ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 964

‏د اختلافي او نزاع پاروونکو بحثونو او مناظرو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د مقام اعلامیه!

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان اسلامي امارت د یوه حاکم نظام په حیث لکه څنګه چې د مسلمان ولس د ځان، مال او عزت ساتنه او په ټوله کې فزیکي امنیت یې خپل مسولیت ګڼي دغه راز د ټولنې هر اړخیز ثبات، رواني امنیت، له نزاع، تفرق او تفریق څخه د ټولنې خوندیتوب، د تشتت او نفرت اچوونکو عواملو مخنیوی یې هم مهم مئولیت دی.

الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي: وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا . . .( آل عمران ۱۰۳) ژباړه: او د الله تعالی په رسۍ ټول منګولې ولګوئ او اختلاف مه کوئ.

بنا اسلامي امارت مکلف دی چې ټولنه له ټولو هغو کړنو، خبرو، حرکاتو او عاداتو څخه وساتي چې په ولس کې نزاع، تفرق، تفریق او بې ثباتۍ ته لاره هواروي.

په کابل کې د څلور زره او ۵۹۵ تنو جیدو علمای کرامو لویه غونډه چې ١٤٤٣/١٢/٣ هـ ق نېټه ترسره شوه د پریکړه لیک اتمه ماده یې د همدې موضوع په اړه داسي لیکلي: پر هغو علماوو چې د ټولنیزو رسنیو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي، غږ کوو چې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه له دې امله خلک لار ورکي او په ټولنه کې اختلافات او تشویشونه پیدا کیږي چې د فتنې راپورته کیدا سبب ګرځي.

بناء د اختلاف خپروونکو بحثونو او جنجالونو د مخنیوي په موخه لاندې څو نکاتو ته باید جدي پاملرنه وشي او په کلکه رعایت شي.

۱ــ علمای کرام دې له هغو بحثونو او خبرو څخه په کلکه ډډه وکړي، چې اختلافي بحثونو او مناظرو ته لاره هواروي، د عام ولس د تشویش او رواني نا ارامۍ سبب ګرځي او په نتیجه کې یې د علماوو او علم وقار او حیثیت ته زیان پیښیږي.

۲ــ علمای کرام دې د هغه نادرو موضوعاتو، قضایاوو او د علماوو د تفرداتو بیانولو څخه ډده وکړي کوم چې د بعضو خلکو لپاره د فتنې سبب ګرځي او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وي.

حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه فرمایي: ما أنت بمحدث قوما حديثا لا تبلغه عقولهم، إلا كان لبعضهم فتنة

رواه مسلم۹/۱

ژباړه: ته د یو قوم په وړاندې د هغوی له عقل څخه لوړه خبره نکوې مګر دا چې هغه په دوی کې د ځینو لپاره (باعث) فتنه وي.

۳ــ ځینې عجیب او غریب مسایل چې فقهې کتابونو یافني کتابونو راوړي، یا مجتهدینو د فقه الافتراضي له مخې استخراج کړي او وقوع یې عامه نه وي، د دین له ضروریاتو هم نه وي، په عامه منابرو او مجالسو کې دې نه بیانیږي. ځکه له داسې مسائلو څخه د دین دښمنان تمسخر جوړوي، د دین او علم اهانت ورسره کیږي.

۴ــ علمای کرام دې هڅه وکړي چې په عامو سټیجونو او رسنیو کې یوازې هغه مسائل بیان کړي چې د خلکو د آخرت او دنیا ګټه او سعادت ورسره تړلی وي، اتفاق او اتحاد ور باندي ټینګیږي د غیر ضروري عجائبو او غرائبو پر ځای دې دیني عقائد، دیني احکام، اسلامي اخلاق، د ورځنیو جاري معاملاتو په اړه دیني مسائل او د اسلام له پراخې علمي ذخیرې څخه دې هغه څه خلکو ته بیان کړي چې هغوی ورته اړتیا لري.

