ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 926

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د روان وحشت له امله ۴۲ زره او ۲۲۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د روانو بریدونو له امله ۴۲ زره او ۲۲۷ فلسطیینیان شهیدان او ۹۸ زره او ۴۶۴ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله ۵۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۸ نور ټپیان شوي.

پر دې سربېره زرګونه کسان د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو پر دوام د دې تړانګې په شمال کې د کډوالو د جبالیا کمپ سخته محاصره نهمې ورځې ته غځېدلې.

په یاد کمپ کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او په بېلابېلو برخو کې یې د هوايي بریدونه له امله اورونه لګېدلي دي.

الجزیرې د غزې د روغتیايي مسولینو له قوله خبر ورکړی، چې شمالي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو نهه ورځنۍ پوځي محاصره کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۰ کسان شهیدان شوي.

جبالیا غزه کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو تر ټولو لوی کمپ دی.

نن سهار هم اسرائیلي عسکرو د جبالیا سوېلي سیمو اوسېدونکو ته له خپلو مېنو د وتلو امر کړی و.

صهیونیستي عسکرو ۹ ورځې وړاندې د جبالیا په سیمه کې وژونکي بریدونه پیل کړي، چې د بې‌پولې ډاکټرانو د نړیوال سازمان په وینا؛ د دې بریدونو له امله زرګونه عام فلسطینیان په دام کې لوېدلي دي.

‏ مولوي حبیب الله اغا د پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه بادغیس ته سفر کړی

پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د بادغیس ولایت پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی.

په پیل کې مولوي حبیب الله اغا د بادغیس له پوهنې رییس مولوي محب الله احسان او مسولینو سره په لیدنه کې د پلاوي سفر موخې شریکې کړي.

ورپسې د یاد ولایت پوهنې رییس د پوهنې وزارت د رهبرۍ په شتون کې د خپلو اړوندو ادارو د دندو لنډ راپور وړاندې کولو ترڅنګ یو لړ وړاندیزونه او ستونزې هم د پوهنې له وزیر سره شریکې کړې دي.

په ورته مهال مولوي حبیب الله اغا د یاد ولایت د پوهنې مسولینو سره په ملتیا قادس ولسوالۍ ته ولاړ او د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه له مدارسو، د حضرت سلمان بن فارسی رضی الله عنه له دارلعلوم او د حمعیت قادس لېسې څخه لیدنه کړې.

نوموړي په دې لیدنه کې، چې د يادو ښوونیزو بنسټونو له مسولينو او استادانو سره يې درلوده، په خپلو خبرو کې هغوى ته ډاډ ورکړی، چې د مدارسو او ښوونځيو د ستونزو په هواري کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي او د هېواد د پوهنیز نظام لا ښه والي لپاره به تر خپل توان هر ډول هڅې وکړي.

بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د پېژندپاڼو په اخیستو کې اسانتیاوې برابريږي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او پلاوي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې

له عمومي رییس عبدالقاهر ادریس سره لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې افغان کډوالو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼو د وېش او د هویت د تثبیت په تړاو پر اسانتیاوو خبرې شوي او په دې برخه کې په لا ډېرې همغږۍ او د کارونو پر لا تنظیم ټینګار شوی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس عبدالقاهر حاجي ادریس ویلي؛ هېوادوالو ته د متوازنو، چټکو او پر وخت د تابعیت پېژندپاڼو او نورو اړوندو خدمتونه وړاندې کولو ته ژمن یو.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوال ثبتولو (د کاغذي او برېښنایي پېژندپاڼو وېش) د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د روان مالي کال په دویمه ربعه کې د هېواد ګمرکي چارو ۱۸ سلنه پرمختګ کړی

د روان ۱۴۰۳ هـ.ل کال په دویمه ربعه کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رییس مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ پر لیکه او حضوري بڼه جوړه شوه.

په دغه ناسته کي د روان ۱۴۰۳ هـ.ل کال په دویمه ربعه کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندې شو؛ په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هېواد په ګمرکونو کې د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول، چې له مخي یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چارې ۱۸ سلنه مثبتې ښودل شوي.

د وړاندې شوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وشول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د ګمرکونو د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او ور سره اړینې سپارښتنې هم شریکې شوې.

په دغه ناسته کې همداراز د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د سوداګرۍ هر اړخیز تحلیل وشو، چې له مخې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله هېواد ته د سوداګریزو توکو واردات ۳۲ سلنه زیات شوي دي.

