ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 935

تېر کال غور ولایت کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

 مخابراتو او ټکنالوجي وزارت وايي؛ غور ولایت چې د هېواد یو له هغو ولایتونو وو، چې له تېرو کلونو راپدېخوا پکې ګڼې مخابراتي ستونزې موجودې وې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ځانګړې پاملرنې او لارښوونه د یاد ولایت ګڼو سیمو کې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

یاد وزارت زیاتوي، اوسمهال د غور ولایت اوسېدونکو ته مخابراتي او انټرنټي چوپړتیاوې برابرې شوې دي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد لرو پرتو سیمو او همدا راز هغه سیمې چې له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي په خپلو اولویتونو کې نیولي او د جوپړ په موخه یې د مخابراتي اسانتیاوو په مهیا کولو کار کوي .

له تېرې ادارې څخه پر نظام باندي د کورنيو خصوصي بنسټونو له پاتې پورونو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

د مالیې وزارت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ له پرېکړي سره سم له تېرې ادارې څخه پر نظام باندې د يو شمېر کورنیو خصوصي قراردادي لوجستيكي شرکتونو او اشخاصو د پاتې طلباتو، تضميناتو او تامیناتو د ورکړې پروسې له پیلولو را وروسته تر اوسه پورې د ۳۵ ادارو طلبات، تضمینات او تامينات تثبیت او تایید شوي دي.

د تثبيت شویو ادارو له ډلې څخه ۲۱ هغو ادارو، چې د خپلو حوالو راپور یې له ماليې وزارت سره شریک کړی دی، له تطبيقاتو وروسته یې په ۱۴۰۲ کال کې د طلباتو ۱۰ سلنه او په روان ۱۴۰۳ کال کې یې ۱۵ سلنه برخه چې په ټولیزه توګه ۸۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي ورکول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا؛ اوسمهال د ادارو د طلباتو تضمیناتو او تامیناتو د تثبيت او اجرا پروسه په نورمال ډول روانه ده او هغه ادارې چې تثبيت شوي دي، له ماليې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شريکولو وروسته یې د طلباتو، تضمیناتو او تاميناتو ۱۵ سلنه برخه ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې اسلامي امارت کلک هوډ لري، له تېرې ادارې څخه پر نظام باندې پاتې ټول پورونه ورکړي؛ تر څو بېلابېل كورني خصوصي بنسټونه هم له مالي اړخه پياوړي شي او نظام هم د هیڅ کوم لوري پوروړی پاتي نه شي.

د روان کال له پیل تر اوسه د سرای شمالي برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې ۲۴ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د کابل ښار د سرای شمالي برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې د روان کال له پیل تراوسه، ۲۴ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې او همدارنګه یو زر او ۲۰۰ نورو کسانو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.

د سرای شمالي د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې عمومي مدیر وحیدالله وحیدي وايي، چې یادې وېش څانګې ته په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ غوښتونکي د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

ښاغلی وحیدي زیاتوي؛ چې په دې څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې د مثنی پېژندپاڼې او د پېژندپاڼې نوي کولو خدمتونه وړاندې کېږي.

دغه‌راز هېوادوال د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي او د برېښنایي پېژندپاڼې درلودل چې د هویت معتبر سند دی، له دولتي او نادولتي بنسټونو څخه د بېلا بېلو عامه خدمتونو د ترلاسه کولو له‌پاره اړین ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په مرکز او ولایتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګو په پراخولو سره هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د برېښنایي پېژندپاڼو ترلاسه کول اسانه کړي.

د اوبو او نرژي وزیر د کجکي بند د جوړولو چارو له بهیر څخه لیدنه کړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کجکي بند د پرچاوي جوړولو د چارو له بهیر څخه چې د 77 ترکي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، لیدنه کړې.

ښاغلي منصور اړوند مسولینو ته د چارو د لا ښه‌والي په موخه اړینې لارښوونې کړې دي.

دغه‌راز نوموړي د هلمند له والي مولوي عبدالرحمن کندوزي سره هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د د دې ولایت د سیندیزې حوزې لوی ریيس مولوي عبدالهادي هادي او د هلمند د سیندیزې فرعي حوزې ریيس هم ګډون درلود.

د اوبو او انرژي وزیر له مولوي عبدالرحمن کندوزي سره هلمند کې د اوبو او انرژي د پروژو پلي کولو په تړاو خبرې کړې دي.

د دې تر څنګ ښاغلي منصور هلمند ته د خپل سفر په بهیر کې د زمین داور له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د زمین داور کانال د ستونزو هوارولو په تړاو بحث شوی او ملا عبدالطیف منصور ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله سره شریکې کړي.

حزب‌الله د اسرائیلو پر دوو شمالي ښارونو توغندیز برید کړی

د الجزیري تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، حزب‌الله د اسرائیلو پر دوو شمالي ښارونو حیفا او طبریا توغندیز برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۱ کسان پکې ټپيان شوي.

حزب‌الله وايي، چې د اسرائیلو پر یادو شویو ښارونو کې یې د صهیونیستي رژیم نظامي اډې په نښه کړې دي.

حیفا د اسرائیلو درېیم ستر او مهم ښار دی، چې د سمندري ځواک مهمه نظامي اډه او د کیمیاوي موادو تاسیاسات پکې شتون لري.

