ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 923

مولوي ضیاءالحق حقمل د رسنیو په شپږم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند د باختر اطلاعاتي اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل د رسنیو په شپږم نړیوال کنفرانس کې، چې د چین د سنکیانګ خودمختاره سیمې په اورومچي ښار کې جوړ شوی ګډون کړی.

د رسنیو په دې نړیوال کنفرانس کې د څه باندې ١٩٠ هېوادونو څخه د مهمو رسنیو، خبري اژانسونو او نورو رسنیزو بنسټونو ۵۰۰ استازو او مسولینو ګډون کړی دی.

 د کنفرانس اصلي موضوع په رسنیز بهیر کې د مصنوعي ځیرکتیا استعمال او د هغه منفي او مثبتې اغیزې دي.

د دې تر څنګ د رسنیو ترمنځ د لازیاتې همکارۍ او په نړیواله سطحه د روانو حالاتو د نشر په برخه کې د رسنیو د رول په اړه خبرې کیږي.

 د رسنیو نړیوال کانفرانس د چین هېواد د دولتي خبري اژانس شینهوا په کوربتوب او د نړۍ د نورو لویو خبري اژانسونو په همکارۍ جوړ شوی دی.

مولوي نور جلال جلالي: اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد ټولو سیمو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د پولیو پروګرام د همغږۍ په کلنۍ غونډه کې ګډون او وینا کړې.

د دې غوندې موخه د پولیو پروګرام اوسني پرمختګونو ارزول، په دې پروګرام کې د شته ننګونو په ګوته کول او حل لپاره یې د اغېزمنو لارو چارو موندل دي.

د یادې غونډې په جوړو شویو مراسمو کې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر عبدالقدوس بریالي د ولایتونو روغتیا رییسانو، د کتلوي معافیت پروګرام امرینو او د پولیو برخې مسولینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، یاد وزارت هڅه کوي د هېواد د ټولو سیمو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

دغه‌راز مولوي نور جلال جلالي د نړیوالو شریکانو په همکارۍ په پلي کوونکو موسسو غږ کړی، څو په لرې پرتو سیمو کې ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د پولیو (ګوزڼ) واکسین د پلي کېدو پروګرام به هېوادوالو ته په ټولو سیمو، بانډو او جوماتونو کې ترسره کېږي.

مولوي نور جلال جلالي دغه راز د ولایتونو روغتیا رییسانو ته دنده سپارلې، چې د پلي کوونکو موسسو په چارو کې ستونزو پر وخت د عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي.

یونیسف: لبنان کې په درېیو اونیو کې ۴۰۰ زره ماشومان بې‌ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق وايي، چې لبنان کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله په درېیو اونیو کې ۱.۲ میلیونه وګړي له خپلو کورنو بې‌ځایه شوي او ډېری یې بیروت او د دې هېواد په شمال کې یو شمېر سیمو ته تښتېدلي دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې په کډوالو او بې‌ځایه شویو کې ۴۰۰ زره ماشومان شامل دي.

د یونیسف اجراییوي مرستیال تد چایبان لبنان کې له یوه ښوونځي، چې د بې‌ځایه شویو پر پناه‌ځای بدل شوی، د لیدنې پر مهال ویلي؛ په درېیو اوونیو کې د دې جګړې له امله د ماشومانو ډېرې اغیزمنتیا حیران کړی یم.

نوموړي زیاته کړې، چې لبنان کې ۱.۲ میلیونه ماشومان له زده‌کړو محروم شوي. د دوی ښوونځي یا د لاسرسي وړ نه دي، یا د جګړې له امله زیانمن شوي او یا هم د کډوالو پر پناه ځای بدل شوي دي.

نوموړي لبنان کې د نړیوالو بشرپاله قوانیو د نقض مخنیوي، د ملکي وګړو د خوندیتوب او سمدلاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند: په تېرو درېیو میاشتو کې ۱.۶ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي وایي، د اټرا ادارې د طرزالعمل له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱.۶ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ غیر قانوني سیمکارټونه چې افغانستان کې یو وخت یوه پېچلې معما او د ولس لپاره یو ستر سرخوږی و، خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ولسونو ستره غوښتنه هم افغانستان کې د غیر قانوني سیمکارټونو مخنیوی و.

عنایت الله الکوزي ویلي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانیدلی، چې افغانستان کې غیر قانوني سیمکارټونه په عاجل او د یوه پرمختللي سیسټم په مټ، چې یاد سیسټم هم د مخابراتو وزارت د مسلکي انجنیر له خوا جوړ شوی، مدیریت کړي او د خلکو خصوصي حریم هم خوندي کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې اوس مهال ۲۵ میلیونه سیمکارټونه شتون لري، چې له ډلې یې ۱۳.۹ میلیونه د اترا ادارې د طرزالعمل له مخې ثبت او د پاتې نورو د ثبت لړۍ روانه ده.

لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۲۱ کسانو ژوند بایللی

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې د دې هېواد په شمال کې پر ‘ايطو’ نومي کلي د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي برید له امله ۲۱ کسانو ژوند بایللی او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې سیمه کې ګڼو بې‌ځایه شویو لبنانیانو هم پناه اخیستې وه.

دا کلی د لبنان ساحلي ښار طرابلس ته څېرمه په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی او ویل کېږي، چې اکثریت اوسېدونکي یې عیسویان دي.

دغه‌راز اسرائیلي رژیم د لبنان په سویل کې د ۲۵ کلیو اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر کړی.

د دې ترڅنګ صهیونیستي رژیم د لبنان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه جاري ساتلي او د دې هېواد په سویل او ختیځ کې یې څو ځایونه په نښه کړي.

د لبنان ملي اژانس (ان ان اې) ویلي؛ تېره شپه اسرائیلي یرغلګرو پر یوه ودانۍ او یوه روغتون برید کړی، چې دواړه ویجاړ او له کاره لوېدلي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي رژیم ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر لبنان ۲۰۰ هوايي بریدونه کړي.

حزب‌الله هم ویلي، چې له اسرائیلي عسکرو سره یې نښتې کړې او په اسرائیلو یې توغندیز بریدونه کړي دي.

اسرائیلي رسنیو پر حیفا ښار د حزب‌الله د دوو توغندیو ویشتل تایید کړي، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۲ زره او ۳۰۹ کسانو ژوند بایللی.

اسلامي امارت د اوبو مدیریت برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي

د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو خړوبول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه ترسره کړې، چې کارونه یې نیمګړي پاتې او یا هم نه وو پیل شوي.

د یادو بندونو د چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي، چې له مخې یې د تېرو درېیو میاشتو په جریان کې په پکتیکا کې د پالتوني بند، په لغمان کې شاهي کانال او روزګان کې د اغاجان بندونو عملي چارې پیل شوي او په زابل کې عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

پلتوني بند پر جوړېدو سره به شاوخوا ۲۵ میلیون متره مکعب زېرمه، دوه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ورسره به ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.

د پلتوني بند چارو په بشپړېدو سره به تر ځمکې لاندې اوبو زیرمې قوي، کرنیزې ځمکې خړوبې، سېلابونه به کنټرول او د چاپیریال په خوندي ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي.

همدا ډول د لغمان شاهي کانال او ۷۰ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې د جوړېدو چارو په بشپړېدو سره به په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه ورسره برابره شي.

همداراز د روزګان ولایت د اغاجان بند پر جوړېدو سره موسمي سېلابونه کنټرول او ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په تقویه کې به رغنده رول ولوبوي.

د ۷۰ اغاجان بند څه د پاسه د ۷۰ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې اووه زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

د یادولو وړ ده، چې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په پینځمه نېټه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په زابل کې د عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه بند د ۲۳ مترو په لوړوالي د ۲.۹ میلیونه مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۶۱ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت درلودونکی دی او ۵۶۰ هکټاره ځمکه خړوبوي، چې زرګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۹ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۲۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې لس کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۱۰۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۱۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۱۳۹ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې۱۲۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۷۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۹ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۶۹ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۱۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۲ کورنیو سره ټولې۶۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۷ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۶ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷ تنه و، بغلان، کندوز، تخار او پکتیکا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    ۲۸۰ کورنۍ او یو زره او ۱۱۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۱۶ کورنۍ او ۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۲۷۲ کورنۍ۲۲۱ عدده

د غزې په شمال کې څه تېرېږي؟

له یوې اونۍ ډېره موده کېږي، چې اسرائیلي یرغلګرو شمالي غزه محاصره او هر ډول مرستې یې پرې بندې کړې.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) ویلي؛ د غزې په شمال کې شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان کلابند دي، چې خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.

په دې محاصره کې صهیونیستي عسکرو ځمکنيو او هوايي بریدونه ته ادامه ورکړې، چې له امله یې لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې په شمال کې اوسېدونکي وايي، چې د تېر وحشتانک کال تر ټولو له سخت حالت سره مخ دي.

د الجزیرې خبریال وايي: “ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او په وینو کې ډوب، ټوټه-ټوټه روغتون ته راوړل کېږي.”

د یاد راپور پر بنسټ، اسرائیلي نښه‌ویشتونکي عسکر هغه کسان په نښه کوي، چې له سیمې د تښتې هڅه وکړي.

په دې سیمه کې هېڅ ځای خوندي نه دی او د اسرائیلو له لوري اعلان شوې خوندي سیمې هم تر بریدونو لاندې راځي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ کسان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

لسګونه زره کورنۍ په جبالیا کمپ کې کلابندې دي؛ حال دا چې د انروا له قوله، د غزې په شمال کې ۴۰۰ زره فلسطینیان کلابند دي.

