ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 919

مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل له یو شمېر علماوو او سیمه‌ییزو مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولایت له یو شمېر علماوو او سیمه‌ییزو مسولینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې راغلو علماوو او سیمه‌ییزو مسولینو د سرپل ولایت د اجتماعي، امنیتي او اداري وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي، چې په یاد ولایت کې سیمه‌ییز مسولین خپله ټوله هڅه کوي، تر څو په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته خدمات وړاندې او ولسونه په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته رسیدنه وکړي.

یادو علماوو او سیمه‌ییزو مسولینو په دې ولایت کې د ښوونې او روزنې او انکشافي چارو موضوعاتو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې مسولین د دوی د نظریاتو او وړاندیزونو اورېدو د هرکلي ترڅنګ هڅه کوي، چې خپلو امکاناتو ته په پام د مراجعینو نظریاتو او وړاندیزونو ته لازمه رسیدنه وکړي.

د یحیی السنوار د شهادت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د تعزيت پیغام!

د فلسطین د اسلامي غورځنګ (حماس) د سیاسي مشر یحیی السنوار د شهادت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د تعزيت پیغام!

حامدا و مصلیا امابعد:
قال الله تعالی:
اعوذ بالله من الشیطن الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : ۲۳
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د حماس اسلامي غورځنګ مشر یحیی ابراهیم حسن السنوار د اسرائیلي صهیونیستي اشغالګرو په یوه حمله کې په شهادت رسیدلی.
إنالله و إنا إليه راجعون
د الله تعالی په لاره کې شهادت د هر مسلمان بیا په تېره د جنګیدونکي مجاهد ستر ارمان وي، موږ د اتل مجاهد ورور، یحیی سنوار د شهادت له امله د حماس اسلامي تنظیم، ټولو مجاهدینو او خصوصا د فلسطین مظلوم او مجاهدو خلکو ته تسلیت وایو.
الله تعالی دې د مرحوم سنوار شهادت قبول کړي، کورنۍ، ټولو دوستانو او متعلقینو ته دې یې جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي.
اسرائیلي اشغالګر باید هیره نه کړي، چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به لا هم د دښمن په وړاندې جهادي مبارزه تونده او څو برابره تقویه کړي ان شاءالله تعالی.
موږ د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه غواړو، چې د فلسطین د مظلومو خلکو له داعیې څخه ملاتړ وکړي، د هغوی تر شا ودریږي او دغه مشترک الهي مکلفیت چې ټولوته راجع دی اداکړي.
اللهم أجرنا فی مصیبتنا واخلف لنا خيرًا منها

حماس د یحیی السنوار د شهادت خبر تایید کړ

د الجزیرې خبري شبکې د راپورونو له مخې، حماس غورځنګ یوه لوړپوړي چارواکي خلیل الحیه د جمعې له لمانځه وروسته ویلي، چې د یحیی السنوار او د دغه غورځنګ د نورو پخوانیو مشرانو شهادت حماس لا پیاوړی کوي.

ښاغلي الحیه ټینګار کړی چې تر هغه وخته پورې چې د صهیونیستي رژیم ځواکونه له غزې نه وي ووتلي او د دغې تړانګې کلابندي پای ته نه وي رسېدلې، اسراییلي اسیران به خپلو کورونو ته نه ګرځي.

د یادولو وړ ده چې څو موده وړاندې، د حماس د سیاسي دفتر پخوانی مشر ډاکټر اسماعیل هنیه په ایران کې د صهیونیستي رژیم په هدفي برید کې شهید شو.

د نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي قزاقستان ته سفر وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، نورالدین عزیزی ده دې وزارت وزیر په مشرۍ د خصوصي سکتور او امارتی چارواکو یوه ګډ پلاوي د قزاقستان الماتای ښار ته سفر وکړ.

د یاد وزارت په وینا، چې دغه پلاوې به د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون کې د ګډون ترڅنګ د یاد هېواد له چارواکو او سوداګرو سره کتنې وهم ولري.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د پانګونې د اسانتیا د رییس، د بهرنیو چارو وزارت د استازو، د اقتصاد مرستیال، د مرکزي بانک د رئیس او غړو په ګډون څه باندې ۲۵۰ کسان برخه لري. په دغه پلاوي کې د هېواد خصوصي سکټور ملګرتيا کوي.

ټاکل شوې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون د ۲۵۰ افغان سوداګرو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه پیل شي.

د الماتا په سفر کې د خصوصي سکتور له استازو سره یوه عمومي غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت، وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د قزاقستان د الماتا په ښار کې د لا زیاتې همغږۍ او نظم په موخه، د ګډون کونکي دولتي او خصوصي سکتور استازو یوه عمومي ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې ښاغلی عزیزي د اسلامي امارت اقتصادي پالیسیو، د تېرو سفرونو تجربو او د نندارتونو جوړولو تجربو ته په پاملرنې سره وویل: «اوس د افغانستان د اسلامي امارت پروګرامونه په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل ځای پیدا کړی دی. همدارنګه له ټولو ګډونوالو غواړو چې له هغو ورځو څخه چې هلته هستوګن دي، تر ټولو ډېره او غوره ګټه پورته کړئ، ځکه چې د دې ډول نندارتونو جوړول د سوداګرۍ د نړیوال توب لپاره زمینه برابروي.»

همدا راز پدې ناسته کې د خصوصي سکتور یو شمېر غړیو د دې ډول سفرونو او پروګرامونو دلا ښه والي لپاره خپل لید لوري او وړاندیزونه په ناسته کې شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندراتون د روانې میاشې له ۲۰ تر ۲۲ نېټې پورې د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړېږي.

د افغانستان پلاوې لخوا په چین کې د کانونو د استخراج په کنفرانس کې سمینار وړاندې شو

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د دې وزارت هیأت چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د کاني زېرمو د استخراج په کنفرانس کې له ګډون وروسته، په دویمه ورځ د افغانستان په کانونو کې د پانګونې فرصتونو ترعنوان لاندې سمینار د یاد هېواد او نورو بېلابېلو هېوادونو وزیرانو په شتون کې وړاندې کړی.

دغه وزارت زیاته کړی، چې په دغه سمینار کې د افغانستان د کاني زېرمو د ارزښت، نفت او ګازو، د پانګونې فرصتونو، بهرنیو پانګوالو او شرکتونو ته د پانګونې مناسب چاپیریال برابرولو او نورو بېلابېلو برخو باندې خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د ۷۰ هېوادونو استازو ګډون کړي و او د کانونو په بېلابېلو برخو باندې بحث او خبرې وشوې.

د اداري کمېسیون غونډه د کورنیو چارو وزارت اړوند موضوعات ارزول شوي

د اداري کمېسيون غونډه نن رياست‌الوزرا اداري مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.

او وروسته يې د کورنيو چارو وزارت اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

په پای کې، د يو شمېر موضوعاتو د لا زياتې ارزونې او تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.