ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 968

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه؛ د اړندو کمېټو کړنې ارزول شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې په پیل کې د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون د کمېټو فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې ارزول شوي دي.

وروسته د کارپنځونې، هغو کډوالو ته چې کورونه نلري د ځمکې د وېش، په اجاره د کرنیزو ځمکو د ورکړې او د ښارګوټو او بېرته راستنو شویو سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو د جوړولو طرحې په ځانګړي ډول د یاد کمېسیون د کمېټو د طرزالعملونو په اړه خبرې شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د کابينې شپږمه غونډه: د هېواد لرې پرتو سيمو کې ولسونو ته د خدماتو جدي څارنې په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپږمه غونډه د رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (۱۴۴۶ ھ ق کال د ربیع الاول ۱۳مه/ وږي ۲۶مه) نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې پکې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې پیل شويو پراختيايي، تعلیمي او روغتيايي چارو ته جدي پاملرنه وکړي او ټولو محرومو سيمو کې مېشتو هېوادوالو ته د شته امکاناتو نه په استفاده په عاجله توګه د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

همدا راز په دې غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو کارولو د مدیریت طرحې په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې له اصولي پړاوونو ترسره کولو وروسته دې د تائید او منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مقام ته وړاندې شي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د شرقي مديترانې حوزې هېوادونو له استازو سره په اتم سیمه‌ییز کنفرانس کې کډون وکړ

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي عُمان هېواد ته د سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه د شرقي مديترانې حوزې هېوادونو له استازو سره د ‘’Advancing Public Health Preparedness and Response:  Challenge, opportunities and Ways Forward’’ په اتم سیمه ییز کنفرانس کې کډون وکړ.

 په دې کنفرانس کې چې د شرقي مديترانې حوزوې د ۲۲ هېوادونو د روغتیا برخې استازو په کې ګډون کړی و، د هېوادونو ترمنځ د روغتیايي میزان پر پیاوړتیا، په روغتیايي برخه کې په ناڅاپي توګه رامنځته کېدونکو بېړنيو پېښو ته پر چمتووالي، د واکسیناسیون خدماتو پر پیاوړي کولو، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو خبرې شوې دي.

مولوي عبدالکبیر د اوزبیکستان له سفیر سره د مخه ښې په لیدنه کې؛ اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د اوزبیکستان له سفير خواجه یادګار شادمانوف سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د اوزبیکستان سفير په افغانستان کې د خپل ديپلوماتیک ماموریت په موده کې د اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د اوزبیکستان دوست هېواد دی او د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې دوستانه او ژورې دي.

ښاغلي شادمانوف دې ته په اشارې چې په افغانستان کې یې د خپل د ماموریت پرمهال د کابل او تاشکند د اړیکو پراختیا ته ځانګړی پام کړی وویل، د اوزبیکستان چارواکي افغانستان سره د لا ډېرو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي.

نوموړي څرګنده کړه؛ افغانستان ته د اوزبیکستان د لومړی وزیر د سفر پر مهال د شویو دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر عملي کېدو کار پیل شوی، همداراز به په نږدې راتلونکي کې یو بل اوزبیک پلاوی هم د برېښنا په برخه کې د همکاریو او امو سیند څنډو د تحکیماتو په موخه کابل ته سفر ولري.

خواجه یادګار شادمانوف په نږدې ورځو کې تاشکند ته د افغان سفیر د تګ د تابیا د یادونې ترڅنګ وویل، د اوزبیکستان تخنیکي ټيمونه په افغانستان کې د پخوانیو تولیدي کارخونو د بیارغاونې پلان لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د خواجه یادګار شادمانوف دیپلوماتیک ماموریت او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د نوموړي هڅې وستایلې او له تاشکند سره یې د اسلامي امارت اړیکې په مناسب حالت کې یادې کړې.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، افغان حکومت پر خپلو ژمنو عمل کړی او هیڅکله هم اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته ضرر ورسیږي.

د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي په سیمه کې د اقتصادي پروژو برخه شي، همداراز په پام کې لري د بحث وړ موضوعات د خبرو له لارې حل کړي.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان په اړه د اوزبیکستان د استخباراتو د مشر د څرګندونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، په تېرو درې کالو کې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پام وړ پرمختګونه شوي او د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نېږدې شوی دی.

د فلسطین پوهنې وزارت: پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۱۱ زره زده‌کوونکي شهیدان شوي

د فلسطین پوهنې وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۱ زره او یو زده‌کوونکي شهیدان او ۱۷ زره او ۷۷۲ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت د اټکل له مخې، په غزه تړانګه کې ۱۰ زره او ۸۸۸ زده‌کوونکي شهیدان او ۱۷ زره او ۲۲۴ نور ټپیان شوي، حال دا چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۱۳ زده‌کوونکي شهیدان، ۵۴۸ ټپيان او ۴۲۹ نور بندي او نیول شوي دي.

صهیونیستي اشغالګرو غزه کې خپلو بریدونو او وحشتونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیان قرباني کېږي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۲۵۲ فلسطینیان شهیدان او ۹۵ زره او ۴۹۷ نور ټپیان شوي دي.

کورش؛ پلخمري ښار کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د اووم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په پلخمري ښار کې له مرکز او ولسوالیو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش اووم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې مصلح کلب ورزشکارانو لومړی، افضلي کلب ورزشکارانو دویم او د دهنه کلب ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ؛ همدارنګه د ۱۳۰ ورزشکارانو له ډلې اووه ورزشکاران د بغلان ولایت کورش منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د بغلان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د بغلان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکاران وستایل شول.