قَالَ عَلِيٌّ: حَدِّثُوا النَّاسَ، بما يَعْرِفُونَ أتُحِبُّونَ أنْ يُكَذَّبَ، اللَّهُ ورَسولُهُ .

صحیح البخاري۲۴/۱

ژباړه: حضرت علی رضی اللہ عنه فرمایلي دي: له خلکو سره داسي خبرې کوه چې هغوی یې فهمولی شي، ایا ته دا غواړي چې د الله تعالی او د هغه د رسول تکذیب وکړای شي.

۵ — محترم واعظین او استادان دې د خاصو درسي او تصوفي حلقو هغه موضوعات او درسونه چې تخصصي، پېچلې او تفصیلي بڼه ولري، د عامولو او په رسنیو کې د نشرولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسي مجالس ځانګړي وي، مخاطبین، تشریح او موضوعات یې خاص وي.

۶ — د داسې نامناسبو الفاظو له کارولو څخه دې په کلکه ډډه وشي چې بې ادبي ګڼل کیږي او خپله د هغه شخص حیثیت هم ورسره له منځه ځي.

۷_ هغه علماء چې اختلافاتو ته لمن وهي، خرافاتو ته وده ورکوي پر عامه رسنیو بحثونو، مناظرو او نامناسبو الفاظو کارولو ته دوام ورکوي، خلک په شک او فتنو کي اچوي او له همدې لارې د خپل شهرت هڅه کوي او یا خپله عقده پالي د مدارسو محترم مهتممین او ټول خلک دې دغسې کسانو ته په خپلو دستاربندیو، مناسبتونو، او جلسو کې د ګډون او تقریر دعوت نه ورکوي او نه دې هم د نور فعالیت زمینه ورته برابروي او نه دې د دوی په غونډو کي شرکت کوي، ځکه د دوی بیانات د اسلامي ټولنې په زیان دي، د فتنې او اختلاف سبب ګرځي.

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنهما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:

«لَا تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ لِتُبَاهُوا بِهِ الْعُلَمَاءَ، وَلَا لِتُمَارُوا بِهِ السُّفَهَاءَ، وَلَا تَخَيَّرُوا بِهِ الْمَجَالِسَ، فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ، فَالنَّارُ النَّارُ ».

سنن ابن ماجه/۲۲

ژباړه: له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې له ناپوهانو سره پرې بحث او مباحثه وکړئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره غوره ځای و مومئ، نو که چا داسې وکړل، نو د هغه لپاره – اور دی اور.

۸ــ د دیني علومو طالبان دې له هغو استادانو سره دورې کوي او سبقان دي ور باندې وایې چې له اختلافاتو پارولو، تفرق او تفریق خپرولو او مضرو بحثونو څخه لیري وي او همېشه د ځان درنه او د نورو سپکه نه بیانوي، بیهوده الفاظ نه وایې، ډلبازي او تخریب یې عادت نه وي، د خیر خواه علماء کرامو او اسلامي امارت لارښوونو ته اعتناء کوي او په هر څه کي یوازي د الله تعالی رضا لټوي، تر څو همدا طالبان له هغو خویونو څخه چې د عالم له شان سره نه ښایې محفوظ پاته شي، په ټولنه کي مقبولیت ولري او د جمهورو علماء کرامو په حقه لاره ثابت قدم پاته شي.

او ټول عمر له خپلې ټولنې او هم مسلکو سره په اختلاف اخته نه وي.

عن ابي هریرة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مَن طلبَ العِلمَ ليُجاريَ بهِ العلَماءَ أو ليُماريَ بهِ السُّفَهاءَ أو يصرِفَ بهِ وجوهَ النَّاسِ إليهِ أدخلَهُ اللَّهُ النَّارَ

رواه الترمذي۹۴/۲

ژباړه: چا چې علم زده کړ د دې لپاره چې د علماوو په وړاندې ورباندې فخر وکړي یا له ناپوهانو سره ورباندې بحث او مباحثه وکړي یا ځان ته د خلکو توجه جلب کړي نو هغه به په جهنم کې وي.

