د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت سمنګان ولایت کې د روغتیايي سکتور پینځه بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
عامې روغتیا وزارت وايي؛ د دې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده له لوري سمنګان ولایت کې د څه د پاسه ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي سکتور پینځه بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د ۲۰ بابه روغتیايي ځالو ودانۍ، لس روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې بریښنا سستم، سمنګان ولایتي روغتون کې د احاطوي دېوال، وسایلو او امبولانسونو لپاره مناسب ځای او د سرسبزه ساحې جوړول شامل دي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د سمنګان والي، د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، ډاکټرانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و.
مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په یادو مراسمو کې د دغو پینځوو بنسټیزو روغتیايي پروژو چارې بشپړېدل سمنګان ولایت کې یوه مهمه لاسته راوړنه بللي او ویلي يي دي، په دې سره به د سمنګان ولایت روغتیايي برخه پیاوړې او خلکو ته د لاس رسي وړ شي.
بلخوا د سمنګان ولایت استازو په ترسره شویو روغتیايي پروژو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت مننه کړې، چې روغتیا برخه کې یې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې.
اسرائیلي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۲۰ فلسطینیان نیولي
الجزیرې د فلسطیني بندیانو ټولنې له قوله راپور ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې له پرون راهیسې د یوه ماشوم په ګډون ۲۰ فلسطینیان نیولي.
د یادې ټولنې په وینا؛ صهیونیستي عسکرو بندیان او د هغوی کورنۍ ګواښلې هم دي.
پر غزه د صهیونیستي اشغالګرو د بریدونو له پیل راهیسې د ختیځ بیتالمقدس په ګډون په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۰ زره او ۷۰۰ فلسطینیان نیول شوي دي.
په دې سیمه کې لا هم اسرائیلي وحشتونه دوام لري او د خلکو بندیانولو تر څنګ پر بېلابېلو برخو د بریدونو له امله ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د ۱۵۹ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۰۴ فلسطینیان شهیدان او له ۵ زره او ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د شمالي سالنګ د ۲۱مې او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د CTB طبقې کار بشپړ شو
د سالنګونو لويې لارې د بنسټیزې بیارغونې کار په چټکۍ سره جریان لري.
ټولګټور وزارت وايي؛ د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ د ۲۱مې ګالرۍ او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د CTB طبقې کار بشپړ شوی او دا مهال یې د سیخ تړلو کار په چټکۍ سره جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به کانکریټ اچونې ته چمتو شي.
یاد وزارت زیاتوي؛ دغه راز د یادې لویې لارې د جنوبي سالنګ اړوند د ۱۵مې ګالرۍ د فلتري طبقې کار تقریباً بشپړ شوی، چې د CTB طبقې کار به یې په نږدې ورځو کې پیل شي او له ۱۵مې ګالرۍ څخه تر ۱۴مې ګالرۍ پورې د سړک او ویالو د کیندنې کار جريان لري.
همدارنګه د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي او جنوبي سالنګونو په ځنې برخو کې د کیندنې او په ځینې نورو برخو کې د CTB طبقې چارې جریان لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار په دریو برخو کې له خصوصي سکتور سره د تړون له مخې پیل کړی دی.
د قطر سفارت له استازو او د جاپان له سفیر سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ د روغتیايي سکټور په پیاوړتیا خبرې شوي
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سفارت له استازو یوسف عبدالله المهندي او مردف القاشوطي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د قطر هېواد له لوري په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیا، په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو او د افغانستان روغتیايي سکتور سره د قطر هېواد د مرستې او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیايي برخې پیاوړتیا لپاره د نړیوالو په ځانګړي توګه د قطر هېواد همکاري اړینه ګڼلې او په دې برخه کې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې.
له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرکند کړی او په نږدې راتلونکي کې یې په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیایي چارو د پیل او په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډاډ څرګند کړی.

همداراز مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له سفیر کورومیا تاکایوشي سره هم لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د روږدو ناروغانو د درملنې، واکسین، ساري ناروغیو د کنټرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې
د عامې روغتیا وزیر په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد همکاري اړینه بللې او په دې برخه کې یې د یاد هېواد په همکارۍ ټینګار کړی.
له بل لوري د جاپان هېواد سفیر د روغتیا په برخه کې پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار ته په اشارې د روږدو د درملنې، واکسین او ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړی او ویلي يي دي؛ موږ ژمن یو، په نږدې راتلونکي کې په یادو برخو کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړو.
له تېرې ادارې څخه پر نظام د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له پاتې پورونو څخه ۲.۷ میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی
له تېرې ادارې څخه پر نظام باندي د يو شمېر بهرنيو بنسټونو له پاتي پورونو څخه ۲.۷ میلیارده افغانۍ ورکول شوې دي.
مالیې وزارت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له پرېکړي سره سم د مالیې وزارت له لوري له تېري ادارې څخه پر نظام باندي د يو شمېر بهرنيو بنسټونو له پاتي پورونو څخه ۲.۷ میلیارده افغانی پور ورکول شوی دی.
له دې بهرنیو بنسټونو څخه نړیوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ او اسيايي پراختيايي بانک ته نیږدې ۱.۹ بیلیونه میلیارده افغانۍ بېرته ورکول شوې دي.
یاد وزارت زیاتوي؛ سربېره پر دې د مالیې وزارت په روان (۱۴۰۳ هـ. ل) کال کي د يو شمېر بهرنيو بنسټونو د پورونو د ورکړي په موخه له ملي بودیجې څخه يوه اندازه پيسې ځانګړې کړې دي، چې د پور ورکوونکو بنسټونو له غوښتني او د اسلامي امارت د رهبري له لارښوونې سره سم به یادو بنسټونو ته ورکړل شي.