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د کندهار اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه د ۴۸۰ پولیسو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د کورنيو چارو وزارت اړوند جنوب غرب زون د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د امنیتي ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون کړی

د کورنيو چارو وزارت اړوند جنوب غرب زون د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۴۸۰ تنو امنیتي ځواکونه تر دوه میاشتنۍ نظامي زدکړو وروسته فارغ شول.

 یادو مجاهدینو چې دوې میاشتنۍ مسلکي او شرعي زده کړې په یاد مرکز کي بشپړې کړې، نن یې فراغت غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پر مهال یې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد، د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستیال محمد ابراهيم صدر، د کورنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار، د کورنيو چارو وزارت د تاميناتي چارو مرستیال مولوي عبدالله مختار، د ځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي امين جان فتح الله، د کندهار والي ملا شيرين، امنیه قوماندان مولوي سمیع الله حزب الله، د کندهار اسخباراتو رییس، ګڼ شمیر علماوو، د حوزو امرینو او ولسوالانو ګډون کړی وو.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ټولو مجاهدینو او مسولینو ته ارزښتناکې توصیې او سپارښتنې کړي او مجاهدین یې خپلو راتلونکو مسولیتونو او دندو ته متوجه کړي دي.

نوموړي وویل؛ تاسې مه مایوسه کیږئ، زه تاسې ته ډاډ درکوم چې اسلامي امارت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودریږئ.

امیرالمؤمنین مجاهدینو ته یې په خطاب کې ویلي؛ له ولس سره نېکه رویه وکړئ، د بیت المال پوره خیال وساتئ، تکبر او غرور مه کوئ دا د الله ﷻ امتحان دی کوښښ وکړئ چې په ښه ډول کامیاب شي.

 عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله فارغ شويو مجاهدینو ته د خبرو پر مهال وویل؛ تاسې چې کومې زده کړې او روزنه کوی، نیتونه اصلاح کړئ، چې په دې زده کړو او تعلیم به د اسلام او خلکو خدمت کوو، په دې روزنه به اسلامي شریعت په ځمکه نافذوو، د خپلو مشرانو او امیرانو اطاعت وکړئ.

 همدارنګه امیر المؤمنین حفظه الله له ټولو مجاهدینو او مسولینو غوښتنه وکړه، چې خپل مسولیت د شریعت په رڼا کې مخته یوسئ.

 د یادونې وړ ده، چې په یاده فراغت غونډه کې د فارغ شویو مجاهدینو لخوا نظامي او فزیکي نمایشات د امیر المؤمنین حفظه الله پر حضور کې ترسره شول.

 یاده فراغت غونډه د امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: تېر کال څه باندې نهه میلیونه بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو نن، د سه شنبې په ورځ (۲۷ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ له ۱۰۰ خصوصي پوهنتونونو، انسټیټیوټونو او ښوونیزو مرکزونو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې، په مرکز او ولایتونو کې یو زر او ۵۸۱ تنه ځوانانو ته د وړیا او ۱۷ زره او ۷۸۷ نورو ته په تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

دغه راز له نړيوالو ادارو سره په تفاهم او همغږۍ د ځوانانو د مسلکي زده کړو او ظرفيت لوړونې لپاره ۱۸ ښوونیز مرکزونه رامنځته شوي، چې ۱۴ زره ځوانانو ور څخه ګټه پورته کړې ده.

مسولینو زیاته کړه، د تېر کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د وړتیاوو لوړونې په موخه ۳۱۰ روزنیز سيمينارونه او فرهنګي غونډې جوړې شوي دي.

د وزارت د مسولینو په وینا، په تېر کال کې د رسنیو شکایتونو د څېړلو او اصلاح لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه شوې ده.

همدارنګه د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د تلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰  سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د اسلامي امارت له پالېسۍ سر سم اصلاح شوي دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، دغه وزارت هوډ لري چې ګرځندوی صنعت ته په معیاري توګه وده ورکړي، په همدې موخه تېر کال کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ فعال او اوسمهال عملاً زده کوونکي پکې روزل کېږي.

همدا راز په تېر کال کې شاوخوا نهه زره بهرنیو او څه باندې نهه میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د دې تر څنګ، کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې هم دوام لري.

د ګرځندوی صنعت په برخه کې درې زره شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره ثبت دی، چې په زرګونو کسان پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

مسولین زیاتوي، چې تر اوسه ۶۲۰ خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونه وېشل شوي، د یوټیوب چینلونو لپاره کړنلاره نهايي شوې او د خبریالانو د صندوق کړنلاره هم چمتو شوې ده.

دغه راز د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ لرغونې سیمې تثبیت او پېژندل شوي دي.

په همدې ډول د څه باندې ۱۰ زره ترانو او نعتونو راټولول، د تیاتر د ۱۲ نمایشونو تدویر، د بېلابېلو دورو د دوه زره او ۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر او د هېواد په ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

د مسولینو په خبره، د بېلابېلو مسايلو په اړه شپږ مستند فلمونه جوړ او خپاره شوي، ۱۱ فلم نامې او سريالونه اصلاح او د نقاشۍ، خطاطۍ، میناتورۍ او لاسي صنايعو ۲۰ نندارتونونه په لار اچول شوي دي.

همدارنګه د باختر خبري اژانس، دولتي ورځپاڼو او بیهقي کتابتون د فعالیتونو د بډاینې او پیاوړتیا لپاره هم مهم ګامونه پورته شوي دي.