ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 971

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ د تازه بریدونو له امله ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي

اسرائیلي یرغلګرو په غزه تړانګه کې خپلو وحشتونو او وژونکو بریدونو ته دوام ورکړی.

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، صهیونیستي عسکرو په نصیرات کمپ کې په یوه کور برید کړی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه‌راز د غزې ښار په زیتون او شیخ رضوان سیمو هم هوايي بریدونه شوي، چې د ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان پکې شهیدان شوي دي.

پر غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم وحشتونه دوام لري او هېڅ سیمه خوندي نه ده؛ تر دې چې د دوی له لوري خوندي اعلان شوې سیمې او ښوونځي هم په نښه او هره ورځ لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان کېږي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې ۴۱ زره او ۲۰۶ فلسطینیان شهیدان شوي او ۹۵ زره او ۳۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د خوړو او درملو ملي بورډ نوبتي غونډه؛ د بې کيفيته خوړو او درملو د قاچاق او واردېدو پر مخنيوي خبرې شوي

د خوړو او درملو ملي بورډ نوبتي غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د خوړو خونديتوب، هېواد ته د واردېدونکو درملو کنټرول، د جواز لرونکو درملو لېست برابرولو، د بې کيفيته خوړو او درملو د قاچاق او واردېدو پر مخنيوي، د بې کيفيته خوړو او درملو د نه استعمال په اړه د عامه پوهاوي پياوړتيا او د معياري لابراتوارونو جوړولو په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه شوې او په دې تړاو لازم تصميمونه نیول شوي دي.

د عبدالله بن مسعود رض عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۵۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وايي؛ د مرکزي قطعاتو او بیلابیلو قول اردوګانو ۱۵۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلا بېلو څانګو له نظري او عملي زده کړو وروسته د یو لړمراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي او ګڼ شمیر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ، د خپل مسولیت اړوند مهارتونه او زده کړې ترلاسه کړئ او په خپلو قطعاتو او جزتامونو کې نور مجاهدین هم د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅوئ.

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی ښودلی.

عامې روغتیا وزارت: د پخوا په پرتله اوس‌مهال افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر کم شوی

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوس د افغانستان د خوراکي توکو د نا امنۍ په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د افغانستان یو پر درېیمه برخه اوسېدونکي په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې خوراکي توکو ته کم لاسرسی لري. ۸۵۰ زره ماشومان یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې د روغتیا نړیوال سازمان روغتيايي کارکوونکو د ټول افغانستان په ١۴۰ روغتيايي مرکزونو کې د ٢١ زرو په شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې. دغه روغتيايي خدمتونه بسنه نه کوي او زياتو مرستو ته اړتيا ده.”

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت بیا د نړیوالو بنسټونو دغه ډول راپورونه بې اساسه بولي او وايي، چې د خوارځواکه ماشومانو شمېر د تېر په پرتله کم شوی.

یاد وزارت زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د یادې ناروغۍ درملني لپاره د روغتیايي مرکزونو شمېر له ۸۰۰ څخه څه باندې درې زرو ته رسېدلی دی.

بلخوا یو شمېر هېوادوال د عامې روغتیا وزارت له روغتيايي خدمتونو خوښ دي او پر لا معیاریتوب یې ټینګار کوي.

د عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په تېرو نهو میاشتو کې د ۱.۵ میلیونه په خوراځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو درملنه شوې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت خلکو ته د مرستو رسولو په موخه له ټولو موسسو سره همکاري کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ارغنديوال خيريه موسسې رییس سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پيل کې د یادې خيريه موسسې رییس د دې موسسې د کړنو، فعاليتونو او پروګرامونو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، دې موسسې خلکو سره د مرستې او ښوونې او روزنې ته د خدمت په موخه په مختلفو ولايتونو کې څو ښوونځي جوړ کړي او په پام کې لري، چې په ۳۴ ولايتونو کې ۶۴ نور ښوونځي هم جوړ کړي.

د یادې موسسې رییس همداراز زياته کړې، دغه موسسه په پام کې لري ولايتي روغتونونو سره د امبولانسونو، لابراتوارونو او درملو مرسته وکړي.

د ارغنديوال موسسې رییس ویلي، هغوی غواړي د خلکو د هوساينې او سوکالۍ لپاره په مختلفو ولايتونو کې کرنيز فارمونه جوړ کړي او د یادو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره يې د اسلامي امارت د مسولینو د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه کړې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د دې موسسې د فعاليتونو او کړنو مننه کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ټولو هېوادوالو ځان او مال په هېواد کې خوندي دی.

مولوي عبدالسلام حنفي له بهر مېشتو هېوادوالو غوښتي، چې بېرته خپل هېواد ته راشي او په ابادۍ او پراختيا کې يې برخه واخلي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د خپلو خبرو په پای کې ویلي، اسلامي امارت خلکو ته د مرستو رسولو په موخه له هغوی سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

پر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د برید هڅه شوې

د راپورونو له مخې، یو ځل بیا د امریکا د پخواني ولسمشر او په اوسنیو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ د ترور ناکامه هڅه شوې ده.

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د هغه ګولف کلب ته څېرمه ډزې شوې، چې نوموړي لوبه پکې کوله.

ویل کېږي، چې په دې ډزو کې ټرمپ ته زیان نه دی رسېدلی او نوموړي هم له برید وروسته د خپلې روغتیا او خوندیتوب ډاډ ورکړی.

د راپورونو پر اساس؛ امنیتي کسانو په دې تړاو یو وسله‌وال کس د تېښتې پر مهال نیولی دی.