ابن سیرین رحمه الله فرمایي:

إنَّ هذا العِلمَ دِينٌ، فانظُروا عمَّن تأخُذون دينَكم .

أخرجه مسلم في (مقدمة الصحيح) (۱/۱۶)، والدارمي (۴۲۴)

ژباړه: بېشکه چې دا علم دین دی، نو وګورئ چې خپل دین له چا څخه ترلاسه کوئ!

امام مالک رحمه الله فرمایي:

’’إِنَّ هَذَا الْعِلْمَ هُوَ لَحْمُكَ وَدَمُكَ، وَعَنْهُ تُسْأَلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَانْظُرْ عَنْ مَنْ تَأْخُذُهُ

الکفایة في علم الروایة للخطیب /۲۱

ژباړه: بې شکه دا علم ستا غوښه او وینه ده او د دې اړوند به د قیامت په ورځ له تا څخه پوښتنه کیږي نو دې ته متوجه اوسه چې له چا یې حاصلوي.

اسلامي امارت هیچا ته د اختلاف پیدا کولو، تفرقه اچولو، نزاع او فتنو جوړولو اجازه نه ور کوي او د مخنیوي په اړه یې جدي اقدامات کوي.

د مولوي عبدالسلام حنفي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ مرستيال لیدنه؛ د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او د یاد سازمان په همکاریو خبرې شوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان استازولۍ مرستيال اندريکا راتوته او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پيل کې اندريکا راتوته په افغانستان کې د امنيت پر ټینګښت او د نشه يي توکو په لمنځه وړلو خوښي ښودلې.

نوموړي ویلي؛ د ملګرو ملتونو سازمان له افغانانو سره د مرستو د دوام غوښتونکی دی او د افغانستان اسلامي امارت رهبري څخه هیله لري، چې اړمنو ته د دغو مرستو رسولو په برخه کې ورسره هر اړخيزه همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ مرستيال د دوحې دريمې ناستې او د هغې د پریکړو د عملي کېدو په اړه معلومات ورکړي او زیاته کې يي ده؛ دغه سازمان د روغتيا، ښوونې او روزنې، د خوړو خونديتوب، د خصوصي بانکدارۍ سيستم پياوړتيا، د خصوصي سکتور ملاتړ، کرنې، له چاپېريال ساتنې او اقليمي بدلونونو سره د مبارزې په برخو کې ډېر پروګرامونه لري، چې د دغو برنامو عملي کېدل د اسلامي امارت هر اړخيزو همکاريو او په دې هېواد کې د ستونزو او خنډونو لمنځه وړلو لپاره د مسولینو هڅو ته اړتيا لري.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ مرستيال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو او پروګرامونو مننه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د مشرانو او مسولینو د هڅو په پايله کې امنيت په بشپړ ډول ټینګ شوی، د نشه يي توکو کر، استعمال، قاچاق او سوداګري او اداري فساد پای ته رسیدلی دی.

نوموړي څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت رهبري په ټول توان د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په مختلفو سيمو کې د پراختیايي پروژو پلي کېدو لپاره هڅې کوي او له ملګرو ملتونو سازمان او نورو مرستندويه بنسټونو څخه غوښته لري، چې د لا زیاتو کاري فرصتونو رامنځته کولو، کروندګرو ته د نشه يي توکو د بديل معيشت او د کډوالۍ د مخنيوي لپاره په مختلفو برخو کې له افغان ملت سره همکاري وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز څرګنده کړې، افغانستان د اقليمي بدلونونو له اړخه ډېر زيانمن شوی او همکاريو ته اړتيا لري.

