ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 911

د حج او اوقافو وزیر په رسمي بلنه د اوزبیکستان د علماوو پلاوی کابل ته را ورسېد

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په رسمي بلنه د اوزبیکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر شیخ مفتي نورالدین خالق نظر په مشرۍ مل پلاوی پلازمېنه کابل ته را ورسېد.

د یاد هېواد لوړ رتبه علماوو پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو، مسولینو او منسوبینو سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا خبرې وکړي.

دغه‌راز په دیني او ښوونیزو موضوعاتو به د دواړو هېوادونو (افغانستان او اوزبیکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په چارو کې به یو له بل سره همکاري او تجربې شریکې کړي او همدا راز به د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه لیدنې وکړي.

شیخ محمد خالد الحنفي: هېڅوک حق نه لري د ناوړه دودونو پر اساس د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي

د امر بالمعروف، نهی عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د‌ ولایتي سفرونو په دوام لوګر ولایت ته ولاړ.

نوموړي په یاد ولایت کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د دې ولایت له ځایي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او د ګذر له وکیلانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې شیخ محمد خالد الحنفي ټینګار کړی، چې هېڅوک حق نه لري ترڅو د ناوړه دودونو پر اساس د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ د ښځو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته ژمن یو او هر هغه څوک، چې په یاده برخه کې شکایت لري شکایت یې اورېدل کېږی او حل کېږي.

د ښاغلي الحنفي په وینا؛ د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو ښکېلاګرو د خپلو موخو او لیدلورو پلي کولو په موخه پر افغانستان یرغل کړی، خو هر یو یې د افغان مېړني ولس له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوی دی.

د امر بالمعروف او نهی عن‌‌المنکر وزیر له ګډونوالو غوښتي، ترڅو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون ترڅنګ د اسلامي شريعت پلي کولو او تر نورو رسولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

شیخ صاحب همداراز زیاته کړې؛ محمدي امت ځکه ځانګړی دی، چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ترسره کوي.

دغه‌راز محتسبین او دیني عالمان باید د ښه چلند او لارښوونو له لارې د منکراتو او معروفاتو په اړه ټولنې ته پوهاوی ورکړي.

ورته مهال د لوګر اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسولین وايي، چې امر بالمعروف او نهی عن‌ المنکر د اسلامي نظام ځانګړنه ده او د اسلامي امارت ټول مسولین د اسلام او جهاد د ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي.

هغوی ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو سربېره د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د محتسبینو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول همکارۍ او همغږۍ څخه به درېغ ونه کړي.

ښاغلي الحنفي د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره هم لیدنه کړې.

هغوی ته یې د چارو د ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښونې او سپارښتنې کړې او ترې غوښتي یې دي، ترڅو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون په رڼا کې خپلې چارې په ښه چلند او ژمنتیا مخته یوسي.

په کور دننه د سلګونه مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پر وړاندې شویو طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم په جوزجان ولایت کې له طبیعي ګازو د ۵۰ مېګاواټه، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه، په کابل ولایت کې له جامدو کثافاتو او په سمنګان ولایت کې د لسګونو مېګاواټه بادي برېښنا د تولید، د کرنیز کمپلکس پر طرحې او همدا راز په غزني ولایت کې د پینځه زره ټنه ظرفیت په درلودو سره د سړې خونې د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

په غونډه کې د یادو طرحو له هر اړخیزې ارزونې وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې سپارل شوې، تر څو د یادو طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

د کابل ښار د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پيل شوې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پارولیفټینګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ په تک‌بنج پرس سبک د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پيل شوې.

دا سیالۍ به د کابل ښار د بېلا بېلو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو، لویو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو پرانیست‌غونډه کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د پارولیفټینګ ملي فدراسیون رهبري، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د دې سیالیو موخه په تک‌بنج پرس سبک کې د غوره لوبغاړو موندل او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړول ښودل شوي دي.

ملګري ملتونه: غزې د اسرائیلو د جګړې له امله ۶۹ کاله شاتګ کړی

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ‘یو این ډي پي’ په تازه راپور کې ویلي، چې غزې د اسرائیلو د جګړې له امله د روغتیا او ښوونې او روزونې په څېر په پراختیايي برخو کې ۶۹ کاله شاتګ کړی او میلیونونه فلسطیني وګړي له غربت او فقر سره مخ شوي دي.

په یاد راپور کې، چې پرون سې‌شنبه خپور شوی، ویل شوي؛ د ټول فلسطین اقتصاد د تېر کال، چې اسرائیلو پر غزه بریدونه پیل کړل، په پرتله ۳۵ سلنه کمزوری شوی او د بې‌کاري کچه ۴۹.۹ سلنه لوړه شوې ده.

د ‘یو این ډي پي’ څېړني ښيي، چې غزه کې په منځني ډول په بېلابېلو او کلیدي برخو کې د انساني پرمختګ اندازه د ۱۹۵۵ اټکل شوې کچې ته را ښکته کېږي؛ (له ۶۹ د ډېرو کلونو پرمختګ له منځه ځي.)

دغه‌راز په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ۱۶ کلونو پرمختګونه له منځه تللي اټکل شوي.

که د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې زیاتوالی راشي، تر دې د ناوړه حالت د اټکل خبرداری ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د راپور له مخې، روان کال به په ټوله غزه کې بې‌وزلي دوه چنده او ۷۴.۳ سلنې ته ورسېږي.

