د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د پنجشنبي ورځ، د 1446/3/9هـ ق نېټه چې 1403/6/22هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (13) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (51) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (6) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (32) تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (34000)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (11) کورنیو سره مجموعًا (90000) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (33) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (42) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (215) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (42) کورنیو سره مجموعًا (220000) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (351) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (131) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (286) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (123) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (92) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (320) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (1918) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (83) کورنیو سره مجموعًا (554000) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (92) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (115) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (260) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (116) کورنیو سره مجموعًا (848000) افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (262) کورنۍ او (846) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (6) کورنۍ او (32) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (252) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (248) عدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
ملا خیرالله خیرخواه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، راځئ په ګډه یې ودان کړو
د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د روسيې په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د مېشتو افغانانو د کلتوري ټولنې له ریيس او غړو سره لیدنه وکړه.
په پيل کې ملا خيرالله خيرخواه له افغان فرهنګيانو سره په ليدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ له څلور لسيزو وروسته اوس افغانستان د يوه داسې نظام څښتن دی، چې په ټول هېواد په کامله توګه حاکميت لري.
دغهراز په هېواد کې امنيت حاکم دی، افغانان دې هېواد ته راستانه شي، تر څو تر يوه چتر لاندې سره راټول شو او په يووالي د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.
نوموړي زیاته کړې؛ په تېرو شلو کلونو کې مو ډيرې امنيتي ستونزې درلودې، اما نن ورځ هر افغان د خوندیتوب احساس لري، د هېواد ګوټ ګوټ ته په ارام زړه سفر کوي، د افغانستان ارضي تماميت او ملي حاکمیت تر پخوا ډير خوندي دی، له اداري فساد او نشهیي توکو سره جدي مبارزه شوې ده.
همدا راز امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د سرحداتو او ملي ارزښتونو د ساتنې په خدمت اخته دي او د خلکو، هېواد او ازادۍ لپاره ژمن دي.
سنټ پیټرزبورګ ښار کې ميشتو افغانانو په خپل نوبت سره د وړانديزونو او نظرياتو په شريکولو سره له اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي؛ نه غواړو چې افغانستان بېرته شاتګ وکړي، اسلامي نظام د هېواد د ټولو ستونزو حل دی.
دوی د عامه اذهانو پر روښانه کولو ټينګار وکړ، تر څو د افغانستان اصلي څېره نړيوالو ته ښکاره شي.
په پای کې دواړو لوريو پر ارضي تماميت، ملي حاکميت، له ملي او اسلامي ارزښتونو، او د افغانستان له اصلي کلتورونو پر دفاع ټينګار وکړ.
شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۱۴ ورځنی سفر پای ته ورسېد
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی (د ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفر المظفر میاشتي پر ۲۴مه نېټه چې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سنبلې میاشتي د ۷مي سره سمون خوري) د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر پیل کړ.
په یاد سفر کي د لوېدیځ، شمال، شمال ختیځو او شمال لوېدیځو ۱۱ ولایتونو (هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان) څخه په جلا جلا توګه لیدنه وشوه.
په یادو ولایتونو کې د زرګونه علماء کرامو، مجاهدینو، عامو متدینو سپینږیرو او ولایتي ادارو د ټولو مسولینو سره غونډې ترسره شوې.
دغه سفر چې د یادو ولایتونو د والیانو، امنیه قومندانانو، د استخباراتو د رییسانو، د قول اردو د قومندانانو او نورو لوړ رتبه مسولینو په ملتیا د ځمکې له لارې په موټرو کې ترسره شو، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماء، مسولین، مجاهدین او عام خلک وحدت، اتفاق او ورورګلوی او د شرعي قوانینو عملي کولو ته راوبلل.
دغهراز له هغوی څخه یې وغوښتل چې ټول یو موټي واوسي او د اسلامي نظام تر څنګ، لکه څرنګه چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال ولاړ و، ثابت او محکم پاتې شي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو او مسولینو ته په خپلو ویناوو کې وویل، چې علماء دې د خلکو اصلاح ته په اصلاحي بیانونو او په حقیقت ولاړو ویناوو سره پوره توجه وکړي او مسولین دې عدالت او د شرعي احکامو عملي کولو ته پوره متوجه شي.
همدارنګه نوموړي د عفوې یادونه هم وکړه، هغه د تېري ادارې کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې بېرته افغانستان ته راستانه شئ او په عزت سره خپل ژوند تېر کړئ، ځکه د خپل کور عزت په بل هیڅ ځای کې نه پیدا کیږي.