ملا نورالله نوري: اسلامي امارت توانیدلی چې اسلامي نظام، خپلواکي او ملي یووالی رامنځته کړي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او سیمه ییزو مسولینو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې پرمهال ولسي وګړو د اسلامي امارت د ټولو مسولینو، په خاصه توګه د ملا نورالله نوري ستړیاوې نه هېرېدونکې بللي او ویلي يي دي؛ د الله تعالی ﷻ په نصرت، د مجاهدینو د ستړیاوو، د کونډو او یتیمانو د دُعاګانو په برکت خدای تعالی ﷻ یو اسلامي نظام او واحده رهبري را نصیب کړې او په دې قربانیو یې یوه ښه پایله مرتبه کړې.

یادو مشرانو زیاته کړې؛ دې ولسوالۍ په ۲۰ کلن دور کې له ټولو امکاناتو بې برخې پاته شوې، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

دوی په یاده ولسوالۍ کې د سرکونو خاموالی، د روغتیایي خدماتو کمبود او د مخابراتي شبکو نشتون خپلې ستونزې یادې کړې او د پاملرنې غوښتنه یې کړې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ولسي مشرانو ته له هرکلي وروسته ویلي؛ ناوه په تېر کې د افغانستان یوه نمونه ولسوالي او د مجاهدینو د استقرار او دمې ځای و، ستاسې د تکالیفو نتېجه وه، چې یو لوی ښامار مو مات کړ او خدای تعالی ﷻ د اسلامي نظام، خپلواکي او ملي یووالي په نعمتونو ونازولو.

ملا نورالله نوري یاد ولسونه د خدمت مستحق بللي او ډاډ یې ورکړی، چې یادو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې به پوره هڅه کوي او له اړوندو ادارو سره به یې د حل په موخه شریکوي.

اداري کمېسیون د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ غونډه کړې

د اداري کمېسیون غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوې.

په دې غونډه کې لومړی ټاکل شویو کمېټو د خپلو کړنو، فعالیتونو او ورسپارل شویو دندو په اړه خپل راپور وړاندې کړی دی.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت، د بیت المال د تثبیت، ثبت او مراقبت ادارې اړوند موضوعاتو او همدارنګه د بدیل معیشت او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزښت زیاتولو زنځیر د طرحې په اړه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت برابره کړې وه، بحث او هر اړخیزه ارزونه شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د دې غونډې په پای کې په اجنډا کې د شاملو ځینو موضوعاتو په اړه د زیات دقت په موخه جلا کمېټې ته دنده سپارل شوې.

خلیفه سراج الدین حقاني: نړیوال باید له افغانستان سره د اقتصادي ودې او نشه يي توکو سره مبارزې په برخه کې همکاري وکړي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او ورسره مل پلاوي د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ کې د قومي مخورو او سيمه ييزو مسولينو له لوري جوړې شوې غونډه کې ګډون کړی.

دې ولسي غونډه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکو د د کورنیو چارو وزیر او ورسره مل پلاوي تود هرکلی کړی او هېواد کې يې د خوندي امنیت او ثبات په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي دي.

د یادې ولسوالۍ وګړو د کورنیو چارو وزیر ته د دوامداره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی او د متوازن پرمختګ او بنسټيزو پروژو د پلې کېدو په برخه کې د نوموړي د پاملرنې غوښتنه کړې.

خلیفه سراج الدین حقاني دې ولسي غونډې ته په وينا کې جهادي بهير کې د سیدکرم د خلکو سرښندنې ستایلي او ياد قومونه یې د هېواد امن او پرمختګ د بنسټونو مهمه برخه بللي.

نوموړي امنيت او پرمختګ الهي نعمت ياد کړی او په وينا يې له بې روزګارۍ او ستونزو سره، سره اميدونه هم ډېر دي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې د نا امېدۍ پر ځای ولس او حکومت بايد په ګډه کار وکړي.

