د امارتي شرکتونو د لوی رییس مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د امارتي شرکتونو د رییسانو او مسولینو ترمنځ د امارتي شرکتونو د پرمختګ، روڼ مدیریت، عوایدو زیاتوالي او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، چې په دې ناسته کې د امارتي شرکتونو ترمنځ د تړونونو او راکړې ورکړې په بهیر کې خپلمنځي تعاملاتو ته د حق اولویت ورکولو او همدارنګه په ټولو امارتي شرکتونو کې د تحول او بدلون په تړاو خبرې وشوې.
دې ناسته کې له امارتي بانکونو سره د شرکتونو د تعامل او همکاریو د زیاتوالي په اړه هم خبرې وشوې.
د ناستې په پاې کې د امارتي شرکتونو مشرتابه د ټولو امارتي شرکتونو ترمنځ په غوره همغږۍ باندې ټينګار وکړ.

