ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 973

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د رحمان بابا له عالي لېسې څخه لیدنه کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کابل کې د یاد وزارت اړوند د رحمان بابا له عالي لېسې څخه د لیدنې پر مهال تدریسي چارې ارزولي او د زده کوونکو ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

د دغې لیدنې په ترڅ کې د یادې لیسې ادارې کارکوونکو او ښوونکو د تدریسي چارو په اړه معلومات ورکړي او د اسلامي امارت په راتګ سره یې د یادې لېسې لاسته راوړنې ورسره شریکې کړې دي.

د لېسې لیلیه زده کوونکو له ملا نورالله نوري سره د لیدنې پر مهال خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ خوشحال دي چې د هېواد په یوه نوموتې لېسه کې د زده کړو او لیلیې سهولتونه ورته برابر شوي.

دوی له د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سره ځینې ستونزې شریکې کړې او د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي نوري د لېسې زده کوونکو ته په اسلامي شریعت او محمدي اخلاقو د ځانونو سمبالولو سپارښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې تاسې د دې هېواد راتلونکي یاست او تاسو ته د دې ولس سترګې دي.

ملا نورالله نوري را ټول شوي زده کوونکي هڅولي، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي ترڅو د خپل ځورېدلي ملت د خدمت جوګه وګرځي او هېواد له سیالانو سره سیال کړي.

نوموړي زده کوونکو ته ډاډ ورکړی، چې ورسره شریکې شوې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون ته ۱۲۰ تنه نوي ځوانان د پیلوټي د زده کړې په موخه جذب شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه دری تنه مجاهد پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د سرحدنو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم او د ملي دفاع وزارت سرمفتش په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او خپل عملي پروازونه یې په بریالیتوب سره ترسره کړل.

همدا راز د هوایي ځواک او مدافعه هوایي پوهنتون چې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ په هڅو پیل شو ۱۲۰ تنه هېوادوال د پیلوټي زده کړو لپاره چې د ازموینې پروسه یې مخکې ترسره شوې وه، د څلور کلونو لپاره جذب شول چې په دغو کسانو کې ۸۰ تنه پیلوټان، ۲۵تنه انجینر پیلوټان او ۱۵ کشاپ پروازي پیلوټان شامل وو، درسونه یې رسماً پیل شول.

له عملي او نظري زده‌کړو څخه د ۳ پېلوټانو د فراغت او د هوايي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون محصلینو د ۴ کلنې درسې دورې د پيل مراسمو کې د کورنیو چارو د وزیر خليفه سراج الدین حقاني وینا

د کورنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې ویلي؛ زموږ هوایي ځواک ورځ په ورځ پخپلو چارو کې خپلواک کیږي، تاسو کوشش وکړئ خپلې زده کړې په صحیح ډول وکړئ، هېڅکله مه بې حوصلې کېږئ، خپلو هېوادوالو ته لاس ورکړئ او یو شئ.

نوموړي هغو پیلوټانو ته چې بهر ملکونو ته تللي ویلي،، هېواد ته راشئ زموږ غېږه خلاصه ده، کولی شي چې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړئ.

له عملي او نظري زده‌کړو څخه د ۳ پېلوټانو د فراغت او د هوايي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون محصلینو د ۴ کلنې درسې دورې د پيل مراسمو کې د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت وینا

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت یادو پیلوټانو ته په خبرو کې ویلي؛ په تېرو شلو کلونو کې د ځینو افغانانو تېروتنې وې چې دلته اشغال وو، د اسلامي امارت زعیم حفظه الله هغوی ته عفوه وکړه، نن ورځ زموږ هر هېوادوال کولی شي چې دلته خدمت وکړي او هېواد پخپلو پښو ودروي.

نوموړي زیاته کړې؛ مخکې د هېواد د نه پرمختګ اساسي علت داوو چې هېواد مو اشغال وو، زموږ اردو په واقعي توګه د هېواد ساتونکي دي موږ پرځان ستړیا راولو ترڅو هېوادوال مو په ارامه ژوند وکړي.