ټولو مسولینو او مجاهدینو ته هدایت وشو، چې د شهیدانو د کورنیو، معلولینو، مجاهدینو او عامو افغانانو قدرداني وکړئ او اولادونو ته یې د تعلیم او تربیې زمینه برابره کړئ، خلکو ته اسانتیاوې برابري کړئ، ترڅو په حکومتي ادارو کې په تکلیف نه شي. پر هغو خلکو پوښتنه وکړئ چې تاسو ته یې پخپلو کورونو کې د شپو تېرولو ځای درکړی و، ستاسو د حفاظت لپاره یې پر خپلو ځانونو او کورنیو خطرونه منلي وو او ډېری کورنۍ له همدې امله د بمبار یا هم شپنیو چاپو له امله په شهادت ورسېدلې.
د سفر په جریان کي د ۲۰۷ الفاروق، ۲۰۹ الفتح او ۲۱۷ عمري قول اردوګانو، بېلابیلو دیني او جهادي مدارسو، مساجدو او متبرکه ځایونو څخه لیدني وشوې، د یادو لیدنو پر مهال زرګونو مجاهدینو او د مدارسو استادانو او زده کوونکو ته ویناوې وشوې، په یاد سفر کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د شهیدانو د مقبرو څخه د لیدني پر مهال د هغوی روحونو ته هم دعاوې وکړې.
یاد سفر د ربیع الاول میاشتي پر ۸مه نېټه چي د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سنبلې میاشتي د ۲۱مي سره سمون خوري، پای ته ورسېد.
“اړتيا ده چې د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا سره د افغانستان او سنټ پیټرز بورګ اړيکې لا پیاوړې شي”
د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د سنت پیټرزبورګ د دولت غړي او ددې ولايت د بهرنيو اړيکو له مسؤل ايفګيني دميتريويچ ګريګوري لیدنه کړې.
ښاغلي ګريګوري د اطلاعاتو او کلتور وزير او مل پلاوي ته د روسيې په سنت پیټرزبورګ کې د “کلتوري اتحاد” ناستې ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، مونږ ته د افغانستان وضعیت د درک وړ دی او د کلتوري اړيکو جوړولو په برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو يو.
د اطلاعاتو او کلتور وزير اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا او تحکيم لپاره مناسب فرصت بللی دی.
نوموړي زياته کړې، چې افغانستان د لرغوني تاريخ او اصيل کلتور په درلودو سره د نړۍ د تمدن مرکز دی او اړتيا ده، چې د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا سره د دواړو هېوادونو اړيکې لا پیاوړې شي.
دغهراز ښاغلي خيرخواه د دواړو هېوادونو تر منځ د مشترکو نندارتونونو په جوړولو ټينګار کړی او د نندارتونونو رول يې د کلتورونو په پېژندلو کې مهم بللی دی.
د روسيې په سنت پیټرزبورګ کې د “کلتوري اتحاد” ناسته د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه پیل او تر ۱۴مې به یې دوام وکړي.
“د ملګرو ملتونو سازمان غړي یا بل هر مرستندوی بنسټ کارکوونکي په ډاډمن ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکولای شي”
د کورنيو چارو وزیر خليفه سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال جيل مشاو او کابل کې د دغه سازمان د امنيت له مسول اندريکا راټ واټ سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې ښاغلي مشاو ویلي، چې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې او د ملګرو ملتونو کارکوونکو د امنيت خونديتوب له امله یې مننه کړې ده.
نوموړي افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه هم خبرې کړې دي.
خليفه سراج الدين حقاني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او ډاډ يې ورکړی، چې په ټول هېواد کې امنيت خوندي دی. د ملګرو ملتونو د سازمان غړي یا بل هر مرستندوی بنسټ کارکوونکي په ډاډمن ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکولای شي.
کابل کې د قزاقستان سفیر: د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک دی
کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره تودیعي ناسته کړې.
مولوي امیرخان متقي له فتحې وروسته کابل کې د قزاقستان د سفارت د کار دوام ستایلی او په تېرو درېیو کلونو کې يې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراختیا کې د سفیر د رول ستاینه کړې ده.
نوموړي د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې بللې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.
دغهراز په افغانستان کې یې د قزاقستان د سفیر ماموریت بریالی بللی او په راتلونکي ماموریت کې يې د بریا هیله ورته څرګنده کړې ده.
ښاغلي علیم خان یسین ګلدییف ویلي، چې د ماموریت په موده کې يې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت لرې کېدل او په استانه کې یې د شارژدافیر منل دوه مهم سیاسي پرمختګونه وو.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د غنمو لپاره یو ښه بازار او ټرانزیټي لاره ګڼل کېږي.
د علیم خان یسین ګلدییف په وینا؛ قزاقستان او افغانستان دواړه لویو بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره ترانزیټي لارې ورکولای شي. ده د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک بللی دی.
