چې ۹۳ فلسطینیان پکې شهیدان ، ګڼ نور ټپيان او ډېر نور تر خاورو او ویجاړیو لاندې وو. د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په یادو شهیدانو کې ۲۵ ماشومان هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په یاد برید خواشیني څرګنده کړې او دا یې په تېرو درېیو میاشتو کې غزه کې یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼلی دی.

د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د شمالي غزې د پوځي محاصرې او بیت‌لاهیا کې د پراخه ځمکنیو او پوځو عملیاتو د زیاتولو ۲۶مه ورځ ده.

د فلسطیني ملکیانو د دفاع اداره وايي، چې شمالي غزه کې له ۱۰۰ زره زیات فلسطینیان خوړو او اوبو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي. دغه‌راز لسګونه نور د بمبار شویو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او ژغورنکې ډلې د صهیونیستي عسکرو د بریدونو او محاصرې له امله سیمې ته نه‌شي تلای.

عیني شاهدانو ویلي، چې اسرائیلو له خبرداري پرته برید وکړ.

د اسماعیل په نوم یوه عیني شاهد الجزیرې ته ویلي: “څرنګه چې تاسې وینئ، شاوخوا شهیدان پراته دي او جسدونه تر خاورو لاندې دي.”

یوې بلې فلسطینۍ مېرمنې هم ویلي، چې د کورنۍ ګڼ غړي یې له لاسه ورکړي.

نوموړي ویلي: “زما دواړه زامن له خپلو ټولو کورنیو سره شهیدان شوي. زما پېغله لور هم شهیده شوې.”

یادې فلسطینۍ مېرمنې په سلګیو زیاته کړې: “زما بله لور او پینځه ماشومان یې ټول شهیدان شوي. دوی کومه ګناه کړې وه؟ دې بې‌ګناه انسانانو څه کړي و، چې داسې ووژل شول؟”

ژغورونکو ډلو ویلي، چې د دې برید د قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۴۳ زره او ۶۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۱ زره او ۲۲۳ نور ټپيان شوي دي.