د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي په مشرۍ مل پلاوي سره په ارګ کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بیل او ملینډا ګېټس د نړیوال پراختیایي بنسټ رییس کریسټوفر الیاس او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یو شمېر نورو مسولینو او په کابل کې د قطر دولت سفیر هم شتون درلود.
مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو همکارو بنسټونو فعالیتونه ستایلي او هیله یې ښودلې، چې د یاد پلاوي سفر به د روغتیایي سکتور د پرمختګ لپاره ګټور تمام شي.
ورپسې ډاکترې حنان حسن بلخي په افغانستان کې سراسري امنیت د ګوزڼ کمپاین د ښه تطبیق لپاره اغېزناک بللی او ویلي یې دي، موږ توانېدلي یو چې د افغانستان په ختیځ کې د ګوزن لمنځه وړلو کې ښه پرمختګونه ولرو، خو بیا هم زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.
نوموړې زیاته کړې، که د ګوزن د محوې لپاره همغږي زیاته شي، تمه شته چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې ګوزن ویروس په بشپړ ډول لمنځه یوسو.
ډاکترې حنان حسن بلخي په ټول افغانستان کې ناروغانو ته د لا غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کول مهم بللي او په دې برخه کې یې د روغتیا نړیوال سازمان او ملاتړو بنسټونو لخوا د همکارۍ ډاډ ورکړی.
په دې غونډه کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د نشه یي توکو کر، تولید او قاچاق تقریبا صفر شوی، دا د اسلامي امارت د موثرو قوانینو او ژمنتیا ښودنه کوي او دا د ټولو لپاره ښه زېری دی.
نوموړي زیاته کړې، په تېرو درېیو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د نږدې ۵ میلیونه افغان کډوالو د اېستلو پروسې مدیریت له ډېرو ستونزو ډک و، خو اسلامي امارت په بشپړه ژمنتیا دوی ته د هرکلي، ثبت، لنډمهالې مېشتېدنې، د ځمکو وېش او مالي مرستو خدمتونه وړاندې کړي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، راستنو شویو هېوادوالو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او هغوی ته د کاري فرصتونو رامنځته کول اړینه چاره ده او په دې برخو کې هراړخیزې همکاري ته اړتیا ده.
دغهراز ښاغلي حنفي د غونډې له ګډونوالو څخه غوښتي، چې سیاسي او روغتیايي مسایل له یو بل سره شریک نه کړي او د روغتیایي مسایلو په تړاو په جوړېدونکو نړیوالو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت پلاویو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.
همدارنګه په دې غونډه کې، د افغانستان لپاره د قطر سفیر مردف بن علي القاشوطي په افغانستان کې د روغتیایي سکتور په برخه کې د ترسره شویو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړي او د خپل هېواد د همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.
د غونډې په پای کې، د بېل او ملینډا ګېټس، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان نورو مسولینو په خپلو خبرو کې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره د خپلو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

