ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 951

د UNFPA سازمان له مشر سره د عامې روغتیا وزیر لیدنه؛ په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو په جوړېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د دې سازمان له جینوا څخه راغلې استازې شوکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي د روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړونې، د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو او نور موضوعاتو خبرې شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر د یاد سازمان له استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې په ظرفیت لوړونې، د لا نورو نویو روغتیايي ځالو جوړولو، د خدماتو پر پراختیا او راتلونکي کې د نويو روغتیايي ځالو د جوړېدو پر مهال د معیاري او نویو نقشو عملي کولو غوښتنه کړې.

مولوي نورجلال جلالي د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدماتو برابرول خپل لومړیتوب یاد کړی او ویلي يې دي؛ په دې برخې کې به دوامداره هڅې کوي، ترڅو تر ټولو سپینو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت له چارواکو سره له همکارۍ پرته بله حللاره نشته

د روسیې، چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو سازمان سرمشریزې ۷۹یمې ناستې په څنډه کې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته کړې.

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو په جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان مسلې د هواري لپاره خپلې تګلارې پرتله کړې او ټینګار لري، چې له متقابل درناوي او د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره له خبرو پرته بله لاره شتون نه لري.

د اسلامي امارت مسولین له اسلامي امارت سره تعامل د سیمې د ثبات په پیاوړتیا کې ګټور بولي او د دغې څلور اړخیزې ناستې له پایلې څخه هرکلی کوي.

له بلې خوا د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وايي، چې د سیمې امنیت لپاره باید له افغانانو سره همکاري وشي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په ۷۹یمه ناسته کې پخپلو څرګندونو کې ویلي، چې نړۍ باید افغانستان کې د بشري موضوعاتو د حل په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې: “مهم ټکی د امنیت تضمین او د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې همکاري او له افغانانو څخه ملاتړ دی. په سیمه کې د امنیت د ټیکاو لپاره باید له افغانانو سره په اقتصادي بیارغاونه او بشري برخو کې مرستې وشي. د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې همکاري د سیمې د امنیتي ټیکاو لپاره یو له ګټورو لاملونو څخه بلل کېږي.”

یو شمیر کارپوهان هم په دې باور دي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لاره نه لري.

له دې وړاندې هم د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف افغانستان له مرکزي اسیا څخه نه بېلېدونکی هېواد بللی او ټینګار یې کړی، چې د ثبات او سیمې د تلپاتې پراختیا کیلي د افغانستان د مسلې په حل کې پرته ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزير او هرات ولایت د رسنیو مسولینو لیدنه؛ د رسنیو په ستونزو خبرې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه هرات ولايت ته د سفر په لړ کې د خبريالانو او رسنيو له مسولينو سره د ليدنې په ترڅ کې د دوی بېلابېلې ستونزې اوریدلي او د حل کولو ډاډ يې ورکړی دی.

 ملا خیرالله خیرخواه د رسنيو د اقتصادي ستونزو په اړه ویلي؛ د هرات د رسنيو مسولین او خبريالان دې خپل يو تن استازی وټاکي، چې دا موضوع د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره تعقیب او په ګډه ورته د حل لار پيدا کړي.

 ښاغلي خيرخواه د هرات د رسنيو له مسولینو او خبريالانو غوښتي، چې په بېلابيلو برخو کې د هېواد د پرمختګونو په اړه فعاليت ترسره کړي.

 د رسنيو مسولینو او خبريالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي او د مالي ملاتړ برخو کې د اسانتياو رامنځته کولو باندې ټينګار کړی.

 هرات کې د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ او څارنې کمېټې غړي شميل احمد مشعل ویلي؛ هرات کې نسبت نورو ولايتونو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت بهتر دی، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتي، چې مخابراتو وزارت ته د رسنيو د فريکونسي قيمتونو د کمولو برخه کې جدي توجه وکړي.

