ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 922

د جوړو شویو سړو خونو د فعالولو او نویو د جوړولو په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ ناسته شوې

د اسلامي امارت کابینې د اقتصادي کمېسیون د فوق العاده ناستې د پریکړې په بنسټ د پخوانیو سړو خونو د فعالولو او نویو د جوړولو لپاره د اسلامي امارت د کابینې د اقتصادي کمېسیون د پریکړې په اساس، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ او د اقتصاد وزیر قاری دین‌محمد حنیف، د کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امارتي شرکتونو د عمومي رییس مولوي احمدجان بلال، د افغانستان برېشنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر او د چارو د ادارې د پانګونې د عمومي رییس په ګډون، ناسته شوې.

 په دې ناسته کې سړو خونو ته د ولس د اړتیا او پدې اړه د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د فوق العاده ناستې د پریکړې په پام کې لرلو سره، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نویو او معیاري سړو خونو د جوړولو او زړو خونو د فعالولو په اړه خبرې شوې دي.

 د ناستې په پای کې د اړونده موضوع په اړه ځینې پریکړې شوي او پریکړه شوې، چې د دې ناستې وروستی راپور به د اسلامي امارت د کابینې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د اسلامي هېوادونو له علماوو او پانګوالو سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (۲۴/۰۷/۱۴۰۳) نېټې د ترکیې، یمن او اندونیزیا له علماوو او پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزیر مېلمنو ته ښه راغلاست ویلی او د اسلامي امارت د نظام په اړه یې خبرې کړې دي.

د يادو هېوادونو علماوو د کانونو او پټرولیم له وزير سره په لیدنه کې د هېواد د اوسني حالت په اړه خوښي څرګنده کړې او په تېرو درېیو کلونو کې يې د اسلامي امارت لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت  لاسته راوړنې ستایلي دي.

دوی همدارنګه د هېواد د مرمر او زمردو په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه کړې.

 د کانونو او پټرولیم وزیر د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي يي دي؛ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جذب په برخه کې موږ چمتو یوو، چې قانوني همکاري وکړو او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو.

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند په مشرۍ د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې سوداګرو په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او سرتاسري امنیت د ټینګښت قدرداني کړي او د ژمي موسم په را رسېدو سره یې هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د بیو د کنترول، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو او پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو راکمولو ترڅنګ د نورو لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس دوی ته د ښه راغلاست پر مهال، له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول لیدنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د واټن لمنځه وړل بللي.

ډاکتر ملا عبدالواسع یادو سوداګرو ته په خطاب کې ویلي؛ د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د اسلامي امارت له لورې ځانګړی کمېسیون په دې برخه کې فعالیت لري، موږ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په خاطر هر سوداګر او پانګوال ته لبیک وایو، ستاسو له برکته هېوادوالو ته په داخل کې د کار زمینه برابرېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د خپل وس او توان اړوند به د هېواد د ابادۍ او هوساینې لپاره هڅې کوو او په ګډه به د امنیت د ټینګښت او اقتصادي ښېرازۍ په خاطر د ګران هېواد د ځان بسیاینې په موخه خپل کوښښونه جاري ساتو.

په پای کې ډاکتر ملا عبدالواسع سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل په موخه به یې وړاندیزونه او غوښتنې تر اړوندو مسولینو ورسوي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د ولسونو د ستونزو حل او پرمختګ د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسولینو سره لیدنه کړې.

په یاده لیده کې مسولینو د جوزجان ولايت د اجتماعي، امنیتي او اداري وضعيت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي؛ سیمه ییز مسولین په دې ولایت کې خپله ټوله هڅه کوي، چې په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې او ترڅنګ يې ولسونه په ډاډمن امنيت او هوساينه کې خپلو ورځنيو چارو ته رسېدنه وکړي.

د‌ جوزجان سيمه ييزو مسولینو همداراز په یاد ولايت کې د ښوونې او روزنې او پراختیایي چارو په څېر موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې پورته ذکر شويو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت سيمه ييزو مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي؛ د اسلامي امارت د مسولینو دروازې بايد د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانيستې وي، د دوی نظريات او وړانديزونه دې واوري او امکاناتو ته په پام دې ورته رسېدنه وکړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د فساد او ظلم پر وړاندې رامنځته شوی

د رياست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ (سه شنبه، د تلې ۲۴مه) د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او د ملي پوځ د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په ملتیا  کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په لویه ولسي ناسته کې ګډون کړی.

په دې ناسته کې د کاپیسا پر سیمه ییزو چارواکو او مسولینو سربېره ګڼ شمېر علماوو، قومي مخورو او ځایي خلکو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له هغه مننه کړې، چې د کاپیسا د ستونزو د حل په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي ویلي، چې له وړاندې هم اسلامي امارت د کاپیسا د خلکو ستونزې اورېدلې او د حل په موخه یې اقدام شوی.

په ناسته کې قومي مخورو او علماوو د اسلامي امارت د عمومي عفوې ستاینه کړې او هغه یې د دښمن د تبلیغاتو د شنډولو سبب یاد کړ.

د کاپیسا اوسیدونکو په دغه ولایت کې د نساجي دولتي کارخونې د بیا فعالیدو، د باغ درې بند او د ۱۳۰ کلیومتره منظور شوو سړکونو د چارو د پیل غوښتنه کړې.

