د شیخ حمدالله نعماني او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال لیدنه؛ د نیمه کاره پروژو د پیل په اړه خبرې شوي
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال حافظ محمد حامد حسیب سره د یاد وزارت اړوند نیمه کاره پروژو د برخلیک معلومولو په تړاو خبرې وکړې.
په ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال حافظ محمد حامد حسیب وویل، وزارت یې په ځینې ولایتونو کې د پوهنتونونو لپاره ودانۍ نه لري او په خبره یې اړتیا ده چې نیمه کاره پروژې یې بشپړې شي.
شیخ حمدالله نعماني وویل؛ د ټولو نیمه کاره پروژو د چارو د ځنډ لامل د پراختیایي بودیجې کمښت دی، چې په خبره یې که خپله د لوړو زده کړو وزارت هم بودیجه ترلاسه کړي، نو د کور او ښار جوړولو وزارت په هماغه ورځ چمتو دی چې پاتې چارې پیل او بشپړې یې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزیر زیاته کړه، ټول هغه وزارتونه چې د کور او ښار جوړولو له وزارت سره یې پروژې په نیمه حالت کې پاتې دي، بودیجه دې ترلاسه کړي چې دغه وزارت یې د پروژو اړوند پاتې چارې پیل او بشپړې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې ورسپارل شوي مسولیتونه په سمه توګه ادا او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۴۲ زره واوښت
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو یو کلن وحشت لا هم دوام لري او هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې قرباني کېږي.
تازه د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۲ زره او ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ۹۷ زره او ۷۲۰ نور ټپيان شوي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو په دوام یوازې تېره شپه او نن سهار وختي په استوګنیزو ودانیو او عامه خدمتونو د بریدونو له امله ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي.
په دې بریدونو کې سویلي غزه کې د فلسطیني بېځایه شویو پناهځای په نښه شوی، چې د یوې کورنۍ ۹ غړي پکې شهیدان شوي.
د دې تر څنګ د مرکزي غزې په نصیرات کمپ کې پر یوه کور هوايي برید شوی، چې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان پکې شهیدان دي.
نصیرات کمپ کې د جګړې له امله د بېځایه شویو خیمې هم په نښه شوې، چې څلور کسان پکې شهیدان شوي.
دغهراز البریج کمپ ته نږدې په یوه کور د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ ۳ غړي شهیدان شوي دي.
له دې وړاندې د فلسطین روغتیا وزارت ویلي و، چې اسرائیلي یرغلګرو په شمالي غزه کې درېیو -کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي- روغتونونو ته امر کړی، تر څو ناروغان او روغتیايي کارکوونکي وباسي.
د یاد وزارت په وینا؛ صهیونیستي یرغلګرو کمال عدوان روغتون محاصره کړی او په زور یې د تخلیې ګواښ کړی.
دغهراز اسرائیلي عسکرو پرون سېشنبه د یاد روغتون پر شاوخوا بریدونه کړي او له هر لوري یې تګ راتګ ورته بند کړی دی.
د کمال عدوان روغتون مسولینو ویلي، چې د تخلیې لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی.
تازه الجزیرې شبکې خبر ورکړی، چې د شمالي غزې کمال عدوان روغتون تر ډېره حده خالي شوی او یوازې کمشمېر هغه ناروغان او نرسان پکې پاتې دي، چې د تګ لپاره بل ځای نه لري.
کمال عدوان روغتون په شمالي غزه کې یوازینی بشپړ روغتیايي مرکز ګڼل کېږي.
د افغانستان د روغتیا په برخه کې یوه نړیوال شرکت پانګونې ته لیوالتیا ښودلې
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د مرصوص نړیوالې پانګونې شرکت له مرستیال واصفي اکډنیز او مل پلاوي سره د افغانستان په روغتیايي برخه کې د پانګونې په موخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د مرصوص نړیوالې پانګونې شرکت پلاوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو او د روغتیا په برخه کې د هغو برخو مشخص کولو غوښتنه کړې، چې د افغانستان اوسېدونکي ورته زیاته اړتیا لري، څو وروسته یاد شرکت وکولی شي د مشخصو شویو برخو له مخې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
مولوي عبدالولي حقاني د مرصوص نړیوال پانګونې شرکت څخه په افغانستان کې د پانګونې په موخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته ژمنه ده.
ډاکټر عبدالباري عمر د نغلو برېښنا تولید کارخونې څخه لیدنه وکړه
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال د نغلو برېښنا تولید کارخونې څخه لېدنه وکړه او ګڼې برخې یې وارزولې.
ډاکټر عبدالباري عمر د نغلو برېښنا تولید کارخونه کې په کاربوختو تخنیکي کارکوونکو کارکړنې وستایلې او د هر ډول همکارۍ بشپړ ډاډ یې ورکړ.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس تخنیکي کارکوونکو ته د برېښنا تاسیساتو خوندیتوب ته د بشپړې پاملرنې او تجهیزاتو پر وخت رغونې په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.
د نوموړي په وینا، د کورنیو تولیدي کارخونو او په ټوله کې د برېښنا تاسیساتو خوندیتوب ته پاملرنه د افغانستان برېښنا شرکت لپاره مهم لومړیتوب دی.
