ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 946

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۲۸ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۱۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۸ تنه و، کابل او ننگرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۰ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې ۱۷۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۷۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۳۴۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې ۲۴۸زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۶۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۹۱۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۲ کورنیو سره ټولې ۸۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۲۱ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، کندز، بلخ، تخار، جوزجان او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۱۹ کورنۍ او یو زر او ۳۵۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۸ کورنۍ او ۸۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۱۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۹۳ عدده

له پیښو سره د مبارزې ملي ادارې او د ډنمارک کډوالو نړیوالې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

له پیښو سره د مبارزې تیاري ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د ګډوالو نړیوالې موسسې ترمنځ دوه هوکړه لیکونه  لاسلیک شول.

ملانورالدین ترابي د ډنمارک موسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، ټول موسسات او دولتي ادارې باید په ګډه کار وکړو ترڅو د طبعي پیښو او غیر طبعي پیښو پر وړاندې مبارزه وکړو او پر وخت مو خلګ له مرستو څخه برخمن شي.

نوموړي زیاته کړې؛ باید ټول موسسات خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ترڅو افغان اولس دفقر او بي وزلۍ څخه وژغورل شي.

د ډنمارک کډوالو نړیوالې موسسې رییس دانیا الشریف ویلي؛ دنورو هېوادونو په ګډون شاوخوا ۲۵ کاله کیږي، چې یاده موسسه په افغانستان کې هم فعالیت کوي او د کډوالو، جنګ ځپلو، دماین پاکۍ او په بیړنیو حالتو کې په طبعي او غیرطبعي پیښو کې د افغانانو سره مرسته کوي.

نوموړي همدارنګه له پیښو سره د مبارزې تیاري ملي ادارې چارو څخه خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، پر وخت یې زموږ کارونه خلاص کړي دي او زموږ ملاتړ یې کړی دی.

دغه‌راز د لمړي هوکړه لیک له مخې، چې د یو میلیون، ۴۹۳ زره او ۱۵ امریکایي ډالرو په ارزښت دي، په کابل، کاپیسا، پروان، بامیان، کندهار، زابل، هلمند، نیمروز فراه، بادغیس، لغمان، او کونړ ولایتونو کي د یوه کال په موده کې بېلابېلې پروژې لکه د ۷۰۰ ښونیزې او روغتیایي مرکزنو، ناچاودو توکو څخه پاکول او وروسته د سولرونو نصبول شامل دي، پلې کېږي.

او دویم هوکړه لیک د یو میلیون، ۸۴۴ زره او ۴۱۴ ډالرو په ارزښت په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، کندهار، زابل، هلمند، هرات، فراه، بادغیس، ننګرهار، کونړ، او نورستان ولایتونو کي د بیړنیو حالتو د بشر دوستانه پیاوړتیا او محلي ماین پاکۍ په برخه کې د یوه کال په موده کې به ولګول شي.

تل‌ابیب کې وسله‌وال برید؛ ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

د راپورونو له مخې، اسرائیلي پولیس وايي؛ پرون سې‌شنبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه تل‌ابیب کې وسله‌وال برید شوی، چې ۷ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

اسرائیلي پوځ وايي، چې په دې برید کې د دوی یوه ښځینه عسکره هم سخته ټپي شوې ده.

د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د تل‌ابیب پولیسو ویلي، چې وسله‌والو کسانو د ښار پر یوه سړک په خلکو ډزې کړې او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

له دې برید وروسته د خطر زنګونه وهل شوي او د ایران له لوري پر اسرائیلو توغندیز بریدونه هم پیل شوي دي.

د کډوالو له اتشو سره د خلیل الرحمان حقاني انلاین لیدنه؛ د کډوالو پر وضعیت او ستونزو خبرې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني او د دې وزارت یو شمېر رییسانو د اسلام اباد، پیښور، کوټې او په ایران کې د تهران، مشهد او زاهدان د کډوالو اتشو له مسولینو سره انلاین لیدنه کړې.

په دغه انلاین لیدنه کې په ایران او پاکستان کې د کډوالو په عمومي وضعیت، ستونزو او مشکلاتو خبرې شوي.

دغه‌راز د اتشو مسولینو د کډوالو وضعیت، فعالیتونو او کډوالو ته د وړاندې شوو خدماتو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ته معلومات ورکړي او خپلې ستونزې او اړتیاوې یې ورسره شریکې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په خپلو خبرو کې دوی ته د اړتیاوو پوره کولو ډاډ ورکړی او د لوی سفارت او نورو اړوندو ادارو سره د همغږۍ سپارښتنې یې ورته کړې دي.

خلیل الرحمان حقاني ویلي، مونږ هڅه کوو، چې په کوربه هېوادونو کې د پاسپورت او پیژندپاڼې اسانتیاوې رامنځته کړو.

دغه‌راز نوموړي یادو مسولینو ته په کارونو کې د چټکتیا او روڼتیا ترڅنګ د اسلامي شریعت او د رسول صلی الله علیه وسلم  د سنت طریقو په پابندۍ ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت کې توپیري چلند ته ځای نشته

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او جهادي قومندانانو سره کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کابینې یو شمېر غړو، د پنجشیر والي او سیمه ییزو مسولینو هم شتون درلود.