د کورنیو چارو وزیر نړیوالو سره د اعتماد او مشروع چوکاټ کې د همکارۍ په اړه ویلي، چې نړیوال باید د مشروع او منظمو میکانیزمونو له لارې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او نشه يي توکو سره مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

 خلیفه سراج الدین حقاني د بشري مرستو د اهمیت یادونه کړې او زياته کړې یې ده، چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو سره و نه تړل شي.

خلیفه صاحب د ښه راتلونکي او پر ځان بسياينې په موخه اقتصادي او د کانونو ایستنې په برخه کې د پرمختګ، او په سیمه‌ییزه او ملي کچه د ستونزو حل او يو شمېر پروژو د پلې کېدو او کاري بوختياوو رامنځته کېدو په برخه کې يې د شته ستونزو د حل ژمنه کړې.

 نوموړي شته وضعيت د هېواد یووالي او وحدت لپاره مهم فرصت بللی او د ثبات او ارامۍ ساتلو لپاره یې د حکومت جدي اراده او پریکړه څرګنده کړې.

د قطر سفیر د کډوالو چارو له وزیر سره په لیدنه کې؛ د کډوالو په بشري مرستو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو

د قطر دولت سفیر ډاکتر مردف القشوطي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
په دغه ناسته کې د کډوالو او داخلي بېځایه شوو لپاره د سرپناه، روغتیا او تعلیم په برخه کې د مرستو رسولو او ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د کډوالو چارو وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان سره د قطر دولت د مثبتو اړیکو او بشري مرستو مننه کړې.
د قطر سفیر له افغانستان سره د خپلې خواخوږۍ څرګندونه کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې د کډوالو په برخه کې به لا زیاتې بشري مرستې جلب او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

د قوش تیپې کانال د خاورو سروې او د نمونې اخیستنې پروګرام پیل شو 

د کرنې وزارت وایي؛ د دې وزارت د خاورو پېژندنې ریاست د خاورې د ازمېښت، د کرلو وړ بوټو د ټاکلو او د کانالونو د فرعي او څانګیزو برخو د ډیزاین د طرحې لپاره ملي پراختیا شرکت ته د اړونده معلوماتو د ورکولو په موخه، د قوش تیپې کانال د ساحو د خاورو د سروې او نمونې اخیستنې پروګرام پیل کړی دی.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه بهیر د خاورو پېژندنې ریاست د شپږ کسیز متخصص ټیم لخوا پیل شوی، چې یاد شوی پروګرام به دوه میاشتې دوام وکړي.

په لومړي ګام کې به د توپوګرافي نقشې پر بنسټ ۱۰۸ کیلومتره ساحې سروې او د خاورو نمونې ترې واخیستل شي، له دې وروسته به دغه بهیر تر وروستیو سیمو پورې ادامه پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې د قوش تیپې کانال تر پوښښ لاندې سیمو د خاورو د سروې او نمونو اخیستو وروسته، راټولې شوې نمونې به د دې ریاست په لابراتوارونو کې تجزیه او تحلیل شي.

د دې پر بنسټ به د خاورو وروستۍ نقشې او د مطالعې راپورونه ترتیب شي، ترڅو د ځمکو ښه استعمال او د سیمو د خاورو اصلاح لپاره اړوندو لورو ته وړاندې شي.

بهرنیو چارو وزارت: تېر کال په اوږدو کې لسګونه افغان ډيپلوماتان د ګڼو هېوادونو له لوري په رسمي ډول منل شوي

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو نن، د پنجشنبې په ورځ (۲۹ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې محکمې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو وویل؛ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعاملاتو او ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د پیاوړتیا، د صنعت سکتور پیاوړتیا او د کانونو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته پاملرنه، د اقتصادي پروژو پلي کول، د بشري مرستو راجلبول، د نیمه بشپړو پروژو د پیل په پار د تمویل کوونکو سره همغږي او په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د افغانستان د مهمو او کلیدي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې، د تیر کال له مهمو اجرااتو څخه دي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د مدیریت په اړه اړین اقدامات ترسره شوي او هڅه شوې ترڅو له افغان دیپلوماتانو سره د منل شویو نورمونو او اصولو له مخې چلند وشي.

