د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د چارو ادارې لوی ریيس شیخ نورالحق انور، د کابل والي حاجي امین الله عبید، ګڼو لوړ پوړو چارواکو، بهرنیو او کورنیو پانګوالو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.
د اوبو او انرژي وزیر په دې مراسمو کې ویلي، چې دغه وزارت خپله پاملرنه د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې کورنیو سرچینو ته ډېره کړې او په پام کې لري، چې د هېواد په اکثره ولایتونو کې د نوي کېدو وړ انرژي پروژې پلې کړي.
د چارو ادارې لوی ریيس اوسني شرایط د هېواد د ابادي او ځان بسیاینې لپاره تر ټولو ښه بللي او ټینګار یې کړی، چې ټول هېوادوال دې په پوره ډاډ د یو او بل په څنګ کې د هېواد د ابادي لپاره هڅې وکړي.
د کابل والي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت پانګوالو ته د هر اړخیزې همکارۍ په ترسره کولو کې ژمن دی.
د عوفي بهرام شرکت ریيس حاجي پهلوان په دې غونډه کې له پانګوالو سره د اسلامي امارت همکاري ستایلې او یادونه یې کړې، چې په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.
ډاکټر فاروق اعظم ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې هره ورځ په هېواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې د مثبتو ګامونو د اخیستلو شاهدان یو.
یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عوفي بهرام شرکت په خصوصي پانګونې سره د ۷.۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پلې شوې، چې پر بنسټ به یې کابل او ننګرهار کې ۱۰ زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر پر کور ډرون برید شوی
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ حزبالله نن (شنبه، د تلې ۲۸مه) سهار وختي مهال د بېپیلوټه الوتکې پر مټ د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کور په نښه کړی.
د نتانیاهو دفتر د تلابیب په شمال قیساریه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر کور ډرون برید تایید کړی.
اسرائیلي عسکرو ویلي، چې یاد ډرون له لبنان څخه راغلی او د نتانیاهو له کور سره لګېدلی.
ویل کېږي چې نتانیاهو او مېرمن یې په یاد کور کې نه و او د پېښې د تلفاتو په اړه لا نور جزیات نه دي خپاره شوي.
اسرائیلي چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ تر اوسه له لبنانه پر اسرائیلو ۵۵ راکټونه ویشتل شوي دي.
د غزې په شمال کې څه تېرېږي؟
د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د شمالي غزې د پوځي محاصرې څه باندې دوې اونۍ کېږي.
په دې دوو اونیو کې د غزې شمال ته هېڅ بشري مرستې نه دي پرېښودل شوې او اوسېدونکي یې له سخت حالت سره مخ دي.
دغهراز جبالیا کمپ کې د صهیونیستي عسکرو له لوري ځمکني او هوايي بریدونه جریان لري.
پرون (جمعه، د تلې ۲۷مه) پر جبالیا پنډغالي هوایي برید کې د ۲۱ مېرمنو په ګډون ۳۳ فلسسطینیان شهیدان او ۸۵ نور ټپيان شوي. وروسته بیا په همدې سیمه کې پر یوه بل کور برید شوی، چې ۴ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.
پر دې سربېره اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال کې درې رغتونونه -کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي- هم کلابند کړي.
د اکتوبر له ۵مې راهیسې اسرائیلي عسکرو د غزې په شمال کې پراخه پوځي عملیات پیل کړي، سیمه یې په بشپړ ډول محاصره کړې او شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان خوړو، اوبو او روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.
د صهیونیستي یرغلګرو ټانکونه د جبالیا کمپ زړه ته رسېدلي او لسګونه کورنه یې په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ویجاړ کړي. د مخابراتي شبکو د بندیز راپورونه هم ورکړل شوي دي.
له دوو اونیو په ډېره موده محاصره کې اسرائیلي عسکرو د غزې په شمال کې له ۴۵۰ ډېر فلسطینیان شهیدان کړي دي.
د روان کال له پیله د زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز کې څهباندې ۵۱ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د کابل ښار د زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز د روان کال له پیل تر اوسه، ۵۱ زره او ۱۷۱ برېښنايي پېژندپاڼې او ۱۷ زره او ۱۹۳ زېږون کارتونه وېشلي دي.
د زړو مکروریانو د اسان خدمت مرکز عمومي مدیر ولي باز خان کارګر وايي، چې یاد مرکز ته په ورځني ډول شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنایي پېژندپاڼو، زېږون کارت او قنسولي خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې مرکز کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او د ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۱۱ زره او ۴۴۱ هېوادوالو ته د پېژندپاڼې نوي کولو، مثنی تذکرې او اصلاح خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
همد راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز کې د یاد وزارت قنسولي خدمتونه هم وړاندې کېږي او د روان کال له زمري میاشتې وروسته ۳ زره او ۸۵۷ کسانو قنسولي خدمتونه ترلاسه کړي دي.
خلیل الرحمن حقاني: د فکري جګړې مقابله په علم، پوهه او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا سره کېدلای شي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ د نورالمدارس مدرسې په فراغت غونډه کې ویلي، چې کفارو افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې فکري جګړې ته مخه کړې؛ مونږ د دغه جګړې مقابله یوازې په علم، پوهې او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا سره کولای شو.
نوموړي د ولسونو پر اتفاق او یووالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ټول دیني، قومي او ټولنیز مناسبات له علماوو، مشرانو او ځایي چارواکو سره په همغږۍ ترسره کړئ او دیني مدارس باید د خلکو د اتفاق نکته وي.
