ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 966

د اوزبیکستان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره د مخې ښې لیدنه کې؛ دواړه هېوادونه به په ګڼو برخو کې همکاري پراخه کړي

کابل کې د اوزبیکستان سفیر یادگار خواجه شادمانوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره مخه ښې ناسته کړې.

په دې ناسته کې چې د اوزبیکستان لپاره د اسلامي امارت نوماند سفیر شیخ عبدالغفار بحر هم شتون درلود.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په لړ کې د اوزبیکستان د سفارت رول ستایلی دی.

مولوي امیر خان متقي له فتحې سره سم تر دې دمه په کابل کې د اوزبیکستان ډیپلوماټیک شتون ارزښتمن بللی او په تاشکند کې یې د افغانستان د ډیپلوماټیک حضور کچې لوړول د دوه اړخیزو اړیکو پرمختگ یاد کړی.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تاشکند ته د اسلامي امارت د سفیر له تللو سره به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.

د اوزبیکستان سفیر په خپل وار د خپل ماموریت پرمهال د بهرنیو چارو وزارت له همکاريو مننه کړې او په افغانستان کې ماموریت له خوږو خاطرو ډک بللی.

یادگار خواجه شادمانوف د اوزبیکستان او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې مخ پر ودې بللي او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه به گڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته کار وکړي.

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې سوېلي افریقا ته ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړی یوه ورځنۍ لوبه کې سوېلي افریقا ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او ستره بریا یې پخپل نوم کړه.

افغان لوبډله پرون (چهارشنبه، د وږي۲۸مه) د سوېلي افریقا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې ډګر ته ښکته او بریا یې خپله کړه.

دا په نړیوال کرېکټ کې د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان اتلانو لومړنۍ بریا وه، چې پخپل نوم یې ثبت کړه.

د یادې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې ښه پیل واخیست او د غوره توپ‌اچونې پر مټ یې د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۰۶ منډو وسوځول.

د افغان لوبډلې په ګټه فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوې ویکټې ترلاسه کړې.

په دویمه پاڼۍ کې افغان اتلانو د ګلبدین نایب د ۳۴* او عظمت‌الله عمرزي د د ۲۵ نا سوځېدلو منډو پر مټ افغان لوبډله تر بریا ورسوله او سیالې لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

فضل الحق فاروقي د ۳۵ منډو په بدل کې د ۴ ویکټو په اخیستلو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دې لوبلړۍ دویمه لوبه به راتلونکې جمعه د روانې سنبلې/وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ په ژوندۍ او قانوني بڼه له ملي سپورت څخه خپرېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هېوادوالو ته د غوره خدماتو برابرولو هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د مُردیان ولسوالۍ یو شمېر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو علماوو او متنفذینو د دې ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

یادو علماوو او متنفذینو ویلي، افغان ملت له کلونو ناامنۍ او بې ثباتۍ وروسته امنیت او ارامۍ ته رسېدلی، چې له شک پرته د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو د زحمتونو او کوښښونو پایله ده.

دوی همدارنګه د مدرسو، ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، مواصلاتي لارو او پراختیایي چارو موضوعات یاد کړي او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال یادو علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال خلکو ته د خدماتو برابرول، د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت د مسولینو له دندو څخه بللي او ویلي یې دي، په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت مسولین خلکو ته په بېلا بېلو برخو کې د خدماتو برابرولو ته ګومارل شوي، چې شپه او ورځ کوښښ وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د مُردیان ولسوالۍ د علماوو او متنفذینو له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به د دوی غوښتنې وارزوي او د امکان تر حده به لازم اقدامات وکړي.

د پاکستان له سفیر سره د کډوالو چارو د وزیر لیدنه؛ د کډوالو د ستونزو په حللارو خبرې شوې

په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره  لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په ستونزو او د هغې په حللارو خبرې شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په پاکستان د کډوالو د بېلا بېلو ستونزو یادونه کړې او له پاکستان هېواد یې غوښتي، چې د ګاونډیتوب اصل ته په کتو باید کډوال په اجباري توګه و نه باسي او نه یې وځوروي.

خلیل الرحمن حقاني همدا راز له یاد هېواد څخه د کډوالو په اړه د یوې ګډې او جامع تګلارې غوښتنه کړې، ترڅو د کډوالو راتلونکی روښانه او په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي او په هیڅ وخت کې کډوال د سیاستونو قرباني نشي.

دغه‌راز نوموړي په تورخم او سپین بولدک کې هم د ځینو ستونزو یادونه کړې او په تګ راتګ کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه یې کړې.

په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي؛ باثباته او مترقي افغانستان د پاکستان او سیمې هېوادونو په ګټه دی او کوم مسایل چې د خبرو له لارې د حل وړ وي باید ګډې ناستې پرې وشي.

عبیدالرحمن نظاماني زیاته کړې، کډوال زمونږ خپل وروڼه او خویندې دي او د دوی ستونزو ته رسېدنه زمونږ دیني او اخلاقي مسولیت دی.

ښاغلي نظاماني ژمنه کړې، چې یادې شوې ستونزې به له خپلې رهبرۍ سره شریکې او د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ایراني پلاوی: افغانستان کې یو شمېر روغتیايي پروژې پیلوو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد څخه راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ایران هېواد له لوري د افغانستان روغتیايي سکتور سره د مرستې او همکارۍ اړوند خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیرد افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه د نړیوالو په ځانګړي توګه د ایران هېواد همکاري اړینه بللې او په دې برخه کې یې د یاد هېواد سره پر لا ښو اړیکو او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی.

