ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 944

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت به د وچې مېوو سوداګرو ته ځانګړي سهولتونه برابر کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د افغانستان د وچې مېوې یو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې.

 په دې ليدنه کې د وچې مېوې صادرونکو سوداګرو له اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې د سوداګرۍ لپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي او پر سوداګرو ناقانونه اخاذي او فشارونه له منځه تللي دي.

یادو سوداګرو ویلي، په تېرو درېیو کالو کې بهرنیو هېوادونو خصوصا هند او متحده عربي اماراتو ته د وچې مېوې په صادراتو کې پام وړ زیاتوالی راغلی او هره میاشت سلګونه ټنه وچه مېوه بهر ته صادرېږي.

یادو سوداګرو دغه راز پر بانکي سکتور د محدودیتونو د لرې کېدو او د هند د ویزو په صدور کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې او ویلي يي ديپه پاکستان کې پر وچې مېوې د ترانزیټ اضافه ماليې له ستونزو سره مخ کړي دي.

 دوی دغه راز په کابل کې د وچې مېوې د سوداګرو لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو یادونه هم کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د هغوی د ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته سپارښتنې وکړي او اسلامي امارت به د هند د ویزو په صدور کې د ستونزو حل په تړاو هم هندي مقاماتو سره خبرې وکړي.

مولوي عبدالکبیر دغه راز ویلي، د وچې مېوو سوداګرو ته به د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې ځمکې ځانګړې او سهولتونه برابر شي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، ګاونډي هېوادونه بايد د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي او د دوه اړخيزه سوداګرۍ د ودې لپاره دې لازم سهولتونه برابر کړي.

له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس د IOM موسسې پلاوي سره لیدنه کړې

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د خطرونو کمولو مسول اشرف السحام او د اړیکو مسول عبدالوارث القاسم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي؛ د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د نورو ادارو ترڅنګ یوه له هغو ادارو څخه ده، چې له موږ سره یې ډېره همکاري کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ خوښ یو چې هرې موسسې ته چې په هېواد کې، چې په هره برخه کې فعالیت کوي ډېرې اسانتیاوې برابرې کړو او د دوی چارې ژر تر ژره ترسره کړو.

همدارنګه هغه سیمي چې د خطر سره مخ دي، د وقایوي پروژو د پلي کولو په برخه کې یادو مسولینو ټینګار کړي او ویلي يې دي، چې موږ خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه ترتیب کړي دي او تاسو ته یې درکوو ترڅو د امکان تر حده  پروژې د همدغو لومړیتوبونو له مخې پلي کړئ.

په همدې حال کې د IOM موسسې د خطرونو د کمولو مسول د خطر کمولو په برخه کې د خپلو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ موږ په دوو برخو کې کار کوو، یو د استنادي او ګابیوني دیوالونه جوړول دی او همدارنګه په زیانمنو سیمو کې خلکو ته ورکشاپونه وړاندې کول دي، ترڅو هغوی وپوهوو چې په بېړنیو حالاتو کې څنګه عمل وکړي، او د ورکشاپونو تر پای ته د رسېدو وروسته هغوی ته د لومړنیو مرستو اړین وسایل هم ورکوو.

نوموړي همدارنګه د ملا نورالدین ترابي څخه غوښتي، چې د دې ادارې لومړیتوبونه له یادې موسسې سره شریک کړي، ترڅو دوی په هغه سفر کې چې ژر به یې د بادغیس ولایت د سروې لپاره  سفر وکړي خپلې پروژې د همدغو لومړیتوبونو سره سمې په پام کې ونیسي.

د کابل – کندهار لویې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا!

ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې کار په ۱۴۰۲ هـ. ش کال کې په بېلابېلو برخو کې پیل کړی وو، چې دا مهال عملا جریان لري.

 د یادې لویې لارې په اوږدو کې شاوخوا ۴۸ لوی پلونه او څه باندې یو زر او ۷۰۰ پلګوټي تخريب شوي وو، چې په اساسي او باکيفيته ډول رغول یې ډېر وخت ته اړتیا لري.