د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د ابادۍ چارې ګرندۍ او ډېرې شوې دي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له چارو څخه لیدنه کړې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د یاد ریاست ریس مولوي عنایت الرحمن جلالي سره په لیدنه کې د دغه ریاست شته ستونزې او غوښتنې له نږدې اوریدلي او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه کړې، چې ورسپارل شویو مسولیتونو ته ژمن پاتې شي.

ملا محمد یونس اخوندزاده د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس د هلو ځلو او کارونو ستاینه کړې او ویلي يي دي، اوس وخت د دې دی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ابادۍ چارې لا ګړندۍ او ډېرې شي.

مولوي عنایت الرحمن جلالي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د مشرتابه هرکلی کړی او په ځینو برخو کې خپلې غوښتنې او ستونزې ورسره شریکې کړې، چې د حل په اړه یې ورته ډاډ ورکړی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت مسولین د ولس له ستونزو ځان خبرول خپل مسولیت بولي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسولینو په ملتیا د فاریاب ولایت د پشتونکوټ، ګرزیوان، بلچراغ او د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تپې ولسوالیو څخه د لیدنې پر مهال د یادو ولسوالیو له علماوو، مخورو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنو کې د یادو ولسوالیو علماوو، مجاهدینو، مخورو او خلکو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خلکو د احوال اخیستو په پار د نوموړي د حضور قدرداني کړی.

 دوی د خپلو سیمو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي او د ولسونو د هوساینې او امنیت د ټینګښت په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې ستایلي دي.

یادو سیمه اییزو اوسيدونکو زیاته کړې، اوسمهال د دې ولسوالیو خلک په ارامه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي او د امنیت له اړخه هیڅ راز اندېښنه نلري.

دوی دغه راز د پراختیايي پروژو د عملي کولو، شغلي زمینو او روغتیایي کلینیکونو د رامنځته کولو، ښوونې او روزنې ته د پاملرنې ترڅنګ د مواصلاتي لارود ترمیم موضوعاتو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال یادو ولسوالیو ته پخپل سفر او له ولسونو سره پر لیدنو خوښې څرګنده کړې او ویلي يي دي، د خوښۍ ځای دې چې ستاسې په څېر متدینو او مجاهدو خلکو په منځ کې یم او له نږدې د تاسې زړورو او شهیدپروره خلکو سره لیده کاته کوم.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت مسولین دا خپله دنده او مسولیت بولي، چې د اړتیا پر مهال د هېواد بېلابېلو سیمو ته ورشي او خلکو سره د لیدنو پر مهال له نږدې د دوی له ستونزو او ننګونو ځانونه خبر کړي.

 نوموړي د علماوو، مجاهدینو او مشرانو له لورې وړاندې شویو موضوعاتو ته په اشارې ویلي؛ اسلامي امارت د حکومت په توګه هڅه کوي چې د امکان تر حده د ولسونو اړتیاوې، ستونزې او ننګونې پیدا او د حل په اړه یې لازم اقدامات وکړي.

د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د تاریخي ځایونو بیارغونې، ثبات او امنیت ته جدي پاملرنه شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د روسيې په سنت پيټرزبورګ ښار کې د (کلتوري اتحاد) ناستې ته کې، چې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د کلتور وزيرانو پکښې ګډون کړی و، وينا کړې.

په دې غونډه کې ملا خيرالله خیرخواه په خپله وينا کې افغانستان د بېلابېلو مدنيتونو مرکز او د متنوع کلتورونو درلودونکی هېواد ياد کړی او ویلي يي دي، د منطقې او ګاونډيو هېوادونو سره کلتوري مشترکات لري.

همدا راز نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د ۵۰ کلونو جګړو له امله د نړۍ سره د اړيکو او تعاملاتو په برخه کې ډير زيان ليدلی دی، ځکه دې موده کې افغانستان د يو داسې مرکزي حکومت څښتن نه و، چې په ټول ارضي تماميت حاکميت ولري.

د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ په همدې اساس دې دوره کې د افغانستان کلتوري ميراثونو او لرغونو ځايونو ډير زيان وليدو او سياحتي جاذبې يې د جګړو او ناامنۍ له امله ناليدلې پاتې شوې.

ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت په حاکميت سره دا مهال د کلتوري ميراثونو او تاريخي ځايونو بيا رغونې، ثبات او امنيت ته جدي پاملرنه شوې ده، له قاچاق او غیر قانوني کيندنو څخه په تمامه معنی مخنيوی شوی دی، سلګونه تاريخي او لرغوني ځايونه بیا رغول شوي دي او له ټولې نړۍڅخه د راتلونکو سیلانيانو لپاره د سياحت غوره زمینې برابر شوي دي.

 په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ویلي؛ دا ډول ناستې کولی شي، چې د نړۍ او منطقې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو جوړولو او د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا کې ګټور رول ولري.

“ښوونکي او استادان دې نوي نسل ته د اسلامي اخلاقو او نبي کریم ﷺ د سیرت په هکله معلومات ورکړي”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام کابل کې د جامعه شمس علوم روحانيه مدرسه کې د نبي کریم ﷺ د سیرت په ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

په دې ناسته کې د لوړو زده‌کړو د وزیر ترڅنګ ګڼ شمېر علماوو، مجاهدینو او هېوادوالو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې مولوي عبدالکبیر د نبي کریم ﷺ د سیرت او اخلاقو پر ارزښت خبرې وکړې او د مسلمانانو په ژوند کې یې د اسلامي اخلاقو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، چې د ملت د قربانیو په پایله کې له نیکه مرغه د هېواد پر ټوله جغرافیه اسلامي نظام حاکم دی او د دیني ارزښتونو په رڼا کې د اسلامي نظام له لوري د ولسونو خدمت کیږي.

مولوي عبدالکبیر له ولس سره د اسلامي امارت د مسولینو او مجاهدینو پر ښه چلند ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې مسولین دې په خپلو کړنو کې د نبوي اخلاقو او اسلامي احکامو رعایتولو ته پام وکړي.

سیاسي مرستیال په بېلابېلو برخو کې د علماوو مشورې اړینې وبللې او څرګنده یې کړه، چې علما خپل اصلاحي نظرونه له اړوندو ادارو سره د مثبت بدلون لپاره په مستقیم ډول شریکولای شي.

نوموړي د سیرت نبي د ناستې له جوړونکو په مننې وویل، چې ښوونکي او استادان دې په ښوونیزو مرکزونو کې د غونډو په جوړولو سره نوي نسل ته د اسلامي اخلاقو او نبي کریم ﷺ د سیرت په هکله معلومات ورکړي.

میانمار کې سیلابونه؛ له ۲۳۵ زره ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

د راپورونو له مخې، میانمار (برما) کې له یاګي توپان وروسته سخت سېلابونه راوتلي، چې له امله یې له ۲۳۵ زره ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

ویل کېږي، چې د دې هېواد پوځي حکومت له سیلاب ځپلو سره د مرستو په موخه د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

د میانمار حکومت وايي، چې له یاد توپان وروسته د سېلابونو راوتلو له امله لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او له ۲۳۵ زره ډېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د میانمار د رسنیو په وینا، د پوځي حکومت قومندان جنرال مین آنګ هیلینګ ویلي: “چارواکي باید له بهرنیو هېوادونو سره اړیکه ونیسي، تر څو د قربانیانو لپاره د ژغورنې مرستې ترلاسه کړي.”

د نوموړي په حواله ویل شوي: “اړتیا ده چې د ژغورنې، مرستې او بیا رغونې اقدامات ژر تر ژره مدیریت کړل شي.”

ویل کېږي، چې د میانمار پوځ له دې وړاندې خپل هېواد ته په بهرنیو مرستو بندیز لګولی و.

د راپورونو پر اساس، د بې‌کوره شویو قربانیانو لپاره موقتي مرستندویه کمپونه جوړ شوي او چارواکو سېلاب ځپلې سیمې او د مرستو لړۍ له نږدې کتلې دي.

یاګي توپان سږ کال په اسیا کې تر ټولو زورور توپان ګڼل شوی، چې له امله یې ویتنام، د چین هاینان ټاپو، فیلیپین او ټایلینډ کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.