د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره له شریکو پولو او ډیورنډ فرضي کرښې څخه نظارت او څارنه وکړي ترڅو له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره دوه اړخیز ثبات ټینګ وي او ولسونه په سوله او اخوت کې ژوند وکړي.
عن أبي الشماخ الأزدي، عن ابن عم له من أصحاب النبي صلی الله علیه وسلم، أتی معاویة فدخل علیه، فقال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ” مَنْ وَلَيَ أَمْرًا مِنْ أَمْرِ النَّاسِ ثُمَّ أَغْلَقَ بَابَهُ دُونَ الْمِسْكِينِ وَالْمَظْلُومِ أَوْ ذِي الْحَاجَةِ، أَغْلَقَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى دُونَهُ أبْوَابَ رَحْمَتِهِ عِنْدَ حَاجَتِهِ وَفَقْرِهِ أَفْقَرَ مَا يَكُونُ إِلَيْهَا” (أخرجه أحمد)
ژباړه: ابو الشماخ الأزدي رحمه الله تعالی د خپل تره له زوی څخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي رضی الله عنه دی روایت کوي چې هغه معاویه رضی الله عنه ته ورغی او ورته ویې ویل، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي: چاته چې د مسلمانانو په چارو کې کوم کار وسپارل شي بیا یې خپله دروازه د مسکین، مظلوم او اړمن کس پر مخ وتړله الله تعالی به د هغه د حاجت او فقر پر مهال د خپل رحمت دروازې وتړي، داسې مهال چې هغه به د الله تعالی رحمت ته تر هر وخت ډېره اړتیا لري.
و في روایة الترمذي: فجعل معاویة رجلا علی حوائج الناس.
ژباړه: نو له دې وجې څخه معاویة رضی الله تعالی عنه د خلکو د حوائجو پوره کولو لپاره یو کس مؤظف کړ.
د پرانیستې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزیزي، د هرات د والي شيخ مولانا نور احمد اسلامجار او سوداګرو ګډون ګړی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ د روسیې، چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۹مې سرمشريزې په څنډه کې د افغانستان په اړه ناسته کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده ناسته کې دغه هېوادونه دې پاېلي ته رسېدلي، چې د افغانستان له اوسنيو واکمنانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو او اړیکو پرته بله لاره شتون نه لري.
اسلامي امارت د روسيې، چین، پاکستان او ایران هېوادونو د هغه مثبت دریځ تایید او هر کلی کړی، چې د اسلامي امارت سره یې خبرې او ساسي ډیالوګ یواځینۍ حل لاره بللې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د روسیې، چین، پاکستان او ایران هېوادونو د هغه مثبت دريځ هرکلی کړی، چې له اسلامي امارت سره یې خبرې او اړیکې یواځینۍ حل لار بللې ده.#مليتلویزیونpic.twitter.com/API4F4I6Nm
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د روسیې، چین، پاکستان او ایران هېوادونو د هغه مثبت دريځ هرکلی کړی، چې له اسلامي امارت سره یې خبرې او اړیکې یواځینۍ حل لار بللې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي؛ حقیقت هم دا دی چې، د هېوادونو ترمنځ خبرې او سیاسي ډیالوک د مثبتو سیاسي تعاملاتو لپاره لاره جوړوي.