ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 929

مولوي مطیع الحق خالص: د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې چاپېریالي پروژې دې ژر تر ژره پیل شي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د پنج‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۹مه نېټه د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) د استازولۍ رییس نیسفور میګندي سره په خپل کاري دفتر کې د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو او د څه‌باندې ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د دې ادارې د ۳۲ ځنډول چاپېریالي پروژو د بیا پیل په اړه خبرې کړې دي.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د دې ادارې د فعالیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په هره برخه کې ډیر زیانمن شوی، په هغه مهال کې د قانوني حکومت نشتون له امله د هېواد ځنګلونو، وحشي ژوو او په ټوله کې چاپېریالي وضعیت ته ډیر زیات زیان اووښتی او اوس په ټول افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی د نړیوالو لخوا پرې سیاسي بندیزونه لګول شوي چې تاوان یې عامو ولسونو ته رسیږي.

اقلیمي بدلون هم هغه ګواښ دی چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی.

مولوي مطیع الحق له نړیوالو غوښتنه کړې، چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کوي او د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې چاپېریالي پروژې چې ارزښت یې څه باندې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي، ژر تر ژره بیا پیل کړي.

نوموړي سپارښتنه کړې، که د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو لاس‌نیوی ونشي؛ نو ولسونه به د ډیرو ستونزو سره مخ شي.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ د چاپېریال ساتنې ملي اداره دا مهال د ۱۶ چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، چې له بده مرغه په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکول کيږي، نو له نړیوالو ارګانونو څخه مو دا هیله ده چې په نړیواله کچه چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې د مسولینو د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ ترڅو موږ وکولی شو د افغانانو ستونزې نړیوالو ته ورسوو.

د دې ادارې عمومي رییس ویلي، د ځنګلونو د بیا احیا، وحشي ژوو، مرغانو او ساتل شوو سیمو د ساتنې او ښکار د مخنیوي لپاره مو جدي اقدامات پیل کړي او همدا راز پر دې کار کوو چې خلکو ته د ځنګلونو د ساتنې په بدل کې بدیل کارونه پیدا کړو؛ ښارونو کې د فاضلابو د مدیریت او هواککړتیا راکمولو لپاره مو هم کارونه پیل کړي دي.

ښاغلي خالص د (IFRC) له مسول غوښتنه کړې؛ چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د چاپېریالي، دفتري، کاري او ترانسپورتي وسایلو د تجهیز په برخه کې همکاري وکړي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) د استازولۍ رییس نیسفور میګندي د ګډ کار ژمنه کړې او ویلي يي دي، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د مرستو راجلبولو په تړاو به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.

نوموړي زیاته کړې، اقلیمي بدلون یو ناورین دی او موږ چمتو یو چې په دې برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په ګډه کار وکړو.

د لیدنې په پای کې دواړو خواوو په ګډ کار او مشترکې همکارۍ ټینګار کړی او په افغانستان کې له شته ملي او نړیوالو ارګانونو غوښتنه شوې، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې د افغانستان ستونزې تر نړیوالو ورسوي؛ ترڅو د شته چاپېریالي ستونزو لپاره حل لارې پیدا شي.

د شبرغان ــ دښت الوان ۵۰۰ کېلو ولټ برېښنا لېږد مزي د چارو پر چټکتیا ټینګار

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د خپل کار په دفتر کې د افغان انویسټ شرکت له رییس شیر باز کمین زاده سره لیدنه کړې.

ډاکټر عبدالباري عمر د شبرغان – دښت الوان ۵۰۰ کېلو ولټ برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو پر چټکتیا او بشپړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي، غواړم چې راتلونکو څو ورځو کې یې چارې له نېږدې وڅارم.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ موږ ته خپل داخلي شرکتونه او پانګوال ډېر ارزښت او لومړیتوب لري، د پانګونې په موخه دې موږ ته خپلې طرحې وړاندې کړي، موږ یې خدمت کې یوو او ترڅنګ یې د هر اړخېزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د افغان انویسټ شرکت رییس د یاد مزي د پاتې چارو د چټکتیا او د ژر بشپړتیا ډاډ ورکړی او هم یې په بېلا بېلو نورو برخو کې د طرحو وړاندې کولو او پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې.

مولوي مطیع الحق خالص: اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعتبار لوړېدو ته په ملي او نړیواله کچه ژمن دی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۸مه نېټه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له رییس ریچارډ او ورسره پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او د مختلفو چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو یې خبرې کړې دي.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله خبرې کړې او ويلي يي دي، افغانستان اقلیمي بدلون ډیر ځپلی او موږ غواړو چې له نړیوالو او ملي ارګانونو سره په ګډ تعامل او مشترک کار وکړو او د دې غم ځپلي ولس د هوساینې لپاره رغنده ګامونه پورته کړو.

مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې؛ اوسمهال د افغانستان خلک، ځنګلونه او حیوانات د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوي دي، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې هیڅ ونډه نه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره ګډو اقداماتو او ګډ تعامل ته اړتیا ده، ځکه اقلیمي بدلون یوه نړیواله مسله ده، که چېرې افغانستان سره په دې برخه کې همکاري ونشي؛ نو نړیوال به يې له منفي اغېزو خوندي نه وي او بیا به د دې لوی ناورین جبران نا ممکن وي.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس ویلي، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړیوالو ارګانونو او موسسو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده.

ښاغلي خالص زیاته کړې، په لوړه سطحه اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعتبار په ملي او نړیواله کچه لوړ شي او دا اداره د حکومت له هر ملاتړ څخه برخمنه ده.