د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال د کندوز او تخار ولايتونو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه کړې
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دې وزارت دويم مرستیال او سرحداتو عمومي مسول ملا عبدالقيوم ذاکر او مل پلاوي د کندوز او تخار ولايتونو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه کړې.
د یاد وزارت په وینا دې لیدنه کې ښاغلي ذاکر د کندوز د قلعه زال، امام صاحب او کلباد او د تخار ولايت خواجه غار، دشت قلعه، درقد ينګي قلعه او د چاه آب ولسوالیو سرحدي سیمو کې د پوستو د مسولینو او مجاهدینو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دي.
کرېکټ؛ افغان کرېکټ بورډ د سوېلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د سوېلي افریقا پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام ومومي.
تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ تېره اونۍ د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د تمریناتو پرمهال ټپي شو او د چپې پښې ښنګری یې واوښت چې له امله به یې د سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.
دغه راز د ملي لوبډلې د پیاوړي ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن د لاس ټپ لا هم ندی رغېدلی او د سوېلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې به هم د افغان لوبډلې ملتیا نه کوي.
د سوېلي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې دوه ځوانو لوبغاړو ته، چې په کورنیو سیالیو کې یې له ځانه غوره وړتیا ښودلې، ځای ورکړل شوی دی.
تکړه ښي لاسی پیلیز توپوهونکی عبدالمالک، چې په تېرو کورنیو لېسټ اې سیالیو کې یې ښه کارکردګي درلوده، د ابراهیم ځدراڼ پر ځای د لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.
همدارنګه، بل تکړه توپوهونکی دروېش رسولي، چې په تېرو لېسټ اې او شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې، لوبډلې ته اضافه شوی دی.
دروېش رسولي تر اوسه اووه نړیوالې ۲۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړې، خو دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې لوبېږي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری راشد خان، چې په تېرو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د ایرلنډ پر وړاندې نه و لوبېدلی، اوس لوبډلې ته راګرځېدلی دی.
په لوبډله کې نور هغه لوبغاړي شامل دي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې لوبېدلي وو.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان وايي؛ د لومړني ځل لپاره د سوېلي افریقا کوربه توب کوو چې دا زموږ د کرېکټ په تاریخ کې غوره لاسته راوړنه شمېرل کېږي، سوېلي افریقا د کرېکټ د نړۍ خورا غوره لوبډله ده او د دغې لوبډلې پر وړاندې لوبو ته موږ ټول لېواله یو.
نوموړي زیاته کړه؛ د لویو لوبډلو سره لوبو ته موږ د یوې پروسې په سترګه ګورو او غواړو چې زموږ لوبډله په دوه اړخیزو سیالیو کې هم هومره پیاوړې شي څومره چې د تېرو دوه-درې کلونو په موده کې په بېلابېلو نړیوالو جامونو کې لوبېدلې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر احمد شاه سلیمانخېل وايي؛ ابراهیم ځدراڼ تېره اونۍ د تمریناتو پر مهال ټپي شو، چې له امله یې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې له نوملړ بهر شو او همدارنګه به د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره هم د لوبډلې برخه نه وي.
سربېره پر دې، مجیب الرحمن لا هم تر درملنې لاندې دی او د سوېلي افریقا پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې هم ګډون نه شي کولی.
نوموړی زیاتوي؛ موږ دا ځل دوه نوي ځوان لوبغاړي لوبډلې ته اضافه کړي دي، عبدالمالک او دروېش رسولي په وروستیو کورنیو سیالیو کې غوره لوبې کړې دي.
همدارنګه، الله محمد غضنفر، چې په تېرو نړیوالو او کورنیو سیالیو کې یې ښې لوبې کړي دي، هم لوبډله کې ټاکل شوی دی.
موږ هیله لرو چې غضنفر به د مجیب الرحمن تشه د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبو کې په غوره توګه ډکه کړي او د افغان لوبډلې لپاره به ښې لوبې وکړي.
د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
کابل ښاروالۍ د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ
د کابل ښاروالۍ مسولینو، د پنجشنبې په ورځ (۲۲ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د خپلو یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د کابل ښاروالۍ مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې په ټولیز ډول ۱۲۵.۸۷ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه، سفالټ، کانکرېټ او په تېږو فرش شوي دي.
د ۷۳ زره او ۸۵۲ مربع متر په مساحت سړکونه د سفالټ په شکل ترمیم او د ۳۸ زره او ۸۷۲ مربع متر په مساحت د نورو سړکونه داغګیري شوې ده.
