ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 924

افغان ابدالیانو د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومونده

د افغانستان، عمان او هانګ‌کانګ ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې افغان الف کرېکټ ملي لوبډله د عمان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوه.

د دې لوبې بچه عمان لوبډلې وګټله او افغان ابدالیانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان ابدالیان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې دروېش رسولي د سلیزې او کریم جنت د نیمه سلیزې پرمټ د خپلو ۳ لوبغاړو په زیان ۲۱۱ منډې جوړې کړې او سیالې عمان لوبډلې ته یې د ۲۱۲ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه دروېش رسولي ۱۰۹*، کریم جنت ۶۰* او شاهدالله کمال ۲۲ منډې جوړې کړې.

پر وړاندې یې عمان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې کې د ۷ لوبغاړو په سوزېدو ټولټال ۱۶۷ منډې جوړې کړې او د هدف په پوره کولو کې پاتې راغی.

په دې پاڼۍ کې افغان لوبډلې په ګټه فریدون داودزي او کریم جنت ۲ ـ ۲ ویکټې واخیستې.

د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې عمان لوبډلې ته د ۴۴ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې د پرلپسې دویمې بریا په خپلولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.

درویش رسولي په ۱۰۹ منډو د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغان لوبډلې له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ‌کانګ ته د ۷ ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

افغانستان به د دې سیالیو پایلوبه کې نن سه‌شنبه ماسپښین د هانګ‌کانګ پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي؛ د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین د توپچي، مخابرې، نښه ويشتلو او سرحدي کورسونو له ځانګړو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد حمیدي د وینا پر مهال دفاعي ځواک د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتونکي ياد کړي او ویلي یې دي؛ هغه پوځ چې په فکري او مسلکي زده کړو سمبال وي، کولی شي په هر ډول شرایطو کې د جګړې د ډګر ګټونکی شي.

نوموړي فارغ شویو ځوان منسوبیو ته په خطاب کې زیاته کړې؛ تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په موخه مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه ساتنه کوي.

د کابينې اتمه غونډه؛ هېواد ته د بې‌کيفيته تېلو د وارداتو مخنيوي په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتمه غونډه د رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند په مشري پرون دوشنبه ترسره او د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې پکې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي په مشري پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوي اړوند دې د اقتصادي معاونیت د طرحې په پام کې نيولو سره هر اړخیزه څېړنه وکړي او وروستی راپور دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کورنیو چارو وزارت په مشري یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد ته د رکشو واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه او پایله دې یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.

تېره میاشت سلګونو سیلانیانو د هرات له موزیم څخه لیدنه کړې

د هرات د ملي موزیم او ارشیف مسولین وايي، په میاشتني ډول تر یو زر او ۵۰۰ ډېر کورني سېلانیان د دغه ولایت له موزیم څخه لیدنه کوي.

د هرات د موزیم او ارشیف مدير عبدالجبار نورزی وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال په پرتله د سېلانیانو شمېر ډېر شوی دی.

هرات موزيم ته د علمي ليدنې په موخه د يوه ښوونځي زده کوونکي تللي او په اړه یې وايي؛ تاريخ په کتابونو کې د تيوري په بڼه لوستل کېږي، خو له نږدې او مخامخ د تاريخي اثارو او ځايونو ليدنه د دې سبب کيږي، چې په ښه شکل سره په ذهن کې پاتې شي او تر څنګ يې د اسلافو د تاريخ او کلتور په پېژندنه کې له زده کوونکو سره ډيره مرسته کيږي.

دوی زیاتوي، علمي سفرونه د زده کوونکو ذهنونه فعالوي او تخلیقي او څیړونکي اشخاص ترې جوړوي.

 د يادونې وړ ده، چې د هرات ملي موزيم له کابل موزيم وروسته په هېواد کې تر ټولو ستر موزيم دى، چې درې زره کلن تاريخي او لرغوني اثار پکې ساتل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې هېواد د کان کیندنې شرکتونو له استازي سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ ۱۴۰۳/۰۷/۲۲ نېټې د ډي سډکس، اوبي، بلوت د کان کیندنې شرکتونو له استازي، د ترکېي د جراج پاشاه پوهنتون استاد پروفیسور دوکتور نور الشاهان ایلچي او د یاد پوهنتون له نورو استادانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ایلچي د یاد شویو شرکتونو د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ دغه شرکتونه د انجینرانو او متخصصینو په درلودلو سره ۲۵ کلنه کاري تجربه لري، دغه راز یې د سرب او جستو، سرو زرو او مسو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه یې خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

نوموړي ژمنه کړې، چې دوی د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرانو د روزنې او د پوهاوي د کچې لوړولو په برخه کې پلان لري.