نوموړي ټینګار کړې؛ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو، ترڅو له نړیوالو سره د تعامل زمینه برابره او د دې ادارې ځنډول شوې چاپېریالي پروژې پیل شي.

 ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې د چاپېریالي مسایلو په تړاو باید نړیوال ارګانونه هم د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره ګډ کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ښاغلي ریچارډ ویلي، (FAO) له افغانستان سره اوږه په اوږه کار کړی او ژمنه یې کړې چې له دې ادارې سره به په ګډه کار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ به هلې ځلې وکړو چې تمویلوونکي پر دې قانع کړو، چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

ریچارډ ویلي؛ په ټولو نړیوالو غونډو کې ما د افغانستان د چاپېریالي وضعیت انځور وړاندې کړی او ټینګار مې کړی چې چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د ځنډول شوو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره مو هم هڅې کړي دي او ډیرو تمویلوونکو خپلې ژمنې کړې دي.

ښاغلي ریچارډ ټینګار کړی،(FAO)  دې ته ژمنه ده چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې به د سفیر په توګه خپلې هڅې جاري وساتي.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس په خپلو خبرو کې زیاته کړې؛ ما د روسیې، برتانیې، چین، ترکیې او اذربایجان له سفیرانو د افغانستان د ځنډول شوو چاپېریالي پروژو د بیا پیل په تړاو بحثونه کړي او ټولو ژمنې کړې چې د یادو پروژو د بیا پیلیدو لپاره به هلې ځلې وکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواو په ګډې همکارۍ ټینګار کړې او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې به د نړیوالو همکارۍ را جلبولو لپاره په ګډه کار کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه شوې

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو او د امارتي شرکتونو رياست، کابل ښاروالۍ او همداراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بديل معيشت او د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزښت زنځير لوړولو لپاره پر جوړې شوې پینځه کلنې طرحې بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

د غونډې په پای کې د کورنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، ماليې او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو او علومو اکاډمۍ د اړوندو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

له اوزبیکستان سره د حیرتان بندر وجاړې شوې برخې د ترمیم او د اوسپنیزې کرښې یو شمېر کارکوونکو د روزلو هوکړه شوې

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده حيرتان بندر ته د خپل کاري سفر پرمهال د دغه بندر د ليدنې او ارزونې ترڅنګ د اوزبیکستان هېواد د ريل پټلۍ له عمومي رییس ظفر نرزیلوف سره لیدنه وکړه.

 په لیدنه کې د حيرتان بندر د ريلي او غير ريلي برخو د ترميماتو، د انتقالاتو د سرعت او د ياد بندر د ترميم شويو برخو ګټې اخيستنې ته د سپارلو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.

په ليدنه کې هوکړه وشوه، چې د اوزبیکستان هېواد د ريل پټلۍ اداره به د حيرتان بندر د دوراهي د «ليول کراسينګ» تخريب شوې برخې بياځلې په اساسي ډول ترميم کوي او دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت اړوند ۲۰ تنو تخنيکي کارکوونکو ته به د ريل پټلۍ په مختلفو برخو کې روزنه ورکوي.

په ياده لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ پر دوامداره ريلي همکاریو، د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال حيرتان ته د خپل کاري سفر په لړ کې د قوشتيپې-درزاب سړک له دريو رغنيزو برخو څخه هم ليدنه وکړه او د ياد سړک د قراردادي شرکتونو د مسولينو ستونزې يې واريدې او ډاډ يې ورکړ، چې د کاري بهير په هکله به ستاسې ستونزې او وړانديزونه له وزارت سره شريک او يوه مناسبه حل لاره به ورته ولټوي.

 اوسمهال د قوشتيپې-درزاب سړک د کندن کارۍ او بدنه سازۍ چارې په درېیو برخو کې په عادي ډول جريان لري.

 ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو، سړکونو او اوسپنيزې کرښې په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.

د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د طوطي میدان ګازو د ایستنې تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او اوزبیکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او ایستنې لس کلن تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له ایستل شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي.

د فاریاب ولایت د طوطي ميدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کيلومټره مربع مساحت لري، چې د ایستنې په پیل سره به یې تر ډېره حده د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له سفیر سره په تاشکند کې لیدنه کړې

شیخ عبد الغفار بحر پرون د ۱۴۴۶ هـ ق د ربيع الثاني ۶مه چې د ۲۰۲۴ د اکټوبر ۹مې سره سمون خوري د باورليک کاپي د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ته وسپارله.

په دې مراسمو کې ښاغلی سعیدوف د اسلامي امارت سفیر ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختیا کې مهم ګام وباله.

نوموړي وویل؛ اوزبیکستان او افغانستان ګټې شریکې دي او په تېرو درې کلونو کې ښه اقتصادي پرمختګ شوی، چې د سفیر په راتګ سره به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخې شي.

 عبدالغفار بحر وويل، خوښ یم چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر او فوق العاده استازي په توګه په اوزبیکستان کې خپله دنده پيلوم.

ښاغلي بحر د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړې کچې ته د اړيکو پورته کیدل یو مهم فصل وباله او د لا قوي کیدو او پراخیدو هیله یې وکړه.

همداراز نوموړي د افغانستان په اړه د اوزبیکستان د نیک نیت ستاینه وکړه او اوزبیکستان یې د افغانستان ورور هیواد و باله.

ښاغلي بحر په افغانستان کې راغلی ثبات یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.

په پام کې ده، چې د اسلامي امارت سفير به په نږدې راتلونکي کې د باورليک اصل د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي.