ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 905

کرېکټ؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو اتلولي وګټله

افغان ابدالیانو لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ۷ ویکټو ستره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

افغان لوبډلې یوه په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او داسې مهال یې د ۲۰۲۴ اسیا جام اتلولي وګټله، چې ۱۱ بالونه لا ورته پاتې وو.

د دې لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې د پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۳۳ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې تکړه ورو توپ‌اچوونکي محمد غضنفر په دې لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه او په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۱۴ منډو په بدل کې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د نوموړي ترڅنګ بلال سمیع هم ښه توپ اچونه وکړه او ۳ سیال لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.

افغان لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خپل لومړی لوبغاړی زبید اکبري د دویمې پاڼۍ په لومړي توپ له لاسه ورکړ، خو صدیق الله اتل د تېرو سیالیو په څېر یو ځل بیا بهترینه توپوهنه وکړه او په یادو سیالیو کې یې پینځمه پرله‌پسې نیمه سلیزه جوړه کړه.

افغان لوبډله په ۱۹م اور کې یوازې د درېیو لوبغاړو په زیان سره یاد هدف او د دغو سیالیو اتلولۍ ته ورسېده.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۵۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، دغه راز کریم جنت ۳۳، لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۴ او محمد اسحاق هم ۱۶ چټکې او ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد غضنفر ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې بل تکړه لوبغاړي او ځوان توپ‌وهونکي صدیق‌الله اتل بیا د کرېکټ اسیايي شورا د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو د تر ټولو غوره لوبغاړي جایزه پخپل نوم کړه.

نوموړي په پینځو لوبو کې پینځه پرله‌پسې نیمه سلیزې او د ۱۲۲.۶۶ منډو په اوسط او ۱۴۷.۷۹ سټرایک رېټ سره یې تر ټولو ډېرې ۳۶۸ منډې جوړې کړې.

یادې سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸مه د عمان په پلازمېنه کې پیل شوې وې.

افغان ابدالیانو په ګروپي پړاو کې په ترتیب سره سریلانکا الف او بنګله دېش الف او وروسته په نیمه پایلوبه کې د هند الف لوبډلې ته او نن په پایلوبه کې یو ځل بیا سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یادو سیالیو اتلولي پخپل نوم کړه.

څلور ورزشکاران د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته لاړل

نن یکشنبه د لړم په شپږمه د سنوکر څلور ورزشکاران او یو پلاوی د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.

یادې سیالۍ به د روان کال د اکتوبر له ۲۸مې د نومبر تر ۹مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

یادو سیالیو ته د سنوکر نړیوال فدراسیون زیات غړي او لوبغاړي دعوت شوي، چې له افغانستان څخه څلور د سنوکر لوبغاړي او یو پلاوی ګډون پکې کوي.

د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د ماستران او مردان په برخو کې کېږي او د هېواد ورزشکارانو په پوره چمتووالي سره ګډون پکې کوي.

د تلې په میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۶ سلنه کموالی راغلی

‌د احصایې او معلوماتو ملي اداره په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې له مخې یې د روان کال د تلې په میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۶ سلنه کموالی راغلی.

دا کموالی ۱.۷ سلنه د غوښې، ۳.۷ سلنه د میوو او ۲.۰ سلنه د شکر او خوږو په بیو کې دی.

له بلې خوا د غیرې خوراکي توکو په بیو کې ۳.۰ سلنه زیاتوالی ښکاري، چې دا زیاتوالی ۴.۱ سلنه یې د البسې او کالیو شاخص، ۴.۰ د استوګنځي او ۳.۴ سلنه یې د کور وسایلو په شاخص کې دی.

‌د روان کال د تلې په میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱.۶ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د پړسوپ دا زیاتوالی تر ډېره د خوراکي توکو (لبنیاتو او سبزیو) او غیرې خوراکي توکو (د البسې او کالیو، استوکنځي او د کور وسایلو شاخص) د بیو د زیاتوالي له امله دی.

همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په تله میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۲.۲ سلنه کموالی ښيي.

له بل لوري د روان کال په تله میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۶۷.۶ افغانۍ او په وږي میاشت کې ۷۰.۲ افغانۍ و، چې د وږي میاشتې په پرتله ۳.۷ سلنه د افغانیو په ارزښت کې زیاتوالی راغلی.

که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۱.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

لبنان کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، د لبنان په سویل کې ۴ نور اسرائیلي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د لبنان په سویل کې اسرائیلي یرغلګر د ځمکنیو عملیاتو له پیل وروسته د حزب‌الله غورځنګ له سخت مقاومت سره مخ دي.