د مسولینو په وینا، د اسلامي امارت د اغېزناکه ډیپلوماسۍ په رڼا کې د بندیزونو د لیرې کولو او له تور لیست څخه د یو شمېر افغان چارواکو د نومونو د ایستلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

 د دغه وزارت مسولینو وویل، د تېر کال په اوږدو کې لسګونه افغان ډيپلوماتان ماليزيا، ترکيې، پاکستان، ايران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسيې، چين، دوحې او متحده عربي اماراتو ته ور وپېژندل شول او دغه ډيپلوماتان د يادو هېوادونو له خوا په رسمي ډول ومنل شول.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه؛ د تېر کال په اوږدو کې د چین، روسیې، ترکیې، ایران، قزاقستان، قرغزستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اندونیزیا، مالیزیا، اروپایي ټولنې او د نړیوالو سازمانونو لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې کړې دي.

مسولینو وویل؛ په تېر یوه کال کې د تعامل او همکارۍ د کچې د لوړولو په موخه د اسلامي امارت چارواکو ته ۴۶ سفرونه برابر شوي، د قطر، ترکیې، پاکستان او ایران په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د اسلامي امارت د چارواکو د ګډون زمینه برابره شوې او همدارنګه د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره ۲۵ مهمې ناستې ترسره شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هڅې ترسره شوي، چې د اقتصادي او زیربنایي پروژو د پیل، لکه ټاپي پروژې، ټاپ، نورالجهاد سب سټیشن، اورګاډي پټلۍ، همدارنګه د سوداګرۍ او ترانزیتي اسانتیاوو په برخه کې د افغانستان، بیلاروس، روسیې، قزاقستان، اوزبیکستان ، پاکستان، ایران او چین ګډې هڅې په دې برخه کې مهمې بیلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو وویل؛ د کانونو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو، کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه په کابل، اوزبیکستان او ترکمنستان کې د شپږو نندارتونونو د جوړولو، له چین، متحده عربي اماراتو، پاکستان او اوزبیکستان څخه د ظرفیت لوړونې پروګرامونو لپاره د یو زر او ۶۸۱ بورسونو ترلاسه کول، د روسیې، چین، اوزبیکستان، اذربایجان، قزاقستان، مالیزیا او قطر هېوادونو له خوا یو زر او ۱۷۴ سکالرشیپونه او په هرات کې د وروستیو زلزلو ځپلو ته د اوزبیکستان، چین، ترکمنستان، قرغزستان، تاجکستان او اندونیزیا له هېوادونو څخه د بشري مرستو راجلبول، په تېر یوه کال کې د دې وزارت له مهمو کړنو څخه دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۸۳ زره او ۲۱۰ پېژندپاڼې او وثایق تصدیق او صادر شوي، ۴۱ زره او ۹۵۹ بهرنیو اتباعو ته ویزې ورکړل شوي، ۹۷ زره او ۵۵۶ پاسپورتونه وېشل شوي او ۴۲۶ زره او ۱۴۱ پاسپورټونه تمدید شوي دي.

دغه راز د هېواد په پينځو هوايي ډګرونو، اتو بندرونو او اوو ولایتونو کې د پاسپورټ خدمتونو د وړاندې کولو د سیستم رامنځته کول او فعالول او همدارنګه د برېښنايي پېژندپاڼو او یو شمېر نورو اسنادو د وېش په برخه کې د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، تېر کال په مرکز او ولایتونو کې د ۲۵۰ کارکوونکو او ډیپلوماتانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه دایر شوي او د دغه وزارت له دیپلوماسۍ انستیتوت څخه ۲۸۵ تنه فارغ شوي دي.