ښاغلي حقاني له قومونو غوښتي، چې د خلکو په تشو او بې مانا شعارونو خطا نشي او د هر چا د ملاتړ لپاره اسلامي شریعت معیار وګرځوي، ځکه امنیت او د انسانیت ټول حقوق په اسلامي شریعت کې خوندي دي.
شهید یحیی سنوار څوک و؟
یحی سنوار د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ له مشرانو څخه یو و.
نوموړی د ۱۹۶۲ د اکتوبر په ۲۹مه د غزې خان یونس د کډوالو په کمپ کې وزېږېد. لوړې زده کړې یې د غزې په پوهنتون کې بشپړې کړې، په عربي ژبه کې یې دوکتورا درلوده او په انګلیسي او عبراني ژبو مسلط و.
یحیی سنوار د اسرائیلو پر وړاندې د حماس غورځنګ د بنسټ اېښودونکي شیخ احمد یاسین د پرلهپسې هڅو په پایله کې له یاد اسلامي مقاومت سره یو ځای شوی و.
نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۲ کال د صهیونیستي رژیم له لوري ونیول شو.
څلور ځله د اسرائیلي رژیم له لوري په ابدي حبس محکوم شو، ۲۲ کاله یې په زندان کې تېر کړل، چې څلور یې تر نورو هغو سخت او په یوازيتوب کې وو.
نوموړي او ملګرو یې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د بریدونو په یوه ډېره دقیقه پلان شوې لړۍ کې اسرائیلو ته د خپل تاریخ تر ټولو بده ماته ورکړه.
یحیی ابراهیم سنوار ویلي: “که چېرې ټوله نړۍ لاس په کار نه شي، په سیمه کې به لویه مذهبي جګړه رامنځته شي او د منځني ختیځ دغه کړکیچ به ټوله نړۍ وګواښي.”
د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې اسرائیلو د یحیی سنوار کور او دفتر په یوه برید کې ویجاړ کړل.
نوموړي په ۲۰۲۲ کې په یوه مرکه کې له خلکو وغوښتل، چې له هرې ممکنې لارې د اسرائيلو پر وړاندې د خپلې خاورې په ننګه ودرېږي.
ښاغلی سنوار د اسماعیل هنیه له شهادت وروسته د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.
نوموړی له اوږدې مبارزې وروسته د روان زېږدیز کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه د غزې په سویلي رفح ښار کې له اسرائیلي عسکرو سره په نښته کې ښکېل او په شهادت ورسېد.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ پر جبالیا کمپ هوايي برید کې د ۲۱ مېرمنو په ګډون ۳۳ فلسطینیان شهیدان شوي
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې پرون (جمعه، د تلې ۲۷مه) اسرائیلو یرغلګرو د غزې په شمال کې پر جبالیا پنډغالي هوایي برید کړی، چې د ۲۱ مېرمنو په ګډون ۳۳ فلسسطینیان پکې شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې یو شمېر کسان لا هم تر ویجاړیو لاندې پاتې دي او ښايي چې د شهیدانو شمېر نور هم لوړ شي.
د غزې شمال کې د العوده روغتون سرپرست ډاکټر خالد محمد صالح الجزیرې ته ویلي؛ روغتون ته یې د پېښې له ځایه ګڼ ټپیان ور وړل شوي، چې د امکاناتو د کمښت له امله یې درملنه او ورته رسېدنه ستونزمنه ده.
د یادونې وړ ده، چې پر جبالیا پنډغالي د هوایي برید د شهیدانو په شمول پرون غزه تړانګه کې د صهیونیستي یرغګرو د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۶۴ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
جبالیا کمپ کې شاوخوا ۴۰۰ زره خلک ایسار پاتې دي او تر دوو اونیو ډېر وخت کېږي، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري کلابند دي او ډېر کم خواړه او اوبه ور رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۴۲ زره او ۵۰۰ فلسطینیان شهیدان او ۹۹ زره او ۵۴۶ نور ټپيان شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۱۵ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۷/۲۷ هـ ل نېټې سره سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۱۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۹۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۲) تنه و، کابل او ننگرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۹۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې (۱۲۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۳۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱) تنه و، کندهار، هرات زابل او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۴۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶) کورنیو سره مجموعًا (۲۹۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۳۵۹) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۲۸۷) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۲۸۹) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۵) کورنیو سره مجموعًا (۴۰۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۷) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۹۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۳) کورنیو سره مجموعًا (۶۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۲۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۲) تنه و، کندز، بغلان، بلخ، تخار، لغمان او هرات ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۲۱۷) کورنۍ او (۹۳۶) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۳۷) کورنۍ او (۲۳۵) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۱۹۹) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۰۸) عدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت تأمین او ولسونو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له دندو څخه دي
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا له مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سره لیدنه کړې.
په پیل کې د پکتیکا مرستیال والي د یاد ولایت د اجتماعي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ترڅنګ د دې ولایت د سیمهییزو ادارو د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړی.
نوموړي ویلي، چې په پکتیکا کې سیمهییز مسولین او مجاهدین په خپل ټول توان خلکو ته د خدمت، امنیت د ټینګښت او دوی ته د هوسا ژوند برابرولو په برخو کې هر اړخیزې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت همداراز په پکتیکا ولایت کې د ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او انکشافی پروژو عملي کولو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا مرستیال والي سره پر کتنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د امنیت تأمین، ولسونو ته د خدماتو وړاندې کول او دوی ته په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ او هوساینې برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسولین په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
نوموړي د پکتیکا مرستیال والي له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به خپلو شته امکاناتو ته په پام یادو برخو ته رسیدنه وکړي.