دوی ډاډ څرګند کړی، چې په کاپیسا کې د اسلامي امارت پر وړاندې وسله والو فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي.

د اسلامي پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د خبرو پر مهال د هېواد پر ټوله جغرافیا د اسلامي امارت د حاکمیت په یادولو سره ویلي، د اسلامي امارت پوځ له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې؛ بهر کې یو شمېر کسان هڅه کوي د افغانانو تر منځ ژبنیو او قومي ستونزو ته لمن ووهي، خو د اسلامي نظام د حاکمیت په صورت کې خپلو دغو موخو ته نه شي رسیدلی.

همدارنګه د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي د کاپیسا ولایت پر چارواکو او مسولینو غږ کړی، چې ولس ته له خدمت دریغ ونه کړي او له خلکو یې غوښتي، چې د شرعي احکامو د پلي کېدو په برخه کې له حکومت سره همکار اوسي.

د زیاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د پخواني شوروي اتحاد او غرب پر وړاندې د جهاد موخې سره ورته وې او له نیکه مرغه اسلامي امارت توانیدلی چې یادې موخې په بشپړ ډول ترلاسه کړي.

د سیاسي مرستیال په وینا؛ د اسلامي امارت رامنځته کېدل د فساد او ظلم پر وړاندې و او امارت په خپله مخینه کې د تېر پر خلاف له جهادي ارزښتونو سره خیانت نه دي کړی او پر خپلو ټولو پریکړو ویاړي.

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د بریالی سیاست پرمټ توانیدلی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وړاندې پریکړه ونه کړي.

نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت د افغانانو ګډ ټغر دی او څرنګه چې د نورو سیمو په شان د کاپیسا ولسونو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې مبارزه کړې همدارنګه په نظام کې هم شریک دي.

سیاسي مرستیال د خبرو پر دوام ویلي، پخواني چارواکي او مسولین کولی شي هېواد ته راستانه شي او د هغوي د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته.

د ناستې په پای کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کاپیسا ولایت مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د ولسونو وړاندېزونه دې چمتو کړي څو اړونده ادارې یې د پیل لپاره لاس په کار او راتلونکې بودیجه کې ځای ورکړي.

د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک د رغونې په موخه د ټولپلازا محصول راټولولو چارې پیل شوې

ټولګټو وزارت وايي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم په اساس د کابل –غزني او کابل – جلال اباد دویم لین سړک، د ټولپلازا په بدل کې په اساسي ډول رغول کیږي، چې د کابل –غزني لویې لارې دویم لین سړک د ټولپلازا راټلولو چارې تیره ورځ د یاد سړک د رغونې په موخه پیل شوې.

د کابل – غزني دویم لین سړک د رغونې په پار له ۱۷ ډوله وسایطو څخه له ۸۰ تر دوه زره او ۶۰۰ افغانیو پورې اخیستل کیږي او وروسته په یو مشخص بانکي اکونټ کې راټولې او ذخیره کیږي، چې د یاد سړک لګښتونه به ورڅخه تمویل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندي د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د اساسي رغونې کار د افغانستان د اسلامي امارت د یو شمیر لوړ پوړو مسولینو په شتون کې پیل شوی وو او دامهال عملاً جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د ټولپلازا محصول د راټولولو چارې به په نږدي ورځو کې پیل شي.

د کابل – جلال اباد پر مسیر د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې په موخه له ۱۲ ډوله وسایطو څخه له ۸۰ تر یو زر او ۳۰۰ افغانیو پورې اخیستل کیږي.

د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې په تړاو ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ تفاهم شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

خلیل الرحمن حقاني: هېواد ته د کډوالو راستنېدو لپاره باید یو ګډ میکانیزم رامنځته شي

کابل کې د ایران هېواد سفیر حسن کاظمي قمي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره د نوموړي د کار په دفتر کې لیدنه کړې.

په دغه ناسته کې په ایران کې د کډوالو په وضیعت او د کار، استوګنې او تعلیم په برخو کې په ورپېښو ستونزو باندې خبرې شوې دي.

د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزیر د ایران هېواد لخوا د کډوالو د ۴۰ کلن کوربه توب مننه کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت هم تصمیم لري، چې کډوال هېواد ته راستانه کړي، خو د دې لپاره باید یو ګډ میکانیزم رامنځته شي، ترڅو دغه پروسه په باعزته توګه ترسره شي.

د کډوالو چارو وزرات مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني د ګاونډیتوب حقوقو ته په اشارې ویلي، مونږ د اسلامي شریعت له مخې د ټولو ګاونډیانو حقوقو ته ژمن یو او له ګاونډیانو هم د ورته تعامل غوښتنه کوو.

د ایران سفیر په خپلو خبرو کې ویلي، ایران په هرو سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او دې همکارۍ ته دوام ورکوي.

نوموړي په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه د دښمنو کړیو جعل بللی او زیاته کړې یې ده، ایران د کډوالو ټولو حقوقو ته رسېدنه کوي.

په ناسته کې ایران ته د کډوالو چارو وزارت یوه پلاوي په استولو هوکړه شوې ، ترڅو هلته د کډوالو ستونزې له نږدې وڅاري او له ایراني چارواکو سره یې د حل په موخه ناستې وکړي.