په یاده لیدنه کې قومي مشرانو له اسلامي امارت او اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی او ویلي یې دي، د نظام د ثبات او ساتنې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د پنجشیر مجاهدینو او مخورو خوښي ښودلې، چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د قومونو پر وړاندې دروازې پرانیستې ساتلي او افغانان کولی شي خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه له چارواکو او مسولینو سره شریک کړي.

یادو قومي مشرانو ویلي، هغه کسان چې له بهره د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغ او د مخالفت نارې وهي د افغانستان او په ځانګړي توګه د پنجشېر ولایت استازولي نشي کولي او نه یې افغانان مني.

دوی همدا راز زیاته کړې؛ د پنجشیر پر ولسونو هېڅکله ناسم تبلیغات اغېز نه کوي او چاته اجازه نه ورکوي، چې د نظام پر وړاندې حرکت وکړي.

دغه‌راز یادو قومي مشرانو په پنجشېر ولایت کې د استنادي دېوالونو، سړک جوړولو، د پخوانیو نیمه پاتې پروژو د بیا پیل او د دغه ولایت د اداري تشکیل د ډېرېدو د غوښتنې ترڅنګ خپلې ستونزې هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د ناستې پر دوام د پنجشیر علماوو ویلي، له فتحې سره سم د بیت المال ټول اړوند اموال حکومت ته سپارل شوي او دا مهال په دغه ولایت کې د حکومت او ولس ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پنجشیر علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د پنجشیر د مجاهدینو جهاد خورا ارزښتمن و او اسلامي امارت د قدر په سترګه ورته ګوري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په هېواد کې د غربي اشغال له پایته رسېدو وروسته اسلامي نظام حاکم او افغانستان د خپلواک او پیاوړي اسلامي نظام څښتن دی.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت هېڅکله تبعیض او تعصب ته ځای نه ورکوي او د متوازن انکشاف لپاره یې رغنیزې پروژې پیل کړي‌ دي.

سیاسي مرستیال د پنجشیر مشرانو ته په خطاب کې ویلي، اسلامي امارت به د هغوی پر ټولو وړاندېزونو غور وکړي او د اړتیا په صورت کې به یې وړاندېزونه د اسلامي امارت تر زعیم پورې ورسوي.

دغه‌راز د ناستې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزېر نورالدین عزیزي، د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزېر شیخ محمد خالد حنفي، د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د پنجشیر والي حافظ محمد حکیم اغا د پنجشیر د مخورو او علماوو غوښتنو ته د رسیدنې په هکله خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د پنجشیر ولایت د ستونزو حل ته به لا ډېره پاملرنه وکړي.

ایران په اسرائیلو کې پر یو شمېر تاسیساتو توغندیز برید کړی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران سپاه پاسدران تېره شپه په تل‌ابیب او د اسرائیلو یو شمېر نورو برخو کې د ۲۰۰ بالستیک او هایپرسونیک توغندیو پر مټ د صهیونیستي رژیم پر تاسیساتو برید کړی.

د ایران سپاه پاسداران وايي، چې اسرائیلو کې یې د لسګونه پوځي اهدافو پر لور توغندي توغولي دي.

یادو ځواکونو ګواښ کړی، چې که اسرائیل ځواب ورکړي بیا به برید پرې وکړي.

تر اوسه د دې برید د کره جزییاتو په اړه څه نه دې ویل شوې، خو سپاه پاسدران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې شاوخوا ۹۰ سلنه توغندي په بریالیتوب سره د موخې پر ځایونو لګیدلي دي.

ورته مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “د ایران او سیمې د مشروع حقونو، سولې او امنیت ټینګښت په موخه د صهیونیستي رژیم تېریو ته پرېکنده ځواب ورکړل شو.”

بهرنیو چارو وزارت: هېڅوک له هېڅ افغان سره تبعیضي چلند نه‌شي کولای

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا‌ احمد تکل د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، چې اسلامي امارت ټولو افغانانو ته د خپل رعیت په نظر ګوري او هېڅوک له هېڅ افغان سره تبعیضي چلند نه شي کولای.

نوموړي زیاتوي، چې هېواد کې د هر وګړي حقه حقوق خوندي دي.

ښاغلي تکل یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت هېچاته د افغانستان له خاورې نورو ته د ګواښ اجازه نه ورکوي.

نوموړی وايي: “د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د هېواد په ټوله جغرافیه او سرحداتو کنټرول لري؛ هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي او یا هم له افغان خاورې تهدیدونه ورته متوجه کړي.”

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند په وینا؛ د تېرو درېیو کلونو په جریان کې اسلامي امارت توانېدلی، چې له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ورغوي، تر څو د هېواد د ملي منافعو د تحکیم لپاره او دغه‌راز د افغانستان او سیمې د بیارغونې او رفاه لپاره دغه اړیکې موثرې او ګټورې تمامې شي.