ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 959

د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۶۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وايي؛ د دې وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو او مرکزي قطعاتو ۱۶۰ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمېر مسولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د وینا پر مهال وویل؛ دنده او مسولیت د تقوا په رڼا کې ترسره کړئ، د مشرانو او مسولینو د اوامرو اطاعت وکړئ او هم د خپل مسولیت اړوند، زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسولینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

مولوي فضل الربي فضلي: د امربالمعروف او نهي عن المنکر قوانینو پلي کولو موخه د ټولنې اصلاح کول دي

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظارت رییس مولوي فضل الربي فضلي د یوې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت رییسانو او کارکوونکو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې د یاد وزارت د قوانینو پلي کولو په موخه اصلاحي وینا کړې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د ارشاد او دعوت رییس شیخ محمد قسم حقاني، د یاد وزارت یو شمېر نورو رییسانو او کارکوونکو شتون درلود.

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظارت رییس مولوي فضل الربي فضلي وویل؛ د امربالمعروف او نهي عن المنکر قوانینو پلي کولو موخه د ټولنې اصلاح کول دي او موږ د عامې روغتیا وزارت له ټولو مسولینو او کارکوونکو غواړو، څو په دې برخه کې زموږ سره همکاري وکړي.

نوموړي همداراز د عامې روغتیا وزارت له ټولو مسولینو او کارکوونکو وغوښتل، چې خپله ظاهري بڼه او سیرت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د قوانینو له مخې برابر او یاد قانون په اړوندو ادارو کې پلي کړي.

 د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس او د ارشاد او دعوت رییس شیخ محمد قاسم حقاني هم ګډونوالو ته د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قوانینو پلي کولو اړوند خبرې ترسره کړې او په دې برخه کې یې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ټولو افغانانو لپاره د خدمت مسولیت لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (دوشنبه، د تلې ۲مه) په سپېدار ماڼۍ کې د بغلان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د نهرین، جلګې او برکې ولسوالیو قومي مشرانو پکې شتون درلود، راغلو قومي مشرانو د اسلامي امارت له مسولینو څخه مننه وکړه، چې په دې ولایت کې یې د سېلابونو پر وخت رسېدنه کړې او د خلکو ستونزې یې حل کړي دي.

یادو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او په بغلان ولایت کې یې د سړکونو، ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو او مساجدو د جوړولو غوښتنه وکړه.

هغوی دغه راز د سېلابونو له امله د ویجاړ شویو کورونو د بیا رغولو او استنادي دیوالونو د جوړلو وړاندیز هم وکړ.

مولوي عبدالکبیر له یادو قومي مشرانو مننه وکړه او ویې ویل، چې د جهاد په کلونو کې د افغانستان د نورو ولایتو په څېر د بغلان مجاهدینو هم بېسارې قربانۍ ورکړې او سختۍ یې وزغملې.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د ټولو افغانانو لپاره د خدمت مسولیت لري او د بغلان ولایت د اوسېدونکیو د ستونزو حل ته به اساسي پاملرنه وشي.

پر لبنان د اسرائیلو هوايي برید؛ یو کس شهید او ۱۷ نور ټپیان شوي

اسرائیلي جنګي الوتکو نن سهار له ځايي وخت سره سم د سهار په نږدې شپږ نیمو بجو د لبنان په ختیځ او سویلي سیمو لسګونه بریدونه کړي.

د لبنان دولتي خبري اژانس ‘این این اې’ وايي، چې په سویلي نباتیش سیمه کې له ۸۰ ډېر ځایونه بمبار شوي. دغه‌راز د بنت جبیل او مرجایون سیمو په ګڼو ځایونو کې هم بمبارۍ شوې دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې لږ تر لږه یو کس شهید او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د دې تر څنګ د لبنان په سویل او پلازمېنه بیروت کې ځايي اوسېدونکو د خپلو سیمو د ژر تر ژره پرېښودو پیغامونه ترلاسه کړي دي.