د روغتیايي پرسونل او امبولانسونو د ویشتلو او په نښه کولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د شمالي غزې په سیمو کې د اسرائیلو بریدونو له امله د لوی شمېر ملکي تلفاتو غندنه کړې ده.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، غزه کې د نن سې‌شنبې له سهار راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې د غزې په سویل کې یو کور هم په نښه شوی، چې درې فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

دغه‌راز د خان یونس په ختیځ کې د برید له امله ۶ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.

غزه کې لا هم اسرائیلي وحشتونه دوام لري، چې له امله یې په ورځني ډول لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کېږي.

د غزې شمالي سیمې لا هم د صهیونیستي عسکرو تر محاصرې لاندې دي او پر بېلابېلو برخو یې بریدونه جاري ساتلي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د شمالي غزې په سیمو کې د اسرائیلو بریدونو له امله د لوی شمېر ملکي تلفاتو غندنه کړې ده.

د غزې په دوو شمالي ښارګوټو کې د اسرائیلي عسکرو د محاصرې او بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د دې عملیاتو له امله ۴۰۰ زره فلسطینیان کلابند او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د مس‌عینک پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونو پایلې رسنیزې شوې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کول حشمت غونډو په تالار کې د مس عینک پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونې چې د (دایره سبز) په نوم د چاپېریالي چارو خدماتي شرکت له لوري د اوو میاشتو په لړ کې ترسره شوې وې، د یوې غونډې په ترڅ کې یې پایلې له رسنیو سره شریکې شوې.

د غونډې په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د مس عینک پروژې د اهمیت په تړاو خبرې کړې او ویلي يي دي؛ د ډیر ځنډ وروسته د اسلامي امارت مشران پر دې وتوانېدل چې د مس عینک پروژه پیل کړي، دا یوه لویه اقتصادي پروژه ده چې د افغانانو هېلې او امیدونه ورسره تړلي دي.

نوموړي زیاته کړې، د دې غونډې موخه د پروژې معلومات له متخصصینو او عامو خلکو سره شریکول دي او دا د ټولو مکلفیت دی چې په ښه دقت یې وګوري او خپل نظرونه او وړاندیزونه له ادارې شریک کړي.

ښاغلي عابد ویلي؛ په تېره اداره کې په پراختیايي پروژو کې چاپېریالي اصول په نظر کې نه نیول کېدل او له فتحې وروسته اسلامي امارت په دې وتوانید، چې د دې پروژې په پلي کېدو کې چاپېریالي اصول تطبیق کړي.

ډاکټر زین العابدین عابد د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ټولو متخصصینو ته سپارښتنه کړې، چې د مس عینک پروژې چاپېریالي او ټولنیزې ارزونې دې په ډیر دقت مطالعه کړي او خپل نظرونه او وړاندیزونه دې وړاندې کړي.

د (MJAM) شرکت د تخنیکي او انجنیري چارو مرستیال شیونګ د یادې پروژې په هکله معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د دې پروژې سند په ۲۰۰۸ کال کې لاسلیک شوی، هغه مهال د جګړو، نا امنۍ او نظامونو د بدلون له امله یې کارونه پلي نه شول او بالاخره اوس یې کار وغوړیده.

نوموړي ویلي؛ (MCC) یوه نړیواله کمپنۍ ده چې د مسو، طلا او نکل د ایستنې په برخه کې کافي تجربه لري او خپل ټول فعالیتونه به د چاپېریالي اصولو اړوند ترسره کوي.

شیونګ زیاته کړې؛ د مس عینک پروژه د اسیا په کچه د چین او افغانستان د دوستۍ لویه پروژه ده، چې په پلي کېدو سره به یې افغانانو ته ډیری کاري زمینې برابرې شي.

نوموړي ژمنه کړې، چې خپلې چارې به د نافذه قوانینو اړوند ترسره کوي او له افغانانو سره ګډ کار کولو ته ژمن دي.

د غونډې په لړ کې د مس عینک پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونې د معلوماتي پرزنټېشن له لارې ګډونوالو ته وړاندې شوي او ګډونوالو خپلې پوښتنې، نظرونه او واړندیزونه له مسولینو سره شریک کړي دي.

په پای کې د کانونو او پترولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس سپارښتنه کړې، چې د مس عینک پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو راپور باید د اصلاح په موخه له اړوندو ادارو سره شریک او اړوندې ادارې باید ژر تر ژره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي، ترڅو د دې ملي پروژې کار پیل شي.

نوموړي ویلي، د مس عینک پروژې اکتشافي کارونه مخ پر ختمیدو دي او عملي کارونه یې باید د ټولو معیارونو په نظر کې سره پیل او ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د مس عینک پروژې د ایستنې چارې د دوو چینايي کمپنیو (MCC-JCL) له لوري ترسره کیږي، چې د قرارداد موده یې ۳۸ کاله، د کان پراخوالی ۱۳۴ کیلو متره مربع او په کال کې به څه باندې ۱۰ میلیون ټنه کاني توکي وه ایستل شي، چې ټوټل پانګونه یې درې نیم میلیارده ډالرو ته رسیږي.