د امو نهنګانو لوبډلې د افغانستان د یوولسم پړاو شپږېزه کرېکټ لیګ اتلولي خپله کړه او د دې سیالیو د تاریخ درېیم ځل اتله شوه.
د خوست په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې د نننۍ پای لوبې پچه د سپین غر پړانګانو لوبډلمشر دروېش رسولي وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. خو د سپينغر پړانګان لوبډلې د توپوهنې پيل ښه نه و او د سر پنځه لوبغاړي یې يو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.
د سپينغر لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۹م اور کې په ۱۶۶ منډو وسوځېدل او امو نهنګان لوبډلې ته یې ۱۶۷ منډې هدف وټاکه.
په دې پاڼۍ کې د سپین غر پړانګانو په ګټه عصمت عالم ۶۷، راشد خان ۲۷ او لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۰ منډې وکړې.
اخوا بیا په توپ اچونه کې قیس احمد، فضلالحق فاروقي، ګلبدین نایب او یمین احمدزي دوه- دوه لوبغاړی وسوځول.
پر وړاندې یې امو نهنګانو لوبډلې ټاکل شوي هدف د لوبې په ۱۷م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د درېیم ځل لپاره یې د شپږیزې لیګ اتلولي خپله کړه.
د سپينغر لوبډلې له لوري په توپاچوونه کې فرید ملک دوه او زیتالله شاهین یو لوبغاړی وسوځوه.
عمران میر چې د امو نهنګانو لوبډلې لپاره یې په ۴۵ توپونو ۷۷ منډې جوړې کړې وې، د د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یوولسم پړاو شپږېزه کرېکټ لیګ د مخکښو توپوهونکو په ډله کې رحمنالله ګربز د ۴۱۰ منډو په جوړولو سره لومړی ځای خپل کړی دی. له هغه وروسته محمد اکرم د ۳۳۹، صدیق اتل د ۳۳۸ او عمران میر د ۳۳۱ منډو په جوړولو سره د ډېرو منډو جوړوونکو لوبغاړو په کتار کې ځای لري.
دغهراز شپږیزه کې د ډېرو وېکټو د ترلاسه کوونکو لوبغاړو د نوملړ په سر کې سوکه توپ اچوونکي خلیل ګربز دی، چې په ۷ سیالیو کې ۱۴ لوبغاړي سوځولي دي.
همدارنګه ګلبدین نایب له ۱۳ وېکټو سره دویم، یمین احمدزی او ضیاالرحمان شریفي بیا له ۱۱ -۱۱ وېکټو سره په ترتیب درېیم او څلورم ځای لري.
د شپږېزه کرېکټ لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو سیالیو څخه شمېرل کېږي، چې سږ کال د لومړي ځل لپاره په خوست ولایت کې ترسره شو.

