ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 988

بغداد او واشنګټن له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړې ته رسېدلي

رويټرز خبري اژانس د عراقي او امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه دواړه هېوادونه له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې هوکړې له‌مخې به د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ په ۲۰۲۵ کال کې پیل او د ۲۰۲۶ کال تر پایه به په بشپړه توګه له عراق څخه ووځي.

اوس‌مهال شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ امریکایي سرتېري عراق کې مېشت دي.

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست: تېر کال د هېواد ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې ٩٢ مډالونه ګټلي

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسولینو نن (شنبه، د وږی ۱۷مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه ریاست د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې د هېواد په کچه، څلور زره تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ ترسره شوي دي.

مسولینو زیاته کړه، چې د تېر يوه کال په ترڅ کې د هېواد ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې او د سرو زرو ٢٢، د سپينو زرو ٣٠ او د برونزو ۴۰ مډالونو په ګډون يې ټول ٩٢ مډالونه ګټلي دي.

مسولینو، د المپیک په اسیايي سیالیو کې د پينځه مډالونو ګټل، نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل، د کافا په سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اتلولي او په G2 سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې قهرماني، په تېر کال کې د دې ریاست د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

د مسولینو په خبره، دغه ریاست په تېر يوه کال کې د واليبال د درېيم، د وزلوبې لیګ پینځم، د فوټبال او فوټسال ليګونو د درېیم او د غورسي لیګ دویم پړاو سياليو په تر سره کولو سره، د سپورټ د ودې او پياوړتيا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، افغان ورزشکارانو د اورا اسيا سياليو په ۱۴م پړاو کې پخپل ګډون سره، دويم مقام خپل کړی دی.

په یادو سیالیو کې د ۱۲ اسیايي هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې افغان ورزشکارانو پکې د سرو زرو نهه، د سپینو زرو څلور او د برونزو پينځه مډالونه وګټل او ښه وځلېدل.

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسئولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې په ۳۵ فدراسیونونو کې ۱۹۱ لوبې څارل شوي او ۴۵۰ ورزشکارانو ته د روزنیزو سمینارونو جوړولو ترڅنګ، اړینې سپارښتنې هم شوي دي.

د مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، د ورزشي جوړښتونو پياوړتيا، په بهرنيو سياليو کې د افغان لوبغاړو د ګډون زمینه برابرول، په هېواد کې د سياليو په لار اچول، د پوهنې وزارت او کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ د تفاهم ليک لاسليکول، د ظرفيت لوړونې پروګرامونو جوړول او د هېواد د رسنيو له لارې د سياليو خپرول، په روان کال کې د دغه ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسولینو، مجاهدینو او یو شمېر علماوو، مخورو او معلولینو سره لیدنه کړې

ملي دفاع وزارت وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د دغه وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسولینو، مجاهدینو او یو شمېر علماوو، مخورو او معلولینو سره لیدنه کړې.

د یاد وزارت په وینا؛ عالیقدر امیر المؤمنین حفظه‌الله په دې کتنه کې پر یوالي، اخلاص، تقوا او اطاعات ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یووالی به ستاسو د پرمختګ او بریالیتوب سبب شي.

د اسلامي امارت زعیم دغه راز مسولینو او مجاهدینو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې اړینې سپارښتنې کړې دي.

کابل کې د جاپان سفیر: هېواد یې د افغانستان له موزیم سره په لومړي قدم کې ۳۰۰ زره ډالر مرسته کوي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت جدي او اغېزناکه مبارزه ستایلې او له افغانستان سره یې د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

تاکایوشي کورومایا ویلي، جاپان له وړاندې له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د جاپان حکومت د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په پلان کې لري، چې په لومړي قدم کې په کابل کې ملي موزیم ته د ۳۰۰ زره ډالرو مرسته ځانګړې کړي.

ښاغلي کورومایا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.

په کابل کې د جاپان سفیر څرګنده کړې؛ جاپان د افغان ټولنې ارزښتونو ته درناوی لري، توکیو د اسلامي امارت پر مختګونه څاري او دغه راز یاد هېواد د G7 هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د یاد هېواد د مرستو او همکاریو مننه کړې.

مولوي عبدالکبیر له جاپان سره د افغانستان پياوړو اړیکو ته په اشارې ویلي، د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لوریو په ګټه دي او دغه راز جاپان یې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه یاده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت هيله لري د دوحې د درېیمې ناستې ژمنې ژر پلې شي او یادونه یې کړې، اسلامي امارت د مسول حکومت په توګه ټولې ژمنې په یوازې ځان او د چا له مرستې پرته پوره کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، ژر به د اسلامي امارت له لوري له مخدره توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون عملي کار پیل کړي او له همکارو ادارو او بنسټونو سره به ناستې ولري.

د مولوي امیرخان متقي او ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال لیدنه؛ د یو شمېر سترو پروژو د پرانیستې لپاره په چتووالي خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ګڼو ارګانونو پلاوو د افغانستان او ترکمنستان د ګډې پولې په صفري نقطه کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو، وسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د پرانیستي لپاره د نهايي تیاریو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د دواړو لوریو اړوندو ټیمونو په نژدې راتلونکي کې د یادو سترو پروژو د پرانیستې مراسمو تیاري هم ارزول شوی دی.

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوې.

په دې غونډه کې لومړی د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړي.

وروسته د ماليې، لوړو زده کړو، پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ او همداراز د امارتي شرکتونو رياست د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث شوی او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.