مولوي مطیع الحق خالص د رها موسسې له مسولینو سره په لیدنه کې د چاپېریالي پروژو په پلي کېدو ټینګار کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص تېره ورځ (شنبه د ۱۴۰۳کال د تلې په ۲۰مه) نېټه د پیاوړتیا لوړولو، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو (رها) موسسې له رییس محمد یوسف حمیدیان او مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي سره د چاپېریالي ستونزو او ګواښونو په تړاو د عدالت غوښتنې او اړیکو د ټینګښت پروژې د پلي کېدو څرنګوالي په اړه خبرې کړي.

په پیل کې د رها موسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو د پلي کېدو او څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړي او ژمنه یې کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره به په ګډه همکارۍ او همغږۍ د عدالت غوښتنې او اړیکو د ټینګښت تر عنوان لاندې پروژه چې ۱۵ بېلابېل پروګرامونه لري، په پینځو ولایتونو کې به د زونونو په کچه پلي کړي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې؛ په یادو پروګرامونو کې د چاپېریالي مسایلو په تړاو د نړیوالو ارګانونو، د پوهنتون استادانو، علمای کرامو، محصلینو او ژورنالیستانو سره مشورتي، د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي موضوعات شامل دي، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په همکارۍ او همغږۍ به پلي شي.

نوموړي ویلي، موږ به هڅه وکړو چې د نړیوالو ارګانونو او رسنیو له لارې په COP29 نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د استازو د ګډون لپاره د عدالت غوښتنې غږ پورته کړو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ د لسیزو جګړو، اقلیمي بدلون او اقتصادي پابندیو له امله د افغانستان خلک له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او هر څوک چې د دې خلکو د هوساینې لپاره د چاپېریال ساتنې یا په نورو برخو کې عملي اقدامات کوي کارونه یې د ستایلو دي.

ښاغلي خالص ټینګار کړی، چې موږ باید په فزیکي توګه اقدام وکړو.

نوموړي د یادې موسسې له مسولینو غوښتنه کړې، چې باید عملي کارونه وشي ترڅو خلک چاپېریال ساتنې ته وهڅول شي او دې برخې ته یې توجه راجلب کړو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس زیاته کړې؛ موږ هڅه کوو چې بشري اړخ پر سیاسي هغه قوي کړو او کله چې چاپېریالي موضوعات له سیاست څخه و ایستل شي بیا به عملي کارونو ته لار پرانستل شي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې موږ کلک هوډ لرو او د دې مظلوم ملت د هوساینې لپاره شپه او ورځ خدمت کولو ته چمتو یوو او نور خلک هم خدمت کولو ته هڅوو.

د رها موسسې رییس محمد یوسف حمیدیان ژمنه کړې، چې د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې داسې پروګرامونه لري چې په عملي او فزیکي توګه به خلکو ته کار کوي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، د اوسنیو پروګرامونو په پلي کېدو سره به راتلونکي کې په عملي توګه د چاپېریالي پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره شي.

د لیدنې په پای کې د ګډ کار کولو ژمنه او ټینګار شوی، چې د یوې پریکړې له لارې باید ټولې چارې ترسره شي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د کډوالو په نصیرات کمپ کې د برید له امله د یوې کورنۍ ۸ غړي شهیدان شوي

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو نن سهار د کډوالو په نصیرات کمپ کې پر یوه کور هوايي برید کړی، چې د ۶ ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.

په یاد راپور کې د برید قربانیان شپږ ماشومان او د دوی مور او پلار ښودل شوي دي.

د وفا د راپور له مخې، څلور نور فلسطینیان جبالیا کمپ کې د برید له امله شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو پر دوام د دې تړانګې په شمال کې د کډوالو د جبالیا کمپ سخته محاصره نهمې ورځې ته غځېدلې.

په یاد کمپ کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او په بېلابېلو برخو کې یې د هوايي بریدونه له امله اورونه لګېدلي دي.

الجزیرې د غزې د روغتیايي مسولینو له قوله خبر ورکړی، چې شمالي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو نهه ورځنۍ پوځي محاصره کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۰ کسان شهیدان شوي.

اسرائیلي یرغلګرو پرون شنبه شمالي غزه کې جبالیا کمپ ته نږدې اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو او سویل ته د تګ امر کړی.