د کانونو او پټرولیم وزیر د هېواد په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې ورسره یې د همکاریو ژمنه کړې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۷/۲۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۱۲۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۷۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې۲۸۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۸۰ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۷۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۸ کورنیو سره ټولې۵۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۷۰ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې۲۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور تنه و، بغلان ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۶۴ کورنۍ او ۶۷۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۸ کورنۍ او ۱۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۵۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۲۱ عدد

راتلونکو څو ورځو کې به د افغان-قزاق ګډ نندارتون پرانیستل شي

صنعت او سوداګري وزارت وایي، چې ټاکل شوې د افغان-قزاق ګډ نندارتون د روانې اکټوبر میاشتې (له ۱۹مې-۲۲مې نېټې) د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شي.

د یاد وزارت په وینا؛ دې نندارتون کې به د افغانستان تولیدات او محصولات په ۶۷ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

د افغان ګډونوالو غرفې د صنعت او سوداګري وزارت کې د سکټوري خونو او د هېواد د غالیو تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې د استازو په حضور کې د رڼې پچې اچونې له لارې مشخصې شوې دي.

دغه وزارت زیاتوي، په دې نندارتون کې د سوداګریز تواصل کنفرانس، د افغانستان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارې ته اېښودل او د دواړو هېوادونو د مسولینو ترمنځ دوه اړخیزې ناستې شاملې دي.

افغان ابدالیانو په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ‌کانګ ته ستره ماته ورکړه

د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډلې (افغان ابدالیان) تېره ورځ (یکشنبه، د تلې ۲۲مه) د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې د هانګ‌کانګ پر وړاندې ډګر ته ښکته شوې وه، چې افغان ابدالیانو د لوبې پچې په ګټلو سره د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

هانګ‌کانګ الف لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوزېدو سره ټولې ۱۱۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۱۱۲ منډې هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې افغانستان په ګټه کریم جنت د ۱۷ منډو په بدل کې ۳ ویکټې او فریدون داودزي بیا د ۳۰ منډو په ورکړې ۲ ویکټې واخیستې.

پر وړاندې یې افغان لوبډلې د ۱۳.۵ اورونو په لوبولو سره د زبید اکبري ۳۷ او د کریم جنت ۴۷ منډو پر مټ ټاکل شوی هدف پوره کړ او د لوبلړۍ لومړۍ لوبه یې په خپل نوم کړه.

کریم جنت په ۳ ویکټو او ۴۷ منډو د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان به په خپله دویمه لوبه کې نن دوشنبه ( د تلې ۲۳مه )  له کوربه عمان سره مخامخ شي.

د صنعتي ساحو قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو

عدلیې وزارت وایي، چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه‌الله له لوري د صنعتي ساحو قانون توشیح او په رسمې جریده کې چاپ شو.

د یاد وزارت د مسولینو په وینا؛ دغه قانون د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا، خصوصي سکټور ته د پانګونې جذب او د صنعتي ساحو د مدیریت او ساتنې په موخه جوړ شوی دی.

د یاد قانون له مخې د خصوصي صنعتي ساحو لپاره د ځمکو ترلاسه کوونکي مکلف ګڼل شوي، چې د چاپېریال ساتنې او کار اړوند حکمونه او نور تقنیني سندونه رعایت کړي.

حقوقي کارپوهان وایي؛ هر څومره چې نظام او ادارې د یوه ځانګړي قانون تابع شي په هماغه اندازه ټولنه منظمېږي.

د دوی په خبره، د صنعتي ساحو د قانون له نافذېدو سره به سوداګر په دې برخه کې خپلې چارې لا ښې تنظیم کړي.

ورته مهال صنعتکاران هم د صنعتي ساحو قانون د توشیح هرکلی کوي او وایي، چې د ځمکې د نشتون ستونزه به یې هواره او کاري فرصتونه به لا زیات شي.

دغه قانون یوه سریزه، ۶ بابه، ۱۱ څپرکي او ۶۷ مادې لري، چې د افغانستان د اقتصادی ودې د پراختیا او ښه‌والي لپاره جوړ شوی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت به یې پلی کړي.