ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 943

په تخار ولايت کې لويه ولسي غونډه وشوه

د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډو په ترڅ کې د تخار ولايت مرکز د يوې لويې ولسي غونډې کوربه وو.

په دې غونډه کې د قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ ریيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریيس مفتي تسليم الله حقاني د تخار ولايت حکومتي مشرانو، ولسوالانو او قومومي مخورو ګډون کړی و.

په پيل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریيس مفتي تسليم الله حقاني ویلي، چې غواړو ولسونه د داسې غونډو له لارې د ژبني، سمتي او مذهبي تعصبونو په بدو عواقبو وپوهوږ او قومونه اتحاد او ورورۍ ته وهڅوو. تر څو د چا په ناسمو تبليغاتو ونه غوليږي.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد ویلي؛ امريکا او شريکانو يې موږ داسې معرفي کولو، چې ظلم کوو ددې خاورې او ولس خلک نه يو؛ خو اوس د فتحې په راتګ دا روښانه شوه، چې د دې خاورې اصلي وارثين او خواخوږي څوک دي.

ښاغلي احمد زياته کړې؛ زه د يوه افغان په صفت په قومونو غږ کوم، چې دا ولس د بل جنګ توان نه لري، راځئ په ګډه لاسونه ورکړو، د دښمن له ظلمونو يې وژغورو او د آبادى لپاره يې کار وکړو.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ ریيس شيخ حضرت ولي حقاني ویلي؛ زموږ ځوانانو ځانونه په دې خاطر د هېواد آزادۍ لپاره قربان کړل، چې آينده نسلونه ازاد او سوله ييز ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا يو وياړ دی، چې موږ د خپلو وينو په قيمت د اشغال لمن ورټوله کړه، د ښمنان دې له دې کاره عبرت واخلي او ولسونه دې خپل اتفاق لا غښتلی کړي.

د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر ویلي، چې تېرو حکومتونه په ټولنه کې ناسم رواجونه پريېښي، ديني عالمان او قومي مشران دې يې په له منځه وړلو کې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو يوه پاکه او په اسلامي اصولو برابره ټولنه ولرو.

په پای کې قو مي مشرانو ویلي، چې له اسلامي امارت سره يو ځای مو د جهاد او قربانيو په برکت دا وطن ازاد کړ، شريعت حاکم شو او زموږ ګډ هدف همدا وو.

هغوی زياته کړې؛ اوس دې اسلامي امارت لکه څرنګه چې هڅې کوي د ولسونو زړونه لا نور هم خپل کړي، شپه او ورځ دې کار وکړي او د خلکو ستونزې دې يوه پر بلې پسې هواره کړي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د اسلحې او تخنیک ریاست د ۸۳ منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت د اسلحې او تخنیک ریاست د ظرفیت لوړولو له لس ورځني سيمينار څخه د قول اردوګانو او لواګانو د اسلحې او تخنیک ۸۳ مدیران او آمرین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم ګډون کړی و.

ښاغلي مجاهد فارغانو ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې خپلو مسولیتونو ته متوجې شئ. تاسې د خدای او ولس دواړو په وړاندې مسول یاست او تاسې د بیت المال د میلیونو افغانیو په ارزښت د وسایلو او اسلحو ساتونکي یاست.

یادو فارغانو د مسولینو توصیو او لارښونو ته لبیک تر څنګ ویلي، چې پخپل ټول توان سره به خپل مسولیتونه سرته رسوي.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي، چې ولس ته د امکان تر کچې د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې د لوګر ولایت له ولسوالانو او د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د لوګر ولایت ولسوالانو د خپلو چارو او د سمیه‌يیزې حکومتولۍ په هکله د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په ولسوالیو کې له قومي مشرانو سره ښې اړیکي لري او د هرې ولسوالۍ لومړیتوبونه یې په ګوته کړي دي.

دغو ولسوالانو له سېلاب ځپلو سره د مرستو په یادونې سربېره د روغتیا، پوهنې او سړک جوړونې په برخو کې د اساسي پروژو د پیلولو په اړه هم د ولسونو ترتیب شوي وړانديزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

همدارنګه د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ قومي مشرانو او مجاهدینو بيا په خپلو سیمو کې د منظور شويو پروژو د ژر پیل د وړاندیز تر څنګ د یو شمېر نورو پراختیايي پروژو د پیل غوښتنه کړې ده.

یادو قومي مخورو د غازي اباد ولسوالۍ امنیت ډاډمن یاد کړی او ویلي یې دي، چې پخوانۍ ستونزې او ننګونې حل شوې او خلک خپل عادي ژوند کوي.

مولوي عبدالکبیر د لوګر سیمه‌ييزو مسولینو او د کونړ مخورو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې اسلامي امارت خپلې چارې د خلکو د مشورو او غوښتنو پر بنسټ مخکې وړي او هڅه کېږي، چې د امکان تر بریده ولس ته د ښه ژوند اسانتیاوې چمتو کړي.

په همدې اساس هر کال ګڼ شمېر پروژې په ملي بودجه کې ځای پر ځای کېږي.