د نغلو برېښنا تولید کارخونه د اوبو زیرمې اعظمي کچې پر مهال ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چې هېواد کې د برېښنا تولید له لویو بندونو څخه ګڼل کیږي.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ درېیو روغتونونو ته د تخلیې امر شوی
د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو په شمالي غزه کې درېیو -کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي- روغتونونو ته امر کړی، تر څو ناروغان او روغتیايي کارکوونکي وباسي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې صهیونیستي یرغلګرو کمال عدوان روغتون محاصره کړی او په زور یې د تخلیې ګواښ کړی.
دغهراز اسرائیلي عسکرو پرون سېشنبه د یاد روغتون پر شاوخوا بریدونه کړي او له هر لوري یې تګ راتګ ورته بند کړی دی.
د کمال عدوان روغتون مسولینو ویلي، چې د تخلیې لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی.
د یاد روغتون مشر حسام ابو صفیه ویلي، چې یو شمېر ناروغان یې نورو روغتونونو ته لېږدولي او د پاتې د لېږد لپاره لا هم هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې روغتون به یې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکوي، ځکه چې لا هم ګڼ خلک اړتیا ورته لري.
د ښاغلي حسام په وینا؛ کمال عدوان روغتون په شمالي غزه کې یوازینی بشپړ روغتیايي مرکز دی، حال دا چې العوده او اندونیزیايي روغتونونه په کم ظرفیت فعال وو.
د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده قوماندانۍ څخه ۱۳۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلا بېلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۳۵ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند د عسکرو ښوونځي له درې میاشتنیو بنسټيزو پوځي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت د ښوونې او روزنې ریاست رییس شیخ داد محمد محمدي د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني ګڼ شمیر مسولینو اومنسوبینو ګډون کړې وو.
شیخ داد محمد محمدي یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په موخه مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ.
ورته مهال یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنې په موخه بشپړ چمتووالی ښودلی.
په باروړونکو موټرو کې ځیرک قلفونه لګول کیږي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست او د مالیې او ترانسپورټ وزارتونو مسولینو، د چهارشنبې په ورځ (۱۸ تله ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال په باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس لاکر لګولو تړون لاسلیک کړ.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو په یاده ناسته کې وویل؛ د دغه تړون له مخې د خوندي او ډاډمن ترانزيټ او د پانګوالو د جذب او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه، په باروړونکو موټرو کې ځیرک قلفونه (جي پي اېس لاکر) لګول کېږي.
مسولینو زیاته کړه؛ افغان پُست امارتي شرکت د ټرانسپورټ او هوایي چلند او مالیې وزارتونو په همکارۍ، د دغې ملي او بنسټیزې پروژې پلي کېدو ته لار پرانیسته او په نېږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ ځیرک قلفونه هغه الکترونیکي قلفونه دي چې د نړیوال موقعیت پیدا کولو سیستم (جي پي اېس) څخه په استفادې، په باروړونکو لاریو کې لګول کېږي او د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ترانزیټ د ودې لامل ګرځي.
د مسولینو په وینا، ځیرک قلفونه سوداګرو سره مرسته کوي چې د خپلو سوداګریزو توکو د دقیق موقعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.
همدارنګه له ټاکل شوي مسیر څخه د نقلیه وسیلې د انحراف په صورت کې دغه سیستم د نقلیه وسیلې نوی موقعیت په ډاګه کوي او د سوداګریزو توکو له سرقت څخه مخنیوی کوي.
همدارنګه مسولینو په دې ناسته کې د پُستي کود او پتې د پراختیا ملي پروګرام پرانیسته وکړه او د هېواد په کچه د پُستي خدمتونو لپاره، د نوي شپږ رقمي پُستي کود د پلي کېدو په اړه یې معلومات ورکړل.
مسولینو وویل؛ افغانستان تر دې مهاله له څلور رقمي پُستي کود څخه ګټه پورته کوله، چې له نننۍ ټکنالوژۍ سره سم د معیاري خدمتونو وړاندې کولو جوګه نه وو او پرېکړه وشوه څو داسې کود چمتو شي چې اوسنۍ ټکنالوژۍ سره سم د معیاري خدمتونو وړاندې کولو جوګه وي.
مسولینو زیاته کړه؛ افغان پُست امارتي شرکت د هېواد په کچه نوی شپږ رقمي کود جوړ کړ او د نړیوالې پُستي اتحادیې لخوا تایید شو، چې له دې وروسته به په ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې ګټه ور څخه پورته شي.
د مسولینو د معلوماتو له مخې د هېواد په کچه ۱۴۰۵ پُستي کودونه په پام کې نیول شوي، چې د هېواد ټولې سیمې تر پوښښ لاندې نیسي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۵ هـ ق نېټه ۱۴۰۳/۷/۱۷ هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۶۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۵ زره او ۳۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې۲۰۸ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۲۱ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په تورخم کې ۲۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۱۴۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور تنه و، پکتیکا ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶ کورنیو سره ټولې۳۱۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۱۵ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۵۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۴۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۷۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۳ کورنیو سره ټولې۷۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۹۸ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۸ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۵ کورنیو سره ټولې۹۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۱۶۹ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه و، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۰۵ کورنۍ او یو زر او ۳۲۳ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳۲ کورنۍ او ۱۸۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۸۸ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۳۰۳ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۵۲ عدده