اسلامي امارت په تېرو دریو کلونو کي له هيڅ کوم بهرني هېواد يا بنسټ څخه پور نه دی اخیستی؛ بلكي هڅه کوي، چي له تېري اداري څخه پر نظام باندې ټول پاتې پورونه هم له شوي قرارداد سره سم د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ بېرته ورکړي، تر څو افغانستان د هیڅ کوم بهرني هېواد یا بنسټ پوروړی پاتې نه شي .
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د غنمو پېرودلو په موخه هرات ته سفر کړی
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند د هرات ولايت له يو شمېر بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او د کرنیز تخم توليدونکو شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې.
ملا اغاجان اخوند په دې ليدنه کې بزګرانو ته ویلي؛ موږ د دوو موخو لپاره دې ولايت ته راغلي يوو، يوه موخه د بزګرانو اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول دي، او بله موخه له بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او توليدونکو سره ليدل او د هغوی ستونزې اورېدل دي، ترڅو د خپل توان په اندازه ورته د حل لارې پيدا کړو.
د هرات د کرنې رییس مولوي پیرمحمد حلیمي ویلي؛ د هرات خلک د صنعت او سوداګرۍ تر څنګ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم بوخت دي، د غنمو پېرودل او زېرمه کول د بزګرانو په ګټه دي، ترڅو خپل غنم په ټیټه بیه ونه پلوري.
همداراز د کرنې وزارت د ستراتيژيکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقيار د بزګرانو اضافي غنمو د اخیستلو او تدارکاتي بهیر په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ موږ غنم په مستقیم ډول له بزګرانو اخلو، ترڅو هغوی ته ګټه ورسي. (څلور کيلو) په ۹۰ افغانۍ اخلو، او له تدارکاتي بهیر وروسته به دا غنم د دې ولايت په سیلو کې زېرمه کړو.
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې سربېره د انتقال ټول لګښتونه، بورۍ، او کرایه د کرنې وزارت په غاړه دي.
د هرات ولایت بزګرانو ویلي، د بزګرانو اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول یو ښه اقدام دی.
د یاد ولايت بزګرانو د پستې ځنګلونو ساتنه او پراختيا، د غنمو تخمونو وېش، کيمياوي سرې، کرنیز وسايل، د څارویو د واکسین تطبیق، د څارویو د خوراکي توکو وېش او بزګرانو ته د کوچنیو پورونو بانک جوړول هغه غوښتنې وې، چې د کرنې وزارت له استازو سره یې شریکې کړې دي.
د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې له رییس سره لیدنه کړې
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رییس مولوي محمودالله زاهد سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رییس د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د یاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو سربېره په تېر یو کال کې د ترسره شویو نظارتونو راپور د عامې روغتیا وزیر سره شریک کړی او د راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې ریاست لاسته راوړنې او فعالیتونه اوریدلي دي او دې برخې ته یې په لا زیاتې پاملرنې ټینګار کړی.
د افغانستان علومو اکاډمي: تېر کال د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې شوي
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسولینو نن د دوشنبې په ورځ (۲۶ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغې اکاډمۍ د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د علومو اکاډمۍ مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې شوي او ۲۰۸ نورې تر کار لاندې دي.
همدارنګه د دې ادارې لخوا د هېواد په کچه، په بېلابېلو برخو کې ۵۷ کنفرانسونه او شپږ علمي -څېړنیز سیمینارونه هم جوړ شوي دي.
مسولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې ۳۴ کتابونه چاپ او ۲۵ نور ژباړل شوي او د څېړونکو او لیکوالانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د ادارې په کتابتون کې ۱۸ زره او ۵۰۰ کتابونه هم ور زیات شوي دي.
په همدې ډول، د تېر کال په اوږدو کې د دې ادارې څلور تنه علمي غړي د ماسټرۍ او دوکتورا له پروګرامونو څخه فارغ او ۲۰ تنه نور د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ته ور پېژندل شوي دي.
د مسولینو په وینا، د علومو اکاډمۍ شپږکلن ستراتېژیک پلان چمتو شوی او د اسلامي بانکدارۍ په اړه، رهنمودي اسناد هم بشپړ شوي دي.
د دې ترڅنګ په تېر کال کې د همغږۍ پیاوړتیا، له علمي ـ تحقیقي برخو څخه د لیدنې او له اړوند برخو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک په موخه، د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي، د روسیې، ایران، متحده عربي اماراتو، جاپان او چین هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
مسولین زیاتوي، چې د علمي همکاریو د کچې لوړولو په موخه له اوو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
د مسولینو د معلوماتو له مخې، د ورځنیو چارو د لا ښه انسجام او تنظیم په موخه د علومو اکاډمۍ تقنیني اسناد چمتو شوي او ډېر ژر به د بیا کتنې په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۲ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۲۵ه ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره ټولې ۱۵۸ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې ۳۵۴ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۲۳ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۲۴۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۳۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۴۳۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۷۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۷۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۷ کورنیو سره ټولې ۴۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۹۸ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۸ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۷ کورنیو سره ټولې ۲۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۱۲ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، پکتیکا، کندوز او جوزجان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۷۶ کورنۍ او ۶۸۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۰ کورنۍ او ۸۴ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۶۷ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۱۳۳ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۳۹ عدده