حزب‌الله پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي او ځمکنیو پرله‌پسې بریدونو سره-سره پر اسرائیلي ښارونو توغندیز بریدونه او له صهیونیستي عسکرو سره نښتې جاري ساتلې، تر دې چې په ډېری سیمو کې یې شاتګ ته د اړ کولو ادعا کوي.

پر لبنان بیا د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په لړ کې تېره شپه یو ځل بیا د بیروت پر سویل هوايي بریدونه شوي.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې په دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان شهیدان او له ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان وروستی وضعیت؛ بهرنیو چارو وزارت: د ولس مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لاره مذاکره او تفاهم دی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ د ترينګلتيا په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې یاد هېواد کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې او دوام يې په ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي.

ښاغلي بلخي زیاته کړې، چې د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لاره مذاکره او تفاهم دی او وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار، مسلې لا پېچلې کوي.

دغه راز نوموړي ویلي:”موږ د پاکستان وضعیت له نږدې څارو هيله‌من يو چې د پاکستان حکومت او تاثيرګذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلند وکړي.”

پاکستان کې تاوتریخجنو لاریونونو زور اخیستی او د اسلام اباد او ور څېرمه ښارونو لویې لارې لا هم ځای ځای بندې دي.

د راپورونو له مخې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ډېری د کاروبار ځایونه لا هم تړلي او د ورځني ژوند چارې سختې اغیزمنې شوې دي.

دغه‌راز ښاري عامه ترانسپورټ او مېټروبس خدماتو کې هم ستونزې رامنځته شوې. د دې تر څنګ تر ډېره بریده د موبایل او انټرنیټ خدمات بند شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د مخابراتي خدماتو پر بندولو نیوکه کړې او د مخابراتي شبکو د فعاله ساتلو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لاریونونو کې د اسلام اباد ۳۱ او د پنجاب ۷۵ پولیس ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، چې پاکستاني پولیسو له ۵۵۰ ډېر لاریونوال نیولي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۱) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۴۱) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۶۰) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۳۷۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۰۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳) تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸) کورنیو سره مجموعًا (۲۳۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۶۰) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۴۱۵) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۱۶) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۱۳۵) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۹۸۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۳) کورنیو سره مجموعًا (۴۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۶۰) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۰) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۳) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷) تنه و، خوست، کندوز، تخار، بدخشان، بغلان او لوګر ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۳۸) کورنۍ او (۵۶۵) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۲) کورنۍ او (۹۹) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۴۸) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۱۹۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۷۱) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کرنې وزارت مرستیال د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان له مسول سره لیدنه وکړه

د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان د بشردوستانه عملیاتو د همغږۍ او همکارۍ له مدیر اِمری یاکسک سره لیدنه وکړه.

مولوي صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې ویلي، چې په ۲۰ کلنه جګړه کې د افغانستان بنسټونه وران شوي، د بنسټونو او سازمانونو مرسته د بیا رغونې لپاره اړینه ده.

دغه‌راز موږ له اسلامي هېوادونو غواړو چې په افغانستان کې د جوړونې په چارو کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د افغانستان د کرنې میکانیزه کول د بزګرانو لپاره جدي اړتیا ده، د اسلامي هېوادونو لپاره باید افغانستان لومړیتوب وي ځکه چې کوکنار په افغانستان کې له منځه تللي، روږدي په درملنه کې دي او د هغوی لپاره کارموندنه مهمه ده.

د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان د بشردوستانه عملیاتو د همغږۍ او همکارۍ مدیر اِمری یاکسک ویلي، چې موږ غواړو په مختلفو برخو کې همکاري وکړو، زموږ یوه فعاله هڅه د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ کې د تراکټورونو وېش دی، موږ ستاسو د لومړیتوبونو سره سم مخ ته ځو.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو پام راجلب کړي، تر څو د بزګرانو او مالدارانو لپاره د همکارۍ او مرستې زمینه برابره کړي.

د ټولګټو وزير د کابل-کندهار لويې لارې له ټولو برخو څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل-کندهار لويې لارې له ټولو برخو او په ياد مسير کې له جوړېدنکو مسجدونو څخه ليدنه وکړه.

د کابل-کندهار لويې لارې د بيارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې روانې دي، چې تر ډېره یې په کارونو کې پرمختګونه شوي دي.

د يادې لويې لارې په ځينو برخو کې خلک او موټر چلوونکي د فرعي لارو د اوږدوالي له امله د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په همدې موخه د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د ساحوي تخنيکي ټيمونو په شتون کې ددې مسير د ټولو قراردادي شرکتونو استازو ته جدي لارښوونه وکړه، چې د کار تر بشپړيدو مخکې د خلکو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د خلکو او موټر چلوونکو ستونزو ته رسیدنه وشي.

نوموړي د يادې لويې لارې د قراردادي شرکتونو له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې د خلکو او موټر چلوونکو د ستونزو په نظر کې نيولو سره باید ددغه مسير د ترمیم او بیارغونې چارې په چټکۍ سره بشپړې شي.

د ټولګټو وزير د يادې لويې لارې په اوږدو کې له هغو ۶ محرابه لويو مسجدونو څخه هم لیدنه وکړه، چې د رغونې چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ترانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.