اسرائیلي پوځ هم د څلورو نورو عسکرو وژل تایید کړي او ویلي یې دي، چې له حزب‌الله سره په جګړه کې یې څلور عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

په ټپیانو کې د پينځو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو په ځمکنیو عملیاتو کې تر اوسه ۳۶ صهیونیستي عسکر وژل شوي دي.

پر دې سربېره حزب‌الله پر اسرائیلو ډرون او توغندیز بریدونه جاري ساتلي.

تازه صهیونیستي رسنۍ وايي، چې نن یکشنبه د اسرائیلو په شمال کې د ډرون برید له امله دوه کسان ټپیان شوي.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې د هوايي چلند اداره په نښه شوې ده.

مکسیکو کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۹ کسان مړه شوي

رویټرز د مکسیکو د ځایي چارواکو په حواله ویلي، چې د دې هېواد په مرکزي ایالت زاکاټکاس کې د یوه بس موټر د ټکر کېدو په پېښه کې ۱۹ کسان مړه او شپږ نور ټپیان دي.

دا پېښه پرون سهار وختي هغه مهال رامنځته شوې، چې د بار ټیلر باډۍ له ټیلر څخه تر جلا کېدو وروسته له بس موټر سره لګېدلې او یاد بس له سړک وتلی او یوې کندې ته لوېدلی دی.

ځايي چارواکو ویلي، چې پلټنې روانې ده او هڅه کېږي، چې د ټیلر موټروان ونیول شي.

سیمه‌ییزو مسولینو رویټرز ته ویلي، چې په سیمه کې د جسدونو پلټنه لا هم جریان لري.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورنه ښيي، چې ژغورنکې ډلې او امنیتي او پوځي کسان په سیمه کې د جسدونو په موندلو او پلټنو بوخت دي.

د تلې په میاشت کې د ۴ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۴ زره او درېیو بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال د تلې په میاشت کې د ۶۳ ښځینه‌وو په ګډون ۲ زره او ۱۳۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۱ ښځینه‌وو په ګډون ۱۸۰۹ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲ زره او ۱۴۱ کسان له ځمکنیو بندرونو او۵۳ کسان نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له جملې یې ۴۳۴ د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور او تورخم بندرونو، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.

د غزې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه؛ بیت‌لاهیا کې ۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې شمال بیت‌لاهیا ښار کې پر شپږو ودانیو بمبار کړی، چې له کبله یې ۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په دې بریدونه کې ۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي، ګڼ نور ټپيان دي او یادې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د فلسطین وفا خبري اژانس راپور ورکړی، چې په شهیدانو او ټپیانو کې ډېری برخه ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري دي.

د راپورونو له مخې، په یادو ګڼ‌مېشته ودانیو له خبرداري پرته سخت هوايي بریدونه شوي دي.

بیت‌لاهیا او جبالیا د غزې په شمال کې دوه هغه مهم مرکزونه دي، چې د غزې د بېلابېلو برخو ګڼو فلسطیني کورنیو پناه پکې اخیستې ده.

دا دواړه سیمې له درېیو اونیو ډېره موده د اسرائیلي یرغلګرو تر سختو بریدونو او پوځي محاصرې لاندې دي. دغه‌راز اسرائیلي یرغلګرو په شمالي غزه کې لسګونه زره فلسطینیان په جبري ډول د خپلو سیمو پرېښودو او بې‌ځایه کېدو ته اړ کړي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې شمالي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د څه باندې درېیو اونیو پوځي محاصرې او بریدونو له امله په جبالیا، بیت‌حانون او بیت‌لاهیه کې تقریباً ۸۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګر پرون شنبه د غزې په شمال کې له یوازینې فعال روغتون کمال عدوان څخه وتلي او ګڼې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي. لږ تر لږه ۳۰ روغتیايي کارکوونکي یې هم نیول شوي او ودانۍ یې په پراخه کچه زیانمنه شوې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، له یاد روغتون څخه د اسرائیلي عسکرو له وتلو وروسته عام خلک تر خاورو لاندې په خپلو او خپلوانو پسې ګرځېدل. په روغتون کې سلګونه ناروغان او ټپیان له چپرکټو پرته په ځمکه پراته وو. اسرائیلي یرغلګرو ګڼ روغتیايي کارکوونکي، ټپیان او ناروغان هم نیولي او یاد روغتون په بشپړ ډول له کاره لوېدلی دی.