 لکه څنګه چې د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د ځايي خلکو ملکيتونه او زراعتي ځمکې دي، په همدې اساس ټولګټو وزارت د دې مسير په ځینو برخو کې بديل مسيرونه له عمومي سړک څخه لېرې رغولي دي، ترڅو د خلکو ملکيتونواو زراعتي ځمکو ته زيان ونه رسيږي.

 د يادې لويې لارې لپاره د رغول شوي خامه بدیل سړک ځينې برخې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوي دي او خلک يې د ستونزو سره مخ کړي؛ ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې ژر تر ژره د سړک دغه برخې بيرته ورغوي.

دا چې د هېواد د لويو لارو په اساسي ډول رغول ډېر وخت ته اړتيا لري، خو ټولګټو وزارت شته امکاناتو، یودیجې او وسايلو ته په کتو هڅه کوي، چې د کابل-کندهار لويه لاره په اساسي ډول په کم وخت کې ورغوي؛ ځکه د دې لويې لارې د اساسي بيارغونې کار چې مخکې په ۷ برخو ويشل شوی و؛ اوس پر ۱۳ بېلابېلو برخو تقسيم شوی دی، څو تر ډيره بريده د کار سرعت زيات او د خلکو ستونزې ورسره کمې شي.

 ټولګټو وزارت په یاده لویه لاره کې د موټر چلوونکو او خلکو ستونزې مني، خو له هېوادوالو، خلکو، موټر چلوونکو او ملي سوداګرو څخه په ډېر درنښت د زغم او حوصلې غوښتنه کوي او له دوی څخه غواړي، چې د کار په ساحو کې له بې احتياطۍ او له ټرافيکي ګڼې ګوڼې څخه ډډه وکړي او ترافیکي قوانین مراعت کړي.

لبنان؛ د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۶ کسان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، تېره شپه د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیلي یرغلګرو دبریدونو له امله ۶ کسان شهیدان او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د لبنان روغتیايي مسولین وايي، چې د دې بریدونو له امله دوه کسان ځای پر ځای شهیدان شوي او نورو بیا وروسته د ټپونو له امله ژوند بایللی دی.

لبناني چارواکي وايي، چې په یوه برید کې روغتیايي مرکز هم په نښه شوی.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۴۶ لبنانیان شهیدان او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت په وینا؛ په تېرو دوو اونیو کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو اوښتی.

د دې تر څنګ شاوخوا یو میلیون کسان بې‌ځایه او بې‌کوره شوي دي.

د کونړ- نورستان لویې لارې د جوړولو چارې د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ټولګټو وزارت وایي؛ د دې وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال ملاعبدالجبار نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان ولایت له والي قاري ذين العابدين عابد، د یاد ولایت د ټولګټو د رییس مولوي احمد نبي او یو شمېر نورو سمه اییزو مسولینو په شتون کې د کونړ- نورستان عمومي سړک د ترمیم او بیارغونې چارو پرانیسته وکړه.

دغه سړک چې، ۲۲ کیلو متره اوږدوالی او نهه متره پلنوالی لري دا مهال یې د بیارغونې چارې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت له لوري د خصوصي سکټور سره د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې د یو کال په موده که به یې کار بشپړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.

همدارنګه د یاد سړک د پاتې برخو تخنيکي (د سروې او ډيزاين) چارې هم ترکار لاندې دي، چې تر بشپړېدو وروسته به يې عملي چارې پیل شي.

د یاد سړک په ترمیم او بیا رغونې سره به د کونړ او نورستان ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.

سمنګان ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسونو یووالي او انسجام غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشرۍ سمنګان ولايت کې لويه ولسي غونډه وشوه.

په دغه ولسي غونډه کې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني او د سمنګان ولايت د والي تر څنګ د ولسواليو استازو، قومي مخورو، ځوانان او علماوو برخه اخيستې وه.

په پيل کې د ياد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني وويل؛ د سمنګان ولسونه دې نن مخامخ خپلې ستونزې د وزارت له پلاوي سره شريکې کړې، ځکه موږ نه غواړو چې ولسونه تکليف شي، وزارت په وزارت وګرځي، بلکې موږ ولايت په ولايت ګرځو ستونزې اورو او د حل په موخه يې له لوړ رتبه مسولینو سره شريکوو.

 ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال وویل؛ د اسلامي امارت زعیم رهبر له لوري د عمومي عفوې له مخې په بهر ميشتو افغانانو غږ کوو، چې  را ستانه شي د ترحم دروازې يې  پر مخ خلاصې دې.

ښاغلي احمد زياته کړه؛ تېره ۲۰ کلنه دوره کې فساد او زورواکي وه، سيستم د نورو په اشاره چليده د خلکو سر، مال او عزت خوندي نه وو؛ مګر نن اسلامي امارت دا هرڅه په نظر کي نيولي.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني د خبرو پر مهال وويل؛ نن په هېواد کې د خوشحالۍ او خپلواکۍ رڼا ده، امن دی او هر څوک کولي شي په ډاډه زړه د هېواد په ګوټ ګوټ کې وګرځي.

ښاغلي حقاني زياته کړه، قومونه دې د رب شکر ادا کړي او د دې نظام د لا پياوړتيا لپاره دې له موږ سره تل همکار و اوسي.

د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر ولسونه اتفاق او يووالي ته را وبلل هغه زياته کړه؛ افغانان چې کله یوځای شول نو د دښمن درې لويې امپراطورۍ يې ړنګې کړې او دا د یووالي او اتفاق قوت و چې کاميابي ور په برخه شوه، نو مه پريږدۍ چې بيا د بې اتفاقي په لمبو وسوځو.

قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې د اسلامي امارت کارونه وستايل دوی وويل؛ نن له هغه خلکو سره ناسته لرو چې د الله (ج) په نصرت او زموږ د دعاوو په برکت حاکم شو دا داسې حاکمان دي، چې مونږ د خپل زړه خبره په ډاډه زره ورته کولی شو او دوی يې په پراخه سینه اوري نو ملاتړ يې کوو او نړۍ دې هم ورسره تعامل وکړي.

مولوي مطیع الحق خالص: د ځنګلونو د پراختیا او وحشي ژويو د ساتني په برخه کې د چاپیریال ساتنې ادارې هڅې ګړندۍ شوې

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کونړ والي سره ناسته کړې او د چاپیریالي وضعیت د لا ښه والي په تړاو یې ورسره نظرونه او وړاندیزونه تبادله کړي.

د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه ویلي، کونړ د طبعي پلوه شتمن ولایت دی او همدغو طبیعي ښکلاوو یې د هېوادوالو پام ځانته اړولی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ځنګلونو ساتنې لپاره مهم ګامونه اخیستي او دې ولایت کې یې د ځنګلونو ساتنې قطعې جوړولو ترڅنګ ولسي تړونونه هم پیاوړي کړي، ترڅو د ځنګلونو ناقانونه وهلو مخنیوی وشي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د کونړ والي سره د ناستي پر مهال ویلي؛ د چاپېریال ساتني ملي اداره هڅه کوي، څو د ځنګلونو د پراختیا، ژوند بڼو د ساتني او بېلابیلو برخو کې د نړیوالو مرستندویه موسساتو او بنسټونو پاملرنه را خپله کړي او په دې سره وکولی شي چي د پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي خالص د یاد ولایت له والي او نورو اړوند مسولینو څخه د کونړ ولایت د ځنګلونو د ساتني په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي يي دي، د چاپېریال ساتنه د ټولو ګډ مسولیت دی.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس دغه راز د دانګام ولسوالۍ د بنشی او اسمار ولسوالۍ داغوز باغ، د ځنګلي سیمو لیدنو ترڅنګ له قومي مشرانو سره هم ناستې کړي او د چاپیریال خوندیتوب په تړاو یې د هغوی غوښتنې اوریدلې دي.

د کونړ ولایت د چاپیریال ساتنې رییس ډاکتر محمد رحمان صابر عمومي رییس ته ډاډ ورکړی، چي پوره هڅه کوي ترڅو د یاد ولایت د ځنګلونو، طبیعت، وحشي ژويو د ساتني په برخه کې ورسپارل شوي مسولیتونه په سم ډول سرته ورسوي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې ځنګلونه قطع او يايې له منځه یوسي.