ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اقتصادي معاونیت: د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۱۶ کیلومتره پایپ غځول شوی

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۱۶ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې او ۱۳۵ کیلومتره نوره د غځولو لپاره چمتو شوې ده.

یاد معاونیت زیاته کړې، افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې، اسلامي امارت د هغو ټولو پراختیا پروژو لپاره غوره زمینه برابره کړې، چې د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې لامل ګرځي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه د ټاپي ګاز نل‌لیکې چارې تر هرات ښار پورې بشپړې شي او په نږدې راتلونکې کې به په دغه ښار کې د ګازو د وېش سروې او ډیزاین چارې پیل شي.

اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ټاپي پروژې له لارې د ګازو د لېږد له پیل سره به په هرات کې صنعتي فعالیتونه پراخ او سلګونو کارخونو ته به د فعالیت زمینه برابره شي.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې له دې ګازو به د برېښنا د تولید په برخه کې هم ګټه واخستل شي، چې په دې سره به صنعت د پام وړ پرمختګ وکړي او په وارداتي برېښنا به د افغانستان تکیه راکمه او ګڼو هېوادوالو ته به برېښنا ورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژه د افغانستان له لارې د ترکمنستان طبیعي ګاز پاکستان او هند ته لېږدوي. د اسلامي امارت په نوښت د دې پروژې چارې اوس مهال د افغانستان په خاوره کې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر یې د هرات ښار پورې د جوړولو چارې بشپړې شي.