د یاد هېواد د اطلاعاتو وزیر ‘زیاد مکاري’ د یاد پیغامونو په تړاو له خلکو غوښتي، چې دې خبرادریو ته دې زیاته پاملرنه نه کوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د دویم مس عینک کان له مسولینو سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نن، د دوشنبې په ورځ (۲/۷/۱۴۰۳) نېټې په خپل کاري دفتر کې د دویم مس عینک کان له قراردادي مسولینو سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په پیل کې د یادې پروژې مسولینو د خپلو اکتشافي پرمختګونو او کاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د چارو د چټکتیا په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم له وزیر سره شریک کړل.

 ملا هدایت الله بدري د دویم مس عینک پروژې د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او قراردادي شرکت ته یې په ټولو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د یاد شرکت له مسولینو وغوښتل، چې د قرارداد د شرطونو پر بنسټ خپل مسولیتونه ترسره کړي او د پروژې پراختیایي فعالیتونو ته پاملرنه وکړي.

پېښو سره د مبارزې رییس له UNION AID موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

له پېښو سره د مبارزې رییس ملا نورالدین ترابي او د یونین ایډ  UNION AID  نړیوالي موسسې رییس امجید احمد صافی، د هماهنګۍ مسول رشیدالدین او مل پلاوي ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

ملا نورالدین ترابي ویلي، هڅه باید وشي چې د هر ډول پېښو ځپلو سره د مرستو جاري ساتلو ترڅنګ د مرسته کېدونکو موادو کیفیت ته پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړې، د ټولو همکارو موسسو سره همکارۍ ته چمتو یو.

د یادې موسسې رییس ویلي؛ دې موسسه په ۱۳۵۸ کي فعالیت پیل کړی دی او تل یی د سېلاب ځپلو، کډوالو او پېښو ځپلو سره همکاري کړي ده.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د ۱۵۴ زره او ۹۵۱ ډالرو په ارزښت په تخار؛ بدخشان او بغلان کي سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کوو.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سویلي افریقا څخه د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ جام ۲-۱ په خپل نوم کړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته وبایلله، خو په لومړیو دوه سیالیو کې یې د بریاو په خپلولو سره د دغې لوبلړۍ جام ۲-۱ په خپل نوم کړ.

د دریمې لوبې پچه هم افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډله له درې بدلونونو سره لوبېده چې یو لوبغاړی یې عبدالمالک و، نوموړی د لومړي ځل لپاره په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې لوبېده.

رحمن الله ګربز د تېرې لوبې په څېر بیا هم غوره توپوهنه وکړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۸۹ منډې جوړې کړې.

د نورو افغان توپوهونکو په منځ کې محمد غضنفر یوازېنی لوبغاړی و، چې له ګربز وروسته یې ډېرې ۳۱* منډې جوړې کړې وې.

افغان لوبډلې په ۳۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي یوازې په ۱۶۹ منډو کې له لاسه ورکړل او سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

د یاد هدف په ځواب کې سیالې لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۴۰ منډو ملګرتیا وکړه.

سیالو لوبغاړو خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکړ، چې په پایله کې یې د افغان اتلانو د ۱۷۰ منډو هدف په ۳۳ اورونو کې د خپلو ۳ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ.

د افغان لوبډلې په ګته محمد غضنفر، فرید احمد ملک او محمد نبي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو افغان لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله او لوبه سیالې لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

وروستۍ لوبه که څه هم سیالې لوبډلې وګټله خو افغان اتلانو په لومړیو دوه لوبو کې د بریاو په خپلولو سره دغه لوبلړۍ ۲-۱ په خپله ګټه پای ته ورسوله.

رحمن الله ګربز د افغان لوبډلې په ګټه ۸۹ منډې جوړې کړې چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 دغه راز رحمن الله ګربز په دغه لوبلړۍ کې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې په جوړولو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې، چې له امله یې د لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې دا په نړیوال کرېکټ کې لومړی ځل و چې د افغانستان کرېکټ بورډ د دوه اړخیزو سیالیو لپاره د سویلي افریقا کوربه توب وکړ.

دغه راز افغان لوبډلې هم د لومړني ځل لپاره د سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې ته په نړیوال سیالیو کې ماتې ورکړه.