د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال کانټينېنټل اتلولیو سیالیو کې لومړۍ بریا خپله کړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال کانټينېنټل اتلولیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ګواتیمالا ته پینځه پر څلور ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې لومړۍ بریا په خپل نوم کړه.
یاده سیالۍ نن دوشنبه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۲:۰۰ بجې په ټایلینډ کې پیل شوې وه.
د دې سیالیو له پیل وړاندې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې روزنکي مجید مرتضايي د ګډون په اړه ویلي و، چې د دې سیالیو په هره برخه کې به افغان لوبغاړي وازمایي.
مرتضايي کانټینېنټل سیالۍ د افغان لوبډلې لپاره یو ښه فرصت بللی و او زیاته کړې یې وه، چې له دې سیالیو څخه، اخیستو تجربو پر اساس به نړیوال جام کې مخته لاړ شي.
یادې سیالۍ د کوربه ټایلینډ، کویټ، نیوزیلاینډ، ګواتیمالا او افغانستان ترمنځ ترسره کیږي.
افغانستان فوټسال ملي لوبډله به په دغه سیالیو کې خپله دویمه لوبه د افغانستان پر وخت سبا ماسپښین ۲:۰۰ بجې د کویټ پر وړاندې ترسره کړي.
ټولګټو وزارت: دایکندي کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ کیلو متره سړک د رغونې چارې پیل شوې
د ټولګټو وزارت وايي؛ د دې وزارت لخوا په دایکندي ولایت کې د ۱۴ کیلومتره سړک چې د یاد ولایت له لادوګګ تپې څخه پیل د پاتو ولسوالۍ تر پلستو سیمې پورې رسیږي او یاد ولایت د ارزګان له لارې د کندهار ولایت سره نښلوي، د ترمیم او رغونې کار یې په دو بېلابېلو لاټونو کې د ۱۵میلونه افغانیو په ارزښت پیل شو.
د یادې پروژې لومړی لاټ د ۷.۲ کیلو متره به اوږد والي سره د اته میلیونه، ۳۲۸ زره او ۴۴۲ افغانیو په ارزښت او دویم لاټ یې د۶.۷ کیلو متره اوږد والي سره د شپږ میلیونه، ۶۷۱ زره او ۵۵۸ افغانیو په ارزښت د دوه بېلا بېلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي، چې د رغونې چارې یې رسماً پیل شوې او دا مهال په سیمه کې کار عملاً جریان لري.
د یاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د کرنیز توکو په لیږد را لیږد کې به د پخوا په پرتله د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د افغانستان بانک عمومي رییس د مالي او بانکي سکتور د وضعیت ارزونې په موخه غور ولایت ته سفر کړی
د افغانستان بانک د عمومي رییس نور احمد اغا د یاد بانک د څانګو د لیدنو په لړ کې غور ولایت ته سفر کړی او د دې څانګې له مسولینو سره یي لیدنه کړې.
د دې لیدني موخه د مالي او بانکي چارو ښه والی، خلکو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کول او د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې مالي خدمتونو د پراختیا لپاره هڅې په ګوته شوي دي.
نور احمد اغا د غور څانګې کارکوونکو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ تاسې حساسې او ارزښت لرونکي دندې لرئ او د اوسنیو شرایط په پام کې نیولو سره زموږ دنده ده، ترڅو خپل ملت او خلکو ته خدمت وکړو او اسانه او کیفیت لرونکي خدمتونو ته د هغوی لاسرسۍ ته زمینه برابره کړو.
نوموړي، د دې رسمي سفر په بله برخه کې د غور ولایت د سوداګریزو بانکونو له چارواکو سره هم لیدنه کړې او پر یو شمېر موضوعاتو د خبرو ترڅنګ یې د هغوی د کړنو څرنګوالي ارزولی دی.
د افغانستان بانک د عمومي رییس په غور ولایت کې د بانکونو د کړنو د کمزورتیاوو او پیاوړتیاوو په یادولو سره ویلي، د افغانستان بانک په ټول هېواد کې د مالي او بانکي خدمتونو پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
نور احمد اغا د دې رسمي سفر په اوږدو کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو له استازو سره هم د یوې لنډې ناستې کې د صرافانو د کړنو په تنظیمولو او د مالي جریان په قانوني کولو کې یې د هغوی رول مهم بللی ده.
نوموړي له صرافانو غوښتي، ترڅو خپل رول د اړوند نافذه قانون په رڼا کې په ښه ډول ترسره کړي او له د افغانستان بانک سره د غیر بانکي مالي سکتور د ښه کېدو په برخه کې همکار پاتي شي.