د راپور پر بنسټ؛ د غزې تړانګې او اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمول په ټول فلسطین کې ۴.۱ میلیونه کسان بې‌وزله ګڼل کېږي او یوازې تېر کال ۲.۶۱ میلیونه زیات شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د ‘یو این ډي پي’ استازي د مرکزي غزې په دیرالبلاح کې ویلي، چې فلسطین له بې‌مخینې ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې مشر اخیم شټاینر فرانسې خبري اژانس ‘اې پي اف’ ته ویلي، چې د جګړې له امله زېربناوو ویجاړې شوې، بې‌وزلي زیاته شوې او خلکو د ژوند اسانتیاوې له لاسه ورکړې. دغه‌راز دې جګړې خلکو ته ګڼې ستونزې زېږولې او ژوند یې سخت حالت ته رسولی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې ټولنیزې اقتصادي ارزونې څخه څرګندېږي، چې د پراخه ویجاړیو له امله فلسطین لسګونه کلونه شاتګ کړی.

د ښاغلي شټاینر په وینا؛ که فلسطین ته له جګړې وروسته هر کال بشرپاله مرستې ولېږل شي، بیا به یې هم اقتصاد په یوه لسیزه کې له دې ناورین څخه مخکیني حالت ته ونه رسېږي.

د ‘یو این ډي پي’ په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې غزه کې د اسرائیلو د بمباریو له امله ۴۲ میلیونه ټنه ویجاړۍ او کثافات رامنځته شوي، چې روغتیا ته جدي ګواښ دي.

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له یوه کال ډېره موده کېږي. په دې موده کې زرګونه فلسطینیان شهیدان او ټپيان شوي او ګڼ نور بې‌کوره او کډوال شوي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره انروا وايي، چې هر ځای د مړو بوی دی، په لارو او کوڅو کې جسدونه پراته دي او یا هم تر ویجاړیو لاندې دي. جسدونو ته د رسېدو او د بشري مرستو د لېږد مخنیوی کېږي.

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي، چې اسرائیلي یرغلګر غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی کوي او ۹۶ سلنه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا؛ غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۴۲ زره او ۷۹۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو مسولینو هم حضور درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړې او د یادې پروژې مسوولینو ته یې د دې ملي پروژې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله اړینې لارښوونې کړې دي.

محترم ملا صاحب د قراردادي شرکتونو مسوولینو، تطبیق کوونکو ټیمونو او فني کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د هېواد د ابادۍ لپاره باید په ګډه کار وکړو او دا د ویاړ ځای دی، چې تاسې یې په بیارغونه کې برخه اخلئ.

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار د ټولګټو وزارت تر نظارت لاندې له خصوصي سکټور سره په درېیو برخو کې قرارداد شوی، چې اوس‌مهال یې له تونل څخه تر ۱۶ مې ګالرۍ پورې د سي ټي بي او کانګرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د ۱۰ ګالریو د بیارغونې کار جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې د یادو ګالریو پر بیارغونې سربېره په شمالي سالنګ کې د خنجان-دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار هم جریان لري.

د کډوالو د دايمي استوګنو لپاره د شهرکونو جوړولو د طرحې او طرزالعمل د تطبيق په موخه ناسته وشوه‏

د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس د کډوالو د دايمي استوګنو لپاره د شهرکونو جوړولو د طرحې او طرزالعمل د تطبيق په موخه ناسته وشوه.

د افغانستان اسلامي امارت د کليو، بیارغونې او پراختيا وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري غزني ولايت ته د کډوالو د دايمي استوګنځيو لپاره د شهرکونو جوړولو د طرحې او طرزالعمل د غوره تطبيق په موخه سفر کړی.

دې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت له والي حافظ محمد امین عمري او د اړوند ادارو له مسولينو سره ناسته کړې.

دوی ویلي؛ د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس هغو کډوالو ته، چې ځمکې نه لري د دایمي استوګنو جوړولو لپاره د ځمکو د تشخيص، تثبيت او ورکړې په موخه يو طرزالعمل لېږل شوی، چې له مخې به يې ټولو بې‌سرپناه او د طرزالعمل مطابق کډوالو ته د اوسېدو ځایونه ورکړل شي.

د ياد طرزالعمل د غوره تطبيق په موخه د غزني د والي حافظ محمد امین عمري تر مشرۍ لاندې يوه کمېټه ټاکل شوې، چې د بېلابېلو ادارو مسولين يې غړيتوب لري، تر څو د مهاجرينو د دايمي سکونت لپاره ښارګوټي جوړ او په دې برخه کې شته ستونزې له منځه يوسي.

نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې په ياد ولايت کې به د مشرتابه محترم مقام د حکم د غوره تطبيق په موخه د کډوالو د دايمي اسکان لپاره د ښارګوټي نقشه، د ځمکې بررسي او اړوند چارې پر وخت سرته ورسوي.

له له ګاونډیو هېوادونو زرګونه افغان کډوال په جبري ډول را ایستل شوي، چې د اسلامي امارت له لوري یې په ښه ډول مدیریت شوی او د یاد طرزالعمل په پلي کولو سره به لا نورې اساسي اسانتیاوې ورته رامنځته شي.