له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ او په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر روغتیايي پروژو د پیلېدو ډاډ څرګند کړی.

د فلسطین روغتیا وزارت: اسرائیلو غزه کې لږ تر لږه ۷۱۰ نوي زېږېدلي ماشومان شهیدان کړي

د فلسطین روغتیا وزارت یو ۶۴۹ مخیز سند خپور کړی، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د ۳۴ زره او ۳۴۴ شهیدانو نومونه، د پیدایښت نېټه او جنسیت پکې ځای پر ځای شوي دي.

یاد سند چې د روغتیا وزارت په ټیلګرام چینل خپور شوی، د ۲۰۲۳ د اکټوبر له ۷مې د ۲۰۲۴ د اګسټ تر ۳۱مې ارقام پکې لیست شوي دي.

د دې سند په لومړيو ۱۴ پاڼو کې د ۷۱۰ هغو نویو زېږدلو او له یوه کاله د کم‌عمر لرونکي ماشومانو نومونه ثبت شوي، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري شهیدان شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې (Save the Children) د اسرائیلو له لوري د ۷۱۰ نویو زېږدلو ماشومان شهیدانول غندلي دي.

یاد سازمان پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې هېڅ مور او پلار باید د خپلو ماشومانو د بایللو له امله دردمن نه‌شي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې زیاته کړې، چې له فلسطیني ماشومانو سره روان تاوتریخوالی نور د منلو وړ نه دی.

د یادونې وړ ده، چې د فلسطین روغتیا وزارت له لوري په خپاره شوي لیست کې د ټولو شهیدانو نومونه نه دي ثبت شوي، ځکه چې د یاد وزارت د وروستیو شمېرو له مخې غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۲۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

سترې محکمې د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د سترې محکمې مسولینو نن، د چهارشنبې په ورځ (۲۸ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې محکمې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د سترې محکمې مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم له مخې، د نېکمرغه کوچني او لوی اختر په مناسبت دوه زره او ۳۰۴ تنه بندیان ازاد شوي او یو زر او ۹۲۰ تنه نور د اړوندو مراجعو له لوري له تخفیف څخه برخمن شوي دي.

مسولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې په مجموعي توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل او فصل شوي دي.

د سترې محکمې د مسولینو په وینا؛ په تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۵۰ زره او ۷۶۲ حقوقي او جزایي قضیې په ابتدائیه، مرافعه او تمیز محکمو کې په دوران کې وې، چې له دې جملې څخه ۲۰۳ زره او ۴۷۸ قضیو ته په ابتدائیه، ۳۴ زره او ۷۶۲ قضیو ته په مرافعه او اته زره او ۸۹۲ قضیو ته په تمیز محکمو کې رسېدنه شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

مسولین زیاتوي؛ چې د یادو قضیو له جملې څخه، د نشه یي توکو اړوند اته زره او پینځه او د ښځو د شرعي حقونو اړوند درې زره او ۳۷۳ قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

 د مسولینو په وینا، سترې محکمې په وروستي یوه کال کې ۱۷۹ زره او ۸۱۸ وثیقې اجرا او په ډېټابېس کې ثبت کړي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ چې په تېر کال کې د کابینې ۳۳۵ مصوبات او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله احکام او فرمانونه سترې محکمې ته رسیدلي، چې په اړه یې اصولي اجراآت ترسره شوي دي.

په همدې ډول په تېر کال کې د سترې محکمې عالي شورا ۳۸ ناستې کړي، چې په دې ناستو کې د ۱۹۱ مهمو موضوعاتو په تړاو اړینې پرېکړې ترسره شوي دي.

د سترې محکمې مسولینو د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د تفتیش لوی ریاست موظف پلاوي ۵۳۳ موضوعات له نافذه اصولو او مقرراتو سره سم تفتیش کړي دي.

سربېره پر دې ټاکل شوي پلاوي په وروستي یوه کال کې ټولو ولایتونو ته سفرونه کړي، د مرافعه، ښاري او ولسوالیو د ابدائیه او نورو محکمو د تفتیش تر څنګ یې له زندانونو هم لیدنه کړې او د زندانیانو د وضعیت ارزونه یې تر سره کړې ده.

مولوي صدراعظم عثماني: د نشه یي توکو د کښت په بندیز کې نړۍ هم باید ونډه واخلي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر رییس پولیک اوکسي غای او د یادې ادارې د بدیل پراختیایي پروګرامونو رییس اردکاسټم سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د افغان بزګرانو پر ملاتړ ټینګار کړی.

مولوي صدراعظم عثماني ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د نشه یي توکو کښت بند شوی، نو باید د کروندګر همکاري او ملاتړ وکړو ترڅو په راتلونکي کې نشه یي توکي و نه کري او د دوی غوښتنې باید پوره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې فعالیت کې نه یوازې د افغانستان دولت بلکې ټوله نړۍ باید ونډه واخلي، باید د دې هېواد د بزګرانو د صادراتو، وارداتو، تولید، ښوونې او روزنې، د سبړ، مېوو او غلو دانو د پروسس او د بنسټیزو کارونو د پلي کولو په برخه کې کار وشي.

دغه‌راز په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر مسولینو د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي، په بهرنیو هېوادونو کې به په راتلونکو کنفرانسونو او غونډو کې له افغان بزګرانو سره د همکارۍ پر اړتیا خبرې وکړي.

د یادونې وړده، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته ګڼ شمېر بزګرانو بدیل کښت ته مخه کړې او د کرنې وزارت هوډ لري، چې دوی ته مناسب بدیلونه ورکړي.