لسګونه زره اسرائیلیانو د صهیونیستي رژیم پر ضد لاریونونه کړي
د راپورونو پر اساس پرون (یکشنبه، د وري ۱۱مه) د اسرائیلو په ډېری سیمو کې لسګونه زره کسانو لاریونونه کړي او د بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.
غزه تړانګه کې د اسرائیلي بندیانو د شپږو جسدونو له پیدا کېدو وروسته یاد لاریونونه پیل شوي دي.
ویل کېږي، چې د اسرائیلو با نفوذه ټولنو د لاریونونو په ملاتړ د ټولییز کاربندیز غوښتنه کړې ده.
د صهیونیستي رژیم د سیاسي اپوزېسیون مشر یائیر لاپید هم پر حکومت د فشار زیاتولو په موخه د اعتصاب ملاتړ کړی دی.
دغهراز د تلابیب ښاروال هم له اعتصاب کوونکو سره د یو ځای کېدو خبر ورکړی.
ورته مهال په اسرائیلو کې د سوداګرۍ تر ټولو سترې اتحادیې پر صهیونیستي رژیم د فشار راوړلو لپاره نن دوشنبه اسرائیلو کې د ټولو اقتصادي فعالیتونو د تړلو(درولو) غوښتنه کړې ده.
یادو لاریون کوونکو د بنیامین نتنیاهو پر رژیم نیوکې کړي، چې د غزې اوربند په پلي کولو او د یرغمل شویو په راخوشی کولو کې پاتې راغلی دی.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۲۸/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۱/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱٦۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱٦ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۲ تنه و، کابل، کونړ او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۴۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۳۲ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۲۵۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۱ کورنیو سره ټولې۲۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۸۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۸۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۲۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۹٦۹ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۰ کورنیو سره ټولې۵٦۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۷۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۷۴ کورنیو سره ټولې۵۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۳۳ کورنۍ، ۸۳۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱٦ کورنۍ، ۷۲ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۱۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۴۴ عدده
د کرنې وزارت: د کرنیزې پرمختیا صندوق دوه نوي محصولات پرانیستل شول
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ دې وزارت کې د یو پروګرام په ترڅ کې د مشارکت (ګډون) او مضاربت په نوم د کرنیزې پرمختیا صندوق دوه اسلامي خدماتي محصولات د کرنې وزارت د مشرتابه، د ملي پراختیایي شرکت، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان اسلامي امارت د نورو مالي بنسټونو د استازو په شتون کې پرانیستل شول.
په دې پروګرام کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په اغېزمن او شفاف دول د پروژو د پلي کولو د هڅو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ زموږ مسوولیت دا دی، چې د هېواد کروندګرو او مالدارانو لپاره شپه او ورځ کار وکړو.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي مالي خدمتونو رامنځته کول هم یو له هغو خدمتونو څخه دی، چې د کرنې وزارت له خوا کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته وړاندې کېږي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت له فتحې وروسته موږ د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیل کړ، چې له دې لارې موږ د خصوصي سکتور سوداګرو او متشبثینو ته ۱.۳ میلیارده افغانۍ ورکړي دي.
ښاغلي عثماني زیاته کړې؛ د دوو نویو محصولاتو په وړاندې کولو سره، موږ غواړو چې د کال تر پایه د وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق له لارې په هېواد کې د کرنې د ودې او پراختیا لپاره د دوه ملیارد افغانیو په ارزښت اسلامي مالي خدمات وړاندې کړو.
په ورته وخت کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اجراییوي بورډ رییس انجنیر عبدالغفور غفاري د دغه ادارې د نویو محصولاتو په اړه معلومات ورکړي او د اسلامي امارات او خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی.
نوموړي ویلي؛ دغه دوه نوي محصولات چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا لخوا منظور شوي دي، په کې مضاربت یا د پانګونې د تمویل مفکوره او مشارکت (ګډون) د پانګې شریکول شامل دي، چې له دې لارې موږ غواړو د هېواد د کرنې او مالدارۍ ځنځیري ارزښت ته په پام سره د بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکټور د متشبثینو د کوچني سوداګرۍ او کاروبار ملاتړ او ورته وده ورکړو.
په ورته وخت کې په دغه پروګرام کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل هم په هېواد کې د لا زیاتو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړي او په هېواد کې یې د زېربنایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو یادونه کړې.
د کرنیزې پرمختیا صندوق د مسولینو په وینا، بزګران، مالداران، سوداګر او د خصوصي سکتور متشبثین کولی شي له دغو اسلامي تمویلي محصولاتو (ګډون او مضاربت) څخه په استفادې خپل کاروبار پراخ کړي.