د امریکا د پلټنو فدارلي ادارې ویلي؛ په ظاهره داسې ښکاري چې دا د ټرمپ د ترور ناکامه هڅه وه.

له دې وړاندې هم د امریکا په پنسلوانیا کې پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ برید شوی و، چې له امله یې نوموړی ټپي شوی هم و.

پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري کارکوونکو څه باندې اته زره بستونه اعلان کړل

پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري کارکوونکو اته زره او ۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې اعلان کړل.

د پوهنې وزارت له لوري د ازموینو ملي ادارې سره په همکارۍ، د ښوونیزو بنسټونو اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو اته زره او ۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه په دوو پړاوونو کې د ازادې سیالۍ په موخه د مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې اعلان ته وسپارل شول.

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق، د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني، د پوهنې وزارت ځینو مرکزي رییسانو او د رسنیو استازو شتون درلود.

د غونډې په پيل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال د یادو بستونو پر اعلان خوښي څرګنده او ویې ویل، نن هغه ورځ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت د قوي رهبرۍ په استازیتوب او د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ، د ښوونکو او اداري کارکوونکو اړوند اته زره او ۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه د ازادې سیالۍ په موخه اعلان ته سپارو، تر څو په پوره روڼتیا سره وړ کادرونه په یادو بستونو کې وګمارل شي.

دغه راز د ازموینو ملي ادارې رییس د افغان ملت د تېرو څو لسیزو د بدمرغیو بنسټیز علت د معیاري ښوونیز نظام نشتوالی وباله او زیاته یې کړه، دا چې د معارف بنسټ جوړول د مسلکي اشخاصو په جذبولو کې دی، له نېکه مرغه اوسمهال د اوسني ښوونیز نظام مشران همدغو ترخو تجربو ته په کتلو ژمن دي، تر څو وړ او بااستعداده کسان د ازادې سیالۍ له لارې په تعلیمي بنسټونو کې وګماري.

د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت اداري لوی رییس مفتي محمد یوسف ثاقب د یادې غونډې برخه والو ته د ښوونکو او اداري کارکوونکو د بستونو د معیارونو او څرنګوالي په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رسنیو په مرکز کې د تېر کال لاسته راوړنې او فعالیتونه له رسنیو سره شریک کړل

د دې پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت د ۷۰ تقنیني سندونو د نهايي کولو، د د تعلیمي څانګو او تعلیمي سکتور د پراختیا په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په بشپړ ډول توضیحات ورکړل.

مولوي شهامت همداراز زیاته کړه، چې تېر کال د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته ۳۵ زره مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو د دوام په موخه شامل شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې “تېر کال يې په ټول هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شاوخوا ٨٠ زره تنه محصلین جذب کړي دي.”

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس د دې ادارې د لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې زياته کړه، چې یادې ادارې په بېلابېلو برخو کې له کورنيو او بهرنيو موسسو او بنسټونو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه هم لاسليک کړي دي.

د دغې غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په تعلیمي او تحصیلي چارو کې د یادې ادارې د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

مولوي غلام سعید احساس وويل، تېر کال د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د کار بازار له اړتيا سره سم لسګونه نوي څانګې او رشتې جوړې شوي دي.

نوموړي د ښوونيز نصاب په اړه زیاته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خپلو مرکزونو د ښوونيز نصاب لویې برخې ته پراختیا ورکړې او د بیاکتنې وروسته یې د کار بازار له اړتيا سره سم برابر کړي.

د یاد پروګرام په بله برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل وينا وکړه او ويې ويل، تېر کال د ازادې سيالۍ له لارې په یادې اداره کې سلګونه کسان په دندو ګومارل شوي.

د مالي چارو مرستيال دغه راز څرګنده کړه، چې په تېر کال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا  د شرکتونو “له فتحې وړاندې” پورونه هم د یادې ادارې لخوا ورکړل شوي دي.

نوموړي د پروژو د پلي کېدو په اړه وويل، چې په تېر یو کال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د ۱۵ ميليونه افغانيو په ارزښت ٢٠ پروژې نهايي شوې دي.

مفتي فاضل همداراز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو د تشریح کولو پروګرام په ترڅ کې وويل: “که څه هم یاده اداره یوه عایداتي اداره نده، خو توانیدلې چې په تیر کال کې د دولت د بوديجې لپاره څلور ميليونه افغانۍ عواید را ټول کړي.”

په دې پروګرام کې نور اړوند موضوعات هم په مفصله توګه وړاندې شول او په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

افغان فوټسال ملي لوبډلې په نړيوال جام کې انګولا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د فوټسال نړيوال جام په شپږمه لوبه کې افغان فوټسال ملي لوبډلې خپلې سيالې انګولا لوبډلې ته د ۶ پر ۴ ګولونو په توپير ستره ماتې ورکړه او په جام کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د ۲۰۲۴ فوټسال نړيوال جام لوبې د اوزبيکستان هېواد په کوربتوب د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د دې جام په سیالیو کې له افغانستان سره په C ګروپ ارجنټاین، اوګرين او انګولا لوبډلې لوبېږي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضایي د فوټسال ملي لوبډلې دغه بریا یوه تاریخي بریا ګڼلې او ویلي یې دي، چې که څه هم سیالۍ سخته وه، خو موږ لوبه ښه اداره کړه او بریا زموږ شوه.

افغان فوټسال لوبډله به خپله دویمه لوبه د ارجنټاین پر وړاندې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۸مه نېټه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ تر سره کړي.

د يادونې وړ ده، چې افغان فوټسال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په فوټسال نړیوال جام کې لوبېږي.