سیاسي مرستیال د لوګر ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسې په سیمه کې د اسلامي امارت استازي یئ او خپلې چارې د شریعت په رڼا کې ترسره کړئ.

مولوي عبدالکبیر راغلو مخورو او مېلمنو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او په اړه به يې اړوندو ادارو ته اړینې سپارښتنې وکړي.

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر احمد ټوکور سره لیدنه کړې او د ځوانانو او د کرنې او مالدارۍ د متخصصینو د روزنې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

لومړی د ترکیې د پوهنې رییس د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې اوسمهال زرګونه کسان د دوی ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي او لېوالتیا لري، چې د یاد بنسټ ښوونځي لا زیاته کړي.

په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري هم د پوهنې په برخه کې د یادې ادارې هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ د متخصصینو د روزنې لپاره زمینه برابره کړي.

دغه بنسټ د ترکیې د حکومت اړوند بنسټ دی، چې په افغانستان کې له ښوونځي څخه تر لوړو زده کړو پورې د تجربو او پوهې د شریکولو لپاره کار کوي.

خوست کې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چک‌ډیم د جوړولو چارې پیل شوې

د اوبو او انرژي وزارت وايي، خوست ولایت کې د یوه چک‌ډیم پروژې چارې د څه د پاسه ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د یاد چک‌ډیم پروژه د خوست ولایت د قلندر ولسوالي په اسمان کوټ کلي کې د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسولینو، د قراردادي شرکت مسولینو، د سیمې قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې پرانیستل شوه.

د دې چک‌ډیم چارې د یادې سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د اوبو او انرژي وزارت پراختیایي بودجې څخه د څه د پاسه د ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لوري ترسره کېږي.

دغه چک‌ډیم د ۲۵ متره اوږدوالي، په تهداب کې د ۳.۹ متره او په پورتنۍ برخه کې ۸۰ سانتي متره پلنوالي او شپږ متره لوړوالي په درلودلو سره د شاوخوا یو زر او ۲۹۴ مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو او په لسګونه جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې د رغولو په چارو کې به یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او چارې به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

د حضرت ابو دجانه بن خرشه (رض) اکاډمۍ څخه ٦١ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت د بېلا بېلو قطعاتو او جزوتامونو ٦١ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابو دجانه بن خرشه رض د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ د اوپراتيفي دویمې دورې شپږ میاشتني مسلکي او نظامي کورس څخه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په غونډه کې د ياد پوهنتون مرستیال شیخ مولوي نور محمد خجندي او ګڼ شمېر مسولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

 مسولینو نویو فارغانو ته هر اړخيزې ویناوې کړي او ویلي يې دي؛ موږ او تاسې په اعداد، ښوونه او تعلم باندې مکلف یوو، ځکه اعداد د اسلامي نظام له اصولو څخه مهم اصل دی، کوم مسوليتونه چې در سپارل شوي په ښه ډول يې تر سره کړئ، له غفلت څخه ځانونه وساتئ د خپل اسلامي نظام او کړېدلي ولس لپاره د خدمت جوګه شئ.

ورته مهال نویو فارغانو د مسولینو توصیو او لارښوونو ته لبیک ویلي او د اسلامي نظام لپاره خدمت او قربانۍ ته یې په هر ځای کې چمتو والی څرګند کړی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۹ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱ تنه و، کابل او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲ کورنیو سره ټولې ۱۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۴۱ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۷۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۲۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴ تنه و، کندهار، هرات زابل او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۷ کورنیو سره ټولې ۳۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۵۷ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۳۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۹۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او۴۹۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۵ کورنیو سره ټولې ۷۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۲۲۰ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۹ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۱ کورنیو سره ټولې ۹۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹ تنه و، کندوز او بلخ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۹۹ کورنۍ او یو زر او ۳۳۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۰ کورنۍ او ۱۵۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۹۵ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۳۱۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۱۸ عدده

د لبنان په سویل کې ۸ اسرائیلي عسکر وژل شوي

د لبنان په سویل کې د صهیونیستي عسکرو او حزب‌الله تر منځ درنه نښته شوې، چې په پایله کې یې ۸ اسرائیلي عسکر وژل شوي.

صهیونیستي رژیم د خپلو ۸ عسکرو وژل تایید کړي او ویلي یې دي، چې په دې نښته کې یې لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د حزب‌الله له لوري د لبنان په سویل “یارون” او “مارون الرأس” سیمو کې د اسرائیلو ګڼ ټانګونه هم سوځول شوي دي.

حزب‌الله وايي، چې ځواکونو یې له اسرائیلو سره نښتې کړې او له ډېرو سیمو یې شاتګ ته اړ کړي.

دوی زیاتوي، چې د اسرائیلو په شمال کې یې په نظامي چورلکه هم توغندیز برید کړی او شاتګ ته یې اړ کړې ده.

حزب‌الله نه دي ویلي، چې یاده الوتکه په توغندي ویشتل شوې او که نه.

دا په لبنان د اسرائیلو د هوايي بریدونو د زیاتوالي او ځمکنیو بریدونو له پیل راهیسې لومړی ځل دی، چې د صهیونیستي رژیم په نظامي چورلکه د حزب‌الله له لوري د توغندیز برید راپور ورکول کېږي.