د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان مسولینو انلاین غونډه؛ په سپینو سیمو کې د روغتیایي خدماتو پر برابرولو خبرې شوي
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له حوزوي مشرې حنان البلخي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو له مسول ډاکټر حامد جعفري سره انلاین غونډه کړې.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدماتو د پراختیا، د روغتیایي پرسونل ارتقا ظرفیت، په لرې پرتو سپینو سیمو کې د روغتیایي خدماتو برابرولو او د ساري ناروغیو د مخنیوي، د بېړنیو او لنډ مهالو مرستو ترڅنګ د پراختیايي او پایښت لرونکو مرستو پر اړتیا او څرنګوالي خبر کړې دي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې مشرې حنان البلخي د افغانستان د روغتیايي سېستم سره د نړیوالو مرستو د را جلبولو تر څنګ پر دوامدارو او بنیادي کړنو ټینګار کړی دی.
د نوموړې ویلي، د افغانستان د روغتیايي سیستم د لا ښه والي په موخه باید لا زیات کار وشي او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.
د ننګرهار د ډاکټرانو اتحادیې له رییس سره د ډاکټر ملا عبدالواسع لیدنه؛ په یو شمېر روغتیايي موضوعاتو خبرې شوي
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د ننګرهار ولایت د ډاکټرانو اتحادیې رییس ډاکټر واقف نیازي او مل پلاوي سره په ارګ لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ډاکټر واقف نیازي په ننګرهار ولایت کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د یادې اتحادیې کړنې او فعالیتونه تشریح کړي او ويلي یې دي؛ په ننګرهار، ولسوالیو او تورخم کې یې بېوزلو او د طبیعي پېښو ناروغانو او ټپیانو ته د روغتیایي کمپونو له لارې خدمات وړاندې کړي او دغه پروسه لا جریان لري.
دغهراز د ننګرهار ولایت د ډاکټرانو اتحادیې رییس او غړو د ننګرهار د زر بستریز روغتون د پاتې چارو بشپړولو، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د پاملرنې زیاتوالي، پر ډاکټرانو د مالیاتو کموالي او د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د حکومت له لوري د ځانګړو کورسونو جوړولو لپاره خپل وړاندیزونه او غوښتنې مطرح کړي دي.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رییس ویلي، ډاکټران هېوادوالو ته پر وخت او په ښه ډول د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو دروند مسولیت لري او اسلامي امارت د دوی د خدمتونو ستاینه کوي.
ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د بېلا بېلو اصنافو د کړنو ستاینه او ملاتړ کوي او د مالیاتو معافولو او کمولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وروستی فرمان هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ښه څرګندونه کوي.
کرنې وزارت: ملا اغاجان اخوند د کرنې اړوند ستونزو اورېدو په موخه د کندوز ولایت له یو شمېر بزګرانو سره لیدنه کړې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ د دې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند د کندوز ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له یو شمېر بزګرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بزګرانو پر ستونزو او د خلکو د اقتصادي ودې په اړه خبرې شوې دي.
ملا اغاجان اخوند په دې لیدنه کې ویلي؛ د کندوز خلکو د جهاد پر مهال ډېر زیانونه ګاللي، اوس د دې ولایت د جوړېدو وخت دی، موږ ټول باید پرته له توپیره د هېواد په ودانولو کې ونډه واخلو، د بزګرانو د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول داسې یوه پروسه ده، چې د بزګرانو په ګټه ده.
د کندوز ولایت د کرنې رییس مولوي امان الله حسن ویلي؛ کندوز د افغانستان یو له حاصلخیزو ولایتونو او د افغانستان کندو دی، د دغه ولایت ډېری کرنیز محصولات نورو ولایتونو ته صادرېږي.
دغه راز د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د اضافي غنمو د راټولولو پروسه بیان کړې او ویلي يي دي؛ کندوز کې له کروندګرو څخه له شپږ زره متریک ټنه څخه زیات اضافي غنم اخیستل کیږي او زېرمه کیږي او په بیړنیو، بحراني حالاتو او د غنمو د بیې د لوړېدو په وخت کې ترې کار اخیستل کېږي.
د دغه ولایت کروندګرد کرنې لپاره د کافي اوبو له نشتوالي، د سرې او کرنې د لګښتونو لوړوالی، د ښه بازار له نشتوالي، د کرنیزو وسایلو له نشتوالي او د اصلاح شویو تخمونو پر وخت د نه وېش له امله شکایت کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې خلکو سره مرستې او همکاري وکړي.
