ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان ملي‌ لوبډلې د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې ماته وخوړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د روان کال په شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې د خپلې وروستۍ لوبې په ترسره کولو سره له سیالې وېسټ انډیز ملي لوبډلې څخه د ۱۰۴ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.
افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
وېسټ انډیز ملي لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې افغان اتلانو پر وړاندې ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره ۲۱۸ منډې جوړې کړې او د افغانستان ملي لوبډلې ته یې ۲۱۹ منډې هدف کېښود.
په دې پانۍ کې د وېسټ انډیز ملي لوبډلې په ګټه نیکولاس پوران ۹۸، چارلیس ۴۳، رومن پاول ۲۵ او شای هوپ ۲۵ منډې جوړې کړې.
په توپ‌اچونه کې بیا د افغانستان په ګټه عظمت او نوین یوه ـ یوه او ګلبدین نایب ۲ ویکټې واخیستې.
په دویمه پاڼۍ کې افغانستان په ګټه ابراهیم ځدران ۳۸، عضت الله عمرزي ۲۳ او راشد خان ۱۸ منډې وکړې او له سیالې لوبډلې څخه یې د ۱۰۴ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په نړیوالو سیالیو کې ۳۰۰۰ منډې بشپړې کړې.
نوموړي په خپله ۸۷مه پاڼۍ کې د ۶ سلیزو او ۱۸ نیمه سلیزو پر مټ د ۳۸.۹۰ منډو په اوسط سره ۳۰۰۰ منډې پوره کړې او ۷م افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.
په لومړۍ توپ اچونه کې ګلبدین نایب په نړیوالو سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې.
نوموړي په ۱۱۷ پاڼیو کې د توپ اچونې له ۳۲،۱۶ اوسط‌سره ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې او په ټوله کې پنځم افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.
افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام ګروپ سیالیو په لړ کې د (جون ۱۴) له پاپوا نیو ګیني (پي این جي) کرېکټ لوبډلې سره لوبه کې بریا خپله کړه او دې سره یې رسما د اتو غوره لوبډلو یا سوپر اېټ پړاو ته لار وموندله.