مسولینو زیاته کړه، د دوه رزه او ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د کانال ساختمان او جبارخان سړک، د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي د څرخي پله د تلاشي سيمې د کانال ساختمان، د ۵۱۱ مترو په اوږدوالي د خيرخانې درېيمې برخې د کانال ساختمان او د یو زر او ۲۹۷ مترو په اوږدوالي د امنیت ښارګوټي د کانال ساختمان د لوېدیځې برخې چارې بشپړې شوي او د دوه زره او ۱۹۴ مترو په اوږدوالي د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې د کانال ساختمان جوړولو د چارو دوام؛ په تېر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه دي.
په همدې ډول، ۱۸مه ناحیه کې د تعمیر ساختمان او د برېښنا برج، د ۱۷مې ناحیې د احاطې ساختمان او د کابل ښاروالۍ مربوطاتو کې د تیلو پمپ سټیشن ساختمان جوړول، همدارنګه په اتمه ناحیه کې د ښځو مارکیټ د ساختمان، له قصبې نه تر پنجصد فامیلیو پورې د زېرزمیني دوکانونو ساختمان او د کابل ښاروالۍ مربوطاتو کې د ګرین هاوس او ګدامونو د ساختمان جوړولو چارو بشپړېدل، دغه راز د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د څاګانو کیندل؛ د تېر کال پر مهال د کابل ښاروالۍ نور فعالیتونه دي.
د مسولینو په وینا، د اتمې او ۱۲مې ناحیې د ساختمانونو، د سنګ نوشتې کارخونې د تاسیساتو او د تره خیلو کارخونې د مسجد او تاسیساتو ترمیم، په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ د کړنو یوه برخه ده.
همدارنګه د سړک غاړو د پینځه زره څراغونو نصب او فعالول، د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د نهه زره او ۷۰۰ تنویر پایو ترمیم، د ۶ څلورلارو ښکلي کول، د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ادرس موندلو لوحو لګول، د عمومي او فرعي جادو رنګول او د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د دوه زره او ۶۸ موانعو راټولول؛ په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ له نورو اجرااتو څخه دي.
په تېر کال کې د UNOPS په همکارۍ، د کوڅو او کانالونو د احداث او کانکرېټ اچولو او پارکونو د شنه کولو، ۲۰۰ پروژې تر پلان لاندې وې.
همدارنګه د کابل ښار له ۲۲ ناحیو څخه ۵۲۶ زره او ۸۰ ټنه کثافات د نظر وړ سیمو ته لېږدول شوي او د ۵۷ زره او ۵۶۵ مترو په اوږدوالي عمومي کانالونه او ۴۰۵ زره او ۴۴ متره د سړک غاړې ویالې هم پاکې شوي دي.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول د نباتي بوټو دوه میلیونه ډوله تولید، تکثیر او کېښودل شوي، شته پارکونه او نوي جوړ شوي پارکونه شنه شوي او په څرخي پله کې د مرنجان تپې، رحمان مېنې، کازینو او د قبال جومات شمال کې د پارکونو پر جوړولو کار روان دی.
مسولین زیاتوي، چې له لاس پلورونکو او کراچیو څخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د مزدحمو ساحو پاکول، د سرغړونو له امله د دوه زره او ۶۲۶ اصنافو فعالیت په موقتي توګه ځنډول، د یو زر او ۵۷ بې جوازه اصنافو پېژندنه، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۱ زره او ۹۵۷ اصنافو ته د جوازونو ورکړه، د ١٠٢ مارکېټونو او ۱۱ پمپ سټېشنونو ثبتول او د ژمي په موسم کې کابل ښاريانو ته د ډبرو سکرو وېش؛ د کابل ښاروالۍ له لاسته راوړنو څخه دي.
د مسولینو په خبره، د فلټرونو نشتون له امله د ۶۲۵ لوړ پوړیزه ودانیو بندول، د ۲۰۵ زره او ۵۷۷ کیلو ګرامه تاریخ تېرو خوراکي او بې کیفیته مینځونکو توکو راټولول، د کابل سیند ته د ۸۲۵ لوړ پوړیزه ودانیو او استوګنې کورونو د فاضله اوبو د جریان بندول او اصنافو ته د اته زره او ۸۷۲ صحي کارتونو وېش؛ د چاپېریال ساتنې برخه کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه دي.
د مسولینو د معلوماتو له مخې، د تفصیلي پلانونو طرحه، د سوداګریزو او استوګنیزو ساحو لپاره پیشنهادي طرحې، ساختمانونو ته د ۲۴۸ جوازونو او ۲۲ نقشو ورکړه او د ۵۵۳ نورو نقشو ویزه کول او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۰۹۵ ودانیو له سرغړونو مخنیوی؛ په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ عمده لاسته راوړنې دي.