صهیونیستي عسکرو ۹ ورځې وړاندې د جبالیا په سیمه کې وژونکي بریدونه پیل کړي، چې د بې‌پولې ډاکټرانو د نړیوال سازمان په وینا؛ د دې بریدونو له امله زرګونه عام فلسطینیان په دام کې لوېدلي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۴۲ زره او ۱۷۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۸ زره او ۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د ډاکټر عبدالباري عمر او د ایران برېښنا رسونې ملي شرکت مسولینو انلاین لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ایران برېښنا رسونې (توانیر) ملي شرکت له رهبرۍ سره د ویډیو کانفرانس له لارې پر ګڼو اړخونو خبرې کړي او د دوه اړخیزه همکاریو پر دوام او پیاوړتیا یې ټېنګار کړی.

دې ویډیو کانفرانس کې د ایران له لورې د برېښنا د یو شمېر پراختیايي پروژو، د برېښنا ستونزو پر وخت حل او د بشپړې همغږۍ له مخې د چارو پرمخ وړل او تنظیم په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.

د ایران برېښنا رسونې (توانیر) ملي شرکت رهبرۍ افغانستان کې د برېښنا انرژۍ تولید برخو کې د ایراني پانګوالو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

په ورته مهال د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکټر عبدالباري له لورې ورته هرکلی ویل شوی او افغانستان کې د پانګونې هر ډول اسانتیاوو برابرولو بشپړ ډاډ ورکړل شوی دی.

د لبنان روغتیا وزارت: د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۲ زره او ۲۵۵ کسانو ژوند بایللی

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې د تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې، کله چې اسرائیلي یرغلګرو پر لبنان بریدونه زیات کړي، لږ تر لږه ۱۶۴۵ کسانو ژوند بایللی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله د ۱۲۷ ماشومانو او ۲۶۱ ښځو په ګډون ۲ زره او ۲۵۵ کسانو ژوند بایللی. دغه‌راز ۱۰ زره او ۵۲۴ نور ټپیان شوي دي.

لبنان کې لا هم د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه روان دي. د یاد هېواد د روغتیايي مسولینو په وینا؛ پرون د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلي رژیم د لبنان په سویل کې د ۲۲ کلیو اوسېدونکو ته امر کړی، تر څو له خپلو سیمو ووځي او شمالي نهر الاولي سیمو ته ولاړ شي.

دوی ته خبرداری ورکړل شوی، تر هغو دې خپلو کورونو او سیمو ته نه را ګرځي، تر څو چې هلته جګړه روانه وي.

د اطلاعات او کلتور وزير او د کندهار والي لیدنه؛ پر یو شمېر فرهنګي او تاریخي موضوعاتو خبرې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي ملا محمد شیرین اخوند سره لیدنه کړې.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي؛ په دې لیدنه کې ملا خیرالله خیرخواه د بهرنیو سیلانیانو پر راتګ، د یو شمېر تاریخي ابدو پر ترمیم او یو شمېر نورو فرهنګي او تاریخي موضوعاتو په اړه د کندهار والي سره معلومات شریک کړي دي.

ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې د بېلا بیلو هېوادونو سېلانیان د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار ته سفرونه کړي او د تاریخي او سیاحتي سیمو څخه یې لیدنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، د خپلي ادارې په مټ یې سېلانیانو ته هرډول اسانتیاوي برابري کړي او هڅه کوي لا اسانتیاوي ډېرې کړي.

وروسته د کندهار والي حاجي ملا صاحب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارونو د ستایني ترڅنګ د تاریخي ابداتو د ښه ترمیم او ساتني برخي ته د لا پاملرني غوښتنه کړې ده او د ولایتي ادارې په استازیتوب یې د بشپړي همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

ترکي شرکتونو افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د استانبول جرام پاشا پوهنتون له دوو پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له استازو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د یاد پوهنتون پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د ډلو استازو په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي، لېواله دي ترڅو د انجنیرانو او د افغان زده کوونکو د تخنیکي وړتیا په لوړولو کې همکاري وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کېدو او د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا لپاره د کافي شته سرچینو په هکله هغوی ته ډاډ ورکړی، او ټینګار یې کړی، چې دغه وزارت به د خپل پینځه کلن پلان سره سم په دواړو سکتورونو کې له هغوی سره مشخصي پروژې شریکې کړي، ترڅو د لېوالتیا په صورت کې ورباندې پانګونه وکړي.