 د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمد اللّٰه متقي ویلي؛ د رسنيو او خبريالانو ستونزو ته به رسېدنه کېږي او د رسنيو د ستونزو په اړه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت جدي پاملرنې غوښتنه کړې.

 د يادونې وړ ده، چې د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ او څارنې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ لويديځه حوزه کې شاوخوا ۶۵ تصويري، غږيزې او چاپي رسنۍ فعاليت کوي.

څلورو کورنیو شرکتونو ته اسلامي مالي ملاتړ منظور شو

کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ د کرنیزې پرمختیایي وجهي صندوق مالي کمېټې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ غونډه کې څلورو کورنیو شرکتونو ته د اسلامي مالي ملاتړ منظوري ورکړه.

دغه غونډه د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالقدیر احمد، د مالیې وزارت د ملي زېرمو رییس نصرت الله محمود، د کرنیزې پرمختیایي صندوق لوی رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د اړوندو برخو رییسانو په شتون کې د یاد صندوق په دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې د صندوق مسولینو د څلورو هغو کورنیو شرکتونو، چې د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د اسلامي تمویل په توګه د مرابحې بیعې غوښتنه کړې وه، د کار او فعالیت په اړه خپله د ارزونو پایله کمېټې ته وړاندې کړه، چې پرې تر بحث او خبرو وروسته، دغو شرکتونو ته د اسلامي مالي ملاتړ منظوري ورکړل شوه.

په اوس وخت کې یاد کورني شرکتونه د پنبو تولید، پروسس او صادراتو، د چرګانو روزنې او د چرګانو غوښې تولید، د کیمیاوي سرې وارداتو او په هېواد کې دننه د اوړو د تولید او پروسس برخو کې فعالیت کوي، او کاري کیفیت یې هم لوړ دی.

همدارنګه په دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد بزګرانو ته د لا اغېزمنو او زیاتو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

روان کال د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ کچه ۳۵۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې له ‘رایبر’ خبري اژانس سره پخپله تازه مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګريزې اړیکې زیاتې شوې او اوس‌مهال د دواړو هېوادنو ترمنځ د سواګرۍ کچه ۳۵۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په کور دننه د داعش پر وړاندې سخته مبارزه شوې او ټول پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

نوموړي د نشه‌يي توکو له منځه وړل د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د درېیو کلونو په موده کې شاوخو ۱.۵ سوه زره په نشه‌يي توکو روږدي تداوي کړي دي.

له دې سره هم‌مهاله د روسیې د بهرنېو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي له څلور اړخیزې ناستې وروسته دې پایلې ته رسیدلي، چې افغانستان کې له خبرو او د اسلامي امارت له چارواکو سره له همکارۍ پرته هېڅ حللاره شتون نه لري.

شیخ محمد خالد الحنفي: د اسلامي شریعت پلي کول د اسلامي نظام دنده ده

 د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان عمومي رییس ډاکټر محمد سعيد الیاش او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوي توشیح شوي قانون پر وضاحت او خپل منځي همکاریو هر اړخیزې خبرې کړي.

شیخ محمد خالد الحنفي ویلي؛ امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر، چې د ټولو مسلمانانو دیني وجيبه ده، د یادې کړنې د لا ښه ترسراوي په موخه (د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر نوی توشیح شوی) قانون د اسلامي شریعت، نبوي احاديثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوی دی.

دغه‌راز نوموړي ټینګار کړې، د اسلامي شریعت پلي کول د اسلامي نظام دنده او د افغاني ټولنې غوښتنه ده او په یاده برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونکړي.

شیخ محمد خالد الحنفي همداراز ډاکټر محمد سعيد الیاش ته ډاډ ورکړی، چې له یاد سازمان سره بشپړې او هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی او له هغوی هم غوښتنه کړې، ترڅو خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ډاکټر محمد سعيد الیاش د امر بالمعروف وزارت فعالیتونه یې مثبت او د ستایلو وړ بللي.

