ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فتحې ورځې د نمانځلو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال او د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیايي شرکتونو د ټولنو له مسولینو سره د زمري ۲۴مې، د فتحې ورځې، د نمانځلو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

په غونډه کې د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د ټولنې رییس احمدسیر رحیمي او د اړوندو شرکتونو یو شمېر مسولینو هم ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د دې غونډې موخه د ټولنو د همکارۍ او همغږۍ جلبول وو، ترڅو د زمري ۲۴مې د فتحې ورځې مراسم په شانداره او منظم ډول ترسره شي.

د غونډې په پیل کې د خپرونو چارو مرستیال، مهاجر فراهي، د زمري ۲۴مې د تاریخي ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې دا ورځ د افغانستان د خلکو د هغو قربانیو او سرښندنو پایله ده، چې د ۲۰ کلن اشغال پر مهال یې د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د زمري ۲۴مه یوازې د حکومت د ویاړ ورځ نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ ویاړ دی او له دې تاریخي ورځې څخه په ښه توګه نمانځنه د ټولو هېوادوالو ملي او اسلامي مسولیت ګڼل کېږي.

ورپسې د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د ټولنې رییس، احمدسیر رحیمي او د یو شمېر شرکتونو مسولینو هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د فتحې ورځې په برکت په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.

دوی د زمري ۲۴مه د ملي یووالي او پیوستون نښه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ باید بهرنیو سیلانیانو ته هم د دې تاریخي ورځې د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزه پوهاوی ورکړل شي.

د غونډې په پای کې، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال، آزادي د الله تعالی ستر نعمت وباله او ویې ویل، چې د زمري ۲۴مه، د اشغال څخه د افغانستان د خلاصون ورځ، د هېواد له مهمو تاریخي مناسبتونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې د افغانستان ټولو خلکو ونډه لرله او اوس هم د ټولو هېوادوالو مسولیت دی، چې د شاندارو مراسمو په جوړولو سره له دې تاریخي ورځې څخه په ښه توګه نمانځنه وکړي.