نوموړي همداراز د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام اړینه او اساسي دنده بللې او د ټولنې په اصلاح کې یې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر رول مثبت او ارزښتمن ارزولی دی.

په پای کې ډاکټر محمد سعيد الیاش د دې ناستې په جوړېدا خوښي ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت سره به د تېر په څېر خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

مولوي قدرت الله جمال د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو له مرستيال سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو له مرستيال فیلیپ، د ياد سازمان ښوونکو نوحا او کالب سره د یاد وزارت کارکوونکو ته د ګرځندوی او هوټلدارۍ د مهارت او ظرفیت لوړونې درسونو پيل کولو په موخه لیدنه کړې.

د PTS نړیوال ښوونيز سازمان سره د شوې هوکړې له مخې سر له سبا څخه د ياد سازمان ښوونکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی او هوټلدارۍ برخې کارکوونکو ته په همدې برخه کې د درې اونيو لپاره ښوونيزه دوره پيلوي.

مولوي قدرت الله جمال د PTS نړیوال ښوونيز سازمان له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته د ښوونيز پروګرام تطبيق کولو له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ له نورو هېوادونو څخه د ښوونيزو پروګرامونو د تطبیق په موخه راتلل د پياوړي همت ښکارندويي کوي، افغانان هم له زده کړو سره ډيره ليوالتيا لري، دوی ميلمه پاله خلک دي، په همدې اساس د ګرځندوی او هوټلدارۍ برخې زده کړې ورته ځانګړی اهميت لري او هرکلی يې کوي.

نوموړي زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د سيلانيانو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه غواړي د ګرځندوی انسټيټيوټ ته پراختيا ورکړي.

ښاغلي جمال ویلي؛ د اسلامي امارت په حاکميت سره په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت ټينګ شوی دی، د PTS نړیوال ښوونيز سازمان غړو ته بلنه ورکوو، چې د تجربې د ترلاسه کولو په موخه افغانستان کې له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي، افغانستان کې د بهرنيو سيلانيانو د ليدنې لپاره مناسب تفريحي، تاريخي او د ليدو وړ ځايونه شته، سيلانيان کولی شي، چې د افغانستان له طبيعي منظرو څخه په ارامه زړه خوند واخلي.

د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو مرستيال فیلیپ په خپلو خبرو کې ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ښوونيزه برخه کې کار کوو، چې دا تجربوي بڼه لري، راتلونکي کې به هم خپلو ښوونيزو پروګرامونو ته ادامه ورکوو، تر دې ښوونيزې دورې وروسته به ستاسو نظريات او وړانديزونه ځان سره واخلو او راتلونکي کې به لا غوره خدمات وړاندې کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ د PTS نړیوال ښوونيز سازمان هڅه کوي، چې داطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکي بهرنيو هېوادونو ته د عملي او نظري زده کړو په موخه دعوت کړي، تر څو د ګرځندوی او هوټلدارۍ اړوندې تجربې ورسره شريکې کړي.

فیليپ ویلي؛ مونږ دلته يواځې د تدريس په موخه نه يو راغلي، بلکې دلته له هغه څه چې ګورو يې او ورسره مخ کېږو زده کړه کوو، لکه د افغانانو ميلمه پالنه، نيک چلند او همکاري چې له دې څخه په نورو هېوادونو کې د تدريس پرمهال يادونه کوو.

د فيليپ په وینا، افغانستان کې د کاري دورې په ختمېدو او له دې ځايه په ستنېدو به د دې ځای خاطرې او تجربې په ليکلې بڼه ترتيب کيږي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره به شريکيږي.

د يادونې وړ ده، چې  (PINNACLE TEACHING SOLUTION)  يو نړيوال تعليمي سازمان دی، چې د نړۍ په ۱۷ هېوادونو کې د دولتي ادارو او شرکتونو د کارکوونکو د مهارتونو او ظرفیت لوړولو برخه کې فعاليت کوي.